اېما ګولډمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېما ګولډمن
(انګلیسي: Emma Goldman د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اېما ګولډمن
اېما ګولډمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ جون ۱۸۶۹[۱][۲][۳][۴]
کاوناس[۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 مې 1940 (71 کاله)[۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ټورنټو[۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د روسيې سترواکي
د امریکا متحده ایالات (۱۸۸۷–۱۹۰۸)[۷]
برېتانيا (۱۹۲۵–)[۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری الکساندر برکمن[۸]  د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
رنځورپاله
ليکوال[۹]
فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
آلماني ژبه
روسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات رالف والډو ایمرسن
فرېدرېک وېلهېلم نېتشي
هنري ډېوېډ تورو
پیټر کروپوتکین
میخائل باکونین
مېري ولسټونکرافټ
ماکس شتیرنر  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الزام
الزامات د 1917 کال د جاسوسۍ قانون  د (P1399) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اېما ګولډمن
اېما ګولډمن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اېما ګولډمن (۲۷-جون [پخوانۍ کلیزه: ۱۵-جون]-۱۸۶۹ تر ۱۴-مې-۱۹۴۰) یوه انارشیسته سیاسي فعاله او لیکواله وه. هغې، په شمالي امریکا او اروپا کې، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې، د انارشیستې سیاسي فسلفې د پرمختیا لپاره ستر او اساسي نقش ولوبوه.

ګولډمن د روسیې ټولواکمنۍ په کاوناس (اوسنۍ لیتوانیا) کې، یوې یهودي کورنۍ کې زېږېدلې؛ هغه په ۱۸۸۶ ز کې متحده ایالاتو ته مهاجره شوه. هغې وروسته له هایمارکېټ پېښې انارشیزم ته مخه کړه، د انارشیستي فلسفې، د ښځو حقوق او ټولنیزو چارو اړوند لیکوالۍ او ویناوالۍ کې زښته تکړه شوه او د زرګونو پام یې ځان ته راواړوه. هغه او انارشیست لیکوال الکساندر بېرکمن، مین او د ژوند ملګري یې، غوښتل صنعتګر او پانګوال «هنري کلې فریک» د دغې پېښې د پاڅون کوونکي په تور ترور کړي. د فریک د وژلو برید په ۱۸۹۲ ز کې ناکامه شو، هغه ژوندی پاتې شو او بېرکمن په ۲۲ کاله حبس محکوم شو. ګولډمن له هغې وروسته کلونو په لړ کې، څو، څو ځلي د «بغاوت ته لمسون» او د زوکړو د کنټرول په هکله د غیرقانوني معلوماتو شریکولو په تور توقیف شوه. ګولډمن په ۱۹۰۶ کې د «Mother Earth – مورنۍ ځمکه» تر نامه لاندې د یوې مجلې بنسټ کېښود.[۱۰]

په ۱۹۱۷ ز کې، ګولډمن او بېرکمن، اجباري خدمت ته د «وګړو د نوم نه‌لیکلو لپاره لمسولو» دسیسې په تور، په دوه کاله حبس محکوم شول. له زندان څخه له خلاصون وروسته، د «له سور لښکر څخه ډار» په لړ کې د «پالمېر بریدونو» په تور، له ۲۴۸ نورو کسانو سره بېرته ونیول او روسیې ته تبعید شول. ګولډمن په لومړیو کې د روسیې د اکټوبر اوښتون او واکمنۍ ته د بلشویکانو د رسېدلو پلوي کوله، خو د کرونشتات له پاڅون څخه وروسته یې خپل نظر واړوه؛ هغې شوروي اتحاد د خپلواکۍ غږونو د ناوړې ځپنې لپاره غنده. ګولډمن شوروي اتحاد پرېښود او په ۱۹۲۳ کې یې د خپلو سترګو لېدلي حال په هکله کتاب خپور کړ: «په روسیې کې زما نهیلي». وروسته له هغې، کله چې په انګلستان، کاناډا او فرانسه کې وه، هغې د «خپل ژوند کوم» تر سرلیک لاندې خپل د ژوند پېښې او لېدلي حالتونه په هکله کتاب ولیکه، چې په دوو ټوکونو کې په ۱۹۳۱ او ۱۹۳۵ ز کې خپور شو. د سپانیا دننۍ جګړۍ له پیل څخه وروسته، ګولډمن د هغه ځای انارشیستي اوښتون د ملاتړ لپاره، ځان سپانیا ته ورساوه. هغه د ۱۹۴۰ زېږدیز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ۷۰ کلني عمر په لرلو سره، د کاناډا په تورنتو ښار کې مړه شوه.

