نريندرا مودي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نريندرا مودي
(گجراتی: નરેન્દ્ર મોદી)
(هندي: नरेन्द्र मोदी د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نريندرا مودي
نريندرا مودي

واک
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Narendrabhai Damodardas Modi)
(گجراتی: નરેન્દ્ર દામોદરદાસ મોદી)
(أوادیه: नरेंद्रभाई दामोदरदास मोदी)
(هندي: नरेंद्रभाई दामोदरदास मोदी د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ سپټمبر ۱۹۵۰[۱][۲][۳]
وادنګر [۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند [۵]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.78 متر
5.7 فوټ   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وزن 75 کيلوګرامه   د (P2067) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب هندويزم [۶]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند بهارتي جنتا پارټۍ [۷]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
غړی بهارتي جنتا پارټۍ [۸]  د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه جاشودابين ناريندرابهای مودي [۹]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم يونيورسټۍ آف دِهلي (–۱۹۷۸)[۱۰]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تخصص تعلیم سیاسي علوم   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال [۷]
ليکوال [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه ګجراتي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هندي
انگليسي
ګجراتي
سانسګریت ژبه
پنجابي [۱۲]
بنګالي ژبه [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د هندوستان کلتور
سياست [۱۴]
فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 391937 امريکايي ډالر (۳۱ مې ۲۰۲۰)[۱۵]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)[۱۶]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
نريندرا مودي
نريندرا مودي

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (تېلوګو )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي ، هندي ، پنجابي ، مالايم ، بنګالي ژبه او مراټي ژبه )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انټرنیټ فلم ډیټابېس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نريندرا مودي د هند اوسنی لومړی وزير دی. هغوی له دې نه مخکې د ګجرات ستر وزير هم تېر شوی دی. دوی په ګجرات کې زېږېدلی دی. نريندرا مودي د بهارتيه جنتا پارټي سياسي ګوند مشر دی.

