د ذهن فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ذهن فلسفه د فلسفې يوه څانګه ده، چې د ذهن انټولوژي، طبيعت او له بدن سره يې اړيکه څېړي. د ذهن – جسم ستونزه (mind–body problem) د ذهن په فلسفه کې يوه نمونه يي يا قسمي مسئله ده، که څه هم يو شمېر نورې مسئلې لکه د فهم سخته ستونزه او د ذهني حالتونو طبيعت په ګوته شوي دي. د ذهن هغه اړخونه چې څېړل کېږي ذهني پېښې، ذهني دندې، ذهني ځانګړنې، فهم يا ادراک، د ذهن انټولوژي، د فکر طبيعت او له جسم سره د ذهن اړيکه شاملوي. [۱][۲][۳]

دوه ګونی اصالت او يو ګونی اصالت د ذهن ـ جسم په ستونزه باندې د فکر دوه مرکزي مکتبونه دي، که څه هم په لږ توپير نظريات راپورته شوي دي، چې منظم يا پاک ډول له يو يا بلې ډلې سره نه برابرېږي.

  • دوه ګونی اصالت خپله ننوت په لويديځې فلسفې کې مومي او په ۱۷ پېړۍ کې له رين ديکارت (René Descartes) څخه مننه کوي. د مادې دوه ګونی اصالت پلويان د ديکارت استدلال خوښوي، چې ذهن په يو خپلواک ډول موجوده ماده ده، حال دا چې د خاصيت د دوه ګوني اصالت پلويان نظر لري چې د خپلواکو ځانګړنو يوه ډله ده، چې له اعصابو څخه راوځي او مغز ته نه شي کمېدلی، مګر ذهن بېله يا جلا ماده نه ده. [۴][۵][۶]
  • يو پلوي يا د يو اصالت پلوي هغه حالت دی، چې ذهن او جسم په انټولوژيکي ډول نه تطبيق کېدونکي موجودات دي (ناخپلواکه مادې نه دي). د دې نظريې لومړنی ملاتړ په لويديځه فلسفه کې له ميلاد څخه مخکې په پينځمه پېړۍ کې د پارمينايډز (Parmenides) په واسطه وشو او ورسته يې بيا په ۱۷ پېړۍ کې د عقل د اصالت پلوي عالم باروج سپينوزا (Baruch Spinoza) په واسطه ننګه يا ملاتړ وشو. د فزيک د علم پوهان بحث کوي چې يوازې هغه موجودات چې د فزيکي نظریې په واسطه فرض شوي دي، شتون لري او ذهني پړاوونه به د دې موجوداتو په اصطلاحاتو کې تشرېح کېږي؛ ځکه چې فزيکي نظريه ادامه لري چې په تدريجي ډول تکامل وکړي. فزيکپوهان د فزيکي ځانګړنو ته د ذهني ځانګړنو د کموالی په اړخونو باندې بېلابېل موقفونه لري (زياتره يې د ځانګړنې د اصالت ليدلوري خپلوي) او د دې ذهني ځانګړنو انټولوژيکي حالت نامعلوم پاتې کېږي. ايډيالېستان (د ايډياليزم پلويان) نظر لري چې ذهن ټول هغه څه دي چې شتون لري او بېرونۍ نړۍ يا په خپله ذهن  دی او يا وهم يا خيال دی، چې د ذهن په واسطه جوړ شوی دی. د خنثی يو ګوني اصالت پلويان (Neutral monists) لکه ايرنسټ میک (Ernst Mach) او ويليم جيمز (William James) بحث کوي چې په نړۍ کې پېښې کولی شي يا يا ذهني (رونپوهنيز) او يا فزيکي فکر وي چې د اړيکو په هغه شبکه باندې تکيه کوي، چې دوی ورننوځي. د دوه اړخي يو ګوني اصالت پلوي لکه سپينوزا (Spinoza) د هغه حالت يا موقف پيروي کوي، چې ځيني نور خنثی مادې شته او ماده او ذهن دواړه د دې نامعلومې مادې ځانګړنې دي. په شلمې او يوويشتمې پېړيو کې تر ټولو عام يو ګوني اصالتونه ټول د فزيکليزم (فزيک اصالت) بدلونونه دي. دا حالتونه د سلوک اصالت، د ډول د پېژندنې نظريه، غير منظم يو ګونی اصالت او د وظيفوي اصالت رانغاړي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ذهن زياتره معاصر فيلسوفان د يو کمېدونکي يا غير کمېدونکي فزيکپوه موقف خپلوي او په خپلو بېلابېلو طريقو کې نظر لري، چې ذهن له بدن څه بېل کوم څه نه دي. دا طريقې په علومو کې په ځانګړي ډول اغېزناک دي، په تېره د ټولنيزې بيولوژي، کمپيوټر علم (په تېره مصنوعي ذکاوت)، د تکاملي روانپوهنې او د بېلابېلو عصبي علومو په برخو کې. د کمېدونکي (Reductive) فزيک پوهان استدلال کوي چې ټول ذهني حالتونه او ځانګړنې به بالاخره د فزيالوژيکي پړاوونو او حالتونو د علمي دلاېلو په واسطه تشرېح شي. نه کمېدونکي (Non-reductive) فزيک پوهان بحث کوي چې که څه هم ذهن يوه بېله ماده نه ده، ذهني ځانګړنې په فزيکي ځانګړنو باندې په تصادفي ډول واقع کېږي يا دا چې په ذهني توضيحاتو او تشرېحاتو کې کارېدلي خبرونه يا لغاتونه اړين دي او نه شي کولی ژبې او د فزيکي پوهې د ټيټې کچې تشرېح ته لږ شي. د (neuroscientific) دوامداره جريان د ځينو دې مسائلو په روښانولو کې مرسته کړې ده. که څه هم دوی له بېل يا جلا اوسېدلو څخه لرې دي. د ذهن معاصرو فيلسوفانو تل د دې پوښتنه کوي چې شخصي معيارونه او د ذهني حالتونو اراديت او ځانګړنې څنګه کولی شي د طبيعت په اصطلاحاتو کې تشرېح شي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

