د هندوستان کلتور
|
هندوستاني کلتور د ټولنیزو اخلاقو، اخلاقي ارزښتونو، دوديزو رواجونو، عقيدوي نظامونو، سياسي نظامونو، هنري اثارو، او ټيکنالوژۍ ميراث دی، کوم چې له توکميز او ژبني اړخه متنوع هندوستان کې پیدا شوي، يا ورسره اړوند دي. دا اصطلاح له هندوستان څخه دباندې په هغو هېوادونو او کلتورونو هم پلی کيږي، د چا تاريخي اثار چې د کډوالۍ، استعمار، يا اغېز په مټ له هندوستان سره پياوړې اړيکه لري، په ځانګړي ډول په سويلي اسيا او سويل ختيځه اسيا کې. د هندوستان ژبې، دينونه، نڅا، موسيقي، معماري، خوراک او دودونه په دې هېواد کې له يو ځای څخه بل ځای ته بدلون مومي.
ډېر ځله هندوستاني کلتور د ګڼو کلتورونو د ټولګې په توګه بلل کېږي، د څو زريزو زوړ تاريخ تر اغېز لاندې دی، کوم چې د سند د درې او نورو لومړيو کلتوري سيمو له مدنيت سره پيل شوی دی.د هندوستاني کلتور ډېرو عناصرو، لکه هندي دينونو، رياضيات، فلسفې، پخلي، ژبې، نڅا، موسيقي او فلمونو د هندو دايرې، ستر هندوستان او نړۍ په کچه ژورې اغېزې درلودې. په ځانګړي ډول د هندوستان د تاريخ په لومړيو پړاونو د سويل ختيځې اسيا او هماليايي اغېز د هندوايزم او هندي افسانو په جوړولو تلپاتې اغېز درلود. خپله هندوايزم له ګڼو جلا جلا ولسي دينونو څخه جوړ شوی دی، کوم چې د ويدي پړاو او له هغې وروسته پړاونو پر مهال سره ګډ شوي وو. په ځانګړي ډول «استورشيټيکي» ډلې، لکه لومړي مونډا او مون خمير، خو تر څنګ يې تبتي او نورو تبتي-برمايي ډلو هم په سيمه ييزو هندوستاني خلکو او کلتور د پام وړ اغېز پرېښي. ګڼ پوهان، لکه پروفيسر «پرزيلوسکي»، دې پايلې ته رسېدلي چې د هندوستان په لومړيو وختونو مون خمير (استورشيټيکي) د پام وړ کلتوري، ژبنی او سياسي اغېز کړی، کوم چې په اندو-اريايي ژبو او د وريژو په کرلو کې د «استورشيټيکي» پور شويو ويو په واسطه هم لېدل کېدای شي، کوم چې د ختيځ/سويل ختيځ اسيايي وريژو کروندګرو له خوا متعارف شوی و، دوی له سويل ختيځې اسيا څخه د شمال ختيځ هندوستان له لارې هندي نيمې لويې وچې ته يوه لاره کاروله. برتش راج (د برتانيې واکمني) پر هندوستاني کلتور لا زيات اغېز وکړ، لکه په پراخه کچه د انګليسي ژبې دود کولو او د سيمه ييزې لهجې د جوړولو له لارې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
ديني کلتور
[سمول]هندي اصلي دينونه هندوييزم، جينيزم، بوديزم او سيکيزم دی، دا ټول د درما او کرما پر تصور ولاړ دي. اهيمسا، کومه چې د عدم تشدد فلسفه ده، د اصلي هندي عقايدو مهم اړخ دی، د کوم تر ټولو مشهور پيرو چې مهاتما ګاندي و، چا چې د هندوستان د خپلواکۍ د خوځښت پر مهال د هندوستاني ټولنې د اتحاد لپاره له مدني نافرمانۍ څخه کار واخيست – دې فلسفې همدا راز د امريکايي مدني حقوقو د خوښت پر مهال په کشر مارتين لوتر کينګ هم اغېز کړی و. په هغو دينونو کې چې له هندوستانه دباندې پيدا شوي، ابراهيمي دينونه شامل دي، لکه يهوديت، مسيحيت او اسلام، دا ټول په اوسني هندوستان کې شته. تر څنګ يې زردشتي مذهب او بهايي عقيده، دواړو هغه مهال د پېړيو په تېرېدو سره په هندوستان کې پناه ځای پيدا کړ چې د اسلام له تعقيب څخه په تېښته وو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
