مېري ولسټونکرافټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېري ولسټونکرافټ
(انګلیسي: Mary Wollstonecraft د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مېري ولسټونکرافټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اپرېل ۱۷۵۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 10 سپټمبر 1797 (38 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ولز
پاريس  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه ویلیام ګاډوین (۲۹ مارچ ۱۷۹۷–)[۱۰][۱۱]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۱۲]
فیلسوف
سوداگر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
آلماني ژبه
انگليسي[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات توماس پېن
ریچارد پرایس[۱۴]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مېري ولسټونکرافټ (انګلیسي تلفظ یې: /ˈwʊlstənkræft/، همدارنګه UK: /-krɑːft/، زوکړه د ۱۷۵۹ز کال د اپرېل ۲۷ مه نېټه — مړینه د ۱۷۹۷ز کال د سپتمبر ۱۰ مه نېټه) یوه انګلیسي لیکواله، فیلسوفه او د ښځو د حقونو مدافع وه. د شلمې پېړۍ تر وروستیو پورې، د ولسټونکرافټ ژوند چې یو-څو غیر دودیزو شخصي روابطو احاطه کړی و، د نوموړې له لیکنو څخه یې زیات د خلکو پام ځان ته ور وګرځاوه. نن-سبا ولسټونکرافټ د فیمینېزم د بنسټ ایښودونکو فیلسوفانو څخه شمېرل کې او فیمینېستان ډېری د نوموړې ژوند او کارونه د مهمو اغېز لرونکو هغو په توګه یادوي. [۱۵][۱۶][۱۷]

د نوموړې د لنډ حرفوي ژوند په اوږدو کې هغې ناولونه، رسالې، یوه سفرنامه، د فرانسې د انقلاب تاریخ، یو لارښود کتاب (له ټولنیزو نورمونو او ایډیالونو څخه د لوستونکي خبروونکی کتاب) او یو د ماشومانو کتاب، ولیکل. ولسټونکرافټ د ښځو د حقوقو دفاع [A Vindication of the Rights of Woman (1792)] کتاب لیکلو ډېره مشهوره کړه، په یاد کتاب کې هغې استدلال کړی دی چې ښځې په طبېعي ډول له نارینه وو څخه ټیټې نه دي، خو ښکاري ځکه چې، یوازې زده کړې یې نه دي کړي. هغه وړاندیز کوي چې د ښځو او سړیو دواړو سره باید د منطقي هستۍ په توګه چلند وشي او په دلیل بنسټه ټولنیز نظم ګروهه لري.

د ولسټونکرافټ تر مړینې وروسته یې کونډ خاوند، د هغې د ژوند د یادښتونو کتاب (په ۱۷۹۸ز کال کې) خپور کړ، چې د هغې ازاد-خیاله او غیر-دودیز چار چلند څخه یې پرده پورته کړه، چې په نا-غوښتې توګه یې تقریباً د یوې پېړۍ لپاره د نوموړې شهرت راکم کړ. په هر صورت، د شلمې پېړۍ پای کې د فیمینېستي غورځنګ د ظهور سره، د ولسټونکرافټ د ښځو د برابرۍ څخه ملاتړ او د ښځو سره د دودیز چلند غندنې خورا ډېر اهمیت پیدا کړ.

د هنري فوسلي او ګیلبرټ ایملي (چې د فېني ایملي په نامه لور یې هم ورځینې لرله) سره له دوه ناکامو روابطو وروسته، ولسټونکرافټ د یو فیلسوف ویلیم ګاډوین سره واده وکړ، نوموړی د انارشیست غورځنګ د اسلافو له ډلې څخه و. ولسټونکرافټ په ۳۸ کلنۍ کې مړه شوه او ډېرې ناچاپه خطي نسخې ورڅخه پاتې شوې. هغه د خپلې دویمې لور مېري شیلي، چې وروسته فاضله لیکواله شوه او د فرېنکینسټین ناول یې ولیکه، له زېږولو ۱۱ ورځې وروسته مړه شوه.      

ژوند لیک[سمول]

