د غرني قره باغ شخړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د غرني قره باغ شخړه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو – قره باغ جنجالي سیمې پر سر قومي او قلمروي شخړه ده چې تر ډېره پورې ارمنستاني وګړي په کې مېشت دي او د هغو په چاپېر اووه ناحیو کې د ناګورنو قرباغ د لومړۍ جګړې تر مهاله په کې تر ډېره اذربایجاني وګړي استوګن و چې بیا هغوی ترې وشړل شول. دغه قلمرونه په ډي فکټو یا عملي بڼه کنټرل کېږي چې په یو شمېر دغو برخو باندې د قره باغ یا ارتساخ د جمهوریت له خوا ادعا کېږي هغه جمهوریت چې د لږ په رسمیت پېژندلو جمهوریتونو په ډله کې راځي؛ له دې سره دا په نړیواله توګه د آذربایجان قلمرو ګڼل کېږي. د دغو شخړو سرچینه شلمې پېړۍ ته اړوندېږي خو پر سر یې اوسني جنجالونه له ۱۹۸۸ زکال څخه راپیل شول هغه مهال چې د قرباغ ارمني وګړو له سویلي اذربایجان څخه سویلي ارمنستان ته د قرباغ د اړوند کېدو غوښتنه وکړه. دغه اختلافاتو د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې یوې بشپړې جګړې ته لار برابره کړه چې بیا وروسته په لږ شدت لرونکې شخړې واوښتل تر هغه چې د ۲۰۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې یې بیا زور واخیست او په ۲۰۲۰ زکال کې د بشپړې جګړې لامل وګرځېدل. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د اوربند هوکړه چې په ۱۹۹۴ زکال کې په بېشکک کې لاسلیک شوه له امله یې دوه لسیزې نسبي ثبات رامنځته شو؛ هغه وضعیت چې په پام وړ توګه په سیمه کې د ارمنستان له خوا د خپل ځایګي جوړولو له امله د اذربایجان د مخ پر زیاتېدونکي ناهیلیتوب لامل وګرځېد. د ۲۰۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې د اختلافاتو زور اخیستل د ۲۰۲۰ زکال تر جګړې پورې د دغه اوربند تر ټولو مرګونی نقض و. ازمایښتي اوربند د درې اړخیز اوربند په هوکړې سره د ۲۰۲۰ زکال د نومبر په ۱۰مه وشو او له امله یې اذربایجان ډېری هغه برخې چې د ناګورنو قرباغ په لومړۍ جګړه کې یې له لاسه ورکړې وې بېرته ترلاسه کړې. د اذربایجان ولسمشر الهام علي یوف ادعا وکړه چې شخړه په دې توګه پای ته ورسېده؛ په داسې حال کې چې د اوربند له هوکړې وروسته د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ زکال پر مهال د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په پوله باندې شخړو د ۲۰۲۱ زکال د مۍ میاشتې څخه راوروسته د دواړو خواوو لپاره دوامداره تلفات له ځانه سره لرلي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ناګورنو قرباغ لومړۍ جګړه (۱۹۸۸- ۱۹۹۴ زکال)[سمول]

د ناګورنو قره باغ لومړۍ جګړه چې په ارمنستان کې د قره باغ یا ارتساخ آزادۍ غوښتونکې جګړه هم بلل کېږي هغه وسله واله جګړه وه چې د ۱۹۸۰مې لسیزې له وروستیو څخه یې د ۱۹۹۴ زکال تر مۍ میاشتې پورې یې په سویل لویدیځ اذربایجان کې د ناګورنو قره باغ په راوتلو او ننوتلو برخو کې دوام وموند؛ دغه جګړه د ناګورنو قره باغ اکثریت ارمني قوم لرونکو وګړو وکړه چې د ارمنستان جمهوریت یې ملاتړ کاوه. د جګړې په پراختیا ارمنستان او اذربایجان چې دواړه پخواني شوروي اتحاد ته اړوند و د ناګورنو قرباغ په لوړو څوکو کې له یو بل سره په اوږد مهاله او نه اعلان شوې جګړه کې ښکېل شول او اذربایجان غوښتل څو د ناګورنو قره باغ جلا غوښتونکی خوځښت وځپي.

