روسي وسله وال ځواکونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې د فدراسیون وسله وال ځواکونه، چې په معمول ډول د روسي وسله والو ځواکونو په توګه پېژندل کېږي، د روسیې پوځي ځواک جوړوي. دغه پوځ د ۲ میلیونو ریزرف پرسونل په لرلو او د هغو د فعال پرسونل له مخې د نړۍ پنځم لوی پوځ بلل کېږي. د دغه پوځ په څانګو کې ځمکني ځواکونه، سمندري ځواکونه او هوايي – فضايي ځواکونه؛ همدارنګه درې خپلواک وسله وال بنسټونه: د ستراتیژیکو توغندیو ځواکونه، په هوا کې الوتونکي ځواکونه او د ځانګړو عملیاتو ځواکونه شاملېږي. د روسیې د فدرال قانون له مخې، د روسیې وسله وال ځواکونه د فدرال امنیتي سرویس (FSB) د سرحدي ځواکونو، ملي ګارد، کورنیو چارو وزارت (MVD)، فدرال محافظتي سروېس (FSO)، د بهرنیو اطلاعاتو د سروېس (SVR)، د استخباراتو د عمومي ادارې (GRU) او د بېړني حالت د وزارت (EMERCOM) په خوا کې د روسیي دفاعي خدمتونه ترسره کوي. هغوی د روسیي د امنیت شورا تر مستقیم کنټرول لاندې دي.[۱][۲]

د روسیې وسله وال ځواکونه چې د نړۍ د دویم لوی پوځ په توګه ډلبندي کېږي، په نړۍ کې تر ټولو زیاتې اټومي وسلې لري چې آن له متحده ایالاتو هم مخکښ دي. هغوی د بالستیک توغندیو لرونکی د نړۍ دویم لوی اوبتل اداره کوي. همدارنګه روسي پوځ له هغو لویو دریو ځواکونو څخه یو دی (له چین او متحده ایالاتو سره) چې ستراتیژیکې بم غورځونکې الوتکې لري. روسیه ادعا کوي چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې جنګي بېړۍ او پیاوړی هوايي او سمندریز ځواک لري. په ۲۰۲۰ زکال کې روسیه د ۶۱.۷ امریکايي ډالرو نظامي بودیجې لرلو له امله په نړۍ کې څلورم ځایګی درلود. د روسیې د قانون له مخې له ۱۸ کلنۍ عمر څخه تر ۲۷ کلنۍ عمر پورې ټول نارینه وګړي اړ دي یو کال پوځي خدمت ترسره کړي. له دې سره په تاکتیکي او عملیاتي دواړو ډګرونو کې د هغوی په جګړه ئیزو لارو چارو کې یو شمېر نیمګړتیاوې په اوکراین باندې د ۲۰۲۲ زکال په برید کې څرګندې شوي دي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه[سمول]

شوروي اتحاد په رسمي ډول د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر په ۲۵ مه وشیندل شو. راتلونکی کال د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو (CIS) د پوځ په توګه د پوځ د یوموټي کولو لپاره هڅې له ماتې سره مخامخ شوې. د وخت په تېرېدو سره په نویو خپلواکو شوو هېوادونو کې شته پوځي واحدونو، د خپلو نویو ملي دولتونو پر وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه، په داسې حال کې چې د نویو خپلواکو شوو دولتونو ترمنځ د یو لړ هوکړو له امله د هغو پوځي شتمنۍ له یو بل سره وویشل شوې.[۱۱]

د پخواني شوروي اتحاد د داخلي ځواکونو د لویې برخې او د KGB د سرحدي ځواکونو د مسئولیت اخیستلو سربېره د ۱۹۹۲ زکال د مارچ له میاشتې وړاندې د روسیې د نوي دولت یوازنی خپلواک دفاعي ګام د ملي ګارد بنسټ اېښودل و. تر ۱۹۹۵ زکال پورې پلان دا و چې د ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنه پرسونل لرونکې لږ تر لږه یوولس پوځي قل اردو ګانې جوړې شي چې په ټولیز ډول د ټولو د پرسونل شمېر له ۱۰۰۰۰۰ تنو زیات نه وي. په پام کې وه د ملي ګارد پوځي لوا ګانې په ۱۰ سیمو له دې ډلې په مسکو کې (درې لواګانې)، (دوه لواګانې) او یو شمېر نورې په یو شمېر نورو مهمو سیمو او ښارونو کې ځای پر ځای شي. د ۱۹۹۱ زکال د سپټمبر تر پایه په مسکو کې ملي ګارد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري لرل چې ډېری له هغو د شوروي اتحاد د پخواني وسله وال پوځ غړي و. په پای کې ولسمشر یلتسن د روسي ګار د لنډ مهالي ځایګي اړوند فرمان صادر کړ، خو عملي نشو. [۱۲][۱۳]

