ریچارد پرایس
ریچارد پرایس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن |
تابعیت | لويې برېتانيا پاچايي |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
ریچارد پرایس (د ۱۷۲۳ کال د فبروری له ۲۳ – د ۱۷۹۱ ز کال د اپرېل تر ۱۹) یو ویلزي د اخلاقياتو فیلسوف، د رسمي کلیسا مخالف کشیش او ریاضی پوه و. نوموړی یو سیاسي اصالح غوښتونکی، مقاله لیکونکی او د بنسټپاله، جمهوري غوښتونکو او لیبرالي فعالیتونو، لکه: د فرانسې او امریکا انقلابونو کې فعال لامل و. نوموړي غوره اړیکې درلودې او د توماس جېفرسن، جان آدمز، جورج واشنګتن، میرابیو او مارکویز دي کنډورېست په ګډون د وګړو تر منځ یې اړیکې ټینګې کړې. د تاریخ پوه جان ډیوس په وینا: پرایس "د زمانې ترټولو لوی وېلزي مفکر" و.[۲]
نوموړي چې د وېلز زبریجینډ ته نږدې په لینجینور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د خپل پاخه عمر زیاتره برخه د انګلستان د پخوانې لندن په څنډه کې د نیوینګټن ګرین یونیټرین کلیسا د کشیش په توګه تېره کړه. نوموړي د بایس – پرایس تیورم او د بېمې د پوهې برخه اېډېټ، خپره او پراخه کړه. نوموړي د ډیموګرافۍ او مالي برخو په اړه هم لیکنې کړې او د شاهي ټولنې غړیتوب یې درلود.
لومړۍ ژوند
[سمول]ریچارد پرایس چې د ۱۷۲۳ کال د فبروري په ۲۳ نېټه وزیږېد، د یو ناراضي کشیش، رایس پرایس زوی و. مور یې کیترین ریچاردز، د پلار دوهمه ښځه وه. ریچارد په ټین ټون، د وېلز د ګالمورګان د لینګینور کلي په یوه کرونده کې کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي وروسته په نیټ او پین-ټوین کې په خصوصي توګه د منځني ویلز په چانسفیلډ، تلګارت، پاویس کې کې د واواسور ګریفیتس تر نظر لاندې زده کړې وکړې.[۳][۴][۵]
ورسته هغه له ویلز نه انګلستان ته لاړ، چې په هغه ځای نوموړي خپل پاتې ژوند تېر کړ. نوموړي د لندن په مورفېلډز کې د جان ایمز او د ناراضي (د انګلستان د کلیسا مخالفې) اکاډمۍ سره زده کړې وکړې. پرایس چې په ۱۷۴۴ز کال کې د اکاډمي پرېښوده، په سټوک نیوینګټن کې او وروسته د لندن شمال ته په یو کلی کې کشیش او د جورج ستریټفېلډ ملګری شو. نوموړي په اولډ جېوري کې، چې سمویل چاندلر کشیش و، وینا هم ترسره کړه. د ستریټفیلډ او په ۱۷۵۷ زکال کې د هغه د تره مړینې د نوموړي ته غوره شرایط چمتو کړل او د ۱۹۵۷ کال د جون په ۱۶ نېټه یې له سارا بلنډیل سره واده وکړ، چې په اصل کې د لیسټرشایر د بېلګریو اوسېدونکې وه. [۶][۷][۸]
د نیوینګټن ګرین ټولنه
[سمول]پرایس په ۱۷۵۸ کال کې نیوینګټن ګرین ته لاړ او د ګرین په ۵۴ برخه کې په داسې سپاچه (برنډه) کې استوګن شو چې حتی هغه وخت یې سل کاله عمر درلود. (دا ودانۍ اوس هم د لندن تر ټولو پخوانۍ د خښتو سپاچې په توګه پاتې ده چې لرغونتیا یې ۱۶۵۸ ز کال ته رسېږي.) پرایس د نیوینګټن ګرین د عبادت-ځای کشیش شو، چې دا یوه کلیسا وه چې نن ورځ د نیوینګټن ګرین یونیټرین کلیسا په نوم یادېږي. په دې ټولنې کې سمویل وان او د نوموړي کورنۍ هم ګډون درلود. له ۱۷۷۰ ز کال راهیسې پرایس توماس اموري د خپل تبلیغي همکار په توګه له ځان سره درلود.[۹][۱۰]
په ۱۷۷۰ ز کال کې، کله چې پرایس د هیکني په ګراول پېټ چپل (کلیسا) کې د سهار مبلغ شو، هغه په نیوینګټن ګرین کې د ماسپښین تبلیغ ته دوام ورکړ. نوموړي په اولډ جېوي کې عبادت ځای کې هم دندې ومنلې.
