ګاري کاسپاروف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګاري کاسپاروف
(روسي: Гарри Кимович Каспаров د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګاري کاسپاروف
ګاري کاسپاروف

د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Гарри Кимович Вайнштейн د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۳ اپرېل ۱۹۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
باکو[۸][۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک
مسکو[۱۰]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۱۹۶۳–۱۹۹۱)[۱۱][۱۲]
روسیه (۱۹۹۱–)[۱۳][۱۴][۱۵]
کرواسيا (۲۰۱۴–)[۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (۱۹۸۴–۱۹۹۰)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۷]
ليکوال[۱۸][۱۹]
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي[۲۰]
انگليسي
کرواسیایي ژبه
آزربايجاني  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه سترنج[۲۱]  د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لوبې هيواد د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۲)
روسیه (۱۹۹۲–)[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]  د (P1532) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ګاري کاسپاروف
ګاري کاسپاروف

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)
د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګاري کیموویچ کاسپاروف (په روسي: Гарри Кимович Каспаров، روسي تلفظ یې: [ˈɡarʲɪ ˈkʲiməvʲɪtɕ kɐˈsparəf] چې د زېږون پر وخت د ګاریک کیموویچ وینستین Гарик Кимович Вайнштейн نوم پرې اېښودل شوی و؛ زوکړه د ۱۹۶۳ز کال د اپرېل ۱۳مه نېټه( د نړۍ د شطرنج لوی ښوونکی، د نړۍ د شطرنج پخوانی اتل، لیکوال، سیاسي فعال او مبصر دی. د هغه د اوج د امتیازونو ۲۸۵۱ ریکارډ چې په ۱۹۹۹ز کال کې یې لاسته راوړ،  تر هغې پورې چې په ۲۰۱۳ز کال کې د مګنوس کارلسن له خوا مات شو، تر ټولو لوړ ثبت شوی ریکارډ و. له ۱۹۸۴ز کال څخه په ۲۰۰۵ز کال کې د هغه تر متقاعد کېدو پورې کاسپاروف د خپلې حرفې په اوږدو کې د ۲۲۵ میاشتو ریکارډ لپاره، چې په تاریخ کې تر ټولو لوړ دی، په نړۍ کې لومړی نمبر کس و. کاسپاروف همدارنګه د تر ټولو ډېرو حرفه یي ټورنمنټونو (۱۵) او د شطرنج د اوسکار (۱۱) د يو پر بل پسې ګټلو په تړاو ریکارډ لري.[۲۶]

کاسپاروف په ۱۹۸۵ز کال کې په ۲۲ کلنۍ کۍ د هغه وخت اتل اناتولي کاپروف ته په ماتې ورکولو سره د نړۍ د شطرنج د تر ټولو لږ عمر لرونکی بلامنازعې اتل شو. هغه تر ۱۹۹۳ز کال پورې تر هغه وخته پورې د فیده یا د شطرنج د نړیوال فدراسیون د اتحاد (FIDE ) نړیوال عنوان درلود تر کله چې له فیده سره د هغه یوې لانجې دی اړ کړ تر څو د شطرنج د حرفه یي انجمن تر نامه لاندې یو سیال نهاد په لاره واچوي. هغه په ۱۹۹۷ز کال کې د آی بي ام (IBM) سوپر کمپیوټر د شطرنج سافټویر ډیپ بلو (Deep Blue) ته د یوې ډېرې مشهورې سیالۍ په له لاسره ورکولو سره، لومړنی هغه نړیوال اتل شو چې د وخت تر معیاري کنترول لاندې یې کمپیوټر ته لوبه وبایلله. هغه په ۲۰۰۰ز کال کې د ولادیمیر کرامنیک پر وړاندې تر لوبې بایللو پورې د نړۍ کلاسیکه اتلولی خپله کړې وه. سره له دې چې نوموړي د اتل عنوان له لاسه ورکړ، خو د ټورنمنټونو ګټلو ته یې ادامه ورکړه او کله چې نوموړي په ۲۰۰۵ز کال کې له حرفه یي شطرنج څخه تقاعد وکړ، د نړۍ تر ټولو جګ امتیاز لرونکی لوبغاړی و. [۲۷][۲۸]