د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر میاشتې په ۲۱ مه نېټه د Belavezha هوکړې په لاسلیک، د نوې مشترک المنافع ټولګې غړو هېوادونو هغه پروتوکول لاسلیک کړ چې له مخې یې د هوايي پوځ مارشال یوګني شاپوشینکوف د ستراتیژیکو هستوي ځواکونو په ګډون د هغوی په قلمرونو کې د وسله والو ځواکونو د لنډ مهالي قوماندان او دفاع وزیر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۲ زکال د فبروري په ۱۴ مه نېټه شاپوشینکوف په رسمي ډول د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه وټاکل شو. [۱۴]

د ۱۹۹۲ زکال په مۍ میاشت کې، ډګر جنرال پاول ګراچف د دفاع وزیر شو او د دغه چوکۍ په خپلولو سره هغه د روسیې د پوځ د لومړي جنرال په توګه وټاکل شو. د ۱۹۳۹ زکال په اګست یا دسمبر میاشت کې د CIS هېوادونو نظامي جوړښت د CIS هېوادونو د نظامي همکاریو په جوړښت واوښت چې خپل ټول واقعي نفوذ یې له لاسه ورکړ. [۱۵]

په راتلونکو څو کلونو کې، روسي ځواکونه له مرکزي او ختیځې اروپا او همدارنګه له شوروي اتحاد وروسته خپلواکو شوو هېوادونو ووتل. په داسې حال کې چې په ډېرو برخو کې پرشاتګ له کومې ستونزې پرته ترسره شو، خو یو شمېر روسي وسله وال ځواکونه په یو شمېر جنجالي سیمو لکه د کریمه په سواستوپل سمندري اډه، آبخازیا، سویلي اوسیتیا او ترانسنیستریا کې پاتې شول. د روسیې وسله وال ځواکونه په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پخواني شوروي په جمهوریتونو کې ګن شمېر اډې لري.

جوړښت[سمول]

د روسیې د فدراسیون دفاع وزارت د وسله والو ځواکونو د اداري وجود په توګه فعالیت کوي. د شوروي اتحاد له مهاله لوی درستیزیت د روسیې د وسله والو ځواکونو د قوماندانۍ او څارنۍ د اصلي مرکز په توګه رول لوبولی: امریکايي کارپوه ویلیام اودوم په ۱۹۹۸ زکال کې وویل: «د شوروي لوی درستیزیت له دفاع وزارت پرته د تصور وړ دی خو دفاع وزارت د لوی درستیزیت نه پرته د تصور وړ نه دی».[۱۶]

له دې سره اوس مهال د لوی درستیزیت رول د دفاع وزارت د طرحې جوړولو برخې ته را کم شوی، خپله دفاع وزیر، چې اوس مهال سرګئی شویګو دی کېدای شي په پوځ باندې لا زیات اجرایوي واکونه ترلاسه کړي. د پوځ په نورو برخو کې د پرسونل اداره، د روسیې د وسله والو ځواکونو ملاتړ کوونکی برخه (لوژستیکي، طبي ...)، د اوسپنې د پټلۍ ځواکونه، سیګنال ځواکونه او ودانیز ځواکونه شاملېږي. اوس مهال د دغه هېواد لوی درستیز د پوځ جنرال والری ګراسیموف دی.

د ۲۰۱۸ زکال په جولای میاشت کې یوه سیاسي- نظامي اداره رامنځته شوه څو د شوروي د وسله والو ځواکونو ترمنځ د آیډیالوژیکې روزنې مسئولیت چې له منځه تللی و بیا را منځته کړي. [۱۷][۱۸]

د روسیې پوځ په دریو برخو وېشل کېږي: د روسیې ځمکني ځواکونه، د روسیې سمندریز ځواک او د روسیې هوا – فضايي ځواکونه. له دې سربېره د پوځي خدمتونو دوه نورې خپلواکې څانګې هم شتون لري: د ستراتیژیکو توغندیو ځواکونه او د روسیې هوايي ځواک. په ټولیزه توګه وسله وال ځواکونه په سنتي ډول پوځ یا (armiya) بلل کېږي، یوازې په ځینو مواردو کې سمندریز ځواکونه په ځانګړې توګه مشخص کېږي.

