ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ (۱۸۵۸ز د اکټوبر ۲۷مه - ۱۹۱۹ز کال د جنوري ۶مه) چې ډېری وختونه د ټیډي یا د هغه د نوم د لومړیو تورو (TR) په نوم هم پېژندل کېږي، یو امریکایي سیاستوال، محافظه کار، طبیعت پوه، تاریخپوه او لیکوال و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ دمخه د ۱۹۰۱ز کال له مارچ نه تر سپټمبر پورې د ویلیم مک کینلي په مشرۍ د ۲۵م ولسمشر د مرستیال او له ۱۸۹۹ز کال نه تر ۱۹۰۰ز کال پورې د نیویارک د ۳۳م والي په توګه هم دندې تر سره کړې دي. نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مک کینلي له وژنې وروسته ولسمشر وټاکل شو او د انحصار ضد او پراختیایي تګلارو لپاره یو محرک ځواک وبلل شو.
روزولټ یو ناروغه ماشوم و او له ساه بندۍ ناروغۍ نه کړېده، خو وروسته یې په ژوند کې د یو لړ ستونزمنو کړنلارو په منلو سره تر یوه بریده خپلې روغتیایې ستونزې حل کړې وې. هغه په خپل کور کې زده کړي کړې وي او هغه کتاب، چې د ۱۸۱۲ز کال سمندري جګړې په نوم یادېده او په ۱۸۸۲ز کال کې خپور شو، چې نوموړی ته د یوه پوه تاریخ لیکونکي او نامتو لیکوال شهرت ور په برخه کړ. سیاست ته له ننوتلو سره، هغه د نیویارک ایالت په مقننه قوه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د اصلاح غوښتونکي ډلې مشر وټاکل شو. د روزولټ ښځه او مور دواړه په یوه شپه مړه شول، چې له امله یې هغه رواني ګوزار ولید، خو وروسته په ډاکوټاس کې د غواګانو د فارم په اخیستلو او چلولو سره بېرته روغ شو. هغه د ولسمشر ویلیم مک کینلي په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه هم دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۸ز کال کې یې د هسپانیا په وړاندې د خورا بریالۍ سمندري جګړې په پلانولو کې مرسته وکړه، خو وروسته د (Rough Riders) د جوړولو او رهبري کولو په پار له خپلې دندې نه استعفا وکړه، (Rough Riders) هغه واحد و، چې په کیوبا کې یې له هسپانوي پوځ سره تبلیغاتي جګړه کوله. روزولټ د جګړې د اتل په توګه له بېرته راستنېدو سره سم په ۱۸۹۸ز کال کې د نیویارک والي وټاکل شو. د نیویارک ایالت د ګوند مشرتابه د هغه حریصه اجنډا نه خوښوله او مک کینلي یې قانع کړ، چې روزولټ د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنو کې خپل مرستیال وټاکي، په دې ډول روزولټ په کلکه د ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړ او د مک کینلي او روزولټ ټکټ د سولې او سوکالۍ د پلټ فارم پر بنسټ ستره بریا ترلاسه کړه.
روزولټ د ۱۹۰۱ز کال په سپټمبر کې د مک کینلي له وژل کېدو وروسته په ۴۲ کلنۍ کې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په دې توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر شو. روزولټ د پراختیایي غورځنګ مشر او د مربعي معاملو «Square Deal » کورنیو تګلارو، لکه: د اتباعو منځني قشر ښه والی، د انحصار ضد قوانین، د ریل پټلۍ تنظیم، خالص خواړه او درملو اتل و. هغه ملي پارکونه او ځنګلونه، چې موخه یې د هېواد طبیعي زېرمو ساتل و، جوړ کړه. په بهرنۍ تګلاره کې، هغه په منځنۍ امریکا تمرکز وکړ او د پاناما کانال د جوړولو چارې یې پیل کړې.
هغه خپل سمندري ځواک پراخ کړ او د دغه سمندري ځواک د ښودلو لپاره یې یوه لویه سپینه بېړۍ په نړیوال سفر واستوله. د روسیې او جاپان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د هغه بریالۍ هڅې د دی لامل شوې، چې په ۱۹۰۶ز کال کې د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړي. روزولټ په ۱۹۰۴ز کال کې د یوې بشپړې مودې لپاره وټاکل شو او پرمختیایي تګلارو ته یې دوام ورکړ. هغه د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره خپل غوره ملګری ویلیم هاورډ ټافت غوره کړ. هغه د ۱۹۱۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته او د ډیموکراټ نوماند ووډرو ویلسون ته یې اجازه ورکړه چې ټاکنې وګټي. له ماتې وروسته روزولټ امازون حوزې ته په یو دوه کلن سفر ولاړ، چې هلته د استوایی ناروغۍ له امله مړ شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې یې په ویلسون نیوکې کولې، چې هېواد یې د جګړې نه لرې ساتلی و. هغه په ۱۹۲۰ز کال کې بیا د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه فکر وکړ، خو د هغه روغتیايي حالت خراب شو او په ۱۹۱۹ز کال کې مړ شو. هغه په عمومي توګه د تاریخپوهانو او سیاسي شنونکو په نظرپوښتنو کې د پنځو غوره ولسمشرانو په منځ کې ډلبندي کېږي.
