پراګ
پلازمېنه د | لړۍ...
چېک جمهوريت — چیکوسلواکيا — بوهمیایي واکمني — Duchy of Bohemia (en) — First Czechoslovak Republic (en) — Czech and Slovak Federal Republic (en) — Czechoslovak Republic (en) — Third Czechoslovak Republic (en) — Czechoslovak Socialist Republic (en) — Czech Socialist Republic (en) — سپېڅلې روم امپراتوري — سپېڅلې روم امپراتوري |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه | |
بلننوم |
|
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
۴۹۶٫۲۱ كيلومتر مربع[۳۰] |
---|
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
praha.eu (چېکي ژبه) |
---|---|
اړيکو شمېره |
+420 800 100 000[۳۲] |
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
پراگ ( په چیکی کې:Praha،په انگرېزي کې:Prague ) د چېک د جمهوریت پایتخت دی او د چېک تر ټولو لوی ښار دی. مساحت یی تقریبا ۵۰۰ کیلومتره مربع ده. په اوس وخت کې پراگ تقریبا ۱،۲ میلیونه نفوس لری. پراگ هم د چېک جمهوریت ثقافتی او سیاسی مرکز دی. په پراگ کې د چېک جمهوریت تر ټولو لوی هوایی اډه پرته ده. د پراگ د ترافیک ترانسپورت ډیر عصری دی.
پراګ د چیک جمهوریت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار او د بوهیمیا تاریخي پلازمېنه وه. د اولټاوا سیند پر غاړه پروت پراګ د ۱.۳ میلیون وګړو کور دی. دغه ښار معتدله اقیانوسي هوا لري چې دوبی په کې نسبتاً ګرم او ژمی یې سوړ وي.[۳۴]
پراګ د مرکزي اروپا یو سیاسي، کلتوري او اقتصادي قطب دی چې د رومي، ګوتیک، رنسانس او باروک معمارۍ بډایه تاریخ لري. دغه ښارد بوهیمیا د پاچاهي پلازمېنه او د مقدس روم د سترواکۍ د ګڼو سترواکانو د اوسېدو ځای و، له هغې ډلې څلورم چارلیز (۱۳۴۶- ۱۳۷۸). دا ښار د هابسبورګ سلطنت او د اطریش-هنګري سترواکۍ لپاره یو مهم ښار و. دغه ښار همدا راز د بوهیمي او پروټسټانټ اصلاحاتو، دیرش کلنې جګړې او د ۲۰مې پېړۍ په تاریخ کې د دوو نړیوالو جګړو تر منځ د چیکسلواکیا د پلازمېنې او له کمونیستې دورې وروسته دوره کې د پام وړ رول لوبولی دی.[۳۵][۳۶]
پراګ د یو شمېر نامتو کلتوري جاذبو کور دی، چې زیاتره یې له شخړو او په اروپا کې د ۲۰مې پېړۍ له ویجاړیو نه روغ رمټ راوتلي دي. په دې جاذبو کې د پراګ کلا، د چارلیز پل، د زاړه ښار څلورلاره د پراګ له نجومي ګړۍ سره، د یهودانو کوارتر، پیترین غونډۍ او وایسیهراډ. له ۱۹۹۲ ز کال راهیسې، د پراګ تاریخي مرکز د یونیسکو د نړیوال میراث په سیمو کې شامل شوی دی.