ملګري او همکاران
[سمول]د نیوینګټن ګرین ګاونډیان
[سمول]د پرایس یو نږدې ملګری توماس راجرز و، چې د سمویل راجرز پلار وـ هغه یو سوداګر و چې ورسته یې بانکداري پیل کړې وه او د یوې اوږدې مودې ناراضي کورنۍ سره یې واده کړی و او د ګرین په ۵۶ ګڼه سیمه کې استوګن وو. څو ځله پرایس او مشر راجرز ویلز ته په آس لاړل. بل ریو جیمز برګ و، چې د تعلیم په اړه اندونه او د انساني فطرت د حرمت تر نومونو لاندې د آثارو لیکوال و، چې په ۱۷۵۰ ز کال کې یې په ګرین کې خپله مخالفه اکاډمي پرانیستله او خپل زدکوونکي یې د پرایس خطبو ته استول. پرایس، راجرز او برګ د ډوډۍ خوړلو نوبت جوړ کړ چې د یو بل په کورونو کې یې په وار سره ډوډۍ خوړله. پرایس او راجرز د اساسي قانون د معلوماتو له ټولنې سره یوځای شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د بووډ کړۍ
[سمول]د "بووډ کړۍ" تر لارډ شېلبورن چاپېره د لیبرال روڼ اندو یوه ډله وه او د بووډ ماڼۍ د نوم پر بنسټ ونومول شوه، چې په ولټشیر کې د نوموړي چوکۍ وه. پرایس په ۱۷۶۷ز کال کې یا له دې لږ وروسته له شیلبورن سره ولیدل، یا په دې کال کې د نوموړي د څلورو مقالو له خپرولو وروسته، د خپلې میرمن الیزابت مونټاګو له خوا معرفي شو، چې د شنو جورابو د مېرمنو د یوې فکري ډلې مشره وه. [۱۵][۱۶]
په ۱۷۷۱ ز کال کې پرایس له شېلبورن نه و غوښتل چې توماس جېرویس وګوماري. د کړۍ بل غړی بنیامین وان و. پرایس په ۱۷۷۲ ز کال کې جوزف پریستلي وګماره، چې له ۱۷۷۳ ز کال نه وروسته شېلبورن ته د کتابتدار په توګه راغی. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د ریښتینو وېګ ټولنه
[سمول]هغه ډله چې بنیامین فرانکلین د "کلب آف هونسټ ویګز" یا " د ریښتینو وېګ ټولنه" نوم ورکړی، تر جان کینټن چاپېره د ماښام د خوړو یوه غیر رسمي ډله وه. دې ډلې په اصل کې د سینټ پاول د کلیسا په چاپېریال کې د لندن په کافي هاوز کې لېدنې کولې چې په ۱۷۷۱ ز کال کې دا د لوګیټ هیل ته کډه شوه. پرایس او جان پرنګل یې پریسټلي او بنیامین وان په شان غړي وو. [۲۲]
لیدونکي
[سمول]په کور کې، یا په کلیسا کې، پرایس د فرانکلین، توماس جیفرسن او توماس پاین نورو امریکایي سیاستوالو، لکه: سفیر جان آدمز، چې وروسته د متحده ایالاتو دویم ولسمشر شو، او د نوموړي مېرمن ابیګیل او بریتانوي سیاستوال، لکه: مشر لیټلټن، ارل سټین هاپ (د "سیټيزن سټن هاپ" په نوم مشهور و) او مشر ویلیم پیټ له خوا لیدل کېده. نوموړي فیلسوفان ډیویډ هیوم او ادم سمیټ هم پېژندل. د فعالانو تر منځ، د زندان اصلاح غوښتونکی جان هاورډ پرایس یو نږدې ملګري شمېرل کېده. جان هورن توک، جان او این جیب هم په دې ځای کې وو. [۲۳][۲۴][۲۵]
خدای پېژندونکي
