Jump to content

محمد اسماعيل خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد اسماعيل خان
محمد اسماعيل خان
محمد اسماعيل خان

واک
د هرات والي   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۲  – ۱۹۹۷ 
د هرات والي   ويکيډاټا کې (P39) ځانګړنې بدلې کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۰۰۱  – ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۴ 
د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۴۶[۱]
شين ډنډ ولسوالۍ   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمعیت اسلامي (افغانستان)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت
مقام جگتورن   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې په افغانستان کې شوروی جګړه ،  افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲) ،  افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز ) ،  په افغانستان کې جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ

محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کي د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د انرژۍ او اوبو وزير، د هرات پخوانی والي، د اسلامي جمعيت ګوند غړی او یو له هغه ټوپکسالارانو څخه دی چي د افغانستان په کورنۍ جګړه کي یې رول درلود.

ژوندلیک

[سمول]

اسماعیل خان په 1946 زیږدیز کال کي د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کي زېږېدلی دی. نوموړی د افغان شوروي جګړې پر مهال د جمعیت ګوند غړۍ او د بهرنیو استخباراتو په مرسته یې د افغان خلق حکومت په وړاندي جګړه کول. د کمونسټ حکومت تر پرځېدو وروسته اسماعیل خان د کورنۍ جګړې پر مهال د هرات ولایت مشرتوب په لاس کي واخیست او له 1992 رانیولې بیا تر 1997 کال پوري ددغه ولایت مشر وو. د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو وروسته اسماعیل خان د یو زنداني په ډول ژوندئ ونیول سو خو په کندهار کي تر لږ زندان تېرولو وروسته د جمعیت د نورو مشرانو غوندي له افغانستانه وتښتېدی او په 2001 کال کي د متحده ایالاتو او ناټو په مرسته له نورو جنګسالارانو سره یوځای افغانستان ته بیا داخل سو.

په 2001 کال کي اسماعیل خان پرځای ددې چي د خپلو جنایاتو په تړاو محکمه سي برعکس د نورو جمعیتي زورواکو په څېر د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر وټاکل سو او دغه دنده یې تر 2004 کال پوري سرته ورسول. اسماعیل خان د جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کي د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په وړاندي یو مشهوره زورواکۍ ګڼل کېدی او په 2021 کال کي د جمهوريت له پرځېدو وروسته یوځل بیا د طالبانو له لوري ژوندئ ونیول سو. طالبانو د نوموړي د ناروغۍ له کبله ده ته اجازه ورکړه چي له هیواده بهر خپل علاج ترسره کړي، خو نوموړی چي څنګه له هیواده ووتی یوځل بیا یې د طالبانو په وړاندي مخالفت پیل کړ او د شمالي ټلوالي د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود له زوی سره یو ځای سو.

  1. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023881 — subject named as: Ismail Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