ګولډمن د خپل ژوند په اوږدو کې، د پلویانو له‌لورې یې د یوې ازاداندې «پاڅونوالې مېرمن» په توګه ستایل کېده، خو انتقاد کوونکي یې د سیاسي وژلو او د تاوتریخجنو اوښتونو څخه د دفاع کولو لپاره غندي. هغه په بېلابېلو مسایلو کې لیکنې او ویناوې لري، لکه زندانونه، آتیزم، د بیان ازادي، نظامي‌والی، پانګوالي، ازدواج، ازاده مینه او همجنس‌پالنه. که څه هم هغه د فېمینیزم له لومړۍ څپې او د ښځو د رایې کارولو د حق په اخېستلو کې د دغه غورځنګ له کارکړنو څخه لېرې شوه، خو په انارشیزم کې یې د جنسیتي سیاستونو د یوځای کولو لپاره نوې لارې وپنځولې. له تورتمو لسیزو وروسته، په ۱۹۷۰ ز لسیزه کې د فېمینیزم او انارشیزم لارویان د ګولډمن ژوند او باورونو ته لېواله شول او هغې یو ځل بیا ښه حیثیت ترلاسه کړ.[۱۱]

ژوندلیک[سمول]

کورنۍ[سمول]

اېما ګولډمن په یوې ارتودوکس یهودي کورنۍ کې، د روسیې ټولواکمنۍ په کوفنو ښار کې (اوس‌مهال د لیتوانیا هېواد د کاوناس ښار) زېږېدلې وه. مور یې «توبه بینوویچ» نومېدله او پخوا یې له یوه سړي سره واده کړی ؤ او له هغه یې دوه لوڼې یې درلودې — هېلېنا او لېنا چې لومړۍ په ۱۸۶۰ او دوه‌یمه یې په ۱۸۶۲ ز کال کې زېږېدلې وه. کله چې لومړی خاوند یې د نري رنځ له‌امله مړ شو، توبه ډېره زهیره شوه. ګولډمن لیکي: «کومه مینه چې یې زړه کې وه، له هغه ځوان سره چې په پنځلس کې یې ورسره واده کړی ؤ، یوځای مړه شوه».[۱۲][۱۳]

د توبې دوه‌یم واده د هغې د کورنۍ په خوښه وشو او د ګولډمن په وینا، «دا واده له سره سم نه‌ؤ». دوه‌یم خاوند یې «ابراهام ګولډمن» د هغې ټول میراثي پانګه په یوې سوداګرۍ کې بنده کړه چې ډېر کم وخت کې یې ډېر تاوان وکړ. کورنۍ کې یې کړاوونه زیات شول او د دې کړاوونو او د ښځې او مېړه ترمنځ د عاطفي واټن رامنځ‌ته کېدو له امله، د کورنۍ چاپېریال ماشومانو ته ډېر سخت او کړکېچن تمام شو. کله چې د توبې په نس ماشوم شو، ابراهام هیله درلوده چې زوی وي؛ د هغه په باور، انجلۍ د کړاو یوه بله نښه ده. په پای کې هغوی د درې زامنو خاوندان کېږي، خو لومړی ماشوم یې «اېما» وه.[۱۴][۱۵]

اېما ګولډمن د ۱۸۶۹ ز کال د جون په ۲۷مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانېستي. پلار یې د ماشومانو په ترټلو کې له تاوتریخوالي او اخ او ډب څخه کار اخېست، او که چېرې یې د پلار خبره نه‌منله، نو هغوی به یې وهل او ټکول. د هغو په منځ کې اېما ډېره سرکښه وه، نو تر ټولو ډېر به یې وهل خوړل. مور به ماشومان هومره نه‌دلاسا کول، او کله چې به پلار په وهلو پیل وکړ، ډېري وخت به یې له ماشومانو څخه ننګه نه‌کوله. ګولډمن وروسته داسې ګومان کاوه چې د پلار خوابدي او غوسه تر ډېره د جنسي خپګان له امله وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ګولډمن او مشرو ناسکه خویندو (هېلېنا او لېنا) اړیکې بیا داسې نه‌وې. تر ټولو مشره خور، هېلېنا، به تر ډېره د مورنۍ مینې کمښت پوره کاوه او د همدې خور له برکته د ګولډمن ماشومتوب «له خوښیو ډک شو». خو لېنا، بې‌مینې او کنجوسه وه. هغو درې وروڼه هم درلودل: لویس (چې په شپږ کلنۍ کې مړ شو)، هېرمان (په ۱۸۷۲ ز کې زېږېدلی ؤ) او مویشه (په ۱۸۷۹ ز کې زېږېدلی ؤ).[۲۰][۲۱][۲۲]

پېغلتوب[سمول]