د ټیوډور روزولټ ولسمشرۍ (۱۹۰۱ز کال - ۱۹۰۹ز کال)
[سمول]د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه، ولسمشر مک کینلي د نیویارک ایالت په بفیلو سیمه کې د پان-امریکن په نندارتون کې ګډون درلود، چې د انارکیست لیون کازولګوز له خوا وویشتل شو. روزولټ ورمونټ ته د رخصتي لپاره تللی و، چې وروسته د مک کینلي د لیدو لپاره بفیلو ته لاړ. داسې ښکارېده، چې مک کینلي به ژر روغ شي، ځګه روزولټ په اډیرونډاک غرونو کې خپله رخصتي ته بیا ادامه ورکړه. کله چې د مک کینلي حالت خراب شو، روزولټ بېرته بفیلو ته ورغی. مک کینلي د سپټمبر په ۱۴مه مړ شو او روزولټ ته په شمالي کریک کې خبر ورکړل شو، په دې ډول هغه د انزلي ویلکوکس کور کې د هېواد د ۲۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.[۲۷][۲۸][۲۹]
د مک کینلي ملاتړي، د نوي ولسمشر په اړه اندیښمن وو، خو روزولټ د ګوند مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هغه اراده لري، د مک کینلي تګلارو ته غاړه کېږدي او د مک کینلي کابینه وساتي. سره له دې روزولټ هڅه وکړه، چې ځان د ګوند د نا متنازع مشر په توګه وټاکي، تر څو د ولسمشر په توګه خپله ونډه او د ۱۹۰۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي پاتې وه، ځکه په هغه وخت کې د دغه ځای ډکولو لپاره هېڅ قانوني شرایطو شتون نه درلود (په ۱۹۶۷ز کال کې له ۲۵م تعدیل نه مخکې).[۳۰][۳۱][۳۲]
د تیودور روزولت د ادارې بهرنۍ تګلاره
[سمول]جاپان
[سمول]په ۱۸۹۰مه لسیزه کې روزولټ یو سخت امپریالیست و او د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې د فیلیپین له دایمي اشغال نه په کلکه دفاع وکړه. په ۱۹۰۲ز کال کې د محلي پاڅون له پای ته رسېدو وروسته، هغه په لویه کچه د فیلیپین او اسیا پراختیا کې خپله امپریالیستي لېوالتیا له لاسه ورکړه، خو غوښتل یې په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د سمبول په توګه متحده ایالات قوي حضور ولري. د ټیودور روزولټ له لومړیتوبونو نه د هغه د ولسمشرۍ پر مهال او وروسته له هغه له جاپان سره د دوستانه اړیکو ساتل و.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
له ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۰۵ز کال پورې جاپان او روسیه په جګړه بوخت وو. روزولټ د جاپانیانو د پوځي زړورتیا ستاینه وکړه او دواړو خواوو له روزولټ نه وغوښتل، چې د پورټسموت او نیو هیمپشایرد سولې په کنفرانس کې، چې په بریالیتوب ترسره شو، منځګړیتوب وکړي، چې په دې ډول روزولټ د خپلو هڅو لپاره د نوبل د سولې جایزه هم وګټله. په کالیفورنیا کې له جاپان سره دښمني مخ په ډېریدو وه او توکیو احتجاج وکړ. روزولټ په ۱۹۰۷ز کال کې د
« Gentleman's Agreement » په اړه خبرې اترې پیل کړې. د جاپانیانو په وړاندې ښکاره تبعیض پای ته ورسېد او جاپان موافقه وکړه، چې غیر مسلکي کډوالو ته به اجازه ورنه کړي، چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د امریکا د جنګی بېړیو لویه سپینه بېړۍ په ۱۹۰۸ز کال کې جاپان ته ولاړه. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
اروپا
[سمول]د هسپانیې او نوې سترواکۍ په وړاندې په جګړه کې بریالیتوب او د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد درلودل په دې معنا و، چې متحده ایالات د نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شي. روزولټ په بهر کې د خپل دریځ د پېژندلو لپاره لارې لټولې. روزولټ د مراکش د لومړي ناورین په منځګړیتوب کې د (Algeciras) کنفرانس په رابللو سره هم لوی رول ولوباوه، چې د فرانسې او جرمني ترمنځ یې د جګړې مخه هم ونیوله. د روزولټ ولسمشرۍ کې له بریتانیا سره هم اړیکې پیاوړې شوی.[۴۱][۴۲]
د هسپانیه او امريکا د جګړې پر مهال له متحده ایالاتو نه د بریټانیا ملاتړ د دې دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړې او تر هغه وخت پورې یې داوم درلود، چې بریټانیا له کارابين نه د المان په سمندري ګواښ باندې د تمرکز په موخه خپلې بېړۍ وایستلې. په ۱۹۰۱ز کال کې بریټانیا او متحده ایالاتو د (Hay–Pauncefote) تړون لاسلیک کړ او د کلیټون بلورو تړون یې، چې د متحده ایالاتو د هغه کانال د جوړولو مخه یې نیوله، چې ارام سمندر او اتلانتیک سمندر یې سره نښلاوه، لغوه کړ. د الاسکا د پولې اوږدمهاله شخړه، د متحده ایالاتو لپاره په مناسبو شرایطو کې حل شوه، دا ځکه چې لویې بریټانیا نه غوښتل متحده ایالات د هغه څه په سر خواشیني کړي، چې ثانوي مسئله ګڼل کېده. روزولټ وروسته د الاسکا د پولې د شخړې په اړه وویل: « د بریټانوي سترواکۍ او امریکا ترمنځ یې وروستۍ جدي ستونزه حل کړه ».[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
