ډاکټر سید بهاءالدين مجروح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شهید پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح د کابل پوهنتون استاد ، فیلسوف ، لیکوال او شاعر و. نوموړی د پښتو ژبي د یوه مشهور شاعر او خدمتګار سید شمس الدین مجروح زوی و. نوموړی د ۱۹۲۸ میلادي کال د فبروري په میاشت کې د کونړ ولایت د اسمار په اولسوالی کي دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې .

زدکړې:[سمول]

ډاکټر سيد بهاوالدين مجروح خپلې لومړنۍ زده کړې د شينکوړک د کلي په جومات کې پېل او سرته ورسولې. له څه مودې وروسته له خپل پلار سره کابل ته ولاړ او د ۱۳ کلنۍ په عمر د استقلال لېسې په څلورم ټولگي کې شامل شو. پر ۱۹۵۰ زېږي کال د دغې لېسې د ادب او فلسفې له څانگې په لومړۍ پوړۍ (درجه) فارغ او د هغه وخت د دولت له خوا د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو. خپلې لوړې زده کړې يې د ۱۹۵۲ ز تر ۱۹۵۸ ز کال پورې د پاريس په سوربن او بيا د (مونټ پليه) په پوهنتون کې د ساپوهنې(روحياتو) او فلسفې په څانگه کې د مافوق لسان تر پوړۍ پورې پای ته ورسولې. په همدې دوره کې يې وکړاى شو چې د الماني او انگړېزي ژبو ادبيات زدکړې یې په غربي المان(مغربي جرمني) او انگلستان کې بشپړې کړې.

دندې:[سمول]

کله چې ډاکټر سيد بهاو الدين مجروح پر ۱۹۵۸ میلادي کال کې خپل هېواد ته راستون شو نو په همدغه کال د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي ښوونکی او بيا رييس شو. پوهاند مجروح خپل ټول ژوند د پوهې په خدمت کې تېرکړ. هغه د افغانستان په ځينو نورو رسمي دندو هم پاتې شوی چې له دغو دندو څخه يې ځينې د پارلمان غړيتوب، د کابل او کاپيسا ولايتونو ولسوال، همداراز له ۱۹۵۰ ز. تر ۱۹۷۳ ز. پورې پهمصر کې د افغانستان د سفير دنده وه. د ژوند په وروستيو کلو کې چې کله پاکستان کې مهاجر شو نو خپل علم او قلم يې د مجاهدو او مهاجرو په خدمت کې په کار واچاوه.

پوهاند ډاکتر سيد بهاوالدين مجروح د افغانستان راتلونکي په اړه، چې کډوال څه غواړي، د نظرپوښتنې يوه سروې ترسره کړه. د دغې سروې د نورور پوښتنو په څنگ کې دا چې افغانان څوک د افغانستان د ملي مشر په توگه غواړي، د څينو پوښتنو ځوابونه دا وو: - ظاهرشاه پخوانی پادشاه 71.65% - اسلامی نظام 12.50% - افغان مسلمان 10.30% - جهادی قوماندانان لکه مسعود، عبدالحق، فريد، حقانی 1.75% - تنظيمی سياسي مشران لکه پير گيلاني،مولوی محمد نبی، برهان الدين ربانی، گلبدين حکمتيار 0.45% نه پوهيږم 3.35%