د دغې آزادۍ غوښتونکې سیمې پارلمان له ارمنستان سره د یوځای کېدو په موخه مثبته رایه ورکړه. دغه ټول پوښتنه چې د ناګورنو قره باغ د اذربایجاني الاصله وګړو له خوا تحریم شوې وه ترسره شوه او ډیری رایو ورکوونکو د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړه. د ارمنستان سره د الحاق کېدو په موخه غوښتنه؛ د ۱۹۸۸ زکال پر مهال بېرته په نسبتا سوله ئیز ډول پیل شوه. د شوروي اتحاد پاشل کېدو ته په نږدې کېدو سره دغه اختلافات په تدریج سره د دغې سیمې د ارمني او اذربایجاني وګړو ترمنځ د قومې شخړې پر لور شول. دواړو اړخونو په یو بل باندې د قومي تصفیې او د عام وژنې تورونه پورې کړل. [۱۳][۱۴]

د دغو دوه قومي ډلو ترمنځ شخړه د ۱۹۸۸ زکال د فبروري په شلمه وروسته له هغه پیل شوه چې د خپلواکۍ غوښتونکې قرباغ سیمې پارلمان له ارمنستان سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه. د شوروي اتحاد د پاشل کېدو شرایطو په شوروي اذربایجان کې د ارمنستاني جلا غوښتونکي خوځښت د هڅو لپاره لار برابره کړه. له اذربایجان څخه د جلاتوب اعلان د دغې ځمکې پر سر د شخړو وروستۍ پایله وه. هغه مهال چې اذربایجان له شوروي اتحاد څخه خپلواکي ترلاسه کړه اذربایجان د دغې منطقې واکونه واخیستل او ډیری ارمني الاصله وګړو له اذربایجان څخه د جلاتوب لپاره رایه ورکړه. په دغه بهیر کې دوی په رسمیت باندې د نه پېژندل شوي ناګورنو قرباغ د جمهوریت اعلان وکړ. [۱۵][۱۶]

په بشپړه توګه جګړه د ۱۹۹۲ زکال د ژمي په وروستیو کې پیل شوه. نړیوالو منځګړو له دې ډلې د اروپا د همکاریو او خوندیتوب سازمان (OSCE) ونشو کولای دغه جګړې ته پای ټکی کېږي. د ۱۹۹۳ زکال په پسرلي کې ارمني ځواکونو له خپلو حدودو بهر سیمې ونیولې او ګواښ یې وکړ چې په جګړه کې به د سیمې نور هېوادونه هم ورګډ کړي. په ۱۹۹۴ زکال کې د جګړې په پای سره ارمنیانو د ډېری دغې سیمې بشپړ کنټرول په واک کې درلود او همدارنګه یې له خپلې سیمې بهر د آذربایجان ۹ سلنه خاوره هم په خپل واک کې لرله. د دغې جګړې له امله له اذربایجان څخه ۲۳۰۰۰۰ ارمني وګړي او له ارمنستان او قرباغ څخه ۸۰۰ زره اذربایجاني وګړي د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شول. د دواړو خواوو ترمنځ اوربند د ۱۹۹۴ زکال په مۍ میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب لاسلیک شو او په دې سره دیپلماتیکو حل لارو موندلو ته لار پرانیستل شوه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ورته مهال د ۱۹۹۴ زکال له اوربند وروسته هم په راتلونکو کلونو کې یو شمېر نښتې رامنځته شوې.[۲۱]

اوسنۍ پوله ئیزې ستونزې (۲۰۲۱- تر اوسه)[سمول]

اوسنۍ پوله ئیزې ستونزې د ۲۰۲۱ زکال د مۍ په ۱۲ مه پیل شوې، هغه مهال چې اذربایجاني ځواکونه د سیونیک او ګغارکونیک په ایالتونو کې څو کیلومتره د ارمنستان په خاوره کې مخکې ولاړل او نږدې ۴۱ کیلو متر مربع (۱۶ مایل مربع) ارمنستاني قلمرو یې ونیو. اذربایجان د اروپايي پارلمان، متحده ایالاتو او فرانسې له غوښتنې سربېره - چې د اروپا د همکاریو او خوندیتوب سازمان په اډانه کې د مېنسک ډلې د دریو مخکې وړونکو هېوادونو څخه دوه دي – د ارمنستان له قلمرو څخه چې په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل شوی خپل ځواکونه وه نه ویستل. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

