گل شريف هڅاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

گل شريف هڅاند د پښتو ژبې یو ليکوال او ژباړن دی .

مخينه

گل شریف هڅاند د عبدالله خان زوی پر ۱۳۳۴ لمريز کال د خوست ولايت مرکز (متون) په يوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی دی . دی پر ۱۳۴۲ لمريز کال د غرغښت په لېسه کې شامل شو او خپلې منځنۍ زده کړې یې په ښاري ښوونځي او گوربزو په منځني ښوونځي کې سرته ورسولې . پر ۱۳۵۷ لمريز کال د حربي ښوونځي له دولسم ټولگي څخه فارغ او د لوړو زده کړو لپاره د ژورناليزم په څانگه کې د شوروي اتحاد د اوکراین جمهوريت د لووف ښار پوځي ، سیاسي پوهنتون ته واستول شو . له دغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره فارغ شو .

دندې

گل شریف هڅاند د پوهنتون تر پای ته رسولو وروسته د افغانستان د دفاع وزارت د وخت د «حقيقت سرباز» ورځپاڼه کې دنده ترسره کوله . د يو څه مهال لپاره د اردو د راډیو او ټلويزيون پازه هم ورپه غاړه وه . د رسمي دندې په وروستيو وختو کې د اردو مجلې د پازوال چلوونکي د مرستيال په توگه پر کار بوخت وو . پر ۱۳۷۵ کال د هېواد د حالاتو د بې بريده خړپړتيا لامله د رسمي دندې پرې ښودو ته اړوت . د ناامنۍ او کمزوري اقتصادي حالت لامله د گران هېواد او پلرني ټاټوبي څخه په بهر کې ژوند کوي .

چاپ شوي اثار

  1. طلايي متلونه ، (ژباړه او راټولونه) د ۱۳۸۵ لمريز کال ، د کابل د پوهنې مطبعې چاپ .
  2. د ټوکو گوډی ، (ژباړه او راټولونه) ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د پوهنې مطبعې چاپ .

اخځونه

  1. گل شريف ، طلايي متلونه .
  2. گل شريف ، د ټوکو گوډی .