Jump to content

اسماعیل هنیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسماعیل هنیه
إسماعيل عبد السلام أحمد هنية (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
  لړۍ...
۲۹ جنوري ۱۹۶۲[۱] — ۱۹۶۲[۲] — ۲۹ جنوري ۱۹۶۳[۳] — ۸ مې ۱۹۶۳[۴] — ۱۹۶۳[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۱ جولای ۲۰۲۴[۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
Lusail (en) ژباړل[۱۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ټاټوبی
غړی د
دین
ځایناستی
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه

اسماعیل هنیه (عربي: إسماعيل هنية) (۸ مې 1963 زیږیدلی۳۱ جولای2024) یو فلسطیني سیاستوال دی چي په پراخه کچه د حماس لوی سیاسي مشر ګڼل کیږي او له 2007 راهیسي د غزې په تړانګه کې حکومت کوي [۱۶] نوموړی د حماس د سیاسي بیورو اوسنی مشر دی.

هنيه په ۱۹۶۲ کال کي د مصر تر واک لاندي د غزې په تړانګه کي د الشاطي مهاجرو په کمپ کي وزېږېد. هغه د غزې په اسلامي پوهنتون کي زده کړي وکړې، [۱۷] [۱۸] او په هم دغه ځای کي د حماس سره یوځای سو، ورپسې یې په 1987 کي په عربي ادبیاتو کي د لیسانس سند ترلاسه کړ. هنیه په 1997 کي د حماس د دفتر مشر وټاکل سو، او د یاد سازمان په لیکو کي یې پرمختګ وکړ.

په فلسطین کي د 2006 کال د ټاکنو تر ګټلو وروسته هنیه د فلسطين د دولت لمړئ وزیر سو. په 2007 کال کي د فلسطین د ملي ادارې مشر محمو عباس د جون په 14 نېټه هنیه له خپلي دندي ګوښه کړ. د فتح-حماس د روانې شخړې له امله هنيه د عباس یاد فرمان ونه مانه او په غزه کي یې د لومړي وزیر په توګه واک ته دوام ورکړ. [۱۹]

هنيه له ۲۰۰۶ څخه تر فبرورۍ ۲۰۱۷ پوري د غزې په تړانګه کي د حماس مشر وو، او وروسته یې ځای ناستی یحیی سنور وټاکل سو. د ۲۰۱۷ کال د می په ۶ مه هنیه د خالد مشعل پر ځای د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل سو، او په همدغه وخت کي نوموړی د غزي له تړانګي څخه قطر ته کډوال سو. [۲۰] [۲۱]


ژوند او زدکړه

[سمول]

هنيه د مصر د اشغال شوې غزې تړانګې په الشاطي مهاجر کمپ کي د فلسطیني مسلمانانو په کورنۍ کې زیږیدلی وو. د هغه مور او پلار په اصل کي د 1948 د فلسطین اخراج او الوتنې دمخه په هغه ځای کي اوسیدل چیري چي اوس اشکلون سیمه ده، کوم چي د 1948 عرب – اسراییل جګړې هم پکښي ترسره سول. [۱۷] نوموړي په ځوانۍ کي په اسرایل کي د خپلي کورنۍ د ساتلو لپاره کار کاوه. [۲۲] هنیه د ملګرو ملتونو په ښوونځیو [۱۸] شامل سو، او په ۱۹۸۷ کال کي یې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ادبیاتو کي د لیسانس سند ترلاسه کړ [۱۷] اوپه همدغه پوهنتون کي د حماس سره یوځای سو. [۱۷] له 1985 څخه تر 1986 پورې، هغه د اخوان المسلمین په استازیتوب د زده کونکو د شورا مشر وو. [۱۸] همدارنګه د اسلامي ټولني د فوټبال په ټیم کي د منځني فیلډر په توګه لوبغاړۍ هم تېر سوی دی. [۱۸] هنیه عیني پر داسي وخت فارغه سو چي په فلسطین کي لومړی انتفاضه ونښته او په ترڅ کي یې د اسراییلو پر ضد په مظاهرو کي ګډون وکړ. [۱۷]