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

ولسټونکرافټ د ۱۷۵۹ز کال د اپرېل په ۲۷ مه نېټه د لندن په سپیټېلفیلډ کې وزېږېدله. هغه د الیزابېت ډیکسون او ایډوارډ جان ولسټونکرافټ په اووه اولادونو کې دویم اولاد و. که څه هم، چې د نوموړې د ماشومتوب په وخت کې یې کورنۍ مناسب عاید درلود، پلار یې ورو-ورو په قماري پروژو کې کورنۍ سپما تس نس کړه. په پایله کې کورنۍ د مالی لحاظه بې ثباته شوه او د ولسټونکرافټ د ځوانۍ په دوران کې یې کورنۍ څو واره نقل مکان کولو ته اړ شوه. د کورنۍ مالي حالت تر دې حده خراب شو چې د ولسټونکرافټ پلار هغه مجبوره کړه، ترڅو هغه پیسې چې دې ته د بلوغ په وخت کې په ترکه کې رسېدې، بېرته ورکړي. پر دې سربېره، هغه ظاهراً یو غوسه ناک و، چې د نشي په حالت کې به یې مېرمن وهله. د نوې ځوانۍ په عمر کې به ولسټونکرافټ د خپلې مور د ژغورنې په پار د هغې د خوب د کوټې په وره کې څملاستله. ولسټونکرافټ د ټول ژوند لپاره د هغې د خویندو ایورینا او الیزا لپاره د مور نقش ولوباوه. په یوه پرېکړه کوونکې شېبه کې په ۱۷۸۴ز کال کې، هغې الیزا چې احتمالاً د زیږون وروسته د ژورخفګان په رنځ باندې اخته وه، وهڅوله چې خپل ماشوم او خاوند پرېږدي؛ ولسټونکرافټ د الیزا د تېښتې لپاره ټول تدابیر ونیول، چې د نوموړې دا کړنه د ټولنیزو نورمونو د ننګونې لپاره د هغې د لېوالتیا ښودنه کوي. په هر صورت، د دې پرېکړې انساني زیانونه شدید وو: خور یې له ټولنیزې رټنې ځورېدله او ځکه چې بیا ځل یې واده نشو کولای، د غربت ژوند او سخت کار په کولو باندې محکومه وه.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ولسټونکرافټ لومړني ژوند ته دوه ملګرتیاوو بڼه ورکړه. لومړنۍ هغه یې په پیورلي کې د جېن آرډن سره وه. دوی دواړو مکرراً په ګډه کتابونه لوستل او د آرډن له پلار څخه یې درس وایه، چې یو ځان-بللی یا خود-ساخته فیلسوف او ساینس پوه و. ولسټونکرافټ د آرډن کونۍ د روڼ اندې فضا څخه خوند اخیست او د آرډن دوستۍ ته په ډېر ارزښت قایله وه، کله-کله به یې ان د عاطفي لحاظه د ملګرتیا د تصاحب دعوه کوله. ولسټونکرافټ هغې ته لیکلي و: "زه ملګرتیا ته په عاشقانه نظر ګورم... زه د عشق او ملګرتیا په افکارو کې لږ بې سارې یم؛ یا باید لومړی مقام ولرم یا هیڅ". ولسټونکرافټ آرډن ته په ځینو لیکونو کې د خپلو بې ثباته او خفه کوونکو احساساتو څخه، چې دا د ټول ژوند په اوږدو کې ورسره لاس و ګرېوان وه، پرده پورته کړې وه. د نوموړې دویمه او ډېره مهمه ملګرتیا د فېني (فرانسیس) بلډ سره وه، نوموړې د ولسټونکرافټ سره د کلېرس په واسطه پېژندګلوي پیدا کړې وه، دا جوړه په هوکسټون کې د هغې لپاره د مور و پلار غوندې څېرې شوې؛ ولسټونکرافټ، بلډ د هغې د ذهن خلاصوونکې په توګه ستایلې وه.     [۲۳][۲۴][۲۵]

ولسټونکرافټ چې له خپل کورني ژوند څخه خوښه نه وه، په ۱۷۷۸ز کال کې په خپله لاس په کار شوه او د سارا ډاوسن په نامه یوې کونډې مېرمنې سره یې چې په بات کې اوسېده، د خدمت کوونکې (lady's companion) په توګه دنده پیل کړه. په هر صورت، ولسټونکرافټ د یوې ژر پارېدونکې ښځې سره په ګوزران کولو کې ستونزه لرله، (دا یوه تجربه وه چې هغې د نجونو د زده کړو په اړه افکار (۱۷۸۷ز کال چاپ) کتاب کې د دارنګه موقعیت د ستونزو د تشرېح کولو په وخت کې ورڅخه ګټه واخیسته). په ۱۷۸۰ز کال کې وروسته له هغې چې د مرګ په بستر پرتې مور د مرستې لپاره یې ور وبلل شوه، کورته لاړه. د مور له مرګ وروسته ولسټونکرافټ، د مېرمن ډاوسن د دندې په ځای، بلډ ته ورغله. په هغه دوه کلونو کې چې نوموړې د یادې کورنۍ سره تېر کړل متوجه شوه چې بلډ یې ایډیاله ګرځولې ده، چا چې ښځینه دودیزو ارزښتونو ته د ولسټونکرافټ په پرتله ډېره پاملرنه کوله. د دې سره-سره هم ولسټونکرافټ د ژوند تر پایه فېني او کورنۍ ته یې اخلاصمنه پاتې شوه او بیا-بیا یې د بلډ د ورور سره مالي مرسته کوله. [۲۶][۲۷]