له دیرشو کلنو راهسې دا لومړی ځل دی ،چې د هندوستان په پارلماني ټاکنو کې یو ګوند په غوڅ اکثریت ټاکنې ګټي او په یوازې ځان حکومت جوړوي، دا دواکمن ګوند لپاره ستره ماتې بلل شوې ده دټاکنو دپایلو له اعلان وروسته بریالي ګوند دخپلې بریا جشن ولمانځه او مشر یې نریندر مودي دخپلو خبرو پرمهال وویل : دخپلوهېوادوالو ټولې هیلې به ورپوره کړم او یویشتمه پيړۍ به دهند پيړۍ وي . دچایو پلورونکی زوی ،چې اوس دخپل عمر 63 کلنۍ ته رسیدلې دی او له جنجاله ډک تېر (ماضي ) لري خپلو پلویانو ته په لومړنۍ وینا کې وویل : دټولو هندوانو لپاره به کار کوم . واکمن ګوند خپله ماته منلې ده او سونیا ګاندي وايي بریا او ماته د دیموکراسۍ برخه ده او زه ددې ماتې مسووله یم لومړي وزیر من موهن سینګ لومړی کس و ،چې نریندر مودي ته یې دبریا مبارکي ویلې ده همدې سینګ په تېرې جنورۍ کې ویلي و که چیرې نریندر مودي کامیاب شي دا به دهند لپاره غمیزه وي . BJP ګوند په ټاکنو کې له 272 زیاتې څوکۍ ګټلې دي که چیرې دا ګوند له نورو وړو هغو سره جوړجاړی وکړي کېدای شي دڅوکیو شمېر یې 330ته ورسیږي په دې ټاکنو کې له 500 ملیونو ډېرو وکړو ونډه اخستې وه ،چې په نړۍ کې ستره ډیموکراسي ګڼل شوې ده . دګډون سلنه 66.38 ته رسیدلې ده ،چې 1984 ز له ټاکنو څخه هم زیاته شوې ده . ولسمشر حامد کرزي، باراک اوباما ، دیویډ کامیرون ، فرانسو هولانډ اونواز شریف هغه سیاسي مشران دي ،چې نریندر مودي ته یې دبریا مبارکي ویلې ده . ولسمشر اوباما او لومړي وزیر ډیویډ کامیرون نریندر مودي ته امریکا ته دورتګ بلنه ورکړې ده دیادونې ده ،چې لس کاله وړاندې امریکا نریندر مودي ته دویزې له ورکولو ډډه کړې وه او انګلستان نریندر مودي ناخوښه شخصیت بللې و . د نریندر مودي دژوند لوړې او ژورې به دلته ولولئ: 63 کلن نریندر مودي د 1950 زیږدیر کال د سپتمبر په 17 په ګجرات کې زیږیدلی دی.نوموړی همدلته ښوونځی لوستی او له هغه وروسته یې د ګجرات له پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې ماستري تر لاسه کړې ده. له زده کړو وروسته مودي د احمداباد د موټرو په تمځي کې د چایو په پلورلو ژوند تېروه او دا کسب ورته له پلاره په ميراث پاتې شوې و، مودي ته نږدې کسان وایې چې همدا سختې شپې ورځې ددې لامل شوې چې نریندر مودي په هندي سیاست کې د یو ستر کس په څېر را څرګند شي. د مودي مخالف کسان وایې چې نوموړی د هندي وګړو د ټیټ پاړکي سره تړاو لري، مودي دا خبره مني او زیاتوي چې د ټیټ پاړکي سره تړاو لرل کوم جرم نه دی. د هند د 2014 کال ټاکنو کې یوه بله مهمه موضوع را توده شوه؛ له ډیرې مودې راهیسې په هندوستان کي د مودي د کورني ژوند په اړه خلک نا خبره و، ددې کال د ټولټاکنو په درشل کې مودي د خپلې میرمنې په اړه خبرې وکړې او دا یې ومنله چې نوموړی ښځه لري. داسې ویل کېږي چې کورناستې ښوونکې جوشدبن، مودي ته په کوچنیتوب کې په زور واده شوې وه چې له همدې امله یې کورنی ژوند تریخ و. د خپل واده په سبا د خپل کور څخه وتلی و او نږدې دیرش کاله یې له کوره بهر ژوند کړی دی. مودي د نویمو کلونو په وروستیو کې د ښي اړخي هندو پلوه ګوند (BJP) ویاند و. نوموړی همدا مهال امریکا ته د عامه اړیکو په برخه کې د چټکو زده کړو لپاره تللی وو نوموړی پر دې سربیره د انځورونو په سمون او مدیریت کې هم پوره وړتیا لري. همدې زده کړو له نوموړي سره په خپل سیاسي ژوند کې د تبلیغاتو په برخه کې ستره مرسته کړې ده . د مودي په شخصیت کې د مشرۍ ځواک او ځانګړتیاوې د نوموړي له کوچنیتوب څخه څرګندې وې؛ نوموړی د خپلو لوړو زده کړو پر مهال د ټول هندوستان د زده کونکو د ټولنې (ASC) مشر وو. نوموړي همداراز په 1974 کې په ګجرات کې د فساد پر ضد غورځنګ کې مهم رول لوبولی و. مودي د سیاست نړۍ ته په 1978 کې ننوت او په همدې مهال یې د (BJP) ګوند کې غړیتوب تر لاسه کړ او د یو کال په بهیر کې یې ځان د همدي ګوند، د ګجرات په څانګه کې د عمومي ریاست تر څوکۍ ورساوه. په 1995 کې نوموړی د هند په پنځو سترو ښارونو کې د همدي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. په ورته وخت کې نوموړي د نړۍ ګڼو هېوادونو ته سفرونه وکړل او پردې وتوانېد چې ځان ته نړیوال رخ پیدا کړی. د هند په ملي سیاست کې مودي خورا وده وکړه، له همدې امله نوموړی په 2001 کې د ګجرات لومړی وزیر وټاکل شو. مودي د سختو حالاتو سره په ډیره ځیرکتیا چلند کوي؛ نوموړی په سختو شیبو کې د موقع لټولو پوره وړتیا لري. د یو شمېر سیاستوالو په اند، مودي روښانه لرلید لري او له همدې امله په ملي او نړیواله کچه خورا پیژندل شوې څېره ده. مودي په ملي او نړیواله کچه جنجالي څېره ګڼل کیږي. د نوموړی اداره د ګجرات د پیښو له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلې وه مګر ددې تر څنګ په اقتصادي برخه کې د نوموړي اداره له دې امله ستایل کیږی چې په ګجرات کې یې د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ ګامونه اخیستي وو.

