Jump to content

نوم چومسكي

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نوم چومسكي
نوم چومسكي
نوم چومسكي
نوم چومسكي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
مذهب اګنوسټېزم [۲]  ويکيډاټا کې (P140) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۳]  ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون (۱۹۵۱–۱۹۵۵)  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تخصص تعلیم ژبپوهنه   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۴]  ويکيډاټا کې (P512) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي ،  انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ژبپوهنه ،  د ژبې فلسفه ،  ساپوهنه ،  ادراکي علوم ،  د ذهن فلسفه ،  اخلاق ،  سياست   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
خوځښت اتيزم ،  نوی کین اړخه ،  انارشي-اتحادیه پالنه (انارکو-سینډیکالیزم)   ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
نوم چومسكي
نوم چومسكي

وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ


آورام نوام چامسکی (زېږون ۷ ډسمبر، ۱۹۲۸ زکال) امریکايي ژب پوه، فیلسوف، د ذهن پېژندنې عالم، تاریخي مقاله لیکونکی، ټولنیز منتقد او سیاسي فعال و. چامسکي ځینې مهال «د معاصرې ژب پېژندنې پلار» په توګه پېژندل کېږي. هغه د تحلیلي فلسفې په برخه کې یو له مخکښو څېرو او همدارنګه د ذهن پېژندنې د علم یو له بنسټ اېښودونکو څخه دی. هغه د اریزونا پوهنتون د ژب پوهنې د ښوونکي او د ماساچوست د تکنالوژي انستیتیوت د متقاعد ښوونکي د جایزو ګټونکی دی. هغه له ۱۵۰ ټوکو څخه ډېر کتابونه د بېلابېلو موضوعاتو اړوند لکه ژب پوهنې، جګړې، سیاست او ټولنیز رسنیو اړوند لیکلي. له ایډیالوژیک پلوه  هغه له انارکو – سندیکالېزم او لیبرترین سوسیالېزم سره همغږی دی.

چامسکي چې په فلادلفیا کې په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد، له انارشېزم سره یې لومړنۍ لېوالتیا د نیویارک ښار له کتاب پلورنځیو څخه وموندله، هغه د پنسلوانیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه په Harvard Society of Fellows کې د خپلې ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د بدلون راوړنکي ګرامر تیوري ته وده وکړه او د همدغې پر بنسټ یې په ۱۹۵۵ زکال کې خپله دوکتورا هم ترلاسه کړه. هماغه کال نوموړي د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې په تدریس پیل وکړ او په ۱۹۵۷ زکال کې یې په خپل مخکښ اثر «نحوي جوړښتونو» سره د ژبې د لوستو په تنظیم کولو کې په مهم رول لوبولو سره د ژب پوهنې په برخه کې په یوه مخکښه څېره واوښت. چامسکي له ۱۹۵۸ زکال څخه تر ۱۹۵۹ زکال پورې د پرمختللو مطالعاتو په انستیتیوت کې د علومو د ملي بنسټ غړی و. هغه په یوازې یا په مشترکه توګه د نړیوال ګرامر، د مولد ګرامر، د چامسکي د مراتبو د سلسلې او د حد اقل پروګرام نظریات رامنځته کړل. چامسکي همدارنګه د ژبنۍ چلن پالنې په زوال کې مهم رول درلود او په ځانګړې توګه یې د بي. ایف. سکېنر په چارو نقد وکړ.

چامسکي چې په ډېر سخت په ویتنام جګړه کې د متحده ایالاتو د لاسوهنې مخالف و، هغه یې د امریکايي امپریالېزم برخه وبلله او په ۱۹۶۷ زکال کې «د روڼ آندو د مسئولیت» تر نامه لاندې د جګړې ضد مقالې په لیکلو سره په ملي کچه د پام وړ وګرځېد. وروسته له هغه چې له نوي کیڼ لوري سره مل شو، څو ځله د خپلو فعالیتونو له امله ونیول شو او د ولسمشر ریچارډ نېکسون د دښمنانو په لېست کې یې ځای وموند. په داسې حال کې چې په راتلونکو کلونو کې یې خپل کار ته د یو ژب پوه په توګه وده ورکړه او د ژب پوهنې په بحثونو کې یې ګډون وکړ. هغه د اډوارډ اس. هرمان په مرسته د رضایت د تولید لپاره د رسنیز انتقاد د پروپاګند موډل بیان کړ او هڅه یې وکړه چې د اندونیزیا له خوا د ختیځ تیمور اشغال افشا کړي. د هلوکاست څخه د انکار په ګډون د بیان له بې قید او شرط آزادۍ څخه د هغه دفاع په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د فوریسون په پېښه کې پام وړ جنجال رامنځته کړ. نوموړی د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې له فعال تدریس څخه له تقاعد کېدو وروسته په ۲۰۰۳ زکال کې په عراق باندې د امریکا له برید سره په مخالفت او د اشغال له خوځښت څخه د ملاتړ په ګډون خپلو جنجالي سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ. چامسکي په ۲۰۱۷ زکال کې بیاځلي تدریس په اریزونا پوهنتون کې پیل کړ.