دغه ښار له لسو زیات ستر موزیمونه او همداشان بې شمېره تیاترونه، ګالري، سینماګانې او نور تاریخي نندارتونونه لري. دغه ښار د یوه ډېر عصري او د پراخې شبکې لرونکي ترانسپورتي سیستم په مټ سره نښلول شوی دی. دا ښار د پراخو دولتي او شخصي ښوونځیو کوربه هم دی، له هغې ډلې په پراګ کې د چارلیز پوهنتون، چې په مرکزي اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون بلل کېږي.[۳۷]
پراګ د GaWC د څېړنو له مخې د «الفا» یا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شوی دی. په ۲۰۱۹ ز کال کې، دا ښار د Mercer له خوا په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۶۹ مقام راغی. په ورته کال کې، د PICSA شاخص دا ښار په نړۍ کې د ژوند کوونکو ښارونو په لړ کې په ۱۳ مقام راوستی و. د دې ښار بډایه تاریخ د دې لامل ګرځیدلی چې په یوه توریستي مقصد باندې بدل شي او له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، دا ښار هر کال ۸.۵ میلیونه نړیوال سیلانیان لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، پراګ په اروپايي ښارونو کې له لندن، پاریس، روم او استانبول وروسته تر ټولو زیات لیدل شوی پنځم ښار وګڼل شو.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
ایتمولوژي او نومونه
په چیکي ژبه کې د Praha کلیمه له زړې سلاویک ژبې práh نه اخیستل شوې ده، چې معنی یې ده «خوړ» یا «چټک»، چې دا په خپله د همدې ښار هغه اصلیت ته اشاره کوي کوم چې د اولتاوا سیند پر سر د تلو راتلو لاره وه. همدا ایتمولوژي د وارسا ښار د پراګا ولسوالۍ په اړه هم راغلې ده.[۴۲][۴۳]
د همدې نوم د سرچینې په اړه یو بل لیدلوری بیا د چیکي ژبې práh کلیمې پورې تړلې ده (چې د مورچې معنا ورکوي) او یوه افسانوي ایتمولوژي بیا د دې ښار نوم له شهزادګی میرمن لیبوشه، چې د پرمیسلیدانو د سلسلې اسطوره اې بنسټ اېښودونکي میرمن وه، هم تړلې بولي. ویل کېږي چې هغې امر کړی و چې ښار دې په داسې ځای کې جوړ شي چې یو سړی د خپل کور لپاره مورچه جوړوي.
د Praha د نوم یو بل مشتق بیا له na prazě څخه را اخیستل شوی دی، هغه اصلي اصطلاح کوم چې د شالي د غونډیو له ډبرو څخه جوړه شوې کلا ته اشاره لري. په هغه وخت کې، دا کلا شاوخوا د ځنګلونو په مټ راچاپېره شوې وه، چې د راتلونکې ښار، یعنې د سیند په مقابل لورې کې یې د زاړه ښار ټولې نهه غونډۍ او همداشان د لیزر ښار چې تر دې کلا لاندې جوړ شوی و، تر پوښښ لاندې لرل.
د همدې ښار د انګریزې املا بیا له فرانسوې ژبې څخه را اخیستل شوې ده. په ۱۹مه او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې دا په انګریزې ژبه کې د “Vague” له کلیمې سره په قافیه کې برابر تلفظ کېده: په ۱۹۶۹ کال کې په ډیزرټ ایسلنډ ډیسکس کې د میرمن ډیانا کاپر (چې په ۱۸۹۲ کال کې زېږیدلې وه) په دې ډول سره تلفظ شوی و او د لانګفیلو (۱۸۳۹) له خوا د محاصره شوې ښار په یوه بیت او همداشان د لیمریک په پراګ کې یوه زړه مېرمن وه د ایډوارد لییر (۱۸۴۶) له خوا په دې قافیه سره ویل شوی.[۴۴]
د نولسمې پېړۍ د ریاضي پوه، برنارډ بولزانو د محاسبې له مخې، دې ښار ته د «سلو منارو ښار» هم ویل کېده؛ چې د پراګ د معلوماتو د خدماتو د ادارې له مخې د دغو منارو شمېر ۵۰۰ دانې وي. پراګ ځینې نور لقبونه هم لري لکه: طلایي ښار، د ښارونو مور او د اروپا زړه.[۴۵][۴۶]
تاریخ
دا ښار د خپل زر کلن شتون په درشل کې، د پراګ له کلا څخه چې په شمال کې موقعیت لري سویل لور ته د ویشهیراډ کلا پورې پروت دی، چې د نننۍ اروپا یو مډرن هېواد پلازمېنه ده.
