ویلیام ګاډوین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیام ګاډوین
(انګلیسي: William Godwin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیام ګاډوین
ویلیام ګاډوین

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ مارچ ۱۷۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 7 اپرېل 1836 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن[۱۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه مېري ولسټونکرافټ (۲۹ مارچ ۱۷۹۷–)[۱۴][۱۵]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۱۶]
فیلسوف
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياسي فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیام ګاډوین (۳-مارچ-۱۷۵۶ تر ۷-اپرېل-۱۸۳۶ز) یو انګلیسی خبریال، سیاسي فیلسوف او ناول لیکونکی ؤ. هغه د ګټې‌پالنې له لومړیو مدعیانو او د انارشیزم لومړی نومهال ننګه کوونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه د دوو کتابونو له‌لارې، چې په یوه کال کې یې خپاره کړل، نوم واېسته: «سیاسي عدالت ته اړوند تحقیق»، پر سیاسي بنسټونو باندې نیوکه؛ «څیزونه څرنګه چې دي؛ یا، د کالېب ویلیامز ماجراوې»، پر اشرافي امتیازاتو باندې یو انتقادي مرموز ناول. دا چې د نوموړي دواړه کتابونو بریالي راڅرګندېږي، ګاډوین په ۱۷۹۰ز لسیزه کې د لندن د افراطي سیاستوالو په کړیو کې په ښکاره توګه راڅرګند شو. هغه د ژوند په اوږدو کې په ناول، تاریخ او دېموګرافي برخو کې ګڼ‌شمېر لیکنې لري.[۱۸]

د بریتانیایي راډیکالیزم پر وړاندې په محافظه‌کاره غبرګون کې، ګاډوین کلک تر نیوکو لاندې راغی؛ تر ډېره بریده یې لامل، په ۱۷۹۷ز کې له فېمینیستې لیکوالې «ماري وولستونکرفت» سره واده ؤ. یو دلیل یې دا هم کېدای شي چې وروسته له هغو چې ماري د زېږون له امله مړه کېږي، ګاډوین د هغې په هکله یوه بې‌پردې او څرګنده بیوګرافي لیکي. د هغو لور «ماري شېلي» د فرانکنشتاین ناول لیکي او له شاعر «پرسي بیش شېلي» سره واده کوي. ګاډوین له خپلې دوه‌یمې مېرمن «ماري جېن کلېرمونت» سره د تنکیو ځوانانو لپاره د «Juvenile» کتابتون پرانېسته او کورنۍ ته یې اجازه ورکړه ترڅو د ماشومانو لپاره کتابونه ولیکي (چې کله ناکله یې «noms de plume – مستعار نوم» کاروه) او ډېري نور کتابونه وژباړي او خپاره کړي، چې ځینو یې خورا ارزښتمن پاتې شول. ګاډوین د بریتانیا پر ادبیاتو او ادبي هڅوب د پام وړ اغېزه درلوده.

د ژوند لومړني کلونه او زده‌کړه[سمول]

ګاډوین د کمبریج‌شایر د اېلي ټاپو په وېسبیچ کې زېږېدلی دی. پلار یې «جان ګاډوین» او مور یې «انې ګاډوین» نومېده. پلار او مور یې دواړه د ټولنې له منځنۍ طبقې څخه وو. د ګاډوین کورنۍ په کلکه پر کالوینیزم ولاړ وو. ګاډوین دیارلس خوېندي وروڼه وو، او هغه اووم ماشوم ؤ. د ګاډوین مور له یوې بډایې کورنۍ وه، خو د تره د ناپامۍ له‌امله یې، د کور شتمنۍ تالا شوه. خو له نېکه‌مرغه، پلار یې یو ځیرک سوداګر او په بالتیک سمندرګي کې په سوداګرۍ بوخت ؤ. د ګاډوین پلار، د نورفولک په ګېستویک کې د رسمي کلیسا یو مخالف کاهن ؤ، په ځوانۍ کې مړ شو او هېڅ‌کله یې د خپل زوی په زړه کې ځای ونه‌موند؛ خو د نظرونو له ګڼ‌شمېر اختلاف سره، سره، خو ګاډوین او مور تل یو بل ته ګران وو. [۱۹]