چامسکي یو له هغو ډېرو مشهورو ژوندیو پوهانو څخه دی چې په ګڼ شمېر علمي څانګو یې اغېز لرلی. هغه په پام وړ توګه پېژندل شوې څېره ده چې د انساني علومو د پیژندنې د انقلاب له جرقې او همدارنګه یې د ژبې او ذهن د مطالعې لپاره د نوې اډانې له پراختیا سره مرسته کړې، هغه د متحده ایالاتو د بهرنیو سیاستونو، نیو لبرالېزم او د معاصر دولتي کپیټلېزم، د اسرائیل – فلسطین د شخړې او مخکښو خبري رسنیو اصلي منتقد دی.  چامسکي او د هغه مفکورو په کپیټلېزم ضد او امپریالېزم ضد خوځښتونو ډېر اغېز لرلی دی. [۵]

سیاسي لید لوری

چامسکي د روانو سیاسي چارو یو له مخکښو مخالفینو څخه دی. د هغه سیاسي لیدلوري د هغه د ماشومتوب له مهاله ډېر توپیر نه دی کړی. له دې امله چې نوموړی د یهودي کاریګري طبقې په دودونو کې په سیاسي فعالیت باندې د ډېر ټینګار تر اغېز لاندې راغلی و؛ تر ډېره د یو انارکو سندیکالیست یا یو آزادي غوښتونکي سوسیالېست په توګه معرفي کېږي. د چامسکي له نظره، د سیاسي واقعیتونو حقیقت د شرکت سالارۍ د مخکښانو له خوا په سیستماتیک ډول د رسنیو، تبلیغاتو او فکري خونو څخه د خپلو تبلیغاتو د ترویج په موخه د ګټنې له امله سرکوب کېږي. د هغه کار د دغه ډول لاسوهنو او حقیقت د رسوا کولوپه موخه و، چې هغوی پټول.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي

چامسکي د امریکايي امپریالېزم یو له مخکښو منتقدینو څخه و او باور یې درلود چې دویمه نړیواله جګړه یوازنۍ موجه جګړه وه چې متحده ایالاتو د خپل ژوند په اوږدو کې ترسره کړې. هغه باور درلود چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست اصل د داسې «پرانیستو ټولنو» رامنځته کول دي چې له اقتصادي او سیاسي پلوه د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي او د هغو په مرسته په متحده ایالاتو کې شته سوداګرۍ رونق ومومي. هغه استدلال کوي چې متحده ایالات په دغو هېوادونو کې دننه د هر هغه حرکت د ځپلو هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له ګټو سره په ټکر کې وي او همدارنګه هڅه کوي چې د متحده ایالاتو دوست دولت هلته په واک کې وي. هغه پام وړ نمونې چې هغه یې په دې اړه هرکله یادوي په هند او افریقا کې د بریتانیا د سترواکۍ او او په ویتنام، فیلپین، لاتین امریکا او منځني ختیځ کې د امریکا اقدامات دي. [۱۱][۷][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د چامسکي سیاسي کار په کلکه سره د متحده ایالاتو په چارو باندې په نیوکو تمرکز لري. هغه څرګندوي ځکه په متحده ایالاتو تمرکز کوي  چې دغه هېواد د هغه د ژوند په اوږدو کې له نظامي او اقتصادي پلوه پر نړۍ واک لرلی او له دې امله چې د هغو لیبرال دیموکراتیک ټاکنیز سیسټم وګړو ته د دې اجازه ورکوي څو د دولت پرسیاستونو اغېز وکړي. د هغه هیله داده چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست تر اغېز لاندې وګړو ته د پوهاوي په ورکولو سره هغوی وهڅوي د خپلو دولتونو په انګېزو، پرېکړو او اقداماتو نیوکې وکړي، د خپلو افکارو او اعمالو مسئولیت ومني او هغه معیارونه چې د ځان لپاره غوره کوي د نورو لپاره هم غوره کړي. [۱۳][۱۲][۱۶][۱۷]