لرغونی تاریخ
د ډبرو د عصر په لومړیو دورو کې په دغه سیمه کې خلکو ژوند کاوه. یهودي تاریخ لیکوني، دیویډ سولومان ګانز، له سیریاکوس سپانګنبرګ نه په نقل سره ادعا کوي چې دا ښار له میلاد نه ۱۳۹۰ کاله وړاندې د یوه لرغونې پاچا، بویا له خوا د بویهام په نوم جوړ شو.[۴۷][۴۸]
له میلاد نه وړاندې به پنځمه او څلورمه پېړۍ کې دلته د سیلټیک قبیله را ښکاره شوه، چې وروسته یې بیا د یوه اپوډیوم په ګډون په زاویست چې د ننني پراګ یو کلی دی، هستوګنځایونه جوړ کړل او نوم یې پرې بوهیمیا کېښود یعنې د بويي د خلکو کور. له میلاد نه وړاندې په وروستۍ پېړۍ کې، د سیلټ قبیلې خلک ورو ورو د جرمانیک قبیلو (مارکومانني، کواډي، لومباردانو او په احتمال سره سویبي) له خوا وشړل شول او دا کار د دې لامل شو چې ځینې برخې یې د مارکوماني پاچا مرکزي وګرځي. د ننني پراګ ښار شاوخوا، په هغه نقشه کې چې په دویمه میلادي پېړۍ کې د بطلیموس له خوا کښل شوې، د کاسورګیس په نوم د یوه ژرمانیک ښار نوم یاد شوی دی.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
د پنځمې میلادې پېړۍ په وروستیو کې، د سترې کډوالۍ په دوره کې چې لویدیځ روم سترواکي ونړیده، هغه جرمانیک قبیلې چې په بوهیمیا کې یې ژوند کاوه د ختیځ لور ته وکوچېدل او په احتمال سره په ۶مه پېړۍ کې، سلاویک قبیلو (وینیدي) د بوهیمیا په مرکزي سیمه کې ځای پر ځای شول. په را وروستیو دریو پېړیو کې، چیکي قبیلو ګن شمېر پاخه هستوګنځایونه په دغه سیمه کې جوړ کړل، چې زیاتره یې په سارکه دره، بوتوایس او لیوي هراډیک کې و.[۵۴]
د پراګ د کلا په نوم مشهوره ځای د جوړولو کار د ۹مې پېړۍ په وروستیو کې بشپړ شو، چې له ۸۰۰ کلونو راهیسې دا پاخه او کلک هستوګنځایونه پکې پراخ شول. د پراګ کلا لاندې د ډبرو تراشل ۸۸۵ کاله مخکې مخینه لري. د پراګ یوه بله غټه کلا، د Přemyslid fort Vyšehrad بیا په ۱۰مه پېړۍ کې جوړه شوه، یعنې د پراګ له کلا څخه ۷۰ کاله وروسته. د پراګ کلا د جامع کلیسا تر کنټرول لاندې ده، چې د جوړولو کار یې په ۱۳۴۴ ز کال کې پیل شو، خو تر ۲۰مې پېړۍ پورې بشپړ نه شو.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
تاریخ
پراگ په نهم پېړۍ کې د چېکی پرنس بوږیوی لخوا تاسیس شو. په ۹۷۳ کال کې په پراگ کې د اسقف مذهبی مقر جوړ شو. په ۱۲۵۷ کال کې پاچا پښیمیسل اوتاکار دوهم ( Přemysl Otakar II) د پراگ ښار پراخ وکړ. په ۱۴ پېړۍ کې د کارل ۴ د حکومت په دوره کې پراگ د مقدس روم دامپراتوری پایتخت شو.کارل ۴ د پراگ پایتخت پراخ کړ او په ښار کې یی ډیر ښایسته یادگارونه جوړ کړ. د کارل پل، د کارل پوهنتون او د مقدس ویټوس کليسا تر ټولو مشهور د پراگ يادگارونه دی. په ۱۳۴۴ کې په پراگ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په دی وخت کې د مقدس د ویټ کلیسا جوړول پېل شو. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف ۴ ( Václav IV )د چېک پاچا شو. واتسلاف ۴ ډیر نالایق پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری او پېغلې خوښ کړ. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی يان هوس ( Jan Hus ) وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې د کاتولیک د روحانیونو انتقاد وکړ. یان هوس خلکو ته وویل چې د کاتولیک روحانیونه او چېکی اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نه کوی او دغه روحانونو پر خلکو ظلمنه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د روحانیونو ټولنې ته دعوت وکړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورسېدل نو روحانیونو یی ونیول. د یان هوس تر نیولو وروسته د کاتولیک روحانیونو وویل چی یان هوس کافر دی. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس د اور په وسطه وژل شو. یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو. په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو پر پراگ برید وکړ مگر قیامکوونکی د چیک پاچایی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راغلل او صلیبی اردو د قیامکوونکی لخوا ماته وخورله.
