ادبپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
(له ادبيات نه مخ گرځېدلی)
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ادبپوهنه په عام مفهوم هغه پوهنه ده چې د ادبياتو په هکله څېړنه کوي . يا په بله وينا هغه پوهنه چې ادبيات مطالعه کوي ادب پوهنه بلل کېږي . دغه پوهنه له فلسفې ، ښکلا پوهنې، هنرپوهنې او ژبپوهنې څخه مرسته غواړي .

د ادب لغوي مانا تهذيب دی او څه شی چې له چا سره يا له کوم شي سره لايق او مناسب وي هم ورته ويل کېږي لکه؛ د مجلس اداب، د ټولنې اداب او داسې نور اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وېنا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کېږي چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منشور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي. د ادب په تعريف کې ويل شوي دي چې ادب د ښو الفاظو په وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړه خبرو ښکاره کول او د اوريدونکو په ذهن کې يې کښېنول دي. يعنې ادب يواځې د افکارو او روحي حالاتو اظهار نه دی، بلکه له يوه ذهن نه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم په کې ملحوظ دی. دا انتقال که په ښه ډول او مهارت سره وي چې هم په کې ښه کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښه تړنگ (ترکيب) او ښه کارونې له مخې فصاحت او بلاغت په پام کې نيول شوی وي، ادب ورته ويل کېږي او که داسې نه وي نو عادي خبرې دي.


د ادب پوهنې څانگې

په اساسي او بنسټيزو څانگو کې ېې : ادبي تيوري ، ادبي تاريخ او ادبي کره کتنه (نقد) يادېږي . د ادبپوهنې په فرعي څانگو پورې دا برخې اړوندې دي : د ادب پوهنې د تاريخ مېتوډالوژي، کتاب پوهنه ( بيبليوگرافي) او متن پوهنې يا څېړنې (ميتوډولوژي) شاملې دي . په ادبې تيورۍ کې د ادبي آثارو د ټولنيز بنسټ سرچينې يا ماهيت ، خانگړنو ، د ادب د ودې او پرمختيا قوانين تر څېړنې او مطالعې لاندې نيول کېږي . ادبي تاريخ د يوې ژبې د ادبياتو د ودې او پرمختگ لړۍ مطالعه کوي او په دغه لړ کې د بېلابېلو ادبي آثارو ځای او ارزښت په گوته کوي . د ادب پوهنې درېيمه څانگه په لاندې توگه يادېږي :

درېيمه څانگه ادبي کره کتنه نومېږي : په دې لړ کې د ادبي آثارو د ښېگڼو او بدگڼو يا ښکلا ؤو او کمزورتياؤو ښودلو ، او په هکله ېې د پرېکړې کولو دنده په غاړه لري . دغه لړۍ د يو لړ ځانگړو معيارونو له مخې ادبي آثار مېچوي (ارزيابي ) کوي . يا هم په ادبي اثارو ځينې پرېکړې کوي او د هغو ښه او بد يا ښکلي او بدرنگ اړخونه رابرسېره کوي . دغه پورتنۍ درې واړه څانگې ، چې هره يوه ېې د څېړنې او مطالعې پراخه ډگر لري په ټولنييزه توگه ادبپوهنه نومېږي .

د ادب د کلمې ريښې

د ادب د کلمې اصل يا ريښه (هذب) دی چې د (بې عيبه) مانا لري. د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې دپاره کارېږي چې څينې ځانگې او ښاخونه يې قطع شول او صافه به شوه، وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنوياتو ته ولېږدېده او هغه چا ته به هم وويل شول چې عيبونه به يې ورک شول او مهذب به شو. اهل لغت ټول پدې باندې متفق دي چې د مهذب کلمه د يوه کامل انسان د پاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده. څکه چې معنوي او عقلي امور له حسي شيانو ځخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب، عقل، عقال ځخه ماخوذ ده. نو د هذب کلمې ذ په دال بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېر مثالونه لري. لکه هذم، هدم، جدم، جذم، د قطع په مانا (ه) په (همزه) بدله شوه او دا ابدال هم په عربي کې متارف دی لکه اهل، آل، ماه، مه او داسې نور. نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو.

د ادب د کلمې تاريخ

ځينې وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه او د اسلام په ابتدا کې نه وه ځکه چې نه د هغه وخت په ادبي اثارو کې راغلې ده او نه په قران کې شته.بلکې لومړی ځل دا کلمه په حديث نبوي شريف ((ادبني ربي فاحسن تاديبي)) کې ذکر شوې ده .((دا حديث محدثينوپه دغوالفاظو نه دي ضبط کړي))، ځينې نور وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کې هم وه او داچې د هغه وخت په اشعارو او قران شريف کې نشته ددې دليل نشي کېدای چې گواکې دا کلمه په هغه وخت کې هډو موجوده نه وه. دوی د خپلې مدعا د ثبوت دپاره دا دليل راوړي چې کوم وخت دا کلمه په حديث او اصحابو يا د تابعينو په اقوالو کې راغله او هېچا ېې د معنې او مفوم پوښتنه ونه کړه معلومه ده چې پخوا هم وه او ارتجالآ نه ده وېل شوې. وايي چې دا کلمه د حضرت علي(رض) په اقوالو کې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کې هم اکثم بن صيفي د بني تميمو مشهور خطيب ذکر کړی دی.

د ادب وېش

ادب د خپل جوهري او ذاتي وېش په لحاظ دوه ډوله دی:

  • ادب محض
  • ادب مخلوط

ادب محض

ادب محض هغه دی چې بې د بيان له لُطف او خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريکه بل مقصد او بله غايه په کې نه وي، لکه ځينې عشقي غزلې چې د رحمان بابا د حميد او خوشحال بابا او نورو شاعرانو په ديوانو کې گورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعي مناظرو يا د احساساتو او عواطفو تمثيل په کې وي.

ادب مخلوط

مخلوط ادب دې ته وايي چې يو اديب کوم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي پېرايه کې راوړي او ادبي رنگ ورکړي نو دلته ادب واسطه ده او په لومړي صورت کې غايه ده.

د لومړي قسم ادب په لحاظ موضوع شاعرانه احساسات او عواطف روحي کيفيتونه، حسن او جمال، د طبيعت ښکلي مظاهر او مناظر، نفسي اغېزې، فلبي تمايلات گڼل کېږي مگر دوهم قسم ادب هر څه په غېږ کې نيسي او کېدای شي چې سړی ساينس او تخنيکي يا رياضي مسايلو ته هم ادبي رنگ ورکړي او ادب په هر څه کې گډ کاندي.

سرچينې

  • د آريانا دايره المعارف ۲۵۸ ــ ۲۵۹ مخونه