يوري الکسويچ گاگارين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يوری الکسويچ گاگارين (روسي : Юрий Алексеевич Гагарин) يوري گاگارين د ۱۹۳۴ز کال دمارچ پر ۹ شوروي اتحاد لومړنۍ هواباز دی. دی د سمولنسک د ويلايت د گژاتسك دښار دکلوشينو د کلي ديوه بزگر اوغريب سړي په کورنۍ کې دنياته سترگې پرانستلې. د گژاتسك ښار په ۱۹۶۸کال کې د گاگارين په نامه ونومول شو.

مخينه

د گاگارين پلارالكسي ايوانويچ گاگارين ( ۱۹۷۳-۱۹۰۲) Алексей Иванович Гагарин اومورئي آنا تيموفيونا ماتيوا Анна Тимофеевна Матвеева (۱۹۸۴-۱۹۰۳ دواړوپه کلخوزکي د بزگر په تو گه کارکاوه. گاگارين يو وروراودوې خويندې درلودې. د گاگارين پلار ډير غريب و،ټوله ورځ په بزگري مصروف و . له همدې لامله د گاگارين روزنه دهغه دمشرې خور پر غاړه وه.

د گاگارين ژوند او کورنۍ

ددوهمې نړيوالي جگړې په دوام کې د گاگارين کورنۍ هم لکه دشوروی نوروگړي داقتصادي ستونزو سره مخامخ وه . ددې ستونزوترڅنگ د هغه ورور اوخور جرمني نازيانوپسله هغه چې ددوی داوسېدوسيمه يې ونيوله د اجباري کارلپاره په زورجرمني ته بوتلل او د دوهمې نړېوالې جگړې تر پايه پوري هلته پاته شول. د جگړې تر پای ته رسېدو وروسته خپل هيواد ته راستانه شول .

زده کړې

يوري گاگارين په ۱۹۴۱ کال دسپتمبرپه لومړۍ نېټه ښوونځي ته شامل شو،خو د همدې کال داکټوبر پر ۱۲مه جرمنيانودغه سيمه ونيوله اوښوونځی ېې وتړل شو. دوه نيم کاله گاگارين دتعليم نه محروم پاتې شو، پسله هغه چې کله شوروي لښکرو په ۱۹۴۳ کال داپريل پر ۹ دغه سيمه له هټلري لښکروڅخه ازاده کړه دلته دوباره ښوونځی فعال او گاگارين هم ښوونځۍ ته ولاړ اوپر درس ويلويې پيل وکړ. په ۱۹۴۵ کال يې کورنۍ دگژاتسک ښارته راکډه شوله، چېرې چې گاگارين دښونځۍ شپږ م ټولگی پای ته ورساوه . البته گاگارين د ۱۹۴۹ز کال د مې په مياشت کې لومړني تعليمات پای ته ورسول . يوري گاگارين له ماشومتوب څخه دالوتکوسره مينه درلوده اوتل به يې دالوتکومډلونه رسمول اود الوتکوپه هکله ئې کتابونه لوستل .ديوري گاگارين درياضي اوفزيک ښوونکی هم د دوهمې نړيوالې جگړې په وخت کېپيلوټ و. ممکن د هغه سره اړېکو هم دپيلوټۍ سره دهغه پرعلاقې او هڅومثبته اغېزه شيندلې وي. د۱۹۴۹ کال دسپتمبرپر ۳۰ مه دمسکوولايت د لوبېرڅ پهښارکي دځوانوکسب گرو لسم لمبر تخنيکم ته شامل شوچې دهغه سره يوځای يې د شپې لخوا دآهنگری تخنيکم کې هم په زده کړو مصروف و،او په ۲۱۹۵۰ کال په عالي درجه ترې فارغ شو . يوري گاگارين په ۱۹۵۱ کال د هوايي خدماتوتخنيکم هم خلاص کړ . ۱۹۵۱ز کال داگست په مياشت کي دسراتف دښار صنعتی تخنيکم ته شامل شواود۱۹۵۴ کال داکتوبرپر ۲۵ مه دلومړی ځل لپاره دساراتف هوايي کلوب ته لارپيداکړه .په ۱۹۵۵کال هغه په عالی درجه تعليم خلاص کړ.

