د کار د ارزښت نظریه
د کار د ارزښت نظریه (LTV) د ارزښت په باره کې هغه نظریه ده چې استدلال کوي د یوه توکي یا خدمت اقتصادي ارزښت د هغه د تولید لپاره د اړتیا وړ ټول مقدار «اړین ټولنیز کار» سره تعیینېږي. LTV په معمول ډول مارکسي اقتصاد پورې اړوند ده، که څه هم په لومړیو کې د کلاسیکو اقتصاد پوهانو لکه آدام اسمیت او ډېوېډ ریکارډو په نظریو او وروسته په انارشیسټي اقتصاد کې راڅرګند شوه. اسمیت د یوه توکي بیه د کاري ځواک پرحساب لیده چې پېرېدونکی یې باید د هغه د پېر لپاره ولګوي، چې د دې مفهوم مضمون دا دی چې یو توکی، د بېلګې په توګه یو ابزار، څومره کولی شي پېرېدونکي نه ساتنه وکړي. LTV په دې باور ده چې کارګره طبقه د شتمنې طبقې لاندې استثمار کېږي او ارزښت او قیمت له یوبل څخه جلا کوي، نو ځکه له مارکسیسټي نظریې سره همغږې ده. په هرحال، مارکس «د کار د ارزښت نظریې» په توګه خپلې د ارزښت نظریې ته اشاره ونکړه.[۱][۲] ارټوډوکسي نوی کلاسیک اقتصاد LTV ردوي، او پر ذهني ترجیح ولاړ د ارزښت نظریه کاروي.[۳][۴][۵][۶] په Neue Marx-Leküre باندې نامتو د مارکس تفسیر احیا هم مارکسي اقتصاد او LTV ردوي او هغوی ته د «بنسټپالان» نوم ورکوي. دا لوستل ادعا کوي چې LTV د ارزښت اړوند د فیتشیزم د مفهوم غلط تفسیر دی او دا درک هیڅکله د مارکس په اثرونو کې نه څرګندېږي. دا مکتب په شدت سره د «ډېرې سمې» نظریې پرځای د شتمني د سیاسي اقتصاد څخه د صریح نقد په توګه اثرونو باندې ټینګار کوي.[۷] د ارزښت او کار تعریف[سمول]د اسمیت د بیې نظریه د یو توکي تولید لپاره لګول شوي پخواني کار پورې هیڅ اړیکه نلري. دا یوازې د هغه کار څخه خبرې کوي چې په اوسني وخت کې کولی شي «امر» وکړي یا «وساتي». اوس چې د بګۍ د اس دوره ګټه نلري، د هغه د جوړولو لپاره د ټول لګول شوي کار په نه پام کې نیولو سره، توکی په سوداګري یا کارونه کې له اقتصادي اړخه بې ارزښته دی. د اړوند اقتصاد له نظره د کاري ځواک توپیرونه[سمول]«په تبادله کې» نسبي ارزښت دی چې دا توکي له نورو توکو سره تبادله کوي (په بل عبارت کې، د پیسو په هکله د هغه بیه). لکه څنګه چې د آدام اسمیت لخوا توضیح ورکړل شوې، وایي چې دا کار پورې اړوند دی: (له صلاحیت پرته) ارزښت د کار هغه ځواک دی چې په یوه توکي کې د تولید معین جوړښت لاندې انځور شوی دی. مارکس د توکو ارزښت له دې دریم تعریف سره تعریف کړ. د هغه له نظره، «د اړین ټولنیز انتزاعي کار» ارزښت دا دی چې په یوه توکي کې انځور شوی وي. د ډېوېد ریکاردو او نورو کلاسیکو اقتصادپوهانو لپاره، دا تعریف د «رښتینې بیې»، «مطلق ارزښت» یا «د ارزښت اندازه کولو» لپاره د یوه نه بدلېدونکي معیار په توګه چې د توزیع او ټکنالوژي بدلونونو تر اغېز لاندې نه راځي، عمل کوي.[۱۰] ریکاردو، نور کلاسیک اقتصاد پوهان او مارکس خپلې ویناوې له دې انګېرنې سره پیل کړې چې د تبادلې ارزښت د کار له ارزښت سره برابر یا متناسب دی. هغوی فکر کاوه چې دا یوه ښه انګېرنه ده چې له هغې څخه کولی شو په شتمنو ټولنو کې د ودې محرکین وپلټو. د کار د ارزښت نظریې نور پلویان د «ارزښت» له ویي څخه د دوهمې معنا «تبادلې ارزښت» څرګندولو لپاره کار واخیست.