له تقاعد څخه را په دې خوا، نوموړي خپل وخت سیاست او لیکنو ته وقف کړ. هغه د متحدې مدني جبهې غورځنګ را منځته کړ او د بلې روسیې (The Other Russia) له ائتلاف سره چې د ولادیمیر پوتین د ادارې او پالیسیو مخالفه وه، د غړي په توګه یو ځای شو. په ۲۰۰۸ز کال کې هغه د هماغه کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماندېدو په اړه خپل هوډ اعلان کړ، اما د خپل کمپاین پر مهال له لوجستیکي ستونزو سره له لاس او ګرېوان کېدو وروسته د کوم لامل یې چې "رسمي ممانعت" ګاڼه، په شا شو. د روسیې د پراخو لاریونونو د راولاړولو په پایله کې کوم چې په ۲۰۱۱ز کال کې پیل شول، نوموړي په ۲۰۱۳ز کې اعلان وکړ چې هغه د ځورول کېدو سره د مخامخ کېدنې له وېرې د لږ وخت لپاره روسیه پرېښې ده. له روسیې څخه له پرواز کولو څخه وروسته، هغه په نیویارک ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده. نوموړي په ۲۰۱۴ز کال کې د کرواسي یا کروشیا هېواد تابعیت (Croatian citizenship) واخیست او سپلېټ ته څېرمه په پودسترانا کې یو استوګنځی لري.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

کاسپاروف اوسمهال د بشري حقونو د بنسټ (Human Rights Foundation) مشر دی او د هغو د نړیوالې شورا مشري په غاړه لري. په ۲۰۱۷ز کال کې، هغه د دېموکراسۍ د تجدید نوښت (RDI)، چې په متحده ایالاتو کې د ننه او له هغه ځایه بهر لېبرال دېموکراسۍ ته پراختیا ورکوونکی او د هغه مدافع یو امریکایي سیاسي نهاد دی، تاسیس کړ. نوموړی د دغې ډلې مشري په غاړه لري. کاسپاروف همدارنګه د اواسټ (Avast) د سافټویرونو کمپنۍ یو امنیتي سفیر هم دی.[۳۸]

د ژوند لومړني وختونه او حرفه یي ژوند[سمول]

کاسپاروف د شوروي اتحاد د ازربایجان د سوسیالېست جمهورت (Azerbaijan SSR ) په باکو کې زیږېدلی دی، چې هغه مهال ورته د ګاریک کیموویچ وینستین (په روسي: Гарик Кимович Вайнштейн، ګاریک کیموویچ وینستین) نوم ورکړل شوی و. پلار یې، کیم مویسیویچ وینستین، یهودی ، او مور یې، کلارا شاګېنوفنا کاسپاروفا، ارمنستانۍ وه. کاسپاروف ځان "پخپله عیسویت ته اوښتی" بولي، که څه هم چې "په ډېرې بې تفاوتۍ سره" او خپل ځان د روسیې تبعه ګڼي. "سره له دې چې زه نیمه ارمنستانی او نیمه یهودی یم، خو زه خپل ځان روسی ګڼم ځکه چې روسي مې مورنۍ ژبه ده، او له روسي کلتور سره رالوی شوی یم". کاسپاروف او د هغه کورنۍ اړ شوه تر څو د ۱۹۹۰ز کال په جنوري کې په باکو کې د ارمني ضد ټولوژنو څخه چې د شورویانو سره په توافق د سیمه ییزو مشرانو له لوري همغږې شوې وې، وتښتي.             [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

پخپله د کاسپاروف له نظره، هغه خپل نوم د متحده ایالاتو د ولسمشر هري ترومن څخه، "هغه چا څخه چې زما پلار د کمونېزم پر وړاندې د هغه د کلک دریځ لپاره ستایلو، اخیستی دی. دا نوم په روسیه کې تر هغې چې هري پاټر راووځي، نادره و".[۴۷][۴۸]