لومړی ځل الوتکه په هوا کول

دلومړی ځل لپاره ئې په ياک Як-18۱۸ الوتکه کښي مستقل پرواز وکړ. هغه په ۱۹۶ پروازوکې ۴۲ ساعته او۲۳ دقيقي پروازکړی دی . د۱۹۵۵ کال داکتوبرپر ۲۷ هغه اردوته جزب شواودپيلوټۍ دمسلکي عالي زده کړولپاره دارينبورگ په ښارکي دچکالوفسک په هوايي تخنيکم کښي زده کړه پيل کړه. يوري گاگارين دغه تعليمي موسسه هم د۱۹۵۷ کال داکتوبرپر ۲۵ په عالي درجه پاي ته ورسوله اوترفراغت وروسته دوه کاله دشمالي بحری قواووپه هوايي ۱۲۲ نمبرغونډکي دپوځۍ بم اچونکو ميگ ۱۵۶ايس ((МиГ-15бис)) الوتکي دپيلوټ په توگه دنده سرته ورسول. يوري گاگارين په ۱۹۵۹ کال نږدې ۲۶۵ساعته پروازوکړ ی دی . [۱] يوري گاگارين په ۱۹۵۹ کال ددسمبرپر ۹ دشوروي اتحاد دکسمنافتانو(فضائې پيلوټانو) ډلې کښي دشاميلېدولپاره خپله عريضه اړونده مقاماتوته ورکړه چي پسله يوې اونۍ دهغه غوښتنې ته مثبت جواب وويل شواويوري گاگارين دروغتيايي معيناتولپاره مرکزی شفاخانې ته ولېږ ل شو . تر اړينو روغتيايي معايناتواوڅېړنو وروسته يوري گاگارين دفضايي پروازودپيلوټانوډلې ته شامل شو،داهغه ډله پيلوټان وه چي فضاته دهوايي بېړئ پوسيله دپروازلپاره تربيه کېدل .ژ

په ۱۹۶۰ ز کال دمارچ پر دريمه دشوروي قواوودعمومي قوماندان دامرله لخې هغه دهغو يولسو کانديدانوپه

جمله کي شامل شوکوم چي فضاته دهوايي بېړۍ پوسيله دالوتنې لپاره ترروزنې لاندي نيول شوی وه اودهمدې

کال دمارچ پر ۲۵ مه پروازته داماده گۍلپاره دنوی کارځاي ته ولاړ اوهلته تر دوامداره معينې زده کړې اوتحقيقاتي کارونووروسته دلومړني فضانورد(هواباز) ياکسمنافت په توگه وټاکل شو.

يوري گاگارين لمړنۍ انسان وچي په ۱۹۶۱ زکال داپريل پر ۱۲ ئې دواستوک په نوم هوايي بېړۍ په(Vostok 3KA-2) لمبربېړۍ کي د((سروی درخته)) په مستعارنامه کيهان ته دبايکانورله توغونکی ستېشن څخه وتوغول شو. يوري گاگارين دمځکې پر شاوخوايوساعت او۴۸ دقيقې پروازوته دوام ورکړ دورسپارل شوی دندې دسرته رسولونه وروسته په بری سره مځکې ته روغ رمټ راستون شو .

هغه د۲۷ کالو وو چي فضاته ئي سفر وکړ کله چي بيرته راوگرځېد دشوروي ولس دتودهرکلی سره مخامخ شواوهغه ئي دخپل هيواد دقهرمان په توگه دژوندتر ورستيو شېبوپوري نازاوه . يوري گاگارين دژوند تر وروستۍ شېبودشوروي اتحاددعالي شوراافتخاري غړېتوب درلود.

همدا ډول د۱۹۶۳ کال ددسمبرپر شلمه دفضايي تحقيقاتودپيلوټانو (کوسمنافت ) دروزلودمرکزدرئيس دمرستيال په توگه وټاکل شو. په عين وخت کي د((سيوز)) دفضایی بېړۍ دپيلوټ ولادمير ميخایيلويچ کماروف چي ټاکل شوې وه د ۱۹۶۷ کال داپريل پر ۲۳ ئې فضاته پروازوکړي ددوبليور پيلوټ په توگه اړين تمرينات ترسره کول .