چامسکي د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ په شخړه کې د متحده ایالاتو پرلاسوهنه هم نیوکې کوي او استدلال کوي چې دغې چارې په دوامداره توګه د دغې ستونزې د سوله ییز حل مخه نیولې. چامسکي همدارنګه له سعودي عربستان سره د متحده ایالاتو په نږدې اړیکو او په یمن کې د سعودي عربستان په مداخله کې په لاسوهنه نیوکې کوي او ټینګار کوي چې: سعودي عربستان «په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو وحشتناک سوابق» لري. [۷][۱۸]

کپیټلېزم او سوسیالېزم

چامسکي په خپله ځوانۍ کې له کپیټلېزم او مادي شتمنۍ ته له لاسرسۍ بېزاري څرګندوله. هماغه مهال نوموړي اقتدار غوښتونکي سوسیالېزم ته چې د مارکسېستي – لینینیستي سیاستونو له امله یې وده کوله او د شوروي اتحاد له خوا پلي کېدل سپکاوي کاوه. هغه د امریکايي اقتصاد پوهانو ترمنځ د مروج نظر اړوند چې پر اقتصاد د دولت د بشپړ مالکیت او د خصوصي بشپړ مالکیت ترمنځ د موجود طیف پر بنسټ و، وړاندیز یې کاوه چې باید د دیموکراتیک اقتصاد د بشپړ کنترول او بشپړ استبدادي کنټرول (دولتي یا خصوصي)ترمنځ طیف درک شي. هغه استدلال کاوه چې: لویدیځ کپیټلیسټي هېوادونه په واقعي توګه دیموکراتیک نه دي، ځکه د هغه له نظره دیموکراتیکه ټولنه هغه ټولنه ده چې په هغو کې ټول کسان د عمومي اقتصاد په سیاستونو کې نظر ولري. هغه خپل مخالفت له واکمنو اشرافو، له دې ډلې له یو شمېر بنسټونو لکه د پیسو له نړیوال صندوق، نړیوال بانک او ګاټ (د WTO مخکښ) پر وړاندې څرګندوي.[۱۹]کينډۍ:Sfnm[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

  1. پیوستون : 118520520  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://www.unav.edu/web/ciencia-razon-y-fe/chomsky-la-naturaleza-humana-el-lenguaje-y-las-limitaciones-de-la-ciencia#:~:text=Chomsky%20es%20agn%C3%B3stico%20pero%20no,el%20mundo%20lo%20hacen%20movidos
  3. https://www.amacad.org/sites/default/files/academy/multimedia/pdfs/publications/bookofmembers/electionIndex1950-1999.pdf
  4. https://www.britannica.com/biography/Noam-Chomsky — د نشر نېټه: ۱ اگسټ ۲۰۲۳
  5. Babe 2015، م. xvii.
  6. McGilvray 2014، م. 161.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ McGilvray 2014، م. 159.
  8. McGilvray 2014، م. 222.
  9. McGilvray 2014، م. 17.
  10. Sperlich 2006، م. 77.
  11. "Interview with Noam Chomsky". Interviews with Max Raskin (په انګليسي). Archived from the original on January 10, 2022. نه اخيستل شوی 10 January 2022.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ McGilvray 2014، م. 13.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ McGilvray 2014، م. 160.
  14. Sperlich 2006، م. 92.
  15. Milne 2009.
  16. McGilvray 2014، م. 18.
  17. McGilvray 2014، مم. 14, 160.
  18. Democracy Now! 2016.
  19. McGilvray 2014، م. 169.
  20. McGilvray 2014، مم. 164–165.
  21. McGilvray 2014، م. 170.
  22. Barsky 1997، م. 211.
  23. Sperlich 2006، م. 15.