کاسپاروف وروسته له هغې د شطرنج جدي لوبه پیل کړه چې نوموړي ته یې والدینو د شطرنج یوه معما جوړه کړه او د حل غوښتنه یې ترې وکړه. کله چې ګاري اووه کلن و، پلار یې د وینې له سرطان څخه ومړ. ګاري ته په دوولس کلنۍ کې، د هغه د مور کلارا په غوښتنه او د کورنۍ په موافقه، د کلارا تخلص کاسپاروف ورکړل شو، دا کار د دې لپاره وشو تر څو د ممکنه یهودي ضد فشارونو څخه وژغورل شي کوم چې په هغه وخت کې د شوروي په اتحاد کې عام وو.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

کاسپاروف له ۷کلنۍ څخه په باکو کې د مخکښو ځوانانو په ماڼۍ (Young Pioneer Palace) کې شامل شو، او په ۱۰ کلنۍ کې یې د میخایل بوتوینیک د شطرنج په ښوونځي کې د ولادیمیر مکوګونوف تر مربي توب لاندې ټرېنینګ پیل کړ. مکوګونوف د کاسپاروف بالقوه تجربو ته په پراختیا ورکولو کې مرسته وکړه، او هغه ته یې د کارو-کان د دفاع لوبېدل او د ملکې ګامبي زوال ورزده کړل، کوم چې د تارتاکوور له خوا تنظیم شوی سېستم و. کاسپاروف په تفلیس کې په ۱۹۷۶ز کال کې په ۱۳ کلنۍ کې له نهو نمرو څخه د اووو هغو په خپلولو سره  د شوروي د ځوانانو اتلولي وګټله. هغه راتلونکی کال دا لاسته راوړنه له ۹ څخه د ۸.۵ نمرو په خپلولو سره تکرار کړه.  هغه د دغه وخت په بهیر کې د الکساندر شکروف له لوري ترېنینګ لیده.[۵۳][۵۴]

کاسپاروف په ۱۹۷۸ز کال کې، په مینسک کې د سوکولسکای په یادګاري ټورنمنټ کې برخه واخیسته. هغه د یوې استثنا په توګه دعوت شوی و، خو لومړی مقام یې خپل کړ او د شطرنج وتلې څېره شوه. کاسپاروف په تکرار سره ویلي دي چې دغه پېښه د نوموړي په ژوند کې یوه د عطف نقطه وه او یادې پېښې هغه قانع کړ چې شطرنج د خپلې حرفې په توګه انتخاب کړي. هغه لیکلي دي "زه به د سوکولسکای یادګار تر هغې چې ژوندی یم په یاد ساتم". هغه همداراز دا هم ویلي دي چې، له بریا وروسته ده فکر کاوه چې د نړۍ د اتلولۍ په لوبو کې یې ډېر عالي وار درلود. [۵۵]

هغه لومړی په ۱۹۷۸ز کال کې کله چې ۱۵ کلن و، د شوروي د شطرنج د اتلولۍ لپاره وړ بلل شوی و، چې په هغه سطح کې تر ټولو کشر لوبغاړی و. نوموړي په داوګاوپیلس کې د ایګور وي. ایوانوف پر وړاند  د سویس د ۶۴-لوبغاړو د سېستم ټورنمنټ د تساوۍ په ماتولو سره وګاټه، چې په دې سره یې د واجد شرایط کېدو ځانګړی ځای خپل کړ[۵۶]

کاسپاروف په چټکۍ سره د فیده په نړیواله درجه بندۍ کې صعود وکړ. هغه د روسیې د شطرنج د فدراسیون تر نظارت لاندې، د بوسنیا او هرزه ګوینا (د هغه وخت د یوګوسلاویا یوه برخه) په بنجه لوکا کې د لویو ښوونکو په ټورنمنټ کې ګډون وکړ، په ۱۹۷۹ز کال کې، سره له دې چې رده بندي شوی نه و، (له شوروي څخه د جلا شوي ویکتور کورچنوی بدیل شو، د هغه چا بدیل چې په اصل کې دعوت شوی و، اما د شورویانو له خوا پر هغه د بندیز د ګواښ له امله لاس په سر شو.) کاسپاروف دغه د لوړې سویې ټورنمنټ وګاټه، چې په دې سره نوموړی له خپلو موقتی ۲۵۹۵ امتیازونو سره، چې د شطرنج د لوبې تر ټولو لوړ ګروپ ته د هغه د جګولو لپاره کافي وو (په هغه وخت کې د نړۍ په کچه ۱۵م نمبر)، راظاهر شو. په راتلونکي ۱۹۸۰ز کال کې، هغه د لوېدیځ دورتموند کې د نړۍ د نویو ځوانانو د شطرنج اتلولي وګټله. د هماغه کال په وروستیو کې، هغه د مالتا په والیتا کې د شطرنج په المپیاد کې د شوروي اتحاد لپاره د دویم رېزرفي کس په توګه په رسمي ډول راظاهر شو او د شطرنج په یو لوی استاد باندې بدل شو.[۵۷][۵۸]