يوري گاگارين په ۱۹۵۷کال د ديوې روسی انجلی ((والنتينا گُرياچوا)) Валентине Ивановне Горячевой. سره واده وکړ . سفرونه :

يوري گاگارين له فضانه په بری سره مځکې ته په راستنېدوسره نه يوازي په شوروي اتحادبلکي په ټوله نړۍ کي مشهورسو،دپخواني شوروي اتحادپر ښارو اوجمهوريتوسربېره ئي دنړۍ زياتوهيوادوته لکه ايتاليا، چكسلواكيا،انگلستان ، آلمان، هنگري ، فرانسې، بلغاريا، گانا، كوبا، مكزيك، برازيل، ناروي، هند، مصر، ليبريا، كاناډا وجاپان ته سفرونه وکړه ،پدغوښارواوهيوادوکښي دعاموخلکو،پوهانو،سياسي اوټولنيزوسازمانونولخواپه عالي بڼه هرکلی وشو.

ستاينه

د۱۹۶۱ کال داپريل د۱۴ دشوروي اتحاددعالي شورادفرمان له مخې دشوري دقهرمان لقب ورکړه شو .

په ۱۹۶۱ ز کال دچکسلواکيا دولسمشردفرمان له مخې دسوسيالستي کارقهرمان لقب ورکړه شو .په همدې کال داپريل پر ۲۸ دبلغاريادوزيرانوشورادفرمان له مخې دسوسيالستي کاردقهرمان لقب ترلاسه کړ، همدا ډول دويتنام ددموکراتيک جمهوريت دکاردقهرمانی لقب ترلاسه کړ.په ۱۹۶۱ داپريل پر ۱۴ دشوروي اتحاد دعالي شورادمشرتابه لخوادلنين عالي نښان ،دهمدې کال داپريل پر۲۳ مه دبلغاريا هيواددگيورگي ديميتريف نښا ن ورکړه شو . همدا ډول ئي دپولنډ،کيوبا، هنگري ،اوپه ۱۹۶۲ زکال دجنوري پر ۳۱ دعربی متحده عماراتو، ليبريا،شرقی المان ، اندونزيا هيوادودمشرتابه لخواپه عالي نښانواومډالوونازول شو،دا ډول هغه ته دفنلنډ دکمونست گوند دمرکزی کمېټې طلايي مډال ورکړه شو. په ۱۹۶۱ دجولاي دمياشتي په ۱۱ دبريتانيا دنړيوالو اړېکودټولنې لخوادطلاپه مډال وياړ شوی دي . همدا ډول يوري گاگارين ته د اطريش ،سويډن ،ايتاليا ،فرانسي ،هندوستان اودنړۍ له يوشميرهيوادو اوهمدا ډول دشوروی اتحاد دمختلفو سازمانواوډله زيزو رسنيولخواپه عالي مډالو اونښانووياړل شوئ دی .

ديادولووړده چي په پخواني شوروي اودنړۍ په يوشمېرهيوادوکي ميدانونه ،واټونه اوکوڅې دگاگارين په نامه نومول شوې دي .همدا ډول دبلغاريا ددرو ښارو،په يونان کي دافين دښار،کيپر کښي دوښارو،فرانسې اوچکسلواکيا په هيوادوکي ددغوهيوادوديوه ښارافتخاري اوسېدونکی (تابعيت) وياړاوهمد ډول دمصر هيواد دقاهرې اوالکساندرې دښارد دروازوطلايي کيلي ورکړل شوې ده .

په ټوله نړۍ کښي شاوخوا ۳۶ مختلفې علمي موسسې ميدانونه او واټونه ،۳۷دښارو کوڅې ،۱۶ پارکونه ،په مسکو ښارکي دميترودوې استگاوي (تم ځاي ) او ۱۷ ښوونځۍ ،کلتوري مرکزونه ديوري گاگارين په نامه نومول شوی دي .

د۱۹۶۱ کال نه تر ۱۹۶۸ کال دفبروري تر ۱۷ مي پوري يوري گاگارين دنيکولاي ايگور ږوکوفسکي ((Н. Е. Жуковского)) په نامه پوځی هوايي انجينری اکاډمی کښي تحصيل وکړاودطلايي مډال په ترلاسه کولوسره ئي دغه اکاډمي پاي ته ورسول . يوري گاگارين د۱۹ ۶۸ کال د مارچ پر ۲۷ دفضايي الوتنې لپاره په ميگ ۱۵ الوتکه کښي دتمرين په وخت کي دهوايي حادثې له مخې چي الوتکه راولويدل له خپل مربی سره يوځاي له منځ ولاړ اواوجسد ئې د کرملين دماڼۍ بغل ته ښخ شو.