دا سروې د افغان اطلاعاتي مرکز په انگليسي ژبې مياشتنۍ خپرونې د ۱۹۸۷ زېږدي کال د جولای په گڼه کې خپره شوه. ددغې سروې په بهير کې د افغانستان د ټولو قومونو او د ښځو په گډون له چترال نه تر کوټې پورې ۲۰۰۰ کډوال پوښتل شوي ول. دغې معياري سروې د نړۍ په ټولو رسنيو کې داسې پراخ غبرگون وموند چی نړيوال ذهنيت يې دپاکستان د څارگرۍ (استخباراتو) په لاس جوړ شويو تنظيمونو په اړه بدل کړ او په سياسي ډگر کې يې د مهاجرينو د استازېولې حيثيت له لاسه ورکړ. هره ورځ له نړيوالو رسنيو د افغان اطلاعاتي مرکز د سروې تکرار او د يوې باوري سرچينې په توگه د افغان اطلاعاتي مرکز حواله ورکول د پاکستان د پوځي څارگرۍ او د هغوی د تنظيمي مرييانو د داسې غوسې او غضب لامل شو چې شپږ مياشتې وروسته يی ډاکټر مجروح د پېښور پخپل دوتر کې په شهادت ورساوه. شایي یاده سروې د ډاکټر صیب د مرګ لامل شو.

چاپ اثار:[سمول]

۱- ځانځاني ښامار، پارسي يې (اژدهای خودي).

۲- د جبر او اختيار ډيالکټيک.

۳- د اجتماعي احساس د الفرد ادلر په روانشناسۍ کې د ماسټرۍ تيزېس.

۴- د ځان تربيه زموږ په روانشناسۍ.

۵- دشمن را بشناسېد.

۶- صوفي او نوې دنيا.

۷- زردشت وويل داسې.

۸- پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰.

۹- بودا چنين گفت.

۱۰- سيد جمال الدين افغاني و برخورد شرق و غرب.

۱۱- منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنايي.

۱۲- نا اشنا سندرې او ځینې نور

مړینه:[سمول]

نوموړی د ۱۹۸۸ میلادي کال د فبروري په میاشت کې د شپیتو کالو په عمر د وطن، سولې، علم او رڼا دښمنانو له لوري د پښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې په شهادت ورسول شو.

د استاد مجروح پر شهادت د همیش خلیل مرثیه:[سمول]

د پښتونخوا نامتو محقق همیش خلیل دده پر مړینې یوه مرثیه لیکلې ده :

په خزان وهلې څانګه یو بلبله زما کورکي په سرو وینو ژړیدله په سرو سترګو د حسرت کي نوحه ګري خدای خبر دی چي د چا سانده ویله وې یې اې د افغانۍ دُدرخو ادمه د آرزو باز دره ستا وسوزیدله ما وې: څه وايې بلبلي هیڅ پوه نه شوم دا د چا په فرقت ژاړې بې بدله وې یې: دا دغم خبر مي دی راوړی خوله مي ډکه شه له خاورو په څو ځله که څه ونه وایم سوزم لمبه کیږم د هجران لمبې مي خیژي له کوګله چي یې زه درته وایم د غم په ژبه د زخمونو ګلدسته ډکه منګوله هغه ګل د زمانې لاسونو ومروړ د وطن د رابیا ګلي له کاکله په ارزو د خپل چمن د ښیرازی و نیم بسمل هسي مجروح و له ازله د خپل سر په صدقه یې کړه روښانه د افغان د تقدس ډیوه شوه بله د وطن د آزادی په استقلال یې د ګلونو په ځای وینه وشیندله هغه روڼ مشال بې وخته تیارو ونغړد چي تیاره د غلامۍ به یې غندله د شرابو په ځای ستا هغه همفکره سره پیاله د شهادت نن ونوشله په ګلشن د پسرلي په امیدونو ما لیده د هغه وینه بهیدله د مراد کښتۍ طوفان کړه دړي وړي بس یو څو قدمه وړاندي له منزله ما وې: څوک دی د کوم ځای او څه یې نوم دی را نمایه اې کمبختي ژر کړه هله وې یې: ماه د پښتونخوا له کوه طوره موسی خویه پښتنو ته ځلیدله د پیړو له انتظاره پیدا کیږي د مجروح غوندي دنیا کي کله کله بویه بیا چي بهاالدین غوندي مور راوړي په آسانه که پیدا شي ده مشکله چي پخپله په خپل کور کي ډیوې وژني های توبه د داسي قوم له تغافله