د وژنو تورونه[سمول]

په 2002 ز کې د بنسټپال هندي ګوند له لورې د ځمکې په سر ناندرې راپورته شوې د همدې ګوند یو شمېر کسانو پتیلې وه چې د مسلمانانو تر ولکې لاندې سیمه کې د هندوانو لپاره معبد ورغوي. په دې موخه د BJP ګوند سیمې ته د اخطار ورکولو په موخه ستر لاریون برابر کړ ددې لاریون موخه دا وه چې د هند مرکزي حکومت وګواښي چې یاده سیمه د مسلمانانو له ولکې وباسي. هنداون داسې انګیري چې په اوولسمه پیړۍکې د مغلو پاچا بابر د هندوانو د زیارت پر ځای مسجد رغولی و.ددې سیمې د برخلیک په اړه اوس هم د هند په ستره محکمه کې له کړکیچه ډکه دوسیه همداسې پرته ده . د بشر د حقوقو سازمان په نوموړي تور لګولی چې نوموړی په ګجرات کې د 2002 کال په فبروروۍ کې د مسلمانانو په وژلو کې لاس لري. داسې ویل کیږی چې نوموړي په همدې سیمه کې د خلکو د میلونونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ او کورونه له منځه وړي دي پر دې سربیره یې د همدې سیمې لږکي بې کوره کړي دي. مګر مودي دا هرڅه له پامه وغورځول او په همدې کال کې یې په ګجرات کې یو لړ لاریونونه تنظیم کړل چې په پایله کې یې لږکي مسلمانانو ته ستر زیانونه واوښتل. د همدې تورونو له امله متحده ایالاتو مودي په 2005 د ویزې ورکولو ډډه وکړه. مسلمان او عیسوي ضد دریځ: د مودي ښي اړخی ملتپال ګوند هڅه کوي چې په هند کې مسلمانان او عیسویان په سستماتیک ډول یو اړخ ته کړي او په هندي ټولنه کې ورته ځانګړي حالات برابر کړي. یو شمیر شنونکي وایې چې د مودي په راتګ سره به په ټوله سویلي اسیا کې د یو شمېر هیوادونه سیاسي مسیرونه بدلون ومومي. د پاکستان اندیښنې: دا یوه میاشت کیږي چې پاکستاني رسنۍ هندي ټولټاکنې په بشپړ ډول تر پوښښ لاندې نیسي؛ د پاکستاني رسنیو، وبیپاڼو او مجلو مخونه ډیری وخت په ځانګړي ډول د مودي په انځورونو پوښل شوي وي. پاکستان د مودي له بریالي کیدو څخه اندیښمن دی،په پاکستان کې سیاسي کړۍ داسې انګیري که مودي واک ته ورسیږي نو ښایي چې د پاکستان سره د کشمیر مسئله بیا له سره راپورته کړي. د مودي ګوند د کشمیر په اړه خورا سخت دریځ لري؛ کله چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د اتومي وسلې ازموینه وکړه نو په اړه یې د مودی د ګوند غبرګونه خورا توند و او ګواښ یې کړی و چې کشمیر به د هند د یو خپلواک ایالت په څېر جوړ کړي.په 2006 زکې مودي په تلونکي لومړي وزیر من موهن سنګ باندې له دې امله نیوکې وکړې چې د تروریزم له ملاتړو او بنسټپالو سره غوڅ چلند نه کوي. نوموړي د من موهن سنګ څخه غوښتي و چې د تروریزم په اړوند په اساسي قانون کې د پام وړ تعدیلات وکړي او همداراز د ممبیي د پیښو په اړه رښتیني ګامونه پورته کړي او همداراز په پیښه کې تورن کسان محاکمه کړي.تېره اونۍ مودي په یوه مرکه کې څرګنده کړې وه چې د پاکستان سره به تر هغه پورې اړیکې نورمال حالت ته رانشی تر څو چې په هندي خاوره باندې د پاکستان له لورې د جنګیالیو بریدونه ، نه وي بند شوي. نوموړي د ټایمز اف انډیا سره په مرکه کې زیاته کړه چې د پاکستان سره د اړیکو د رغولو په موخه باید پاکستان تر هر څه د مخه د هند په ضد په پاکستان کې د تروریزم ځالې او ګروپونه له منځه یوسی. د مودي دا ډول خبرو داسې انګیزې راپارولي چې د هند او پاکستان تر منځ د سولې امکان له ګواښ سره مخ کیدونکی دی. یو شمېر شنونکي وایې چې په هند او پاکستان کې مذهبي توندلاریتوب مخ په زیاتیدو دی، یوه بله ډله لیبرال سیاستوال وایې چې د مودي واک ته رسیدل به ددې لامل شي چې په ټول سویلي اسیا کې د ښي اړخه ګوندونو سیاست پراخه شی. د بانجي په نوم یو هندي سیاستوال وایې چې مودي په راتګ به ډیر زر د پاکستان سره د خپلو ملاتړو د سړښت لپاره کړکېچ زیات کړي. له امریکا سره د اړیکو په اړه وړاندوینه: په 2005 کې متحده ایالاتو مودي ته د ویزې ورکولو څخه ډډه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د مودي پر ضد د مودي ونیسئ(GET MODI) تګلاره وړاندیز کړې وه اوس شنونکي وایې که چيرې په راتلونکی کې هیلري کلنتن ولمشره شي نو مودي به یې هغه دریځ هېر کړی نه وي او کیدای شی چې د هند او امریکا تر منځ اړیکې ټکنۍ شي.