مړینه

[سمول]

اسماعیل هنیه د 2024 کال د جولای میاشتي پر 31 نېټه د ایران په پلازمینه تهران کي د یو تروریستي برید په پایله کي هغه مهال شهید او ووژل سو، کله چي یې د ایران د نوي ولسمشر پزشکیان د لوړي په مراسمو کي دغه هیواد ته سفر وکړ.[۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.middleeastmonitor.com/20240731-hamas-chief-ismail-haniyeh-killed-in-iran-group-says/. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  2. "Palestinian National Register of Citizens". بياځلي په ۱ اگسټ ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  3. سرچينې تړی: https://www.jpost.com/israel-hamas-war/article-812652. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  4. سرچينې تړی: https://dunyanews.tv/en/World/827708-who-was-hamas-leader-ismail-haniyeh. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  5. سرچينې تړی: https://www.juedische-allgemeine.de/israel/der-kopf-der-hamas/. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  6. "Hamas-leder Ismail Haniyeh drept i Iran". VG. بياځلي په ۳۱ جولای ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  7. "Hamas leader Ismail Haniyeh killed in Iran, group says". news.sky.com. ۳۱ جولای ۲۰۲۴. بياځلي په ۳۱ جولای ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  8. سرچينې تړی: https://www.lavozdegalicia.es/noticia/internacional/2024/07/31/ismail-haniye-lider-hamas-asesinado-iran-durante-ataque-achacado-israel/00031722403268765682956.htm.
  9. "Hamas leader Ismail Haniyeh is killed in Iran by an alleged Israeli strike, threatening escalation". Associated Press. ۳۱ جولای ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  10. "Ismail Haniyeh was killed by explosive device planted months ago, sources tell 'Post'". ۱ اگسټ ۲۰۲۴. بياځلي په ۲ اگسټ ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  11. "How Hamas Leader Ismail Haniyeh Was Killed in Iran,". The New York Times (in انګرېزي ژبه). The New York Times Company. ۱ اگسټ ۲۰۲۴. بياځلي په ۲ اگسټ ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  12. سرچينې تړی: https://www.aa.com.tr/tr/dunya/suikasta-ugrayan-hamas-siyasi-buro-baskani-heniyyenin-cenazesi-katarda-topraga-verildi/3293349. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۴.
  13. "Más de 430 muertos en Israel y Gaza por ataque de Hamas y respuesta de Jerusalén".
  14. "Los impactantes videos de los ataques de Hamás a Israel". ۷ اکتوبر ۲۰۲۳.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link)
  15. "BBC News Online" (in انګرېزي ژبه). ۷ اگسټ ۲۰۲۴. بياځلي په ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۴. After two days of lengthy negotiations in Doha, Hamas has named Yahya Sinwar as its new overall chief, replacing Ismail Haniyeh who was assassinated in Tehran last week.{{cite web}}: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  16. . 2023-10-17. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ ۱۷٫۴ http://news.bbc.co.uk/2/hi/middle_east/4655146.stm. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help) Invalid <ref> tag; name "bbcprofile" defined multiple times with different content
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ http://www.belfasttelegraph.co.uk/news/world-news/hamas-pm-ismail-haniyeh-at-war-with-israel-and-his-own-rivals-28459936.html. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Date= ignored (|date= suggested) (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help) Invalid <ref> tag; name "tbt" defined multiple times with different content
  19. . 14 June 2007 http://news.bbc.co.uk/2/hi/middle_east/6754499.stm. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  20. . 5 September 2016. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  21. . 7 May 2017. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  22. . 2024-01-13. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  23. https://www.bbc.com/arabic/articles/cd1r7rm7dg7o