هندوستان اته ويشت ايالتونه او اته اتحادي سيمې لري، دوی ټول بېلا بېل کلتورونه لري او هندوستان په نړۍ کې لومړی درجه زيات نفوس لرونکی هېواد دی. د هندوستان کلتور ته ډېر ځله د بېلا بېلو مختلفو کلتورونو د ټولګې په سترګه کتل کېږي، کوم چې په ټوله هندي نيمه لويه وچه خپاره دي او د زرګونو کلونو زوړ تاريخ په واسطه جوړ شوي او تر اغېز لاندې دی. د هندوستان د تاريخ په اوږدو کې، هندوستاني کلتور تر ډېره بريده د درما دينونو تر اغېز لاندې راغلی. په داسې حال کې چې لرغوني هندي او د هندو ايزم لومړي وختونه د ختيځ/سويل ختيځ اسيايي کلتورونو څخه اغېزمن شوي، په ځانګړي ډول «استورشيټيکي» ډلې، لکه مونډا او مون خمير، تر څنګ يې تبتي او نورو تبتي-برمايي ډلو په سيمه ييزو هندوستاني خلکو او کلتور هم د پام وړ اغېز درلودلی دی. د پروفيسر «پرزيلوسکي جوليس بلوچ» او «ليوي» په څېر ګڼ پوهان دې پايلې ته رسېدلي چې د هندوستان په لومړيو وختونو مون خمير («استورشيټيکي») پر کلتور، ژبو او سياست د پام وړ اغېز درلود، کوم چې همدا راز په اندو-اريايي ژبو او د وريژو په کرنه کې د «استورشيټيکي» پور شويو ويو په واسطه هم ليدل کېدای شي، کوم چې د ختيځ/سويل ختيځ اسيايي وريژو د کروندګرو له خوا متعارف شوی و چې له سويل ختيځي اسيا څخه يې د شمال ختيځ هندوستان له لارې هندي نيمې لويې وچې ته لاره کاروله. دوی ته د هندوستان د فلسفې، ادب فن تعمير، هنر او موسيقۍ د ډېرې برخې جوړولو امتياز هم ورکول کېږي. لوی هندوستان د هندي نيمې لويې وچې څخه دباندې د هندوستاني کلتور د تاریخ حد و. دا په ځانګړي ډول د شريک پړاو د پېړيو پر مهال د مسافرو او سمندري سوداګرو په مټ د وريښمو لارې په واسطه له هندوستان څخه د اسيا نورو برخو ته د هند وايزم، بود ايزم، فن تعمير، اداري نظام او ليکلو د نظام د خپرېدو اړوند دی. لوېديځ لور ته، لوی هندوستان له هندوکش او د پامير په غرونو کې له لوی فارس سره يو ځای کېږي. د پېړيو په تېرېدو سره، په هندوستان کې د بودايانو، هندوانو، مسلمانانو، جينيان، سيکانو او ګڼو قبايلي خلکو تر منځ د کلتور يو مهم امتزاج دی.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
هندوستان د هندو ايزم، بود ايزم، جينيزم، سیک ايزم او نورو دينونو د زېږېدو ځای دی. دوی په ټوليز ډول د هندي دينونو په نوم پېژندل کېږي. هندوستاني دينونه د ابراهيمي دينونو تر څنګ د نړیوالو دينونو يوه ستره بڼه ده. اوسمهال، هندو ايزم او بود ايزم په ترتيب سره د نړۍ درېیم او څلورم ستر دينونه دي چې دواړه په شریکه له دوه ميليارده څخه زيات پيروان لري او شونې ده چې د پيرويانو شمېر يې دوه اعشاريه پنځه يا دوه اعشاريه شپږ مليارده وي. د هندوستاني دينونو پلويان – هندوان، سیکان، جينيان او بودايان د هندوستان ۸۰-۸۲٪ نفوس تشکيلوي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]
هندوستان له ديني او توکميز اړخه په نړۍ کې يو له متنوعو هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې ځينې ډېرې ژورې ديني ټولنې او کلتورونه لري. دين د ډېرو خلکو په ژوند کې يو مرکزي او حتمي ونډه لري. که څه هم هندوستان يو سیکولار اغلبيت هندو هېواد دی، ډېر مسلمانان هم پکې ژوند کوي. له جمو او کشمير، پنجاب، ميګاليه، ميزورم او لکشديب پرته، هندوان په ټولو اوه ويشتو ايالتونو او نهو متحدو سيمو کې اکثريت دي. په ټول هندوستان کې مسلمانان هم شته، تر ټولو زيات مسلمانان په اترپرديش، بهار، مهاشټرا، کيرالا، تلنګانه، اندراپرديش، لويديځ بنګار او اسام کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې يواځې جمو او کشمير او لکشديپ کې مسلمانان اکثريت دي. په هندوستان کې مسيحيان يو بل د پام وړ لږکي دي.