کړکېچ د ۲۰۲۱ زکال په جولای میاشت کې د ارمنستان – نخجوان په پوله کې د شخړو له امله زور واخیست. دغو شخړو ګغارکونیک – کلبجر سیمې ته پراختیا ومونده او د دواړو خواوو ترمنځ د تلفاتو راپور ورکړل شو. د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۷ مه له سویلي قفقاز سره د اړیکو د پلاوي مشرې ماریانا کایوارند، د ارمنستان د چارو اړوند د اروپا د پارلمان دایمي راپور ورکوونکي اندري کواتچف او د اذربایجان په چارو کې د اروپايي پارلمان دایمي راپور ورکوونکې ژیلینا زووکو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۶مه د اذربایجان له خوا پیل شوي عملیات د ۲۰۲۰ زکال د اوربند را وروسته له هوکړې څخه تر ټولو ناوړه سرغړونه وبلله. [۲۸]

بیاځلي نښتې د ۲۰۲۲ زکال په اګست میاشت کې د دریو کسانو د مړینې لامل وګرځېدې او په دې سره روسیې اذربایجان د اوربند په ماتولو تورن کړ. د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر د ۱۳مې نېټې پر سهار د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو ترمنځ پراخه جګړه پیل شوه. د ارمنستان دفاع وزارت وویل چې اذربایجان واردنیس، ګوریس، سوت او جرموک ښارونو ته څېرمه د ارمني ځواکونو په پوستو باندې د توپونو او درنو وسلو برید وکړ. د اذربایجان دفاع وزارت بیا وویل چې ارمنستان د داشکسان، کلبجر او لاچین سیمو کې په «پراخو تحریکاتو» لاس پورې کاوه. په دغه شخړه کې لږ تر لږه ۴۹ ارمنستاني او ۵۰ اذربایجاني پوځي کارکوونکي ووژل شول. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Carley, Patricia (December 1, 1998). "Nagorno-Karabakh: Searching for a Solution". United States Institute of Peace. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. Many observers view it as an ethnic conflict fueled by nationalist intransigence. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Yamskov, A. N. (October 1991). "Ethnic Conflict in the Transcausasus: The Case of Nagorno-Karabakh". Theory and Society. 20 (5): 631–660. doi:10.1007/BF00232663. JSTOR 657781. S2CID 140492606. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rezvani, Babak (2014). Conflict and Peace in Central Eurasia: Towards Explanations and Understandings. Brill. د کتاب پاڼې 159. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004276369. The Karabakh conflict is an ethno-territorial conflict.... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ardillier-Carras, Françoise (2006). "Sud-Caucase : conflit du Karabagh et nettoyage ethnique" [South Caucasus: Nagorny Karabagh conflict and ethnic cleansing]. Bulletin de l'Association de Géographes Français (په فرانسیسی ژبه کي). 83 (4): 409–432. doi:10.3406/bagf.2006.2527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "UNHCR publication for CIS Conference (Displacement in the CIS) – Conflicts in the Caucasus". www.unhcr.org (په انګلیسي ژبه کي). UNHCR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Yamskov, A. N. (1991). Ethnic Conflict in the Transcausasus: The Case of Nagorno-Karabakh. Theory and Society (په انګلیسي ژبه کي). 20. د کتاب پاڼې 659. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hambardzumyan, Viktor (1978). Լեռնային Ղարաբաղի Ինքնավար Մարզ (ԼՂԻՄ) [Nagorno Karabakh Autonomous Region (NKAO)] (په آرمینیائی ژبه کي). 4. Armenian Soviet Encyclopedia. د کتاب پاڼې 576. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thomas De Waal (May 2003). Black Garden. د کتاب پاڼي 194, 212, 215, 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8147-6032-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Population of Azerbaijan SSR". www.ethno-kavkaz.narod.ru (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Vartanyan, Olesya; Grono, Magdalena (14 جولای 2017). "Armenia and Azerbaijan collision course over Nagorno-Karabakh". openDemocracy. مؤرشف من الأصل في 14 جولای 2017. د لاسرسي‌نېټه 14 جولای 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Nagorno-Karabakh's Gathering War Clouds". Crisis Group. 1 جون 2017. مؤرشف من الأصل في 1 جون 2017. د لاسرسي‌نېټه 4 جون 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Алиев: конфликт в Нагорном Карабахе – это уже история". vesti.ru (په روسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rieff, David (جون 1997). "Without Rules or Pity". Foreign Affairs. Council on Foreign Relations. 76 (2). مؤرشف من الأصل في 20 جولای 2008. د لاسرسي‌نېټه 13 فبروري 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  14. Lieberman, Benjamin (2006). Terrible Fate: Ethnic Cleansing in the Making of Modern Europe. Chicago: Ivan R. Dee. د کتاب پاڼي 284–292. د کتاب نړيواله کره شمېره 1566636469. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Croissant, Michael P. (1998). The Armenia-Azerbaijan Conflict: Causes and Implications. London: Praeger. د کتاب نړيواله کره شمېره 0275962415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. At the time of the dissolution of the USSR, the United States government recognized as legitimate the pre-Molotov–Ribbentrop Pact 1933 borders of the country (the Franklin D. Roosevelt government established diplomatic relations with the Kremlin at the end of that year). Because of this, the George H. Bush administration openly supported the secession of the Baltic SSRs, but regarded the questions related to the independence and territorial conflicts of Georgia, Armenia, Azerbaijan and the rest of the Transcaucasus as internal Soviet affairs.
