ویلیم هاورډ ټافت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلیم هاورډ ټافت
(انګلیسي: William Howard Taft د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ویلیم هاورډ ټافت
ویلیم هاورډ ټافت

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ سپټمبر ۱۸۵۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 8 مارچ 1930 (73 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک قاضي
څارنوال
سياستوال
ليکوال [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ویلیم هاورډ ټافت
ویلیم هاورډ ټافت

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ویلیم هاورډ ټافت (د۱۸۵۷ز کال د سپټمبر په ۱۵مه زېږېدلی او د ۱۹۳۰ز کال د مارچ په ۸مه مړ شوی) د متحده ایالاتو ۲۷م ولسمشر (۱۹۰۹ز کال نه تر ۱۹۱۳ز کال پورې) او لسم قاضي القضات (۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۳۰ز کال پورې) تېر شوی. نوموړی یوازینی کس و، چې دواړه دندې یې ترسره کړې.  ټافت، چې د تیوډور روزولټ ځایناستی و، په ۱۹۰۸ز کال کې ولسمشر وټاکل شو، خو په ۱۹۱۲ز کال کې یې د ووډرو ویلسون له خوا ماتې وخوړه. وروسته په ۱۹۲۱ز کال کې د ولسمشر وارین جي هارډینګ له لوري د قاضي القضات په توګه وټاکل شو، چې تر خپل مرګ یوه میاشت دمخه په دغه مقام پاتې شو.

ټافت په ۱۸۵۷ز کال کې د اوهایو ایالت په سنسناټي سیمه کې زېږېدلی و. پلار یې الفانسو ټافت د امریکا لوی څارنوال او د جګړې منشي و. ټافت د شلو کلونو په عمر و چې له وکالت وروسته  قاضي وټاکل شو. هغه په خپل کاري ژوند کې په ​​چټکۍ سره پرمختګ وکړ. د لوی څارنوال او د استیناف د محکمې قاضي په توګه یې دندې تر سره کړې او په ۱۹۰۱ز کال کې د ولسمشر ویلیم مک کینلي له خواد ملکي والي په توګه په فیلیپین کې وګومارل شو. په ۱۹۰۴ز کال کې د ولسمشر روزولټ له خوا د جګړې وزیراو ځایناستی وټاکل شو.که څه هم ټافت د قاضي القضات له چوکۍسره علاقه لرله، خو د متحده ایالاتو د سترې محکمې وړاندیز شوې مشري يې څو ځله رد کړه او په دې اند و، چې د هغه سیاسي کار ډېر اړین دی.

ټافت د روزولټ په مرسته د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ویلیم جینینګ براین ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه. هغه د اروپا په پرتله په ختیځه اسیا تمرکز درلود او په مکرر ډول یې د لاتینې امریکا حکومتونو د ملاتړ یا لرې کولو لپاره لاسوهنه کوله. ټافت د سوداګریزو تعرفو د کمولو په لټه کې و، چې د دولت د عوایدو لویه سرچینه وه. د هغه د ادارې پرمهال د جمهوري غوښتونکي ګوند محافظه کاره څانګه له لویو مخالفتونوسره مخامخ وه، چې ټافت ورسره خواخوږي درلوده.

د ټافت ادارې له خوا د محافظت او انحصار ضد ثبت شووقضیو په اړه شخړې د ټافت او روزولت د بېلتون لامل شوې. ټافت له ولسمشرۍ وروسته د پروفیسر په توګه، ییل ته ستون شو او خپلو سیاسي فعالیتونو ته یې دوام ورکړ او د یوې اتحادیې له لارې یې د جګړې پر وړاندې د سولې د پلي کولو لپاره کار کاوه. په ۱۹۲۱ز کال کې، ټافت د هارډینګ له خوا د قاضي القضات په توګه وګومارل شو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې په لټه کې و.  ټافت د قاضي القضات په توګه سوداګریزو چارو کې محافظه کار و او د هغه په ​​وخت کې د انفرادي حقونو په برخه کې پرمختګونه شوي وو. هغه د ۱۹۳۰ز کال په فبروري کې د خرابې روغتیا له امله استعفا ورکړه او په راتلونکې میاشت کې مړ شو. هغه لومړی ولسمشر او د سترې محکمې لومړی قاضي و، چې په ارلینګټن ملي هدیره کې ښخ شو. ټافت په عمومي توګه د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډلبندي کې د منځنۍ درجې ولسمشرانو له ډلې شمېرل کېږي.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

ویلیم هاورډ ټافت د ۱۸۵۷ز کال د سپټمبر په ۱۵مه  د اوهایو ایالت په سنسناټي سیمه کې، د الفونسو ټافت او لوئیس توري په کور کې زېږېدلی و. د ټافت کورنۍ شتمنه نه وه او د اوبرن د غره په څنډه کې په یو ساده کور کې ژوند کاوه. د ټافت پلار الفونسو د قاضي، سفیر او د ولسمشر یولیس ایس گرانټ تر مشرۍ لاندې د جګړې سکرتر او لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کړې. ویلیم ټافت په ماشومتوب کې تکړه نه و، خو هغه یو زیارکښ ماشوم و. هغه په ​​سنسناټي کې د ووډوارډ په عالي لیسه کې زده کړې کړې وې. [۱۲][۱۳]

هغه د (Skull and Bones) ټولنې غړی وټاکل شو، چې یوه پټه ټولنه وه او د ټافت پلار جوړه کړې وه. هغه د سنسناټي د حقوقو په پوهنځي کې شامل شو او په ۱۸۸۰ز کال کې د لېسانس په کچه فارغ شو. د حقوقو په پوهنځي کې هغه د سنسناټي په سوداګریزه ورځپاڼه کې کار کاوه، چې د مورات هالسټډ له خوا خپرېده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

