ځنگلي پيشو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ځنگلي پيشو
Felis chaus
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه تی لرونکي ځناوران
ډله د اړونکي ځناوران
تیره پيشيان

ځنگلي پيشو (په لاتين:Felis chaus) یوه وحشي پيشو ده چی په نژدې ختيځ او سهيلي آسیا کی ژوند کوي. نومږړي پيشو په ځانگړي ډول څرمښکۍ، مرغان، څونگښې، کبان،سویان او قرقاولان ښکار کوي.

توصیف

ځنگلي پيشو لمړني ځل د Die Säugethiere in Abbildungen nach der Natur mit Beschreibungen په کتاب کی د آلماني ځناورپوه یوهان کریستیان دانیل فون شربر لخوا توصیف شوه. نوموړي پيشو په مصر، افغانستان، هندوستان، میانمار، تایلنډ، نیپال او چین کی په د سیندونو تر نژدي ژوند کوي. وزن یی د ۴ کیلوگرامو څخه تر ۱۶ کيلوگرامو پورې وی او اوږدوالي یی ۷۵ سانتمترو ته رسېږي. د ځنگلي پيشو د وړۍ رنگ ژیړ- سور یا نسواري دي. نوموري پيشو هر سال تقریبا ۴ ځوانکان لري د اميندواري دوره یی ۸ هفته ده.

د ځنگلي پيشو ډولونه