نوې زمانه
په ۱۵۲۶ کال کې د چېک هېواد د هابسبورگ پاچانو لاس ته راوړل. په ۱۵۸۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودولف ۲ ( Rudolf II) ( ۱۵۲۲-۱۶۱۲ ) په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. رودولف ۲ هنر او علم ډیر خوښ کړ. هنرمندان او پوهان د نړی د بیلو بیلو سیمو پراگ ته راتلل. په دی وخت کې پراگ د اروپا ثقافتی او علمی مرکز وو. په ۱۶۱۸ کال کې ددېرش کالو جگړه ( ۱۶۱۸-۱۶۴۸ ) پیل شوه. په ۱۶۴۸ کال کې د سویدن اردو پراگ ته ورسیدل او د هبزبورگ قیمتی ټولونه غلا وکړ.
چکوسلواکیا
په ۱۹۱۸ کال کې تر نړی جگړه وروسته د چکوسلواکیا جمهوریت تاسیس شو او پراگ پایتخت یی شو. د چکوسلواکیا لمړی ولسمشر توماس گاریک ماساریک (Tomáš Garrigue Masaryk) وو چې د پراگ په کلا کې د ولسمشر اداره یی جوړ کړه. په ۱۹۳۹ کال کې نازی پوځ پراگ ونیول او پراگ د نازی پروټیکتور مقر شو. په دی وخت کې نازی د چېک پر خلکو ډېر ظلمنه کول. په ۱۹۴۵ کال کې شوروی پوځ پراک ته ورسېدل او پراگ د شوروی پوځ لخوا خپلواک شو. جگړه وروسته پراگ د چکوسلواک سوسیلیستی جمهوریت پایتخت شو.
د چېک جمهوریت پایتخت
پراگ د چېک د ولسمشر او حکومت مقر دی. د ولسمشر اداره د پراگ په کلا کې پروت دی. د مشرانو جرگه ( د سنات جرگه ) او پارلمان د پراک په مرکز کې پروت دی. په پراگ کې هم مهم وزارتونه، علی عدالت او د عسکرو اعلی قوماندانی پروت دی.
د پراگ لېږدونه ( ترافیک ترانسپورت )
د پراگ لېږدونه ډیر عصری ده. په پراگ کې د چېک تر ټولو لوی او عصری د نړیوال هوایی میدان پروت دی چې د روزینې ( Ruzyně) په نوم یادېږی. دغه هوایی میدان دوه ټیرمنالونه لری. میترو ( د ځمکې لاندی ښاری ریل ) د پراگ تر ټولو مشهور د ترافیک ترانسپورت دی. هره ورځ په ميترو کې تقریبا یو میلیونه مسافران سپرېږی. میترو درې خطونه او 57 تمځایونه لری. په پراگ کې هم د سرویس او ترام عصری لیږدونه شته. هر مسافر باید ټکټ رانسی. په اوس وخت کې د ټکټ قیمت د یو سفر لپاره ۲۶ کورونونه دی ( تقریبا ۲ ډالرونه ). مسافر کولای سی دغه ټکټ د ورځپانې په مغازه کې یا په سرویس کې رانسی. په پراگ کې پرته له سرویس، ټرام او ميترو نه مسافر په ټکسی کې سپرېدلای سی. د ټکسی تمځایونه د ښار په مرکز کې ، په هوایی میدان کې او داورگاډی په تمځایونه کې پراته دی. مگر په ټکسی کې عموما ډېر خلک نه سپرېږی ځکه د ټکسی کرایه ډېر زیاته ده.
- ↑ "Register of territorial identification, addresses and real estates". بياځلي په ۴ جون ۲۰۲۳.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.gleif.org/lei-files/20170831/GLEIF/20170831-GLEIF-concatenated-file.zip.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.prahaneznama.cz/jine-zajimavosti/praha-stovezata/. اثر ژبه: چېکي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://vdp.cuzk.cz/vdp/ruian/kraje1960/31. Retrieved: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰.