په هندوستان کې د مذهبي ډلو د تنوع له امله د دوی تر منځ د شخړو او تاوتریخوالي تاریخ موجود دی. هندوستان د بېلا بېلو دينونو لکه هندوان، مسيحيان، مسلمانان او سیکانو تر منځ د تاوتریخوالي مذهبي ټکرونو يو ډګر دی. ګڼو ډلو بېلا بېل ملي ديني سياسي ګوندونه جوړ کړي دي او د حکومت د تګلارو سره سره، د هندوستان په ځانګړو سيمو کې د سرچينو په واک کې ساتلو او دوام لپاره مذهبي اقليتي ډلې د پیاوړو ډلو له خوا د تعقب موخه ګرځېدلي دي.[۳۳]
د ۲۰۱۱ز کال د سرشمېرنې تر مخې، د هندوستان ۷۹.۸٪ خلک په هندو يزم عمل کوي. اسلام (۱۴.۲٪)، مسيحيت (۲.۳٪)، سيکيزم (۱.۷٪)، بود اييزم (۰.۷٪) او جينيزم (۰.۴٪) نور هغه دينونه دي چې په هندوستان کې يې خلک مني. ډېر قبايلي دينونه، لکه سارنا ايزم، په هندوستان کې موندل کېږي، خو دا دينونه د هندو يزم، بود اييزم، اسلام او مسيحيت په څېر سترو دينونو تر اغېز لاندې دي. جاينيزم، زردشتي، يهوديت او بهايي عقيده هم بانفوذه دي، خو شمېر يې ډېر کم دی. د نورو عقايدو په وړاندې خپله جوړ شوي زغم تر څنګ الحاد او اګنوستک هم په هندوستان کې څرګند اغېز لري. د «پيو» څيړنيز مرکز له خوا د شوې يوې څېړنې پر بنسټ، هندوستان به تر ۲۰۵۰ پورې د نړۍ په کچه د هندوانو او مسلمانانو تر ټولو زيات نفوس ولري. په هندوستان کې د نږدې ۳۱۱ ميليونه مسلمانانو شتون اټکل شوی چې د نفوس شا او خوا ۱۹-۲۰٪ برخه تشکيلوي او په نږدې ۷۶٪ نفوس لرونکي هندوستان کې تر اوسه د نږدې یو اعشاریه درې ميليارده هندوانو د شتون شونتيا شته.[۳۴][۳۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ John Keay (2012), India: A History, 2nd Ed – Revised and Updated, Grove Press / Harper Collins, ISBN 978-0-8021-4558-1, see Introduction and Chapters 3 through 11
- ↑ Mohammada, Malika (2007), The foundations of the composite culture in India, Aakar Books, ISBN 81-89833-18-9
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Adams, C. J., Classification of religions: Geographical, Encyclopædia Britannica, 2007. Accessed: 15 July 2010
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Houtsma 1936, p. 100, Volume 2
- ↑ Stepaniants Marietta, 2002, The Encounter of Zoroastrianism with Islam, journal=Philosophy East and West, volume 52, issue 2, University of Hawai'i Press, page 163.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Mottahedeh, Roy, The Mantle of the Prophet : Religion and Politics in Iran, One World, Oxford, 1985, 2000, p.238
- ↑ Ann K. S. Lambton, 1981, State and government in medieval Islam: an introduction to the study of Islamic political theory: the jurists, Routledge, page 205, ISBN 9780197136003.
- ↑ Meri Josef W., Bacharach Jere L., 2006, Medieval Islamic Civilization: L-Z, index, series: Medieval Islamic Civilization: An Encyclopedia, volume = II, Taylor & Francis, pages 878, ISBN 9780415966924
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ "Desh Pardesh: The South Asian Presence in Britain", p. 252, by Roger Ballard
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ John Keay (2012), India: A History, 2nd Ed – Revised and Updated, Grove Press / Harper Collins, ISBN 978-0-8021-4558-1, see Introduction and Chapters 3 through 11
- ↑ Mohammada, Malika (2007), The foundations of the composite culture in India, Aakar Books, ISBN 81-89833-18-9
- ↑ Nikki Stafford Finding Lost, ECW Press, 2006 ISBN 1-55022-743-2 p. 174
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Southeast Asia: A Historical Encyclopedia, from Angkor Wat to East Timor, by Keat Gin Ooi p.642
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Lange: "Greater Persia (including Khwārazm, Transoxania, and Afghanistan)."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Hindu-Buddhist Architecture in Southeast Asia by Daigorō Chihara p.226