ولادمیر پوتین
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118749633 — خپرېدونېټه: ۲۶ فېبروري ۲۰۲۳ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118749633 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122070908 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Theodore-Roosevelt — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67h1h16 — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/898 — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32296.htm#i322951 — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/655607 — سکالو پېژند: Teddy Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?166721 — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/roosevelt-theodore — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0056736.xml — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rooseveltt — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=theodore;n=roosevelt — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53345 — سکالو پېژند: Theodore Roosevelt — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117057 — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: Theodore Roosevelt
- ↑ the Internet Archive OpenLibrary ID: https://openlibrary.org/works/OL24502A?mode=all — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۵ — ليکوال: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
- ↑ پیوستون : 118749633 — خپرېدونېټه: ۱۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ پیوستون : 118749633 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Рузвельт Теодор — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ پیوستون : 118749633 — خپرېدونېټه: ۲۶ فېبروري ۲۰۱۷ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Рузвельт Теодор — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ https://artsandletters.org/?s=Roosevelt&restype=all — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۹
- ↑ Theodore Roosevelt — خپرېدونېټه: ۹ می ۲۰۱۸
- ↑ https://www.biography.com/us-president/theodore-roosevelt — خپرېدونېټه: ۱۸ ډېسمبر ۲۰۱۹
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/R000429 — خپرېدونېټه: ۱۴ اپريل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/47268707
- ↑ https://web.archive.org/web/20180920124739/https://www.whitehouse.gov/about-the-white-house/presidents/theodore-roosevelt/ — خپرېدونېټه: ۱۸ ډېسمبر ۲۰۱۹ — خونديځ اصل په ۲۰ سېپتمبر ۲۰۱۸
- ↑ "Theodore Roosevelt's Visit to Isle la Motte Historical Marker".
- ↑ "The Inauguration | Learn | Theodore Roosevelt Inaugural Site".
- ↑ Miller 1992، مم. 348–352.
- ↑ Edmund Morris, Theodore Rex p. 58
- ↑ Brands 1997، مم. 422–423.
- ↑ Miller 1992، مم. 354–356.
- ↑ William Michael Morgan, "The anti-Japanese origins of the Hawaiian Annexation treaty of 1897." Diplomatic History 6.1 (1982): 23–44.
- ↑ James K. Eyre Jr, "Japan and the American Annexation of the Philippines." Pacific Historical Review 11.1 (1942): 55–71 online.
- ↑ Michael J. Green, By More Than Providence: Grand Strategy and American Power in the Asia Pacific Since 1783 (2019) pp. 78–113.
- ↑ Charles E. Neu, An Uncertain Friendship: Theodore Roosevelt and Japan, 1906–1909 (1967) pp. 310–319.
- ↑ Neu, pp. 263–280
- ↑ Henry Pringle Theodore Roosevelt (1956) p. 288;
- ↑ Thomas A. Bailey, "The Root-Takahira Agreement of 1908." Pacific historical review 9.1 (1940): 19-35. online
- ↑ Brands 1997، مم. 614–616.
- ↑ Walter LaFeber, "The 'Lion in the Path': The US Emergence as a World Power." Political Science Quarterly 101.5 (1986): 705-718 online.
- ↑ Miller 1992، مم. 382–383.
- ↑ Miller 1992، مم. 387–388.
- ↑ Miller 1992، مم. 399–400.
- ↑ Miller 1992، مم. 397–398.
- ↑ Miller 1992، مم. 450–451.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1919ز مړينې
- 6 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