- ↑ ذکر کېدنه: '. Retrieved: ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. Publisher: Czech Office of Surveying and Cadastre.
- ↑ Administrative district of Czech municipality with expanded powers ID: 19.
- ↑ ذکر کېدنه: '. Retrieved: ۱۹ مې ۲۰۲۴. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۷ مې ۲۰۲۴.
- ↑ ذکر کېدنه: Population of Municipalities - 1 January 2016. ليکوال: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۶.
- ↑ "Počet obyvatel v obcích České republiky k 1. 1. 2013" (PDF) (in چېکي ژبه and ). Czech Statistical Office. بياځلي په ۱ مې ۲۰۱۴.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: extra punctuation (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ۱۰٫۰۰ ۱۰٫۰۱ ۱۰٫۰۲ ۱۰٫۰۳ ۱۰٫۰۴ ۱۰٫۰۵ ۱۰٫۰۶ ۱۰٫۰۷ ۱۰٫۰۸ ۱۰٫۰۹ ۱۰٫۱۰ ۱۰٫۱۱ ۱۰٫۱۲ ۱۰٫۱۳ ذکر کېدنه: Historical lexicon of municipalities in the Czech Republic – 1869–2011. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۵.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.czso.cz/documents/10180/20556287/1300721501.pdf.
- ↑ ذکر کېدنه: Population of Municipalities - 1 January 2017. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۷. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۷. ليکوال: Czech Statistical Office.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities - 1 January 2018. Retrieved: ۱ مې ۲۰۱۸. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۳۰ اپرېل ۲۰۱۸.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ ۱۴٫۶ Retrieved: ۴ سپټمبر ۲۰۱۸. ذکر کېدنه: Historický lexikon obcí České republiky 1869–2005. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities - 1 January 2019. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۳۰ اپرېل ۲۰۱۹.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities - 1 January 2020. Retrieved: ۱ مې ۲۰۲۰. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities - 1 January 2021. Retrieved: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱.
- ↑ ذکر کېدنه: '. Retrieved: ۱۸ اپرېل ۲۰۲۲. اثر ژبه: چېکي ژبه. ليکوال: Czech Statistical Office.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities - 1 January 2022. Retrieved: ۲ مې ۲۰۲۲. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲.
- ↑ ذکر کېدنه: Population in municipalities – 1 January 2023. Retrieved: ۲۵ مې ۲۰۲۳. ليکوال: Czech Statistical Office. Publisher: Czech Statistical Office. اثر ژبه: چېکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۳.
