سردارولي پښتونزوی
سردارولي پښتون زوی | |
---|---|
سردارولي پښتونزوی
| |
د شخص معلومات | |
زېږېدنه | ۱۹۸۶ (۳۷–۳۸ کلن) ارغسان ولسوالۍ، کندهار ولايت |
هيواد غړيتوب | افغانستان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | تاريخي څېړونکی |
کاروونکي ژبه(ي) | پښتو ، انګلیسي ، اردو، فارسي |
د فعالیت وخت | شاوخوا ٢٠١۶-تراوسه |
پوځي خدمت | |
برخه | تاريخ |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | پښتون زوی فیسبوک پاڼه] ټويټر پاڼه]
ټيک ټاک پاڼه] وېبپاڼه][www.mundigak.com]] |
سمول |
سردارولي پښتون زوی (په انگرېزي :Sardarwali Pashtonzoy ) افغان ليکوال او د افغانستان د معاصر تاريخ اماتور څېړونکی دی. همدا راز د منډيګک تاريخي بنسټ، بنسټګر هم دی.
مخينه[سمول]
نوموړی په ۱۹۸۶ع کال د کندهار ولايت د ارغسان اولسوالۍ د تحسيلدار په کلا کي زېږېدلی او د همدې ځای اوسېدونکی دی. پښتون زوی د ملک موسي جان زوی، د صاحب خان لمسی، د اکبر خان کړوسی او د فقار خان کوسی په خټه سدوزی، پوپلزی پښتون دی، د دوی کورنۍ د اعليحضرت تېمورشاه بابا په عصر کي کابل ته تللې وه، خو څرنگه چي په۱۸۴۲ع کال کي د سدوزو واکمني له منځه ولاړه، فقار خان ارغسان ته راغلی او دلته يې پراخ کارېزونه او مځکي رانيولې، چي تر اوسه يې کارېزونه د کار وړ او په افغانستان کي يو لرغونی کلی دی چي ټول استوگن يې سدوزی دي، په کندهار کي د سدوزو مشهوره هديره د همدغه سدوزو د کورنۍ ده.
زده کړي[سمول]
پښتون زوی لومړنۍ زده کړي د کډوالۍ پر مهال د بلوڅستان د پښين په اولسوالۍ کي تر سره کړې، منځنۍ زده کړه يې د کندهار ولايت په افغان-ترک عالي ليسه کي بشپړي کړي، په ۲۰۰۳ع کال کي له کمپيوټري زده کړو څخه په برياليتوب وتلی، خو لوړي زده کړي يې تر اوسه نيمگړي پاته دي.
دندي[سمول]
له ۲۰۰۳-۲۰۰۷ع کال پوري يې په بېلابېلو ښوونځيو کي د کمپيوټر ښوونه کړې، تر ۲۰۱۰ع کال پوري يې خپله علمي پاڼه ناهيد چلول چي د اقتصادي اړتياوو له امله وځنډېده، په ځيني علمي موسساتو کي يې وخت ناوخته دنده تر سره کړې، دا وخت د ليکوالۍ او څېړونو تر څنگ له ځينو کورنيو او نړيوالو رسنيو سره د همکاري تر څنګ د منډيګک تاريخي بنسټ وېبپاڼي ايډيټر او سبمالګر دی.
ليکوالي[سمول]
پښتون زوي په لسگونه تاريخي مقالې ليكلي، چي ځانگړي ا ثار يې په لاندې ډول دي.
- ۱- شل ورک کندهاريان
- ۲- ایا پوهېږې؟
- ۳- د ارغسان لنډه تاريخچه
- ۴- د افغان چارواکو خاطرې
- ۵-په لوی کندهار کي درنې کورنۍ
- ۶-تاريخي يادښتونه
- ۷-کندهار د انځور په ژبه
دا هم ولولئ[سمول]
تړلې لیکنې[سمول]
کندهار ولایت منډیګک تاریخي ټولنه