ديوري گاگارين دلومړني پروازنه سږکال داپريل په ۱۲ پنځوس کاله پوره کېږي ، ددې ورځې اويوري گاگارين په ياداودرناوي به په روسيه کښي ځانگړې غونډي جوړي شي.

يوري گاگارين دروسې دخلکو دوياړلو افتخاراتوڅخه شمېرل کيږي اودهغه خاطره تل ددوي په زړونوکي پاته ده. همدا اوس هم چي کله يوپيلوټ هواته پروازکوي ديوري گاگارين دغه جمله (( په يې خلې)) يعني ولاړو له ځان سره تکراروي . روسان يوري گاگارين دخپل هيوادسترافتخاربولي اوپه نامه ئي وياړي .


گاگارين د الوتنې په جامو كې

يوري گاگارين (په روسي: Юрий Алексеевич Гагарин, Jurij Alekseevič Gagarin; مارچ 9, 1934مارچ 27, 1968، د شوروي اتحاد يو اوسېدونكې ؤ، چې په ۱۹۶۱ز كال د لومړي ځل لپاره فضا ته وخود، او لومړنې انسان ؤ، چې د ځمكې گرچاپېر وڅرخېد.

پخوانی ژوند

يوري گاگارين مسكو ته نږدې د كلاشينو په ښارگوټي كې د مارچ په نهمه ۱۹۳۴ز وزېږېد. د يوري گاگارين په وياړ دا ښار په ۱۹۶۸ز كال د گاگارين په نامه ونومول شو. دده كورنۍ په يوه اشتراكي او ټولنيز فارم كې كار كاوه.

يوری گاگارين په نړۍ کی لومړی پيلوټ و چی فضا ته يی سفر وکړ٠ هغه د ١٩٦١ کال د اپريل په دوولسمه نېټه د سهار په نهو بجو او اوو دقيقو په داسی حال کی چی نوی کيلوگرامه فضايی جامه يی اغوستی وه، د ختيځ لومړنی لمبر په نامه کيهانی بيړی په چلولو سره چی وزن يی څلور زره اوه سوه پنځه کيلو گرامه وو، په يو ساعت اته ويشتو دقيقو کی يو ځل د ځمکی چارچاپيره چورلی وه، هغه هم په نړۍ کی لومړی تن و چی له خارجی فضا څخه يی د ځمکی پوره صورت ليدلی و٠ مگر له بده مرغه گاگارين د ١٩٦٨ کال د مارچ په اوه ويشتمه نېټه په يوه نوبتی روزونکی الوتنه کی د خپلی الوتکی په لويدو سره مړ شو نو د اپريل دوولسمه نېټه د روسيی له خوا د کيهانی سفر د جشن په نامه وټاکل شوه او په سپوږمۍ کی يو غر هم د ده په نامه ونومول شو، نو ويل کيږی چی گاگارين د أنسان د فضايی سفر د پرانستلو نښه ده٠ روسانو د فضانوردی په چارو کی وتلی برياليتوبونه سرته رسولی دی٠ يوه روسی ښځه چی تريشکووا نوميږی، داسی لومړی ښځه ده چی کيهان ته يی سفر وکړ٠ کله چی د گاگارين د کيهانی سفر د برياليتوب خبر يی واوريد ، سمدلاسه يی د فضانوردی هغه ښوونځی ته چی گاگارين پکی روزل شوی و، يو ليک وروليږه څو چی د گاگارين په شان کيهان ته سفر وکړی٠ تريشکووا او نورو درو نجونو په ١٩٦٢ کال کی د جدی او دقيقی بدنی معاينی نه وروسته د دی ښوونځی له خوا ومنلی شوی٠ يو کال نه وروسته تريشکووا د ختيځ شپږم لمبر کيهانی پيړۍ په چلولو سره په اوياوو ساعتو او پنځوسو دقيقو کی دوه مليونه کيلومتره سفر وکړ او اته څلويښت ځله ئی د زمکی له مدار سره چورلی وه٠ يرته د دوی نه يو بل روسی کيهانی پيلوټ چی ليانوف نوميږی، په نړۍ کی داسی لومړی قهرمان دی چی د ١٩٦٥ کال د مارچ په اتلسمه نېټه يی په خارجی فضا کی دوولس دقيقی پلی شوی و٠ د ١٩٦٩ کال د جولای په شپاړلسمه نېټه د امريکی کيهانی پيلوټ چی ارمسترانگ نوميږی، د اپولو د يوولسمی لمبر په نامه کيهانی بيړۍ په چلولو سره په کيهانی سفر پيل وکړ او دوه نيمی ورځی وروسته کيهانی بيړۍ سپوږمۍ ته نژدی شوه او د همدی مياشتی په شلمه نېټه د ارمسترانگ له خوا چلول شوی سپوږمۍ کيناستونکی بيړۍ سپوږمۍ ته ښکته شوه او ارمسترانگ په همدی ورځ د سهار په لسو بجو له بيړۍ څخه سپوږمۍ ته ښکته شو٠ ارمسترانگ داسی ويلی و چی دا لومړی کوچنی گام چی زما له خوا اوچت شوی دی ، د انسانانو له خوا اوچت شوی لوی گام دی٠ ارمسترانگ په سپوږمۍ کی دوه نيم ساعته پاتی و او په سپوږمۍ کی د يادگار چلی او د امريکی يو ملی بيرغ درولی دی٠ دغه راز د ډبرو او خاورو نمونی يی لاس ته راوړی او په سپوږمۍ کی يی د علمی ازموينو دپاره تجهيزات هم اچولی وو٠ د يادونی وړ شخصيت چی دانيس تيتو نوميږی او د امريکی د يوه پانگه اچونکی شرکت مشر دی، په ٢٠٠٠ کال کی د روسيی سره يو موافقتنامه لاسليکه کړه او د دی موافقتنامی سره سم تيتو روسيی ته د شلو مليونو ډالرو په مرسته د ٢٠٠١ کال د اپريل په ديرشمه نېټه د دوو روسی کيهانی پيلوټانو سره يو ځای بين المللی فضايی ايستگاه ته ورسيد او د روسيی په فضايی کابين کی شپږ ورځی پاتی شو چی په دی توگه دانيس تيتو د نړۍ په لومړی کيهانی مسافر بدل شو٠