حرفه[سمول]

د تر ټولو اوچت مقام په لور[سمول]

هغه وخت چې کاسپاروف یو تنکی ځوان و، د ۱۹۸۱ز ـــ ۱۹۸۲ز کلونو تر منځ یې د شوروي اتحاد د شطرنج په اتلولۍ کې لومړی ځای خپل کړ. د سوپر-کلاس سطحې په نړیوال ټورنمنټ کې هغه خپله لومړنۍ بریا په ۱۹۸۲ز کال کې د یوګوسلاویا د سوسیالېست جمهوریت د بوسنیا او هرزه ګوینا په با بوګوجنو (Bugojno) کې تر لاسه کړه. نوموړي د مسکو د ۱۹۸۲ز کال په بین المنطقه یي ټورنمنټ کې چې هغه وګاټه، داسې  یو ځای تر لاسه کړ چې ورسره د نوماندانو ټورنمنټ ته د لار موندنې واجدِ شرایط شو.[۵۹]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118721097  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.imdb.com/name/nm0440716/bio
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n14s94 — subject named as: Garry Kasparov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Garry Kasparov — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/031d97df09a94c75919d44811f2368bf — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kasparow-garri-auch-gary — subject named as: Garri (auch Gary) Kasparow — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. subject named as: Garri Kasparov — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/79058
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017829 — subject named as: Garri Kasparow — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. پیوستون : 118721097  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. National Library of Spain ID: https://datos.bne.es/resource/XX995885
  10. https://www.newyorker.com/magazine/2007/10/01/the-tsars-opponent — د نشر نېټه: ۱۲ مارچ ۲۰۲۲
  11. https://www.facebook.com/pages/Garry-Kasparov/152950594778226?sk=info
  12. http://www.nytimes.com/1990/10/07/books/the-youngest-champ-the-dirtiest-game.html
  13. What's Bad for Putin Is Best for Russians — نشرونه لخوا د: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۱۰ جولای ۲۰۰۶
  14. Police and Protesters Clash in St. Petersburg — نشرونه لخوا د: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۴ مارچ ۲۰۰۷
  15. https://libris.kb.se/katalogisering/ljx15l1411pkn8r — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۷ جنوري ۲۰۱۳
  16. Gari Kasparov dobio hrvatsko državljanstvo — نشرونه لخوا د: Večernji list — د خپرولو نیټه: ۲۷ فبروري ۲۰۱۴
  17. Kasparov's movie: from chess to politics — نشرونه لخوا د: انډيپېنډنټ — د خپرولو نیټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۸
  18. http://books.google.com/books/about/Lessons_in_Chess.html?id=-WElGwAACAAJ
  19. http://books.google.com/books/about/The_Blueprint.html?id=E8VpkQEACAAJ
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12056909h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. د ټولټال کار کتنه په: http://ratings.fide.com/download/apr05frl.zip — دوتنه: FIDE
  22. FIDE player ID: https://ratings.fide.com/profile/4100018
  23. ruchess ID: https://ratings.ruchess.ru/people/123698
  24. Chessgames.com player ID: https://www.chessgames.com/perl/chessplayer?pid=15940
  25. 365Chess.com player ID: https://www.365chess.com/players/Garry_Kasparov
  26. "Who is the Strongest Chess Player?". Bill Wall. Chess.com. 27 October 2008. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Garry Kasparov | Biography & Facts". Encyclopædia Britannica. 
  28. Ruslan Ponomariov won the disputed FIDE title, at the age of 18, when the world title was split
  29. "Putin "heir" on course to win Russia election: poll". Reuters. 13 December 2007. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Gessen, Masha (2012). The Man Without a Face: The Unlikely Rise of Vladimir Putin. New York: Riverhead Books. د کتاب پاڼي 196–197. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59448-842-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Gessen describes some of the obstacles Kasparov encountered during the attempt to build his campaign: his chartered plane was refused airport access; hotels were advised not to house him; event attendees and organizers were threatened; secret police were a constant presence; a "total television blackout" was enforced. These measures, Gessen concludes, kept the Kasparov movement from growing.
