د هسپانیې ــ امریکې جګړه
د هسپانیې – امریکې جګړه (د ۱۸۹۸ کال د اپریل ۲۱ – د اګست میاشتې ۱۳) د هسپانیې او متحده ایالاتو ترمنځ د وسله والې جګړې دوره وه. دا دښمني هله پیل شوه کله چې د کیوبا په هاوانا بندر کې د USS Maine داخلي چاودنه وشوه، او همدا ددې لامل شو چې متحده ایالاتو د کیوبا د خپلواکۍ په جګړې کې مداخله یا منځګړیتوب وکړي. جګړه د دې لامل شوه چې د کارابین په سیمه کې متحده ایالات ځای ونیسي، او همدارنګه ددې لامل شوه چې په ارام سمندر کې د هسپانیې ملکیتونه او شتمنۍ د متحده ایالاتو له خوا ونیول شي. دا ددې لامل هم شو چې متحده ایالات د فیلیپین په انقلاب کې او وروسته د فلیپین ــ امریکې جګړې کې ښکیل شي. [۱]
د هسپانیې سترواکۍ لپاره نولسمه پیړۍ د یوه روښانه سقوط یا زوال پیلامه وه، په داسې حال کې چې متحده ایالات د یوه نوي تاسیس شوي هیواد پر ځای په منځني سیمه ییز ځواک بدل شو. د هسپانیې سقوط چې له تېرو پېړیو یې زمینه برابره شوې وه، لومړی یې د ناپلیون له یرغل سره چټکتیا ومونده، چې وروسته د امریکې د مستعمراتو د لویې برخې خپلواکۍ، او وروسته هم سیاسي ناټیکاوي (اعلامیې، انقلابونه او کورنۍ جګړې ...) له ټولنیز او اقتصادي اړخه هېواد ویجاړ کړ. بل خوا، متحده ایالاتو د دې پیړۍ په اوږدو کې د لوزیانا او الاسکا په څیر سیمو د پیرودلو له لارې، او له نظامي اړخه د میکسیکو-امریکې جګړې او د ګڼ شمېر کډوالو په منلو سره اقتصادي وده وکړه. یوازې د څو کلونو لپاره دا پروسه د امریکا د کورنۍ جګړې او بیارغونې لپاره درول شوې وه.[۲][۳]
د کیوبا خپلواکي اصلي موضوع وه. له څو کلونو راهیسې په کیوبا کې د هسپانیوي استعمار پر وړاندې پاڅونونو دوام درلود. د هسپانیې - امریکې جګړې ته د متحده ایالاتو تر ننوتلو وروسته له دې پاڅونونو ملاتړ وکړ. تر دې دمخه هم د جګړې په اړه لکه په ۱۸۷۳ کال کې د ویرجینیوس مسایلو په اړه وېر شتون درلود. خو د ۱۸۹۰ لسیزې په وروستیو کې د امریکا عمومي نظرونه د پاڅون د ملاتړ په اړه د خلکو د کنټرول د جبري کار کولو د کمپونو د رامنځته کولو په پار متزلزله شو. د خلکو د لیوالتیاوو د ډېروالي او د ډیرو ورځپاڼو او مجلو د پلورلو لپاره ژېړ ژورنالیزم له اغراقه ډکو مبالغو ته دوام ورکړ. [۴][۵][۶]
د سوداګرۍ ټولنه له ژورې اقتصادي لوېدنې یا رکود څخه نوې رغېدلې وه او دا ویره ورسره وه چې جګړه ددوی لاسته راوړنې بېرته وانخلي. پر دې بنسټ، ډیریو سوداګریزو منافعو د جګړې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړه. ولسمشر ویلیم مک کینلي له مبالغو ډکو خبرونو نه سترګې پټې کړې او د سوله ییزې حل لارې په لټه کې شو. په هرحال، وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو سمندري زغره لرونکي کروزر ماین کښتۍ د ۱۸۹۸ کال د فبروري په ۱۵ نېټه په پټه توګه د هاوانا په بندر کې چاودنه وکړه او ډوبه شوه، مک کینلي د ډیموکراتیک ګوند سیاسي فشارونو هغه یوې داسې جګړې ته اړ کړ چې هغه غوښتل ترې ډډه وکړي. [۷][۸]
تر کومه ځایه چې هسپانیې پورې اړه لري، یو ملتپال غورځنګ شتون درلود، چې هغه کې لیکل شويو مطبوعاتو کلیدي رول درلود، او ددې لامل شو چې د هسپانیې حکومت تسلیم نه شي او کیوبا هم متحده ایالاتو باندې وپلوري، لکه څنګه چې یې مخکې په ۱۸۲۱ کال کې هغه هېواد ته فلوریډا سپارلی و. که د هسپانیې حکومت کیوبا ته انتقال ورکړی وای نو د هسپانیې ټولنه به خاینه ګڼل کېده او په ډېر احتمال سره چې یو نوی انقلاب به رامنځته شوی و. نو حکومت دا غوره وګڼل چې له مخکې یوه ماتې خوړلې جګړه په لار واچوي ددې پر ځای چې له خطره ډک انقلاب رامنځته شي.
