افغانستان له شخصي دوسيې څخه
افغانستان له شخصي دوسيې څخه | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
ليکوال | و. ا. کريوچکوف | ||||||
ژبه | پښتو | ||||||
هېواد | پاکستان، پېښور | ||||||
د خپريدو نيټه په پښتو | ۱۳۸۲ لمريز/۲۰۰۳ زېږدي کال | ||||||
د کتاب موضوع | |||||||
| |||||||
سمول ![]() |
آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن
افغانستان له شخصي دوسيې څخه د پخواني شوروي اتحاد د «کې جې بي» د رئيس ولاديمير الېکساندروويچ کريوچکوف (۱۹۲۴-۲۰۰۷) په روسي ژبه کې ليکل شوی اثر دی چې پښتو ژباړه یې د ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي له خوا ترسره شوې ده.
د کتاب د منځپانگې په اړه
د وخت د کې جې بي مشر ستر جنرال کريوچکوف د افغانستان په اړه د يرغل د کلونو په بېلابېلو پېښو کې ټاکونکې ونډه درلوده . د «شخصي دوسيه» نومی اثر چې افغانستان یې یوه برخه ده ، د هغه د شخصي نظر ، خو په رښتيا کې د هغه وخت د ټولې شوروي کمونيستي واکمنۍ اند او ليدټکي بيانوي . سره له دې چې دغه اثر د شوروي تبليغاتو د يوې برخې په توگه کښل شوی ، خو د زړو نظرونو د تثبيت او بيا اعتراف لپاره موږ ته د لاسوند په توگه د پاموړ دی .
د چاپ چارې
افغانستان له شخصي دوسيې څخه اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا چاپ شوی دی . دغه اثر ټول ۱۰۳ مخه دی چې د زرو ټوکو په شمېر یې د چاپ چارې د اسدالله دانش ساپي چاپخونې له خوا پر ۱۳۸۲ لمريز (۲۰۰۳) زېږدي کال په پېښور کې ترسره شوې دي . چاپ زيار یې سيد عبدالله پاچا گاللی او د کمپوز کار یې هم ذبیح الله شفق کړی دی . کتاب په څه ناڅه منځني کاغذ کې چاپ شوی او دوتنه یې هم نرمه ده .
اخځونه
- افغانستان له شخصي دوسيې څخه .
- http://ru.wikipedia.org/wiki/Крючков,_Владимир_Александрович