- ↑ ۲۱٫۰۰۰ ۲۱٫۰۰۱ ۲۱٫۰۰۲ ۲۱٫۰۰۳ ۲۱٫۰۰۴ ۲۱٫۰۰۵ ۲۱٫۰۰۶ ۲۱٫۰۰۷ ۲۱٫۰۰۸ ۲۱٫۰۰۹ ۲۱٫۰۱۰ ۲۱٫۰۱۱ ۲۱٫۰۱۲ ۲۱٫۰۱۳ ۲۱٫۰۱۴ ۲۱٫۰۱۵ ۲۱٫۰۱۶ ۲۱٫۰۱۷ ۲۱٫۰۱۸ ۲۱٫۰۱۹ ۲۱٫۰۲۰ ۲۱٫۰۲۱ ۲۱٫۰۲۲ ۲۱٫۰۲۳ ۲۱٫۰۲۴ ۲۱٫۰۲۵ ۲۱٫۰۲۶ ۲۱٫۰۲۷ ۲۱٫۰۲۸ ۲۱٫۰۲۹ ۲۱٫۰۳۰ ۲۱٫۰۳۱ ۲۱٫۰۳۲ ۲۱٫۰۳۳ ۲۱٫۰۳۴ ۲۱٫۰۳۵ ۲۱٫۰۳۶ ۲۱٫۰۳۷ ۲۱٫۰۳۸ ۲۱٫۰۳۹ ۲۱٫۰۴۰ ۲۱٫۰۴۱ ۲۱٫۰۴۲ ۲۱٫۰۴۳ ۲۱٫۰۴۴ ۲۱٫۰۴۵ ۲۱٫۰۴۶ ۲۱٫۰۴۷ ۲۱٫۰۴۸ ۲۱٫۰۴۹ ۲۱٫۰۵۰ ۲۱٫۰۵۱ ۲۱٫۰۵۲ ۲۱٫۰۵۳ ۲۱٫۰۵۴ ۲۱٫۰۵۵ ۲۱٫۰۵۶ ۲۱٫۰۵۷ ۲۱٫۰۵۸ ۲۱٫۰۵۹ ۲۱٫۰۶۰ ۲۱٫۰۶۱ ۲۱٫۰۶۲ ۲۱٫۰۶۳ ۲۱٫۰۶۴ ۲۱٫۰۶۵ ۲۱٫۰۶۶ ۲۱٫۰۶۷ ۲۱٫۰۶۸ ۲۱٫۰۶۹ ۲۱٫۰۷۰ ۲۱٫۰۷۱ ۲۱٫۰۷۲ ۲۱٫۰۷۳ ۲۱٫۰۷۴ ۲۱٫۰۷۵ ۲۱٫۰۷۶ ۲۱٫۰۷۷ ۲۱٫۰۷۸ ۲۱٫۰۷۹ ۲۱٫۰۸۰ ۲۱٫۰۸۱ ۲۱٫۰۸۲ ۲۱٫۰۸۳ ۲۱٫۰۸۴ ۲۱٫۰۸۵ ۲۱٫۰۸۶ ۲۱٫۰۸۷ ۲۱٫۰۸۸ ۲۱٫۰۸۹ ۲۱٫۰۹۰ ۲۱٫۰۹۱ ۲۱٫۰۹۲ ۲۱٫۰۹۳ ۲۱٫۰۹۴ ۲۱٫۰۹۵ ۲۱٫۰۹۶ ۲۱٫۰۹۷ ۲۱٫۰۹۸ ۲۱٫۰۹۹ ۲۱٫۱۰۰ ۲۱٫۱۰۱ ۲۱٫۱۰۲ ۲۱٫۱۰۳ ۲۱٫۱۰۴ ۲۱٫۱۰۵ ۲۱٫۱۰۶ ۲۱٫۱۰۷ ۲۱٫۱۰۸ ۲۱٫۱۰۹ ذکر کېدنه: Czech location identification system. Retrieved: ۳ نومبر ۲۰۱۶. Publisher: Czech Office of Surveying and Cadastre.
- ↑ "Mateřský jazyk | Sčítání 2021". بياځلي په ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.czso.cz/staticke/data/2000013/KRAJE/Hlavni_mesto_Praha/SPKR550_3018.pdf.
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ سرچينې تړی: https://en.unesco.org/creative-cities/prague. Retrieved: ۹ جون ۲۰۲۱.
- ↑ سرچينې تړی: https://cn.wtcf.org.cn/citys/3478-2.html.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.lhc-s.org/member_cities/index.php. Retrieved: ۲۸ مې ۲۰۲۴. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528114922/https://www.lhc-s.org/member_cities/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.ovpm.org/wp-content/uploads/2024/03/liste-villes-en-regle-pour-page-web12-03-2024.pdf. Retrieved: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528143447/https://www.ovpm.org/members/cities/.
- ↑ ArchINFORM location ID: 1752. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۲۷ جنوري ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Malý lexikon obcí České republiky - 2017. Retrieved: ۲۸ اگسټ ۲۰۱۸. Publisher: Czech Statistical Office. خپرېدو نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۷. ليکوال: Czech Statistical Office.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.president.gov.ua/documents/7422022-44597. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
- ↑ "Pražské kontaktní centrum". Prague City Hall. بياځلي په ۲۱ مارچ ۲۰۲۳.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ ۳۳٫۲ ذکر کېدنه: Register of territorial identification, addresses and real estates. Retrieved: ۲۸ فبروري ۲۰۲۳.
- ↑ "Czech Republic Facts". World InfoZone. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 May 2011. بياځلي په 14 April 2011.کينډۍ:Unreliable source?
- ↑ "Czech Republic". Worldatlas.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2011. بياځلي په 4 December 2011.کينډۍ:Unreliable source?
- ↑ "Short History of Bohemia, Moravia and then Czechoslovakia and Czech Republic". hedgie.eu. 2015. خوندي شوی له the original on 18 May 2016. بياځلي په 7 April 2016.