ولسټونکرافټ په یوه زنانه خیالي نړۍ کې د بلډ سره د ژوند کولو خوبونه لیدلي وو؛ دوی پلان جوړ کړی و چې یوه خونه په کرایه ونیسي او په عاطفي او مالي توګه د یوه-بل ملاتړ وکړي، خو د خوبونو دا ماڼۍ د مالي حقیقتونو د بار لاندې ونړېده. د پیسو د لاسته راوړلو لپاره ولسټونکرافټ، د هغې خویندو او بلډ د یوې مخالفې ټولنې په سیمه، نیوینګټون ګرین کې یو ښوونځی پرانیست. بلډ ډېر ژر کوژده وکړه او له واده وروسته د خپل خاوند هیو سکیس سره پرتګال ته په دې هیله ولېږدېدله، چې تل په خطر کې صحت به یې ښه شي. د چاپېریال د بدلون سره-سره د بلډ صحت وروسته له امېدوارۍ نور هم خراب شو او په ۱۷۸۵ز کال کې ولسټونکرافټ د نوموړې د پرستارۍ لپاره ښوونځی پرېښود، خو ګټه یې و نه کړله. سربېره پر دې، د هغې له لوري د ښوونځي د پرېښودو له امله، ښوونځی سقوط شو. د بلډ مړینې ولسټونکرافټ ماته کړله او د نوموړې د لومړني ناول، مېري: یوه افسانه (د ۱۷۸۸ز کال چاپ) د الهام برخه شوه.     [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]  

'د یوې نوې ډلې پیل'[سمول]

په ۱۷۸۵زکال کې د بلډ تر مرګ وروسته د ولسټونکرافټ ملګرو د هغې سره مرسته وکړه ترڅو، په ایرلنډ کې انګلیسي-آیرلنډۍ کینګزبورو کورنۍ د نجونو د شخصي ښوونکې په توګه دنده ترلاسه کړي. که څه هم هغه د مېرمن کینګزبورو سره جوړه نه شوه راتلای، خو ماشومانو ته یوه الهام بښونکې ښوونکې ثابته شوه؛ د ولسټونکرافټ له زده کوونکو څخه د مېرګېریټ کینګ په نامه یوې نجلۍ وروسته وویل 'د هغې ذهن یې له ټولو خرافاتو پاک کړ'. د ولسټونکرافټ د دې کال ځینو تجربو د ماشومانو په اړه د هغې یوازیني کتاب، له حقیقي ژونده اصلي کیسې (د ۱۷۸۸ز کال چاپ) ته لاره پیدا کړه.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118639285  — د نشر نېټه: ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119293724 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/mary-wollstonecraft — subject named as: Mary Wollstonecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p14822.htm#i148220 — subject named as: Mary Wollstonecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12828 — subject named as: Mary Wollstonecraft Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4137 — subject named as: Mary Wollstonecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Mary Wollstonecraft — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=29115 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Банк інформації про видатних жінок، Frauendatenbank، Банк данных о выдающихся женщинах او Görkəmli qadınlar haqqında məlumat bankı
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/godwin-mary — subject named as: Mary Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=mary;n=wollstonecraft — subject named as: Mary Wollstonecraft
  10. سرليک: Kindred Britain
  11. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p14822.htm#i148220 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119293724 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  15. "Mary Wollstonecraft". Oxford Learner's Dictionaries. Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mary Wollstonecraft: 'Britain's first feminist'". BBC Teach (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Mary Wollstonecraft | The British Library". British Library. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Franklin, xiv.
  19. Tomalin, 9, 17, 24, 27; Sunstein, 11.
  20. Rossi, 25.
  21. Todd, 11; Tomalin, 19; Wardle, 6; Sunstein, 16.
  22. Todd, 45–57; Tomalin, 34–43; Wardle, 27–30; Sunstein, 80–91.
  23. See, for example, Todd, 72–75; Tomalin, 18–21; Sunstein, 22–33.
  24. Quoted in Todd, 16.
  25. Todd, 22–24; Tomalin, 25–27; Wardle, 10–11; Sunstein, 39–42.
  26. Wardle, 20; Sunstein, 73–76.
  27. Wardle, 12–18; Sunstein 51–57.
  28. Todd, 62; Wardle, 30–32; Sunstein, 92–102.
  29. Tomalin, 54–57.
  30. See Wardle, chapter 2, for autobiographical elements of Mary; see Sunstein, chapter 7.
  31. Todd, 68–69; Tomalin, 52ff; Wardle, 43–45; Sunstein, 103–106.
  32. Tomalin, 64–88; Wardle, 60ff; Sunstein, 160–161.
  33. Todd, 116.
  34. See, for example, Todd, 106–107; Tomalin, 66, 79–80; Sunstein, 127–128.