پوځي زونونه[سمول]

د ۲۰۱۰ زکال په وروستیو کې د روسیې ځمکني ځواکونه اوهمدارنګه د دغه هېواد هوايي – فضایي او سمندري ځواکونه په څلورو پوځي زونونو کې وېشل شوي: لویدیځ پوځي زون، سویلي پوځي زون، مرکزي پوځي زون او ختیځ پوځي زون چې همدارنګه د لویدیځ، سویل، مرکز او ختیځ څلور ګډې ستراتیژیکې قوماندانۍ جوړوي. له دې وړاندې له ۱۹۹۲ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې ځمکني ځواکونه په شپږو پوځي زونونو کې ځای پر ځای شوي و: مسکو، لینینګراد، شمالي قفقاز، پریولژسک – اورال، سیابریا او لرې ختیځ چې بیا اووم پوځي زون هم په ۱۹۹۷ زکال کې په کالینینګراد کې جوړ شو چې تر ۲۰۱۰ ز کال پورې فعال و. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. International Institute for Strategic Studies (25 February 2021). The Military Balance 2021. London: Routledge. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85743-988-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nichol, Jim (24 August 2011). "Russian Military Reform and Defense Policy" (PDF). Congressional Research Service. Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. There reportedly are about 20 million former military personnel in reserve, 10% of whom have seen active service within the last five years. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Nuclear Weapons: Who Has What at a Glance". Arms Control Association. August 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Ballistic missile submarines data". Asia Power Index. Lowy Institute. 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Paul, T. V.; Wirtz, James J.; Fortmann, Michael (2004). Balance of power: theory and practice in the 21st century. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 332. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-5017-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Ukraine fighting to stop 'a new iron curtain' after Russian invasion". The Guardian. 24 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. ...Russia has a very effective aerial, naval and ground fires capability... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tian, Nan; Fleurant, Aude; Kuimova, Alexandra; Wezeman, Pieter D.; Wezeman, Siemon T. (26 April 2021). "Trends in World Military Expenditure, 2020" (PDF). Stockholm International Peace Research Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Central Intelligence Agency, The World Fact Book: Russia
  9. (په 2022-02-28 باندې). The woes of the Russian war machine are big and real. Are they also temporary?.
  10. "The Russian Military's Debacle in Ukraine". The New Yorker (په انګلیسي ژبه کي). 2022-03-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. For an account of this period, see Odom, William E. (1998). The Collapse of the Soviet Military. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-07469-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Short life of the new Russian Guard". Tsiganok.ru. 21 December 2006. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. For some early discussion on this period, see Richard Woff, "A Russian Army", Jane's Intelligence Review, May 1992, 198-200. See also Voenniy vestnik No 12, 1991.
  14. Министерство обороны Российской Федерации [Ministry of Defence of the Russian Federation] (په روسي ژبه کي). Politika.su. د اصلي آرشيف څخه پر 21 دسمبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 24 مارچ 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Staff for Coordinating Military Cooperation was established as the CIS Joint Armed Forces High Command in March 1992 and then reorganised as the Coordinating Staff in August 1993. It quickly became a very weak body as the new states' authorities asserted their control over their own armed forces. (Russia and NIS Mineral Industry Handbook, International Business Publications, 2007.) Army General Vladimir Yakovlev (general) appears to have become Chief of the Staff in June 2001 (DS2002-0819).
  16. William Eldridge Odom, 'The Collapse of the Soviet Military,' Yale University Press, 1998, p.27
  17. (په 3 July 2012 باندې). Военная полиция появится в России 1 декабря 2012 года. Interfax.
  18. "Putin gives Russian army a political wing". Times of Malta (په انګلیسي ژبه کي). 2018-07-31. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 1 January 2021 باندې). Северный флот России получил статус военного округа. Interfax.
  20. Wallace, Andrew (27 May 2010). "New military command structure and outsourcing initiatives". THE ISCIP ANALYST (Russian Federation) an Analytical Review. Boston University. XVI (13). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)