پرانیستغونډه اوګومارنې[سمول]

ټافت د ۱۹۰۹ز کال د مارچ په ۴مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د ټافت د لوړې مراسم د ژمي د توپان له امله، چې واشنګټن یې په یخ پوښلی و، د سنا مجلس کې تر سره شو. نوي ولسمشر په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل: « ویاړم چې د مخکني ولسمشر سلاکار وم او په هغو اصلاحاتو کې چې ده پیل کړي وو، برخه لرم، که زه د دغو اصلاحاتو ساتل او پلي کول د خپل حکومت تر ټولو مهمه ځانګړنه ونه ګڼم، زه به د خپل ځان، کړو ژمنو او د ګوند د پلیټ فارم د اعلامیو پر بنسټ چې زه یې ټاکلی یم، ناسم او بې وفا یم».[۱۸][۱۹][۲۰]

هغه ژمنه وکړه، چې یاد اصلاحات به اوږدمهاله کړي او ډاډ یې ورکړ چې ریښتینی سوداګر به د تګلارو د بدلون له امله بی باوره نه شي. هغه په ۱۸۹۷ز کال د ډینګلي تعرفو کمولو، د انحصار ضد اصلاحاتو او د بشپړې خپلواکۍ پر لور د فیلیپین د پر له پسې پرمختګ په اړه خبرې وکړې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بهرنۍ تګلاره[سمول]

ټافت په بهرنیو چارو وزارت کې جوړښتي بدلونونو ته په لومړیتوب ورکولو سره وویل: « دا وزارت د۱۹۰۰ز کال پر ځای د ۱۸۰۰ز کال کې د حکومت د اړتیاو پر بنسټ تنظیم شوی». دا وزارت د لومړي ځل لپاره په جغرافیایي وېشنه کې د لرې ختیځ، لاتینې امریکا او لوېدیځې اروپا لپاره تنظیم شوی. په دغه وزارت کې د خدمت کولو لپاره لومړی روزنیز پروګرام جوړ شو او ګومارل شوو کسانو د دندې تر اخیستو دمخه یوه میاشت په واشنګټن کې تېره کړه. ټافت او د بهرنیو چارو وزیر ناکس پیاوړې اړیکې درلودې او ولسمشر د بهرنیو او کورنیو چارو په اړه د هغه مشورې اورېدلې. د تاریخ لیکونکي پاولو ای کولیټا په وینا: ناکس یو ښه ډیپلوماټ نه و او له سنا، مطبوعاتو او له ډېري بهرنیو مشرانو سره په ځانګړې توګه له لاتینې امریکایي مشرانو سره یې خرابې اړیکې درلودې.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د بهرنۍ تګلارې مهمې موخې یې، لکه متحده ایالات به د اروپا په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د اړتیا په وخت کې به په امریکا کې د مونرو د نظریې د پلي کولو لپاره ځواک وکاروي، په دې هکله د ټافت او ناکس تر منځ همغږي وه. د پاناما کانال دفاع، چې د ټافت د دورې په اوږدو کې تر کار لاندې وه (په ۱۹۱۴ز کال کې پرانیستل شوه) په کارابین او مرکزي امریکا کې د متحده ایالاتو بهرنۍ تګلارې ترسیمولې. پخواني دولت په بهر کې د امریکا د سوداګریزو ګټو د پراختیا لپاره هڅې کړې وې، خو ټافت یو ګام نورهم لاړ او په بهر کې د امریکایي ډیپلوماتانو او قونسلګریو ویبپاڼې یې د سوداګرۍ لپاره وکارولې. ټافت هیله درلوده، چې دا ډول اړیکې به په نړۍ کې دسولې لامل وګرځي. ټافت له لویې بریټانیا او فرانسې سره د منځګړیتوب په تړونونو ټینګار کاوه، خو سنا نه غوښتل چې د تړونونود تصویب خپل قانوني حق، منځګړیتوبونو ته پرېږدي.[۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118801198  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11952971c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n58jbk — subject named as: William Howard Taft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1014 — subject named as: William Howard Taft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32345.htm#i323442 — subject named as: William Howard Taft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1379673 — subject named as: William Howard Taft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/taft-william-howard — subject named as: William Howard Taft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064894.xml — subject named as: William Howard Taft — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=williamhowardtaftw — subject named as: William Howard Taft
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+howard;n=taft — subject named as: William Howard Taft
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. Gould, Louis L. (February 2000). Taft, William Howard. American National Biography Online. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-80358-4. د لاسرسي‌نېټه February 14, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lurie، صص. 4–5.
  14. "10 birthday facts about President and Chief Justice William Howard Taft". National Constitution Center. September 15, 2018. مؤرشف من الأصل في October 20, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Pringle vol 1، صص. 49–53.
  16. Lurie، ص. 8.
  17. Lurie، صص. 4–7.
  18. Pringle vol 1، ص. 395.
  19. Coletta 1973، ص. 45.
  20. Pringle vol 1، صص. 393–395.
  21. (په March 15, 2006 باندې). [{{{url}}} Happy Anniversary to the first scheduled presidential press conference – 93 years young!]. American Chronicle
  22. Anderson 1973، ص. 60.
  23. Coletta 1973، ص. 50.
  24. Pringle vol 1، صص. 383–387.
  25. Anderson 1973، ص. 68.
  26. Anderson 1973، ص. 71.
  27. Scholes and Scholes، ص. 25.
  28. Coletta 1973، صص. 183–185.
  29. Anderson 1973، صص. 276–278.