د شوروي په تشيالي خپرونه کې کار

د ده ټاکنه او روزنه

یوري گاگارین په کال ۱۹۶۰ کې د یوې پراخې پروسې له لارې د ۲۰ ستورمزو له ډلې څخه د پخواني شوروي اتحاد د فضایي پروگرام لپاره وټاکل شو.د نورو ستورمزو ترڅنگ، گاکارین باندې یو لړ تجربې او آزمایښتونه هم ترسره شول ترڅو له دې لارې د هغه فزیکي او روانی مقاومت معلوم شي او هم ددې ترڅنگ د راتلونکې الوتنې لپاره د اړتیا وړ روزنه ورکړل شي. په دې توگه له ۲۰ ټاکل شویو ستورمزلو څخه یوري گاگارین او (گیرمن تیتوف) د لومړۍ الوتنې لپاره وروستي انتخابونه ول ځکه دې دوو کسانو د روزنې په وخت کې له ځانه وړتیا ښودلې وه او هم له فزیکي پلوه د (وستوک) فضایي بیړۍ په کابین کې له ځانگړتیاوو څخه برخمن ول. بالاخره د شوروی د کمونیست گوند رهبري یوري گاگارین د هغه لوړ لیاقت او وړتیاوو ته په پام سره د هغه سیال (تیتوف) له منځنۍ روزنې او ټیټ لیاقت سره په پرتله ددغې تاریخي الوتنې لپاره انتخاب کړ.

تشيالي آلوتنه

مړينه او ترکه

له دې وروسته یوري گاگارین د (Star City)د روزنې د مشر د مرستیال په توگه وټاکل شو. په ورته وخت کې یوري بیا د جنگي الوتکي د پيلوټ په توگه د الوتنې وړتیا پیدا کړه. د ۱۹۶۸ کال د مارچ په ۲۷ مه یوري گاگارین او د هغه روزونکی د (Kirzhach)په سیمه کې په داسې حال کې چې د

توطيه ايزې تيوري گانې

سرچينې

  • Michael D Cole Vostok 1: First Human in Space, Enslow Publishers, Inc. Aldershot, UK, Springfield, New Jersey, 1995. ISBN 0-89490-541-4.
  • Doran, Jamie, and Bizony, Piers: Starman: The Truth Behind the Legend of Yuri Gagarin, London: Bloomsbury Publishing, 1998 (paperback version, 1999). ISBN 074754278 کينډۍ:Invalid isbn.

سرچينې

  1. [د ټول افغان پاڼه (د حبيب الله غمخور ليکنه)|http://www.tolafghan.com/posts/21406]