سرچینې[سمول]

  1. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/modi-narendra-damodardas — subject named as: Narendra Damodardas Modi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Narendra_Modi — subject named as: Narendra Modi — سرليک: Store norske leksikon
  3. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000029614 — subject named as: Narendra Modi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. DNA — د نشر نېټه: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰ — آرشيف اصل په ۴ ډيسمبر ۲۰۱۶
  5. DNA — د نشر نېټه: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰ — آرشيف اصل په ۱۱ نومبر ۲۰۱۱
  6. https://starsunfolded.com/narendra-modi/
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://eci.gov.in/files/category/97-general-election-2014/
  8. Management Guru Narendra Modi — د نشر نېټه: ۲ فبروري ۲۰۲۱ — ISBN 978-81-288-2803-4
  9. http://www.thehindu.com/news/national/narendra-modis-wife-injured-in-road-accident-in-rajasthan/article22675666.ece — د نشر نېټه: ۳ مارچ ۲۰۱۸
  10. https://web.archive.org/web/20140819083702/http://www.hindustantimes.com/india-news/modi-proves-to-be-an-astute-strategist/article1-264941.aspx — د نشر نېټه: ۲۵ مې ۲۰۲۱ — آرشيف اصل په ۱۹ اگسټ ۲۰۱۴
  11. Good Reads — د نشر نېټه: ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰ — ورځپاڼه: 91 — پاڼه: 592-593 — اعداد: 6 — خپرونکی: Goodreads — نشرونه لخوا د: Radiologic technology
  12. https://www.indiatoday.in/india/story/in-8-indian-languages-pm-modi-tells-diaspora-everything-is-fine-1602066-2019-09-23 — د نشر نېټه: ۱۷ فبروري ۲۰۲۱
  13. In 8 languages Modi can read and speak — د نشر نېټه: ۱۷ فبروري ۲۰۲۱
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191049682 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. https://zeenews.india.com/india/prime-minister-narendra-modi-slightly-richer-home-minister-amit-shahs-net-worth-falls-pmo-2317518.html — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: Zee News — د خپرولو نیټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰
  16. دوتنه: Janice Hopkins Tanne — سرليک: Donald Trump, Boris Johnson, and other leaders win Ig Nobel awards for teaching people about life and death — ورځپاڼه: 370 — پاڼه: m3675 — نشرونه لخوا د: The BMJ — https://dx.doi.org/10.1136/BMJ.M3675https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/32948527