Jump to content

سلطان عبدالمجید (اول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالمجيد اول ( لمړی سلطان عبدالمجید ; ۲۵ اپریل ۱۸۲۳_ 25 جون 1861) د عثماني امپراتورۍ یوویشتم واکمن وو. نوموړی د ۱۸۳۹ کال د جولای په دوهمه د خپل پلار محمود دویم ځای ناستی سو. د عبدالمجید واکمني په عثماني ترکیه کي د ملتپالو خوځښتونو د ودې لپاره د پام وړ او په زړه پوري دوره وه.

سلطان عبدالمجید (اول)
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۵ اپرېل ۱۸۲۳[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۵ جون ۱۸۶۱[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
ژبې
دنده
ruler (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Adile Sultan (en) ژباړلAbdülaziz (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
جوړښت
جایزې

عبدالمجید غوښتل چې د بېلتون غوښتونکو هیوادونو په منځ کي عثمانیزم وهڅوي او په امپراتورۍ کي د ملتپالو خوځښتونو مخه ونیسي، او د نوي قوانینو او اصلاحاتو په راتګ سره غیر مسلمانان او غیر ترکان په عثماني ټولنه کي په بشپړه توګه مدغم کړي خو په دې برخه کي د هغه هڅي ناکامه سوې.

په عثماني ترکیه کي د عبدالمجید لویه لاسته راوړنه د هغه تنظیم اصلاحاتو اعلان او پلي کول وه چي دده د پلار لخوا چمتو سوي او په میراث ورپاته سوي وه، او په اغېزناکه توګه یې په 1839 کي د عثماني امپراتورۍ عصري کولو ته لاره پرانیستل.

حکومت

[سمول]

عبدالمجید هڅه کول چي د لویدیي اروپا له سترو قدرتونو، یعنې بریتانیا او فرانسې سره چي د روسیې پر وړاندي د کریمیا په جګړه کې د عثماني امپراتورۍ تر څنګ جنګېدلي وه اتحاد جوړ کړي. د همدې موخي پر اساس د ۱۸۵۶ کال د مارچ په ۳۰ نېټه د پاریس د کانګرس په ترڅ کي عثماني امپراتورۍ په رسمي ډول د اروپا د کنسرت په منځ کي شامله سول. اروپایانو که څه هم چي د عثماني سلطنت یاده غوښتنه قبول کړه، خو په مقابل کي یې د مولداوا، سربیا او والاچیا هیوادونو خپلواکي هم له عثماني سلطنت څخه په ډېر ځیرک او چالاکه سیاست ترلاسه کړه او په ختیځه اروپا کي یې د عثماني ځواکونو په وړاندي یوشمېر پټ پاڅونونه په داسي ډول رهبري کړه، چي وروسته یې د عثمانیانو لپاره لوی سر درد جوړ کړ او پایله یې د یادو سیمو په خپلواکۍ باندي تمامه سول.

د عبدالمجید په واکمنۍ کي د عثمانيانو لپاره په کورنۍ کچه لویه ستونزه د لبنان کورنۍ نښتي او د مصر له واکمن محمد علي پاشا سره ډغري وې، چي له امله یې په لبنان کي د فرانسې استعماري سیاست په بشپړه توګه پلۍ او دغه سیمه د عثماني ځواکونو له نفوذ څخه دباندي ووتل. همدارنګه په مصر کي د محمد علي پاشا بې حده نفوذ ددې لامل سو ترڅو عثماني دربار نوموړي ته د افریقا دغه ستراتیژیک هیواد د یو میراثي خاور په توګه پریږدي.

مړینه

[سمول]

سلطان عبدالمجید په 1861 زیږدیز کال کي د یو ناروغۍ له امله وفات سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Union List of Artist Names" (په انګليسي ژبه).{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Abdulmecid-I. Subject named as: Abdulmecid I. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: abd-ul-medjid-abd-ul-medjid-i. Subject named as: Abd ül-Medjid (Abd ül-Medjid I.). Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  5. ذکر کېدنه: IdRef. IdRef پېژند: 076662004. Retrieved: ۴ مارچ ۲۰۲۰. Publisher: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.