غلام دستگير ړنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غلام دستگير ړنگ (زوکړه، ۱۳۰۶ يا ۱۳۰۷ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت) د افغانستان د پښتو ژبې يو ليکوال او شاعر دی.

مخينه

غلام دستگير ړنگ د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو د مرکز کږې په روښانکوټ (زاړه ښار) کې زېږېدلى دى. په قوم ابراهيم خېل خوږياڼى او د ارواښاد محمد سرور خان زوى دى.

ارواښاد عبدالروف بېنوا په (اوسني ليکوال) کې د هغه د زوکړې کال ۱۳۰۷ لمريز لېږدي کال ليکلی، خو ړنگ صاحب وايي چې په تذکره کې يې راته د زېږېدنې کال ۱۳۰۰ لمريز لېږدي ليکلى دی. (د بي بي سي راډيو په وېبپاڼه کې بیا د ړنگ صيب د زوکړې کال ۱۳۰۶ راغلی دی.) زه هغه مهال، چې امير حبيب الله خان ووژل شو، د کږې د شېر احمد خان کلا د يو ارواښاد ملا صاحب سره د قدري، مونيې، نظم، پنج گنج، گلستان او بوستان په زده کړه بوښت وم. تر دې وروسته مې د کږې د روښانکوټ د لوى جومات له ملا امام ارواښاد استاد محمد علي خان څخه نوره ديني زده کړه وکړه.

که دغه مهال (۱۹۱۹ زېږدي = ۱۲۹۸ لمریز لېږدي) ښاغلى ړنگ اته کلن وگڼو، نو بيا يې ۱۲۹۰ لمريز لېږدي د زوکړې کال کېږي.

زده کړې

ښاغلى ړنگ پر ۱۳۰۶ ل ل کال د کږې د شېر احمد خان د کلا د لومړنيو زده کړو د ښوونځي له څلورم ټولگي څخه فارغ شوى دى. هغه پر ۱۳۱۸ ل ل کال د کابل د ښوونتون (دارالمعلمين) زده کونکى وو.

دندې

- پر ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال د ښوونتون د زده کونکيو ښوونکى شو.

- پر ۱۳۲۹ ل ل کال د جلالکوټ د متوسطې مدير شو.


- پر ۱۳۳۰ ل ل کال يې د گل پاچا الفت، خادم، رښتين او نائـب الحکمه عبدالله خان وردگ په ملاتړ د جلالکوټ متوسطه د ننگرهار لېسه ونوموله، چې وروسته يې بيا پر ټينگار په مشرقي کې د ننگرهار، لغمان او کونړونو نوي ولايتي جوړښتونه رامنځ ته شول او د (پوهنه رڼا ده) غږ پرې تر لېرو پرتو سيمو ورسېد.

- پر ۱۳۳۱ ل ل کال د ننگرهار ولايت د پوهنې مدير وگومارل شو. په ننگرهار کې طبي زده کړې، د ښوونکيو روزنه او د ننگرهار د خوږياڼو په کږه کې د ننگرهار د شاعرانو ټولنه جوړول يې د دغه مهال سترې لاسته راوړنې دي.

- پر ۱۳۳۸ ل ل کال د پکتيا د پوهنې (معارف) مدير وگومارل شو، چې دلته د نجونو د ښوونځي موسس هم گڼل کېږي.

- پر ۱۳۳۹ ل ل کال د پوهنې وزير علي احمد خان د لغمان د پوهنې د کالخوای (سرپرست) مدير په توگه وگوماره.

- پر ۱۳۴۰ ل ل کال د کابل د ابن سينا ليسې مدير و ټاکل شو، چې د وزارت په ملاتړ يې په کې د قتيل خوږياڼي او محمد عثمان نژند په زيار پارسي کتابونه پښتوته نه يواځې را وژباړل، بلکې ژباړل شوي کتابونه يې د تدريس وړ وگرځول.