[سمول]نورو، لکه واحد پرسته خدای پېژندونکو ویلیم ایلری چانینګ او تیوفیلس لینډسي خپل ځانونه د پرایس پروړاندې پوروړي و ګڼل. کله چې لینډسي له خپل ژوند څخه لاس په سر شو او لندن ته لاړ، ترڅو په ښکاره ډول د واحدپرستانو کلیسا رامنځ ته کړي. پرایس د نوموړي ځای په موندلو او خوندي کولو کې وډه واخسته چې وروسته د ایسکس د سړک کلیسا شوه. د ۱۷۷۰ ز کلونو په پای کې پرایس او لینډسي لږ تر لږه د لندن په سیمه کې د ناراضۍ د کمېدو په اړه اندیښمن وو. د اندریو کیپیس او نورو سره په ګډه، دوی په ۱۷۸۳ ز کال کې د مقدسو کتابونو د پوهې د ودې لپاره ټولنه را منځ ته کړه. [۲۶][۲۷][۲۸]
پرایس او پریستلي د اخلاقو او میتافزیک په اړه مختلف نظرونه خپل کړل. په ۱۷۷۸ ز کال کې یو خپره شوی لیکنه خپره شوه، چې د مادیات پالنې او فلسفی اړتیا په اړه آزاد بحث تر نامه لاندې وه. د پریستلي سره په مخالفت کې، پرایس د انسان آزاده اداره او د انسان د روح د یووالي او غیرمادي بڼې درېځ ټینګ کړ. د پرایس نظرونه آرین (آریوس پلوه) وو، خو د پریستلي سوسینیان (سوزیني پلوه) وو. [۲۹]
ماري وولسټون کرافټ
[سمول]ماري وولسټون کرافټ په ۱۷۸۴ز کال کې، د سرپرستې مېرمنې بورګ سره چې پرایس د ملګري جیمز برګ د کونډه وه، د نجونو لپاره خپل نوی ښوونځی له اېلینګټن څخه نیوینګټن ګرین ته کډه کړ. وولسټون کرافټ چې په اصل کې د انګلیسي کلیسا لاروۍ وه، د پرایس په چوپړتیاوو کې، چې په کې د هر ډول لارویانو ښه راغلاست کېده، برخه واخیسته. منطقي ناراضو د وولسټونکرافټ څخه غوښتنه وکړه: دوی زیار کښه، مهربان، مفکرین، له شکه تش او د ښځو په وړاندې درناوي کوونکي وو او د خپلې کورنۍ په پرتله هغې ته مهربانه ثابت شول. داسې انګېرل کېږي چې پرایس د هغې سره د پیسو مرسته کړې وه چې لیزبون ته لاړه شي، ترڅو د خپل نږدې ملګرې فاني بلډ ووینې. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
وولسټون کرافټ نظریات بیا خپاره نه شول: د پرایس له لارې هغې له یو سخت دریځه خپرونکي جوزف جانسن سره ولیدل. د وولسټون کرافټ دا نظرونه چې په نیوینګټن ګرین کې یې له خطبو څخه اخیستي وو، هغه یې د سیاسي ویښتوب په لور وهڅوله. هغې د بورک د فرانسې د انقلاب د غندلو او په پرایس باندې د برید په ځواب کې، وروسته د نارینه وو د حقونو ملاتړ (۱۷۹۰ز کال) او د ښځو د حقونو ملاتړ (۱۷۹۲ز کال)، چې ښځو ته د برابرۍ په اړه د پرایس دلیلونه یې وړاندې کول، خپاره کړل: تومالین استدلال کوي چې : څنګه چې ناراضه "د یو سست فکر لرونکو اکثریت له خوا له زده کړې او مدني حقونو څخه د یوې طبقې په توګه بې برخې شول"، نو په دې کې ښځې هم وې او "د دواړو ډلو شخصیتي نیمګړتیاوې" د دې تبعیض لامل کېدی شي. پرایس د وویلسټون کرافټ د وروستي میړه ویلیم ګوډون په یادښتونو کې ۱۴ ځله څرګندېږي. [۳۵][۳۶][۳۷]
امریکایي انقلاب