مک کینلي د ۱۸۹۸ کال د اپریل میاشتې په ۲۰، د کانګرس یو ګډ پریکړه لیک لاسلیک کړ چې د هسپانیې د شاتګ غوښتونکی شو او ولسمشر ته یې واک ورکړ چې د کیوبا د خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره پوځي ځواک وکاروي. هسپانیې په ځواب کې د اپریل میاشتې په ۲۱ نېټه له امریکې سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او د امریکا سمندري ځواکونو په همدې ورځ د کیوبا محاصره کول پیل کړه. دواړو خواوو په داسې حال کې د جګړې اعلان وکړ چې یوه لوري هم متحدین نه درلودل. [۹][۱۰][۱۱]
تاریخي مخینه
[سمول]د خپلو مستعمراتو پر وړاندې د هسپانیې چلند
[سمول]د ټاپووزمې له جګړې (۱۸۰۷- ۱۸۱۴) نه ګډې ستونزې را ولاړې شوې، د هسپانیې او امریکې د خپلواکۍ په جګړو کې چې د ۱۹ پیړۍ په لومړیو کې پېښ شوې په امریکا کې یې خپلې ډېری مستعمرې له لاسه ورکړې او همدارنګه درې کارلیستي جګړې (۱۸۳۲- ۱۸۷۶) هم د هسپانیوي استعمار د ضعف ښکارندويي کوي. هسپانيوي لیبرالي اشرافو لکه انتونیو کانواس ډیل کاستیلو او ایمیلیو کاسټیلر د «سترواکۍ» د مفهوم نوي تفسیرونه یا څرګندونې وړاندې کړې ترڅو چې د هسپانیې د نوې راټوکېدلې ملتپالنې مفکورې سره همغږي شي. په ۱۸۸۲ کال کې کینووس د مادرید پوهنتون په یوې وینا کې د هسپانیې د ولس په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ چې د کلتوري او ژبنیو عناصرو پر بنسټ ــ د اتلانتیک په دواړو خواوو کې ــ شتون لري او د هسپانیې اړوند سیمې سره تړي.[۱۲][۱۳][۱۴]
د هسپانیې استعمار د کینووس په اند د نورو اروپایی استعماري ځواکونو پر پرتله ډیر «خیر غوښتونکی» و. تر جګړې دمخه په هسپانیې کې عام نظر د «تمدن» او عیسویت خپراوی و او ددوی په اند دا د نوې نړۍ لپاره د هسپانیې اصلي موخه او یوه مرسته وه. د کیوبا لپاره د کلتوري یووالي مفهوم چې څه د پاسه څلور سوه کاله هسپانیوي وه او د هسپانیې ولس لپاره د نه بېلېدونکې برخې په توګه ګڼل کېده، ځانګړی ارزښت ورکړ. [۱۵]
د امریکا غبرګون
[سمول]د کیوبا د پاڅون راپارېدنه، د ویلر اقدامات، او د هغهو خلکو غوسه کومو چې دا پیښې رمنځته کړې، د ورځپاڼو د صنعت لپاره په نیویارک ښار کې ښه زمینه برابره کړه. جوزف پولیټزر له New York World نه او ویلیم رانډولف هیرسټ له New York Journal نه د لویو سرلیکونو او غورو کیسو د پلورل شویو کاپیانو لپاره یو پټ بالقوه سیسټم رامنځته کړ. دواړو ورځپاڼو هسپانیه وغندله خو دې ورځپاڼو له نیویارک نه بهر لږ نفوذ درلود. د امریکایانو له نظره هسپانیه ډېری یو وروسته پاتې او ناهیلی ځواک و چې له کیوبا سره د عادلانه چلند په برخه کې پاتې راغلی و. د جګړې له پیل نه دمخه امریکایی کاتولیکان سره ویشل شوي وو خو کله چې جګړه پیل شوه نو په ډېرې لیوالتیا سره یې له یو او بل نه ملاتړ وکړ.[۱۶][۱۷]
متحده ایالاتو مهمې اقتصادي ګټې درلودې چې دا ګټې یې د اوږدې مودې جګړې او د کیوبا د راتلونکي د ژورې ناڅرګندتیا له امله زیانمنې کېدې. هغه د کښتۍ چلونې شرکتونو چې له کیوبا سره یې پر سوداګرۍ باندې ډیره تکیه درلودله اوسمهال د جګړې د ناڅرګندتیا له امله له زیان سره مخ شوې وې. دغو شرکتونو کانګرس او مک کینلي باندې فشار راووست ترڅو چې د بغاوت پای ته رسېدو لپاره کوښښ وکړي. د امریکا د نورو سوداګریزو اندیښنو له ډلې، په ځانګړې توګه هغه کسانو چې د کیوبا د بورې په برخه کې یې پانګونه کړې وه، له هسپانیویانو یې تمه درلوده چې بېرته نظم ټینګ کړي. د دواړو خواوو موخه (ثبات، جګړه نه) وه. ثبات ته لاسرسی تر ډېره د هسپانيې او متحده ایالاتو له وړتیاوو پورې تړاو درلود ترڅو چې دوی په دې توانېدلي وای چې خپل مسایل یې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي وای. [۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Milestones: 1866–1898 – Office of the Historian". history.state.gov. خوندي شوی له اصلي څخه په June 19, 2019. بياځلي په 2019-04-04.