[۱۱] د کار بهیر[سمول]له هغه ځایه چې په LTV کې د «ارزښت» اصطلاح د هغه څیز په معنا ده چې د کار په واسطه جوړ شوی دی، او د هغه «شدت» د هغه متناسب څیز دی چې له کار سره ترسره شوی، مهم دی چې توضیح ورکړو څنګه د کار بهیر هم ارزښت ساتي او هم هغو توکو ته چې نوي یې جوړي نوی ارزښت ور زیاتوي. د یوه توکي ارزښت د کار شدت او دوام په نسبت سره چې په منځنۍ کچه د هغه د تولید لپاره ترسره شوی، زیاتېږي. د «اړینې ټولنې» څخه د LTV معنا یوه برخه دا ده چې ارزښت یوازې د دې کار په نسبت سره زیاتېږي، ځکه په منځني مهارت او منځني ګټورتوب سره ترسره کېږي. له همدې کبله که څه هم کارکوونکي کېدای شي د نورو په پرتله لاډېر مهارت او ګټې اخیستنې سره کار وکړي، خو دا لا ماهره او لا ګټور کارکوونکي د پایلني توکو د لا ډېر مقدار تولید له لارې لا ډېر ارزښت تولیدوي. هر واحد همدارنګه د هماغه ارزښت درلودونکی دی چې د توکو د یوې طبقې نور واحدونه یې لري. بې مهارته کارکوونکي کېدای شي په ورو کار کولو سره، د کاري ځواک منځنی مهارت راټیټ کړي او په پایله کې د هر واحد توکي تولید لپاره د اړتیا وړ منځنی وخت زیات کړي. خو دا بې مهارته کارکوونکي هیڅکله نشي کولی هیله مند ووسي چې د خپل کاري بهیر پایله په لوړه بیه (د ارزښت په وړاندې) وپلوري، یوازې له دې امله چې د نورو کارکوونکو په پرتله د ورته توکو تولید لپاره لا ډېر وخت لګوي. سرچينې[سمول] |
- ↑ Beggs, Mike (Summer 2012). "Zombie Marx and Modern Economics, or How I Learned to Stop Worrying and Forget the Transformation Problem". Journal of Australian Political Economy (70). pp. 11–24, at p. 16.
- ↑ Mongiovi, Gary (Autumn 2002). "Vulgar economy in Marxian garb: a critique of Temporal Single System Marxism". Review of Radical Political Economics. 34 (4). pp. 393–416, at p. 398. doi:10.1016/S0486-6134(02)00176-6 – via Elsevier Science Direct.
- ↑ Hansson, Sven Ove; Grüne-Yanoff, Till (2017-11-14). Zalta, Edward N. (ed.). "Preferences". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2018 Edition). نه اخيستل شوی 2020-11-21.
- ↑ Wicksteed, Philip H. (1910). The Common Sense of Political Economy, Including a Study of the Human Basis of Economic Law. London: Macmillan and Co. Archived from the original on 2020-10-20.
- ↑ Hunt, E. K.; Lautzenheiser, Mark (2011). History of economic thought l: a critical perspective (3rd ed.). Armonk, New York: M. E. Sharpe. ISBN 978-1-317-46859-2. OCLC 903283190.
- ↑ Darrell M. West (1987). Congress and Economic Policy Making. p. 71. ISBN 978-0822974352.
- ↑ Bellofiore, Riccardo; Riva, Tomasso (2015-02-02). "The Neue Marx-Lektüre: Putting the critique of political economy back into the critique of society". Radical Philosophy. نه اخيستل شوی 2021-02-10.
- ↑ It is now interpreted that Ricardo's theory of value is not the labor theory of value, but the cost of production theory of value. See David Ricardo#Value theory
- ↑ e.g. see - Junankar, P. N., Marx's economics, Oxford : Philip Allan, 1982, ISBN 0-86003-125-X or Peach, Terry "Interpreting Ricardo", Cambridge: Cambridge University Press, 1993, ISBN 0-521-26086-8
- ↑ Ricardo, David (1823), 'Absolute Value and Exchange Value', in "The Works and Correspondence of David Ricardo", Volume 4, Cambridge University Press, 1951 and Sraffa, Piero and Maurice Dobb (1951), 'Introduction', in "The Works and Correspondence of David Ricardo", Volume 1, Cambridge University Press, 1951.
- ↑ Proudhon, Pierre J., 1851, General Idea of the Revolution in the 19th Century, study 6.