[سمول]د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې د شمالي امریکا له بریتانوي استعمار نه د ملاتړ له امله پرایس مشهور شو. نوموړي د ۱۷۷۶ ز کال په پیل کې د مدني آزادۍ ماهیت، د حکومت اصول او د امریکا سره د جګړې عدالت او پالیسي تر نوم لاندې نظرونه خپاره کړل. د دې رسالې ۶۰۰۰۰ کاپۍ په څو ورځو کې وپلورل شوې او یو ارزانه نسخه یې خپره شوه چې دوه برابره کاپۍ یې وپلورل شوې. دې رسالې د مستعمیرو د شېلبورن وړاندیزونه وستایل او د اعلامیې قانون یې تر برید لاندې ونیو. د نیوکه کوونکو له ډلې ادم فرګوسن، ویلیم مارکم، جان ویسلي او اډمنډ بورک وو او پرایس په چټکۍ سره په انګلستان کې له نامتو کسانو څخه شو. نوموړي ته د لندن د ښار د آزادۍ ویاړ وړاندې شو او ویل کېږي چې د نوموړي رساله د امریکایانو د خپلواکۍ په اعلانولو کې ونډه درلوده. له امریکا سره د جګړې او د انګلستان د پورونو په اړه دویمه رساله د ۱۷۷۷ ز کال په پسرلي کې خپره شوه. پرایس په ټوله کې د جګړې او د حکومت د زیاتیدونکي پور د فساد د اغېزو یو همیشنی نیوکه کوونکی و. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
د پرایس نوم د امریکا د خپلواکۍ لامل وګڼل شو. فرانکلین د هغه نږدې ملګری و. پرایس د تورګاټ سره اړیکې درلودې او د ۱۷۷۸ ز کال په ژمي کې نوموړي ته د کانټینینټل کانګرس له خوا بلنه ورکړل شوه چې امریکا ته لاړ شي او د ایالتونو په مالي اداره کې مرسته وکړي، خو هغه دا وړاندیز رد کړ. په ۱۷۸۱ ز کال کې، نوموړي یوازې د جورج واشنګټن سره، د ییل کالج څخه د حقوقو د ډاکټر سند ترلاسه کړ. نوموړي ګڼو غونډو ته تبلیغ وکړ او کله چې مشر شېلبورن په ۱۷۸۲ ز کال کې لومړی وزیر شو، نوموړي ته د خپل ځانګړي سکرتر په توګه وړاندیز وکړ. په همدې کال کې نوموړي د امريکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ د بهرني ویاړلي غړي په توګه وټاکل شو. پرایس په ۱۸۸۵ ز کال د امریکایي فیلسوفي ټولنې نړیوال غړی وټاکل شو. [۴۲][۴۳][۴۴]
پرایس د امریکا د انقلاب د اهمیت او هغې نړۍ ته د ګټې د یوې لارې په توګه (۱۷۸۴ز کال) تر عنوان لاندې هم نظریات لیکلي. دا چې د امریکایانو له خوا ښه وستایل شو، دا وړاندیز یې وکړ چې په کانګرس کې ترټولو لویه ستونزه د مرکزي واک نشتوالی دی. [۴۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nz8k7k — subject named as: Richard Price — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ History of Wales; Penguin; London; 1990; pp. 32–35
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Prior, Neil (20 April 2013). "Dr Richard Price: The Welshman who influenced US founders". BBC News. bbc.co.uk. بياځلي په 24 June 2016.
- ↑ "Richard Price of Llangeinor". Gerald Jarvis, Garw Valley Heritage Society, 16 March 2011. 15 March 2011. بياځلي په 24 June 2016.
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ Thornbury, Walter (1878). "Old Jewry". Old and New London: Volume 1. Institute of Historical Research. بياځلي په 16 June 2013.
