Jump to content

گيلامن وزير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له گيلمن وزير نه مخ گرځېدلی)

ګیلامن وزير يو شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزې کمېټې غړی وو، د هغه اصلي نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسدخېلو اوسېدونکی وو، د هغه نږدې ملګرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په ادعا هغه د آی‌اس‌آی غړو له خوا په سر وهل شوی وو چې وروسته له درو ورځو د 2024ز کال د جولای پر لسمه د اسلام آباد په يوه روغتون کې يې ساه ورکړه.

گيلامن وزير
گيلامن وزير
گيلامن وزير

د شخص معلومات
زېږېدنه 1995 زېږديز کال د جنورۍ 1
وزيرستان، پښتونخوا
مړینه 2024ز کال د جولای 10
اسلام آباد
تابعیت افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر، ليکوال او د بشري حقونو فعال
کاروونکې ژبه(ي) پښتو
تحریک پښتون ژغورنې غورځنگ   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شخصي ژوند

[سمول]

د ګیلامن اصلي نوم حضرت نعيم وو، هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسدخېلو اوسېدونکی وو.

هغه په بحرين هېواد کې کار کاوه او پيسې يې ګټلې له څو وخته وروسته بيا خپلې کورنۍ ته ستنېده. د پاکستان حکومت د هغه پاسپورټ بلاک کړی وو او له هېواد څخه پر وتلو يې بنديز لګولی وو، د همدې امله هغه په خپل هېواد کې پاتې شو او د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یې فعاليت کاوه.

سياسي تګلاره

[سمول]

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو او احتجاجونو سره سم ګیلامن وزیر هم رسنیو او ټولنیزو رسنیو ته راووت. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه يې کول.

ګیلامن وزير د ډیورنډ کرښه جبري او تپل شوې کرښه ګڼل، تل يې د افغانستان درې رنګه بیرغ ځان سره ګرځاوه او د خپل بېرغ په توګه يې ورته کتل، په همدې توګه د پاکستان حکومت او په ځا

د پاکستان حکومت په څو څو ځله هغه بندي کړی وو او هر وخت یې په دوامداره توګه اخطارونه ورکول چې د افغانستان له بيرغ او ملاتړه تېر شي او د پاکستان د تجزيې خوبونه پرېږدي. خو هغه له خپل حق غوښتنې تېر نشو او تل يې ويل چې په پاکستان کې د پښتنو حق خوړل کېږي او ځورول کېږي.

په ټولنیزو رسنيو کې د هغه يوه ويډيو لاس پرلاس کېږي چې پکې ښکاري د پاکستان بيرغ ته د خپل بيرغ نوم ورکوي؛ د هغې په وضاحت ګیلامن وزير په ټولنیزو رسنيو کې وايي چې د پاکستان حکومت له خوا مجبور شوی وو چې هغه ویډيو واخلي. وايي کله چې په دوبۍ کې مې د پاسپورټ نېټه پای ته ورسيدل د افغانستان پاسپورټ مې نشو ترلاسه کولای نو اړ شوم چې بېرته د پاکستان سفارت ته ورشم هلته يې راته ویل چې بیرغ د افغانستان ګرځوې او پاسپورټ د پاکستان غواړې؟ وايي راته ویل يې که زموږ پاسپورټ غواړې باید له دې کارونه په شا شې او په ټیک ټاک کې يوه ويډيو جوړه کړې چې د پاکستان ملاتړی يې. ګیلامن وايي زه ډېر اړ وم کور کې مو د تره جنازه پرته وه باید ځان مې ژر کور ته رسولی وای، نو دغه کار مې وکړ.

شاعري او هنري ژوند

[سمول]

ګیلامن وزير يو مشهور شاعر هم وو، د هغه شعرونه د هېواد او قوم په اړه وو، هغه خپل زیاتره شعرونه د ويډيو په بڼه په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول په ټیک ټاک رسنۍ کې خپرول.

نوموړي د يوه کتاب پر ليکلو هم کار روان کړی وو، چې د چاپ په اړه يې د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود هرمون سره په فېسبوک کې خبرې کړي وې.

دا کتاب د پاکستان په زندان کې د هغه د تېرو کړو کړاوونو او سختیو په اړه وو، کله چې نوموړی د پاکستاني حکومت لخوا بندي شوی وو نو د نوموړي په وینا ډېر ظلم ورسره شوی وو او دا هرڅه يې د کتاب په بڼه خلکو ته کيسه کول.

محمود مرهون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو چې د کتاب کيسه بشپړه شوې وه، يوازې چاپ يې پاتې وو، د کتاب لپاره نوم هم ټاکل شوی وو، چې د يوويشتمې پېړۍ دوزخ وو، د نوموړي په وینا دا کتاب به په نږدې راتلونکي کې چاپ شي.

مړينه

[سمول]

وروسته له هغه چې نوموړی په اسلام آباد کې د ناپېژانده کسانو لخوا پر سر وهل شوی وو په روغتون کې د درې ورځو بې هوښۍ وروسته د ۲۰۲۴ زېږېديز کال د جولای پر لسمه یې ساه ورکړه.

مړينې ته يې غبرگونونه

[سمول]

د هغه مړينې ته د پښتنو د پاڅون او راټولېدلو يووالی په تاريخ کې بېساری وو، د نړۍ په ګوټ ګوټ او بېلابېلو هېوادونو کې خلکو په پراخه توګه لاريونونه وکړل او له کورونو راووتل.

د پښتو ژبې شاعرانو، مشهورو سندرغاړو لکه جاويد امرخېل، ګودر ځاځی، ښاپېرۍ نغمه، نازیه اقبال، او ډېرو نورو... همداراز لطيف ننګرهاري يوه ځانګړې سندره د هغه لپاره وویل او پر خپل فېسبوک پاڼه يې نشر کړه، او همدا ډول ډېرو نورو مدني فعالانو، د بشري حقونو فعالانو د پام وړ غبرګونونه وښودل.

د افغانستان، پښتنونخوا، سوېلي پښتونخوا (بلوچستان) ټولو پښتنو دې موضوع ته غبرګونونه وښودل او له کورونو راووتل. همدارنګه دا موضوع د ډېرو ورځو لپاره د ټولنيزو رسنيو ګرمه او ټرېنډ موضوع وه.

د ګیلامن وزير مړینې ته د افغانستان پخواني ولسشمرانو ډاکټر اشرف غني، حامد کرزي او همداراز د پرځول شوي جمهوريت نورو لوړپوړو چارواکو غبرګونونه وښودل.

سرچینې

[سمول]