منډيګک تاريخي بنسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منډيګک تاريخي بنسټ: منډيګک د هېواد او نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د تاريخ پوهانو د يوې پراخي شبکې په درلودلو سره د افغانستان د تاريخ په اړه کتابونه، سندونه، کليکسونونه، آرشيفي انځورونه، فېچرونه، څېړني، ليکونه، نقشې، سيکې، ويډيو، ږغونه او ګڼ شمېر نور مواد د هېواد د رسمي ژبو پښتو او دري ترڅنګ په عربي، اردو، انګرېزي، فرانسوي او روسي ژبو خپروي.

منډيګک، د افغان تاريخ هنداره

افغانستان د خپل جغرافيايي جوړښت له کبله د سيمې په تاريخ او تمدن کې مهم ځای لري، د سيمي او افغانستان په سياست، ټولنه او فرهنګ پوهېدلو کي د افغانستان تاريخ روښانه کول، د منډيګک له بنسټيزو توکیو څخه دی.

د منډيګک ويب سايټ رسمي لوګو

بنسټګر[سمول]

د‌ منډيګک تاريخي بنسټ، بنسټګر ښاغلی سردار ولي پښتون زوی دی.

ماموريت[سمول]

منډيګک په يوه ځانګړې تګلاره د نړۍ بېلابېلو سرچينو په مټ د افغان تاريخ کيفيته، خلاق او مستند مواد خپرول، د څېړنو، زده کړو او پوهاوی، د تاريخي زېرمو بيا رغول، د تاريخي څېړنيزو اسنادو راټولول، ډلبندي وړاندې کول او د خلکو سره شريکول؛ همدارنګه د افغان تاريخ اړوند څېړونکو سره په تېسيز، مونوګراف، او مقاله ليکلو کي مرسته ، خپله دنده بولي.

موخه[سمول]

افغان تاريخ د منډيګک تاريخي بنسټ اصلي محتوا ده، د افغانستان د لرغوني او معاصر تاريخ اکاډميکه، بې پلوه او ناپېيلې تاريخ ليکنه خپله دنده بولي، منډيګک د تاريخي پېښو په اړه د نظرونو تنوع، د تاريخي بحثونو په ژورتيا او پراخېدو کې بنيادي عامل ګڼي.

ناپيلتيا[سمول]

منډيګک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده ، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې همفکره کارکوونکي لري، او په هېڅ سياسي يا سوداګريزې ادارې پورې اړه نه لري.

منډيګک د عايد ځانګړې سرچينه نه لري، په مادي او معنوي برخه کې ستاسو لاسنیوي ته اړمنه ده.

سرچينه[سمول]

د منډيګک تاريخي بنسټ رسمي ويب سايټ

د منډيګک تاريخي بنسټ، بنسټګر رسمي ټویټر پاڼه