  31. (په 13 September 2014 باندې). Moscow city elections leave little room for Russian opposition."Independent opposition candidates faced many obstacles. In February, Putin signed a law requiring all independent candidates to collect signatures from 3 percent of their constituents. The city didn't finalize the boundaries of the districts – which expanded from 35 to 45 – until April. Then in May, two of the original 'For Moscow' members were slapped with fraud charges, effectively ending their campaigns.[paragraph break] The remaining would-be candidates had a few weeks in the summer to collect approximately 5,000 signatures. It proved an elusive goal for most coalition members."
  32. (په 6 June 2013 باندې). Garry Kasparov not returning to Russia out of fear of prosecution.
  33. (په 4 December 2018 باندې). Garry Kasparov Says We Are Living in Chaos, But Remains an Incorrigible Optimist.
  34. (په 25 April 2018 باندې). The political center is fighting back.
  35. "Gari Kasparov dobio hrvatsko državljanstvo". Večernji list. 27 February 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. GARI KASPAROV: ‘Vladimir Putin ima previše problema da bi nastavio svoje agresivne politike na području Balkana’ Archived 22 November 2021 at the Wayback Machine.Nacional, 22 December 2020, # 1183, p. 51.
  37. "Je li se legendarni šahist Gari Kasparov trajno preselio u Podstranu pokraj Splita? U Dalmaciju se 'sklonio' nakon pandemije koronavirusa". Slobodna Dalmacija. 15 January 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Avast Blog | Garry Kasparov". blog.avast.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Masha Gessen (7 May 2012). "Chess Champion Garry Kasparov is Russia's Great Red Hope". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kasparov, Garry (2011), Garry Kasparov on Garry Kasparov, Part 1: 1973–1985, Everyman Chess الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة): "I am absolutely sure that the Garry Kasparov, who became leader of the chess world, professed the same values as Garik Weinstein, who once, following the example of his father, became fascinated by chess..."
  41. Biography Archived 10 August 2011 at the Wayback Machine. on Kasparov.ru site کينډۍ:In lang
  42. White King and Red Queen by Daniel Johnson, کينډۍ:ISBN
  43. "Transcript: Kasparov to Start Campaign Promoting 'Values of Democracy'". Fox News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Garry Kasparov on Conversations with Bill Kristol". مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Garry Kasparov Transcript – Conversations with Bill Kristol". مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "I think I got a good education on the subject when my family and I had to flee Baku at night to escape the January 1990 pogroms against Armenians that were coordinated by local leaders with Soviet acquiescence. The Sumgait pogrom was just two years old at the time". Twitter.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. کينډۍ:Cite twitter
  48. Rich Pelley (په 15 February 2022 باندې). Garry Kasparov talks about his life.
  49. Unlimited Challenge, an autobiography by Garry Kasparov with Donald Trelford, کينډۍ:ISBN
  50. Kasparov: The World's Chess Champion Archived 24 December 2007 at the Wayback Machine., by Anne Kressler, From Azerbaijan International (3.3) Autumn 1995. (Retrieved 31 March 2008)
  51. Hooper, David; Whyld, Kenneth (1996). Oxford Companion To Chess. Oxford University Press. OCLC 34618196. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-280049-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Reason for name change". مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Ham, Stephen (2005). "The Young King" (PDF). Chesscafe. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. Garry Kasparov (2011). Garry Kasparov on Garry Kasparov, Part 1: 1973–1985. Everyman Chess. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781857448641. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract of page 11 Archived 9 July 2021 at the Wayback Machine.
  55. "ICC Help: interview". Internet Chess Club. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "The chess games of Garry Kasparov". Chessgames.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "Garry Kasparov". Encyclopædia Britannica. 
  58. "FIDE Rating List: January 1980". OlimpBase. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Chessmetrics Player Profile: Garry Kasparov". Chessmetrics.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)