- ↑ Lynch, John. "Spanish American Independence" in The Cambridge Encyclopedia of Latin America and the Caribbean 2nd edition. New York: Cambridge University Press 1992, p. 218.
- ↑ Thomas B. Alexander, «Persistent Whiggery in the Confederate South, 1860–1877», Journal of Southern History (1961), 27#3, pp. 305–329 کينډۍ:JSTOR.
- ↑ "Concentration camps existed long before Auschwitz". خوندي شوی له اصلي څخه په September 17, 2020.
- ↑ "February, 1896: Reconcentration Policy". PBS. خوندي شوی له اصلي څخه په October 3, 2020.
- ↑ W. Joseph Campbell, Yellow journalism: Puncturing the myths, defining the legacies (2001).
- ↑ Pratt, Julius W. (May 1934). "American Business and the Spanish-American War". The Hispanic American Historical Review. 14 (2): 163–201. doi:10.1215/00182168-14.2.163. JSTOR 2506353.
- ↑ David Nasaw (2013). The Chief: The Life of William Randolph Hearst. p. 171. ISBN 978-0547524726. خوندي شوی له اصلي څخه په March 9, 2019. بياځلي په February 18, 2019.
- ↑ Resolution 24, کينډۍ:USStat
- ↑ Trask 1996, p. 57
- ↑ Atwood, Paul (2010). War and Empire. New York: Pluto Press. pp. 98–102. ISBN 978-0745327648.
- ↑ Poddar, Prem (2008). Historical Companion to Postcolonial Literatures – Continental Europe and its Empires. Edinburgh University Press. p. 601. ISBN 978-0748630271. خوندي شوی له اصلي څخه په جنوري 26, 2018. بياځلي په ډيسمبر 28, 2017.
- ↑ Baycroft & Hewitson 2006, pp. 225–26
- ↑ Antonio Cánovas del Castillo (نومبر 1882). "Discurso sobre la nación" (in هسپانوي). cervantesvirtual.com. خوندي شوی له اصلي څخه په سپټمبر 24, 2015. بياځلي په ډيسمبر 13, 2010.Baycroft & Hewitson 2006, pp. 225–26
- ↑ Schmidt-Nowara, Christopher (جنوري 1, 2008). The Conquest of History: Spanish Colonialism and National Histories in the Nineteenth Century. Pitt Latin American series. Pittsburgh: University of Pittsburgh Press (published 2008). pp. 34–42. ISBN 978-0822971092. خوندي شوی له اصلي څخه په جون 27, 2014. بياځلي په فبروري 12, 2014.
- ↑ Scott Wright, "The Northwestern Chronicle and the Spanish–American War: American Catholic Attitudes Regarding the 'Splendid Little War,'" American Catholic Studies 116#4 (2005): 55–68.
- ↑ However, three Catholic newspapers were critical of the war after it began. Benjamin Wetzel, "A Church Divided: Roman Catholicism, Americanization, and the Spanish–American War." Journal of the Gilded Age and Progressive Era 14#3 (2015): 348–66.
- ↑ Trade with Cuba had dropped by more than two thirds from a high of US$100 million. Offner 2004, p. 51.