- ↑ Mitchell 1911, p. 314.
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ "amphilsoc.org, John Vaughan papers, 1768 – Circa 1936".
- ↑ Thorncroft, p. 15.
- ↑ Gordon, p. 42.
- ↑ Allardyce, p. 23.
- ↑ English Dissent. CUP Archive. pp. 41–42. GGKEY:UGD38TZ8G4J. بياځلي په 16 June 2013.
- ↑ Fruchtman, Jack (1983). The Apocalyptic Politics of Richard Price and Joseph Priestley: A Study in Late Eighteenth Century English Republican Millennialism. American Philosophical Society. p. 25. ISBN 978-0871697349. بياځلي په 16 June 2013.
- ↑ Holland, p. 48.
- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Rivers and Wykes, p. 38.
- ↑ Blakemore, Steven (1997). Intertextual War: Edmund Burke and the French revolution in the writings of Mary Wollstonecraft, Thomas Paine, and James Mackintosh. Fairleigh Dickinson Univ Press. p. 87. ISBN 978-0838637517. بياځلي په 16 June 2013.
- ↑ Seed, John (1985). "Gentlemen Dissenters: The Social and Political Meanings of Rational Dissent in the 1770s and 1780s". Historical Journal. 28 (2): 299–325 [320]. doi:10.1017/S0018246X00003125. JSTOR 2639100.
- ↑ Wood, Paul (2004). Science and Dissent in England, 1688–1945. Ashgate Publishing, Ltd. p. 120. ISBN 978-0754637189. بياځلي په 16 June 2013.
- ↑ Graham, p. 131.
- ↑ Thorncroft, p. 15.
- ↑ Throness, Laurie (2008). A Protestant Purgatory: Theological Origins of the Penitentiary Act, 1779. Ashgate Publishing, Ltd. pp. 131–. ISBN 978-0754663928. بياځلي په 18 June 2013.
- ↑ Page, Anthony (2003). John Jebb and the Enlightenment Origins of British Radicalism. Greenwood Publishing Group. p. 66. ISBN 978-0275977757. بياځلي په 17 June 2013.
- ↑ Rivers and Wykes, pp. 159, 160 note 41.
- ↑ "chapter 2 The History of Essex Hall by Mortimer Rowe B.A., D.D. Lindsey Press, 1959". خوندي شوی له the original on 7 March 2012.
- ↑ Botting, Eileen Hunt (2007). Family Feuds: Wollstonecraft, Burke, and Rousseau on the Transformation of the Family. SUNY Press. p. 158. ISBN 978-0791467060. بياځلي په 17 June 2013.
- ↑ Jacobs, p. 38.
- ↑ Gordon, p. 46.
- ↑ Tomalin, p. 60.
- ↑ Tomalin, p. 51.
- ↑ Gordon, p. 48.
- ↑ Gordon, pp. 51 passim.
- ↑ Tomalin, p. 61.
- ↑ "Person record for Price, Richard". godwindiary.bodleian.ox.ac.uk. بياځلي په 8 April 2018.
- ↑ Jack P. Greene; J. R. Pole (2008). A Companion to the American Revolution. John Wiley & Sons. p. 250. ISBN 978-0470756447. بياځلي په 18 June 2013.
- ↑ Fitzpatrick, Martin (2006). Knud Haakonssen (ed.). Enlightenment and Religion: Rational Dissent in Eighteenth-Century Britain. Cambridge University Press. p. 70. ISBN 978-0521029872.
- ↑ J. H. Plumb, England in the Eighteenth Century, (Middlesex: Penguin Books Ltd, 1950)
- ↑ Page, Anthony (2018). "War, public debt and Richard Price's Rational Dissenting radicalism: War, public debt and Richard Price's Rational Dissenting radicalism". Historical Research (in انګليسي). 91 (251): 98–115. doi:10.1111/1468-2281.12215.
- ↑ "APS Member History". search.amphilsoc.org. بياځلي په 16 December 2020.
- ↑ "Book of Members, 1780–2010: Chapter P" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. بياځلي په 28 July 2014.
- ↑ Mitchell 1911, p. 314.
- ↑ Graham, p. 49.