کله چې اېما پېغله انجلۍ وه، کورنۍ یې پاپیله کلي ته کډه وکړه، پلار یې هلته یو کوچنی مېلمستون پرانېست. اېما او خویندې یې هم په مېلمستون کې کار کاوه او څه وخت وروسته اېما د پېتروشکا په نوم خدمتګار سره ملګرې شوه، چې د هغې «لومړني جنسي احساسات» یې راوپارول. وروسته یې، یوه ورځ ولېد چې په پاپیله کې د سړک پر سر یو کلیوال په دُره وهل کېږي. دغې پېښې ډېره متأثره کړه او له‌امله یې ټول ژوند کې د تاوتریخوالي له اقتدار څخه کرکه درلوده.[۲۳][۲۴]

ګولډمن په اووه کلنۍ کې له کورنۍ سره یوځای د کونېګزبرګ پروسیا ښار ته (چې وروسته د جرمنۍ ټوالواکمنۍ یوه برخه وه) لاړه، او هلته په «Realschule» ښوونځي کې شامله شوه. هلته یې یو ښوونکی درلود چې سرغاړي زده‌کوونکي – په تېره بیا ګولډمن – یې ډېر وهل. یو بل ښوونکی یې درلود چې د انجونو سره به یې ډېر بد او ځوروونکی چلند درلود او یوه ورځ چې له ګولډمن سره مخامخ شو، ګولډمن په کلکه ځواب ورکړ؛ له همدې امله هغه ښوونکی له ښوونځي څخه واېستل شو. هغې د آلماني ژبې په ټولګي کې یو مهربان ښوونکی هم درلود، چې خپل کتابونه یې اېما ته په پور ورکول او څو ځلي یې هغه اوپېرا ته هم بوتله. ګولډمن چې یوه تکړه او له احساساتو ډکه زده‌کوونکې وه، هغې جمنازیوم منځني ښوونځي ته د شاملېدو ازموینه کې بریالۍ شوه، خو د دیني زده‌کړو ښوونکي یې د هغې د ښه چلند په هکله تصدیق‌پاڼه ورنه‌کړه، نو هغه ونه‌توانېده چې جمنازیوم کې نوم ولیکي.[۲۵]

کورنۍ یې د روسیې پلازمېنې «سېنت پیترزبورګ» ته لاړه؛ هلته یې پلار څو پلورنځي پرانېستل، چې په ټولو کې یې تاوان وکړ. د بېوزلي له‌امله، ماشومان کار کولو ته اړ وو او ګولډمن د ښځینه جامو پلورنځي په شمول، ګڼ‌شمېر ځایونو کې په کار وګومارل شوه. ګولډمن نوې پېغله شوې وه چې له پلار څخه یې وغوښتل ترڅو ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي؛ پلار یې په قهر سره د هغې فرانسوي کتاب اور ته واچوه او په چېغه یې ورته وویل: «هرومرو نه‌ده چې انجونې ډېر څه زده کړي! یوې یهودې انجلۍ ته یوازې دومره پوهېدل بس دي چې څنګه د کبانو کوفته پخه کړي، اش پرې کړي او د مېړه لپاره ډېر ماشومان وزېږوي!».[۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 401  — د نشر نېټه: ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹
  2. پیوستون : 401  — سرليک: Emma Goldman: An Intimate Life — خپرونکی: Pantheon Books
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0030359.xml — subject named as: Emma Goldman — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/55270 — subject named as: Emma Goldman — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  5. پیوستون : 118540475  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. پیوستون : 118540475  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/840/000024768/
  8. دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 435
  9. سرليک: American Women Writers
  10. University of Illinois at Chicago Biography of Emma Goldman Archived September 11, 2013, at the Wayback Machine.. UIC Library Emma Goldman Collection. Retrieved on December 13, 2008.
  11. Streitmatter, Rodger (2001). Voices of Revolution: The Dissident Press in America. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼي 122–134. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-12249-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Goldman, Living, p. 24.
  13. Goldman, Living, p. 447.
  14. Drinnon, Rebel, p. 5.
  15. The order of birth is unclear; Wexler (in Intimate, p. 13) notes that although Goldman writes as being her mother's fourth child, her brother Louis (who died at the age of six) was probably born after her.
  16. Chalberg, p. 12.
  17. Wexler, Intimate, p. 6.
  18. Chalberg, p. 13.
  19. Drinnon, Rebel, p. 12.
  20. Goldman, Living, p. 11.
  21. Wexler, Intimate, p. 12.
  22. Wexler, Intimate, pp. 13–14.
  23. Goldman, Living, p. 20.
  24. Goldman, Living, p. 28.
  25. Drinnon, Rebel, pp. 6–7.
  26. Chalberg, p. 15.
  27. Goldman, Living, p. 12.