عبدالروف قتيل خوږياڼی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search

ښاغلی عبدالروق قتيل خوږياڼی په ۱۳۱۳ لمريز کال کې د ننگرهار ولايت د خوږياڼيو په کږه کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې ترسره کړي او بيا د لغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو. په ۱۳۳۰ لمريز کال کې د نوموړې مدرسې له دوولسم ټولگي څخه فارغ او د شرعياتو په پوهنځي کې چې هغه وخت د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي يوه څانگه وه، شامل شو او دغه پوهنځی يې تر دويم ټولگي پورې ولوست.

دندې

هغه بيا د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونکي، پلټونکي او نورو څانگو کې خدمت وکړ. همداراز اوږده کلونه يې د هېواد په بېلابېلو مطبوعاتي ځانگو کې کار وکړ او د ځينو خپرونو د مسؤل مديريت په څنگ کې د ځينو ولاياتو د اطلاعاتو او کلتور آمر و. تر اوسه پورې د ښاغلي قتيل خوږياڼي زيات شمېر شعري او داستاني آثار چاپ شوي دي.

چاپ شوي آثار

د ځينو خپرو شويو آثارو نومونه يې دا دي:

  1. دوه ياران - پښتو ناول
  2. ارمان - د لنډو کيسو ټولگه
  3. انقلابي نغمې - د حماسي او وطني شعرونو ټولگه
  4. دا حسن دا لمبې - شعري ټولگه
  5. ټنگ ټکور - شعري ټولگه

ښاغلي قتيل د شاعرۍ تر څنگ يې ډرامې او لنډې کيسې هم ليکلي دي. د پښتو داستاني ادبياتو په تاريخ څېړنه کې د نوموړي آثار ځانگړی ځای لري. قتيل خوږياڼی اوس هم په مطبوعاتي چارو بوخت دی.