- ↑ "Charles University Official Website". خوندي شوی له اصلي څخه په 29 October 2007. بياځلي په 21 April 2022.
- ↑ "The World According to GaWC 2018". GaWC. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 May 2017. بياځلي په 28 January 2019.
- ↑ "Quality of Living City Ranking | Mercer". mobilityexchange.mercer.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2018. بياځلي په 30 May 2019.
- ↑ "The PICSA Index". piscaindex.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 March 2021. بياځلي په 2 July 2021.
- ↑ "Top 100 City Destinations Revealed: Prague among Most Visited in the World". Expats.cz. 8 November 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 August 2018. بياځلي په 28 August 2018.
- ↑ Lucy S. Dawidowicz – The Golden Tradition: Jewish Life and Thought in Eastern Europe, 1996, p. 351. "Then you surely knew also Reb Shmuel on the other side of the Vistula, in Praga! Praga, the threshold of Warsaw—the aroma of the country, with its broad fields, so many times desolated by wars and fires and rebuilt..."
- ↑ "What's in a name? Prague History lesson". praguesummer.com. 22 February 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2017. بياځلي په 14 March 2016.
- ↑ "Interview with Lady Diana Cooper". Desert Island Discs. 24 March 1969. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2019. بياځلي په 2 February 2019.
- ↑ "Kolik věží má "stověžatá" Praha? Nadšenci jich napočítali přes pět set". idnes.cz (in چېکي). Mladá fronta DNES. 5 August 2010. خوندي شوی له the original on 14 May 2013. بياځلي په 8 January 2013.
- ↑ "Visit Prague, the City of a Hundred spires". prague.fm. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 August 2015. بياځلي په 19 August 2015.
- ↑ Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. ISBN 978-0-8090-7843-1. بياځلي په 7 April 2016.
- ↑ Dovid Solomon Ganz, Tzemach Dovid (3rd edition), part 2, Warsaw 1878, pp. 71, 85 (online Archived 21 April 2022 at the Wayback Machine. )
- ↑ Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. ISBN 978-0-8090-7843-1. بياځلي په 7 April 2016.
- ↑ Kenety, Brian (29 October 2004). "Unearthing Bohemia's Celtic heritage ahead of Samhain, the 'New Year'". Czech Radio. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 August 2016. بياځلي په 9 August 2016.
- ↑ "Praha byla Casurgis" [Prague was Casurgis] (in چېکي). cs-magazin.com. February 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 April 2016. بياځلي په 7 April 2016.
- ↑ Kenety, Brian (19 November 2005). "Atlantis české archeologie" (in چېکي). Czech Radio. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 September 2016. بياځلي په 9 August 2016.
- ↑ Dovid Solomon Ganz, Tzemach Dovid (3rd edition), part 2, Warsaw 1878, pp. 71, 85 (online Archived 21 April 2022 at the Wayback Machine. )
- ↑ Demetz, Peter (1997). "Chapter One: Libussa, or Versions of Origin". Prague in Black and Gold: Scenes from the Life of a European City. New York: Hill and Wang. ISBN 978-0-8090-7843-1. بياځلي په 7 April 2016.
- ↑ "Slované na Hradě žili už sto let před Bořivojem –". Novinky.cz. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 April 2011. بياځلي په 14 April 2011.
- ↑ "Archaeological Research – Prague Castle". Hrad.cz. 8 July 2005. خوندي شوی له the original on 1 April 2009. بياځلي په 30 May 2011.
- ↑ "TOP MONUMENTS – VYŠEHRAD". praguewelcome.cz. خوندي شوی له the original on 12 March 2013. بياځلي په 14 November 2013.
- ↑ "5 of the Best Gothic Buildings in Prague | Architectural Digest". Architectural Digest. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2018. بياځلي په 23 August 2018.
- Pages using the JsonConfig extension
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1376 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1538 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P6885 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1329 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P281 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- د اروپا د هېوادونو پلازمېنې
- د چېک جمهوريت ښارونه
- پراگ
- CS1 errors: dates
- CS1 maint: extra punctuation
- CS1 maint: unrecognized language
- CS1 چېکي-language sources (cs)
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- نخشه لرونکي مخونه