ویلیام ګاډوین د پلار د مسلک لپاره په هاکستُن اکاډمۍ کې زده‌کړه ترسره کړه، هلته به د ژوندلیک لیکوال «اندریو کیپیس» او د «پوهنغونډ، یا د هنرونو او علومو نړیوال قاموس» پازوال «ډوکتور ابراهام ریس» تر څارنې لاندې روزل کېده. په یوولس کلنۍ کې د ساموېل نیوټن یوازېنی شاګرد شو؛ ساموېل یو سرسخته هایپر-کالوینیست او د رابرټ ساندېمان یو مخلص ساندېمانی لاروی ؤ. ګاډوین وروسته د نیوټن په ستاینه کې وایي چې، «…د شمالي هېواد یو نامتو حواري، چا چې وغوښتل، (د سلو کسانو له ډلې پر نهه‌نویو باندې د کالوین له لعنت ویلو وروسته) د کالوین له سلو لارویانو څخه پر نهه‌نویو باندې لعنت ووایي.[۲۰]

وروسته، هغه په «وېر»، «ستومارکېټ» او «بیکنزفېلډ» کې د کاهن په توګه فعالیت وکړ. وېر ته د فرانسوي فیلسوفانو ښوونې د هغه ملګري «جوزېف فاوست» له‌لورې، چې په کلکه جمهوریت‌پال ؤ، راوړل شوې. ګاډوین، لا هم د کاهن په توګه پېژندل، چې په ۱۷۸۲ز کې لندن ته ولاړ ترڅو ټولنه د قلم پر مټ بېرته راژوندې کړي؛ هغه د وګړو یو رښتینی لېوال ؤ او هېڅ‌کله یې هم له هلوځلو څخه لاس وانه‌خېست. هغه د پوهنغونډ لیکوالانو اصول ومنل او موخه یې د ټولو شته سیاسي، ټولنیزو او مذهبي بنسټونو بشپړ پرزول وو. سره له‌دې، هغه باور درلود چې ارام بحث د هر اړین بدلون د راوړلو لپاره یوازېنۍ لار ده او د حرفوي ژوند په اوږدو کې یې تل د تاوتریخوالي تګلاره ردوله.

له ماري وولستونکرفت سره واده[سمول]

ګاډوین له ماري وولستونکرفت سره، د لومړي ځل لپاره، د خپرندویې ټولنې مسوول کور کې ولېدل. هلته جوزېف جانسن یوه بل لیکوال، ټوماس پېن ته د شپې له‌خوا مېلمستیا کړې وه او کلونه وروسته ګاډوین ووېل چې په هغه شپه ما له پېن څخه ډېر کم څه واورېدل او ټول پام مې ماري ته اړولی ؤ؛ هغه د څو کلونو لپاره بیا ماري ونه‌لېدله. په دغه موده کې، ماري فرانسې ته ولاړه ترڅو په خپل سترګو د فرانسې ستر اوښتون وویني؛ هغې له یوه امریکایي اتل څېړونکي «ګېلبرت ایملې» څخه د «فني اېملي» په نوم یو ماشوم درلود. د ګېلبرت اېملي د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې، ماري سکاندیناویا ته ولاړه او د دغه سفر په هکله یې څه موده وروسته یو کتاب خپور کړ. ګاډوین دغه کتاب ولوست، او موده وروسته یې ولیکل: «که په نړۍ کې داسې یو کتاب وي چې یو سړی پر لیکوالې باندې مین کړي، نو ما ته داسې ښکاري چې دا به همهغه کتاب وي».[۲۱]

کله چې ګاډوین او ماري یو ځل بیا په ۱۷۹۶ز کې سره ویني، د هغوی متقابل درناوی په لږ وخت کې ملګرتیا او مینې ته اوړي. کله چې ماري حامله شوه، هغو د واده کولو تصمیم نیسي ترڅو ماشوم یې د ټولنې له‌خوا حلال وګڼل شي. وروسته له واده معلومه شوه چې ماري له اېملي سره هېڅ‌کله هم واده نه‌ؤ کړی، او په پایله کې هغې او ګاډوین ډېر ملګري له‌لاسه ورکوي. ګاډوین تر ډېرونو نیوکو لاندې راځي، ځکه چې هغه په «سیاسي عدالت» کې د واده له لغو کولو څخه ملاتړ کړی ؤ. په ۲۹-مارچ-۱۷۹۷ کې په سېنت پانکراس کلیسا کې له واده وروسته، هغو د لندن سمرز ښار ته ځي او دوه جلا کورونه په کرایه نیسي ترڅو خپله خپلواکي وساتلای شي؛ د اړیکې ټینګولو لپاره هغو ډېري وخت د خدمتګارانو په لاس یو بل ته لیک او یادښتونه استول.[۲۲][۲۳][۲۴]