په 1342 ل کال د پوهنې وزارت د ملل متحد ښوونيزې او روزنيزې موسسې ته ور وپېژندلو، چې ورته د پوهنې ښوونځيو ته د کتابونو د ليکلواو د ښوونکيو د روزنې دنده وسپارل شوه.

په 1342 ل کال کې د رياضياتو نړيوالې غونډې ته، چې په جاپان کې جوړه شوې وه، وبلل شواو د استاذ ړنگ د رياضياتو تعليمي نصاب په کې د آسيايي هېوادونو لپاره ومنل شو.

1343 ل د بيروت امريکايي پوهنتون ته وليږل شو او د رياضياتو په څانگه کې يې لوړې زده کړې پيل کړې، خو پر اساسي قانون د نيوکې پر لامل د وخت صدراعظم محمد يوسف خان بېرته هېواد ته راوغوښت.

په 1349 ل کال امريکا ته وليږل شو. د رياضياتو او فزيک څانگه يې د فريدونيا په پوهنځي کې تر ماسترۍ ورسوله. دغه مهال د رياضياتو نړيوال کنفرانس ته، چې په جرمني کې جوړ شوى و، وبلل شو، چې بيا هېواد ته راوغوښتل شو او د دوکتورا تياره دفاع ترې پاتې شوه.

په 1356 ل کال کښې د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاذ وټاکل شو.

په 1378 ل کال کښې پېښور ته مهاجر شو، چې لومړى د سيد جمال الدين پوهنتون علمي معاون او بياد افغان پوهنتون د رياضياتو استاذ وټاکل شو. کله، چې افغان پوهنتون پکتيا ته وليږدېد، استاذ په پېښور کې پاتې شو.

په1383 ل کې يې د سترگو عمليات ناکام ترسره شول، چې تر اوسه پورې يې سترگې ديد نه لري.

چاپ شوي آثار

  1. په 1380 ل کال کې (دساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز) پر مالي لگښت يې د طب، زراعت، انجنيري پوهنځيود کيميااو بيالوژي څانگو ته (د عمومي رياضياتو اساسات) چاپ او خپور شو.
  2. د 12ټولگي رياضيات،
  3. د نهم ټولگي کيميا،
  4. د پوهنتون دلومړي او دوه يم کورس لپاره خطي الجبره او د د سيټ نظريه يې هغه کتابونه دي ، چې پخوا چاپ او خپاره شوي دي.

ړنگ صاحب سربېره پر ښوونيزوپراختيايي هڅو په لوى ننگرهار،کابل او پکتيا کښې د ورځپاڼوسره ملي او فرهنگي مرستې تر سره کړي اوهم يې دپکتياد وړانگې اخبارد مدير نورمحمد پوونده په غياب کښې د نوموړي اخبار سرپرستي کړې ده.


د ((جمعې شپه)) او(( وزير)) يې د لنډوکيسو ټولگې دي ، چې د پکتيا په (وړانگه) اخبار کې پرله پسې خپرې شوې دي،خو اصل يې د ړنگ صاحب سره نه شته .

دغه راز يې په ننگرهار کښې لسگونه اصلاحي او انتقادي ډرامې جوړې کړي او بريالۍ لوبولي ،چې د وخت ځينو بچو پرې گواښلى هم دى.

دښاغلي ړنگ ليکنې او شعرونه په (هېواد)، (زيري)، (اصلاح) او(وړانگه) اخبارونو او خپرونو کې خپاره شوي دي، چې تر دې دمه پوره نه دي راټول شوي .

د شعرونو يوه ټولگه يې ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي را ټوله کړې او لطف الله ړنگ کمپوز کړې ،چې د چا په ښه ځوانۍ او په پښتو مين له خوا به چاپ او ټولنې ته وړاندې شي.

باندنۍ تړنې


اخځليک

۱- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2009/10/091008_ss_s7-rang