محمد اسماعيل خان
محمد اسماعيل خان | |
---|---|
واک | |
د هرات والي | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۹۲ – ۱۹۹۷ |
|
د هرات والي | |
د واکمنۍ دوران ۲۰۰۱ – ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۴ |
|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۹۴۶[۱] شين ډنډ ولسوالۍ |
تابعیت | افغانستان |
ګوند | جمعیت اسلامي (افغانستان) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
مقام | جگتورن |
جګړه/جګړې | په افغانستان کې شوروي جګړه ، افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲) ، افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز ) ، په افغانستان کې جګړه |
سمول |
محمد اسماعيل خان د مير محمد اسلم زوی، د افغانستان په اسلامي جمهوریت کي د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د انرژۍ او اوبو وزير، د هرات پخوانی والي، د اسلامي جمعيت ګوند غړی او یو له هغه ټوپکسالارانو څخه دی چي د افغانستان په کورنۍ جګړه کي یې رول درلود.
ژوندلیک
[سمول]اسماعیل خان په 1946 زیږدیز کال کي د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کي زېږېدلی دی. نوموړی د افغان شوروي جګړې پر مهال د جمعیت ګوند غړۍ او د بهرنیو استخباراتو په مرسته یې د افغان خلق حکومت په وړاندي جګړه کول. د کمونسټ حکومت تر پرځېدو وروسته اسماعیل خان د کورنۍ جګړې پر مهال د هرات ولایت مشرتوب په لاس کي واخیست او له 1992 رانیولې بیا تر 1997 کال پوري ددغه ولایت مشر وو. د طالبانو له لوري د هرات تر نیولو وروسته اسماعیل خان د یو زنداني په ډول ژوندئ ونیول سو خو په کندهار کي تر لږ زندان تېرولو وروسته د جمعیت د نورو مشرانو غوندي له افغانستانه وتښتېدی او په 2001 کال کي د متحده ایالاتو او ناټو په مرسته له نورو جنګسالارانو سره یوځای افغانستان ته بیا داخل سو.
په 2001 کال کي اسماعیل خان پرځای ددې چي د خپلو جنایاتو په تړاو محکمه سي برعکس د نورو جمعیتي زورواکو په څېر د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر وټاکل سو او دغه دنده یې تر 2004 کال پوري سرته ورسول. اسماعیل خان د جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کي د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو په وړاندي یو مشهوره زورواکۍ ګڼل کېدی او په 2021 کال کي د جمهوريت له پرځېدو وروسته یوځل بیا د طالبانو له لوري ژوندئ ونیول سو. طالبانو د نوموړي د ناروغۍ له کبله ده ته اجازه ورکړه چي له هیواده بهر خپل علاج ترسره کړي، خو نوموړی چي څنګه له هیواده ووتی یوځل بیا یې د طالبانو په وړاندي مخالفت پیل کړ او د شمالي ټلوالي د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود له زوی سره یو ځای سو.
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023881 — subject named as: Ismail Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- جنگسالاران
- افغانان
- افغان وزيران
- د شورای نظار غړي
- د شمالي ټلوالې غړي
- لوېديځپال
- لوېديځپاله سياستوال