په سمرز ښار کې د ۱۷۹۷ز کال د اګوست میاشتې پر ۳۰مه نېټه ماري وولستونکرفت ګاډوین وزېږېدله، دا د هغو یوازېنی ماشوم ؤ. ګاډوین هیله درلوده چې ماشوم یې زوی وي او نوم یې «ویلیام» کېږدي. وولستونکرفت پر ۱۰-سپټمبر-۱۷۹۷ د ولادت د اختلالاتو له‌امله مړه شوه او که څه هم د هغو ترمنځ دغه اړیکه ډېره لنډه وه، بیا هم ثابته او مینه‌ناکه وه. ګاډوین، چې تر څو میاشتو مخکې پورې مجرد ؤ، د خپلې مېرمنې له‌لاسه ورکولو سره نور هم ناهیلی شو. هغه اړ ؤ ترڅو په یوازې ځان له دواړو لوڼو څخه څارنه وکړي — نوې پيدا شوې «ماري» او په خپوړو راغلې «فني».[۲۵][۲۶][۲۷]

ماري درې کلنه وه چې ګاډوین ایرلنډ ته په سفر ولاړ او خپله لور یې جېمز مارشال باندې وسپارله. د ګاډوین له لیکونو څخه ښکاري چې هغه څومره د لوڼو په فکر کې ؤ. په لیکونو کې یې خپله اندېښنه بیانوله ترڅو وښیي چې لوڼې یې څومره ورته ګرانې دي. «او اوس نو لوڼو ته به څه ووایم؟ هیله لرم چې هغو هېر کړی نه‌اوسم. د هغو په هکله هره ورځ فکر کوم او باید خوشحاله اوسم، که چېرې باد لږ څه ښه وبږېږي، نو له ډوبلین څخه به پولیګون ته یوه مچو ورولېږم… خو هېڅوک مې نه‌دي لېدلي چې د خپلو لوڼو په څېر راباندې ګران وي یا د خپل وجود نیمایي یې وګڼم».

د ۱۸۰۰ز په ډسمبر کې په «رویال تیاتر، دروري لېن» کې د هغه ترسره شوې تمثیلي ټوټه «د انتونیو، یا سرتېري راستنېدا» ناکامه پاتې شوه. [۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905263h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/William-Godwin — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69c738w — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12827 — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5631 — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1983 — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: William Godwin — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Godwin,_William — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p14822.htm#i148219 — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/godwin-william — subject named as: William Godwin — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william;n=godwin — subject named as: William Godwin
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3102 — subject named as: William Godwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23793 — subject named as: William Godwin — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Годвин Уильям — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  14. سرليک: Kindred Britain
  15. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p14822.htm#i148219 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11905263h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. کينډۍ:Cite SEP
  19. Philp, Mark (1993). Political And Philosophical Writings Of William Godwin. London: Pickering & Chatto Limited. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85196-093-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Cedric J. Robinson (1980). The Terms of Order: Political Science and the Myth of Leadership. SUNY Press. د کتاب پاڼې 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87395-411-2. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Memoirs of the Author of A Vindication of the Rights of Woman. د کتاب پاڼې 95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sunstein has printed several of these letters in order so that the reader can follow Wollstonecraft and Godwin's conversation (321ff.)
  23. St. Clair, 172–174; Tomalin, 271–273; Sunstein, 330–335.
  24. St. Clair, 164–169; Tomalin, 245–270; Wardle, 268ff; Sunstein, 314–320.
  25. Marshall, Julian. The Life and Letters of Mary Wollstonecraft Shelley. London: R. Bentley and Son, 1889. PDF.
  26. Godwin, William The Letters of William Godwin. Ed. Pamela Clemit. Oxford: Oxford UP, 2011. PDF.
  27. St. Clair, 173; Wardle, 286–292; Sunstein, 335–340.
  28. Walker & Craddock (1849). The History of Wisbech and the Fens. Richard Walker. د کتاب پاڼې 480. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)