که څه هم يو شمېر مسئلې له (non-reductive) سره پېژندل شوي دي. لومړی: دا له ځان پېژندنې سره د تطبيق وړ دی. دويم: د ادراک يا پوهې ارادي حالتونه په (non-reductive) کې معنا نه جوړوي. درېيم: امکان نه لري چې ازاد اختيار يا رضا له (reductive) يا (non-reductive physicalism) سره تطبيق شي. څلورم: دا د ذهني علت د ښکارندې په مناسب ډول تشرېح کې پاتې راځي. [۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. Kim, Jaegwan (1995). "Emergent properties". In Honderich, Ted (المحرر). Oxford Companion to Philosophy. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 240. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198661320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Siegel, S.: The Contents of Visual Experience. New York: Oxford University Press. 2010.
  3. Macpherson, F. & Haddock, A., editors, Disjunctivism: Perception, Action, Knowledge, Oxford: Oxford University Press, 2008.
  4. Descartes, René (1998). Discourse on Method and Meditations on First Philosophy. Hacket Publishing Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87220-421-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hart, W.D. (1996) "Dualism", in Samuel Guttenplan (org) A Companion to the Philosophy of Mind, Blackwell, Oxford, 265-7.
  6. Spinoza, Baruch (1670) Tractatus Theologico-Politicus (A Theologico-Political Treatise).
  7. Spinoza, Baruch (1670) Tractatus Theologico-Politicus (A Theologico-Political Treatise).
  8. Schneider, Susan (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Non-Reductive Physicalism and the Mind Problem1"]. Noûs 47 (1): 135–153. doi:10.1111/j.1468-0068.2011.00847.x. ISSN 0029-4624. 
  9. DePaul, Michael; Baltimore, Joseph A. (2013). "Type Physicalism and Causal Exclusion". Journal of Philosophical Research 38: 405–418. doi:10.5840/jpr20133821. ISSN 1053-8364. https://philpapers.org/rec/BALTPA-2. 
  10. S. C. Gibb; E. J. Lowe; R. D. Ingthorsson (21 March 2013). Mental Causation and Ontology. OUP Oxford. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-165255-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Demircioglu, Erhan (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Supervenience And Reductive Physicalism"]. European Journal of Analytic Philosophy 7 (1): 25–35. 
  12. Francescotti, Robert. "Supervenience and Mind". The Internet Encyclopedia of Philosophy. ISSN 2161-0002. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gibb, Sophie (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Closure Principles and the Laws of Conservation of Energy and Momentum"]. Dialectica 64 (3): 363–384. doi:10.1111/j.1746-8361.2010.01237.x. ISSN 0012-2017.  See also Dempsey, L. P. (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Consciousness, Supervenience, and Identity: Marras and Kim on the Efficacy of Conscious Experience"]. Dialogue 51 (3): 373–395. doi:10.1017/s0012217312000662.  See also Baltimore, J. A. (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Defending the piggyback principle against Shapiro and Sober's empirical approach"]. Dialectica 175 (2): 151–168. doi:10.1007/s11229-009-9467-2. 
  14. Francescotti, Robert. "Supervenience and Mind". The Internet Encyclopedia of Philosophy. ISSN 2161-0002. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. McLaughlin, Brian; Bennett, Karen (2014). Edward N. Zalta. ed. Supervenience. http://plato.stanford.edu/archives/spr2014/entries/supervenience/. Retrieved 2014-08-10. 
  16. Megill, Jason (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Defense of Emergence"]. Axiomathes 23 (4): 597–615. doi:10.1007/s10516-012-9203-2. ISSN 1122-1151. 
  17. Kim, J., "Mind–Body Problem", Oxford Companion to Philosophy. Ted Honderich (ed.). Oxford:Oxford University Press. 1995.
  18. Pinel, J. Psychobiology, (1990) Prentice Hall, Inc. کينډۍ:ISBN
  19. LeDoux, J. (2002) The Synaptic Self: How Our Brains Become Who We Are, New York:Viking Penguin. کينډۍ:ISBN
  20. Russell, S. and Norvig, P. Artificial Intelligence: A Modern Approach, New Jersey:Prentice Hall. کينډۍ:ISBN
  21. Dawkins, R. The Selfish Gene (1976) Oxford:Oxford University Press. ISBN
  22. Churchland, Patricia (1986). Neurophilosophy: Toward a Unified Science of the Mind–Brain. MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-03116-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Churchland, Paul (1981). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Eliminative Materialism and the Propositional Attitudes"]. Journal of Philosophy 78 (2): 67–90. doi:10.2307/2025900. 
  24. Smart, J.J.C. (1956). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sensations and Brain Processes"]. Philosophical Review. 
  25. Donald Davidson (1980). Essays on Actions and Events. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-924627-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Putnam, Hilary (1967). "Psychological Predicates", in W. H. Capitan and D. D. Merrill, eds., Art, Mind and Religion (Pittsburgh: University of Pittsburgh Press.)
  27. Dennett, Daniel (1998). The intentional stance. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-54053-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Searle, John (2001). Intentionality. A Paper on the Philosophy of Mind. Frankfurt a. M.: Nachdr. Suhrkamp. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-518-28556-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Koons, Robert C.; Bealer, George (25 March 2010). The Waning of Materialism. OUP Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0191614019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)