بدخشان پوهنتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بدخشان پوهنتون
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۷°۰۶′۰۳″شمال ۷۰°۳۳′۲۲″ختیځ / 37.10088°شمال 70.5562°ختيځ / 37.10088; 70.5562 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

بدخشان پوهنتون د افغانستان په شمال ختيځ کې یو دولتي عامه پوهنتون دی چې په ۱۳۷۷ کال کې د بدخشان په فیض اباد ښار کې تاسيس شو، اوسمهال بدخشان پوهنتون ۹ پوهنځي، ۲۸ علمي څانګې، ۱۳۶ علمي کادر کارکوونکي، ۷۰ اداري کارکوونکي، ۸۵ خدمتي کارکوونکي او نږدې شپږ زره زده کړيالان لري، چې ۳۰ سلنه یې نجونې دي. د بدخشان پوهنتون د دوامدارې حرفوي زده کړو د ښوونځي تر نامه لاندې د منځنۍ اسیا د پوهنتون د دوامدارې حرفوي زده کړو ښوونځی له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر اوسه په دغه پوهنتون کې فعالیت لري. [۲]

شاليد[سمول]

د بدخشان د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۷۷ کال کې د افغانستان د هغه مهال د ولسمشر برهان الدین رباني په امر د طب پوهنځي په ايجاد سره خپل فعاليت پيل کړ. دغه ښوونیزه موسسه په ۲۰۰۲ کال کې د انتقالي حکومت د مشر حامد کرزي په حکم د لوړو زده کړو په وزارت کې ثبت شوه. چې ترڅنګ يې د طب پوهنځی هم لغوه شو او محصلین یې د خپلو زده کړو د دوام لپاره د بلخ او کابل پوهنتونونو ته ولېږدول شول. [۳] [۴]

تر ۱۳۹۱ لمريز کال پورې د بدخشان لوړو زده کړو مؤسسې ۳۴ علمي کارکوونکي او په څلورو پوهنځیو (ښوونه او روزنه، ژبه او ادبیات، کرنه او اقتصاد) کې نږدې ۲۰۰۰ زده کړيالان لرل. دې مؤسسې په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې په پوهنتون بدله شوه او د خپلو فعالیتونو یو نوی فصل یې پیل کړ. [۵]

د پوهنتون د رییسانو لیست[سمول]

  • پوھنمل عبدالقدیر بران: له ۱۳۸۰ تر ۱۳۸۲ پورې
  • پوهنيار عبدالقادر مهان: له ۱۳۸۲ تر ۱۳۹۱ پورې
  • پوھنمل خسرو نظري: له ۱۳۹۱ تر ۱۳۹۸ پورې
  • پوهندوی قاسم اریا: له ۱۳۹۸ تر...پورې

پوهنځي[سمول]

  • ژبو او ادبیاتو پوهنځی
  • ښوونې او روزنې پوهنځی
  • کرنې پوهنځی
  • اقتصاد پوهنځی
  • کمپيوټر ساينس پوهنځی
  • حقوقو او سياسي علومو پوهنځی
  • شرعياتو پوهنځی
  • ټولنيزو علومو پوهنځی

سرچينې[سمول]

  1. GRID ID: grid.442856.9.
  2. "دانشگاه بدخشان در سال ۱۳۷۷ تأسیس شد". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |archive-date= (مساعدة)
  3. "تاریخچه دانشگاه بدخشان". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ژانویه ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ژانویه ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |archivedate= (مساعدة)
  4. "دانشگاه بدخشان". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ژانویه ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ژانویه ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |archivedate= (مساعدة)
  5. "دانشگاه بدخشان در سال ۱۳۷۷ تأسیس شد". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate=, |archive-date= (مساعدة)

اړوندې پوښتنې[سمول]

بهرنۍ لینک[سمول]

کينډۍ:دانشگاه‌های افغانستان