  17. Four UN Security Council resolutions, passed in 1993, called for the withdrawal of Armenian forces from the regions falling outside the borders of the former NKAO.
  18. Using numbers provided by journalist Thomas de Waal for the area of each rayon, as well as the area of the Nagorno-Karabakh Oblast and the total area of Azerbaijan are (in km2): 1,936, Kelbajar; 1,835, Lachin; 802, Kubatly; 1,050, Jebrail; 707, Zangelan; 842, Aghdam; 462, Fizuli; 75, exclaves; totaling ۷٬۷۰۹ kم2 (۸٫۲۹۷۸۹۸۵۴۰۲×۱۰۱۰ قدم2) or 8.9%: De Waal. Black Garden, p. 286.
  19. The Central Intelligence Agency. "The CIA World Factbook: Transnational Issues in Country Profile of Azerbaijan". د لاسرسي‌نېټه 14 فبروري 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Military involvement denied by the Armenian government.
  20. Freizer, Sabine (2015). "Twenty years after the Nagorny Karabakh ceasefire: an opportunity to move towards more inclusive conflict resolution". Caucasus Survey (په انګلیسي ژبه کي). 1 (2): 109–122. doi:10.1080/23761199.2014.11417295. ISSN 2376-1199. S2CID 128678600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hairenik (4 February 2015). "Loose Restraints: A Look at the Increasingly Shaky Karabagh Ceasefire". Armenian Weekly. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "As Azerbaijan pushes advantage against Armenia, Russia's role again under scrutiny | Eurasianet". eurasianet.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Joshua Kucera (14 May 2021). "Armenia and Azerbaijan in new border crisis". Eurasianet. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "European Parliament resolution on prisoners of war in the aftermath of the most recent conflict between Armenia and Azerbaijan (2021/2693(RSP))" (Press release). European Parliament. 19 May 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. On 12 May 2021, troops from Azerbaijan temporarily entered the territory of Armenia, which amounts to a violation of the territorial integrity of Armenia and of international law الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. . Macron: Azerbaijani armed forces have crossed into Armenian territory. They must withdraw immediately. I say again to the Armenian people: France stands with you in solidarity and will continue to do so.
  26. . Department Press Briefing – May 14, 2021.
  27. . Macron: Azerbaijani armed forces have crossed into Armenian territory. They must withdraw immediately. I say again to the Armenian people: France stands with you in solidarity and will continue to do so..
  28. "Joint statement on the escalation on the border between Armenia and Azerbaijan and the Nagorno-Karabakh conflict | Communiqués | Documents | DSCA | Delegations | European Parliament". www.europarl.europa.eu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 3 August 2022 باندې). Nagorno-Karabakh: Azerbaijan, Armenia trade blame over renewed clashes. DW.COM.
  30. "Armenia, Azerbaijan report deadly border clashes". مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 13 September 2022 باندې). Fresh clashes erupt between Azerbaijan, Armenia.
  32. "Armenia, Azerbaijan report deadly border clashes". 13 September 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Clashes break out on Azerbaijani-Armenian border – report". مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 13 September 2022 باندې). Clashes Erupt Between Armenia and Azerbaijan, Raising Fears of Another War.
  35. "Armenia, Russia agree 'joint steps to stabilise' border". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Armenia Seeks Distracted Russia's Aid in Renewed Azerbaijan Clashes". The Moscow Times. 13 September 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 2022-09-13 باندې). Putin calls for calm amid deadliest Azerbaijan-Armenia clashes since 2020. Reuters.