ولاديوستوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ولاديوستوک
Wladiwostok
Владивосто́к
د ولاديوستوک Wladiwostok انځور
د ولاديوستوک
Wladiwostok انځور
د ولاديوستوک
Wladiwostok انځور

موقع ولاديوستوک
Wladiwostok
Map
کورډېناټونه: ۴۳°۰۷′۰۰″شمال ۱۳۱°۵۴′۰۰″ختیځ / 43.116666666667°شمال 131.9°ختيځ / 43.116666666667; 131.9  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جوړېدو نېټه propertyreference
اداري وېش
هېواد روسيه
فدرالي واحد لرې ختيځ فدرالي ولسوالۍ
پلازمینه د:
پراخوالی
 • پراخوالی ۵۶۱٫۵ کلوميټر٢ (۲۱۶٫۸ میله  مربع)
لوړوالی property ميټره (اصطلاحي تېروتنه: نااټکله < چارنگر. فوټ) reference
نفوس شمېرنه (2010 رسمي سرشمېرنه)[۱]
 • ټولټال ۵۷۸۶۱۹
 • نفوس اټکل (2018)reference property (<span style="color:اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "property".اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "property".%)
 • د نفوسو کثافت ۱٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۲٬۷۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون property[۲] (ه.ن.و+property)
پوستخونې شمېره[۳] ۶۹۰xxx
تېلېفون شمېره +7 (+۷)۴۲۳۲
جيو کوډ 2013348[۴]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه (روسي او انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د ولادیوستوک ریل سټیشن

ولادیوستوک (په روسي ژبه: Владивосто́к) د روسیې یو له ښارونو څخه دی چې د دې هېواد په لرې ختيځ فدرالي ولسوالۍ په پريمورسکي سيمه کې موقعيت لري..

ولادیوستوک د پریمورسکي سیمې مرکز او د روسیې د سمندري ځواکونو د آرام سمندر بېړیو بندر اډه ده.

ولادیوستوک د ټرانس سایبیریا ریل پټلۍ ټرمینس دی. د ښار اصلي صنعتونه د بار وړلو، صنعتي کب نیولو او سمندري اډې دي.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته ډېرو شرکتونو د ولاديوستوک له ښه جغرافيايي موقعيت څخه ګټه پورته کړه او په دغه ښار کې يې خپلې څانګې پرانيستې.

نومونه[سمول]

  د ولادیوستوک نوم د "ختیځ سلطنت" مانا لري. دغه ښار په چينی ژبه کې 海參崴 (Haishenwei) په نامه يادېږي، چې د سمندري ککرو مارش په مانا ده.

پس منظر[سمول]

د ولادیوستوک بندر

ولادیوستوک د روسیې ترټولو سویل ختیځ ځای دی او د گولډن هارن خلیج کې موقعیت لري او د آرام سمندر په ساحل کې د روسیې اصلي بندر دی. دا ښار د روسیې او چین له پولې لرې نه دی. په نولسمه پېړۍ کې په ۱۸۵۸ کال کې د «ایګونسکي» تړون له لاسلیک وروسته دغه ځمکې د چین او روسیې له خوا په ګډه وکارول شوې. د ولادیوستوک ښار په 1860 کې د روسیې او چین په ګډه خاوره کې تاسیس شو. او یوازې د نومبر په 1860 کې، د پیکنګ د تړون له لاسلیک وروسته، دا سیمه په بشپړه توګه د روسیې د امپراتورۍ تر ادارې لاندې وه. ولادیوستوک له 1958 څخه تر 1988 پورې تړل شوی ښار و. هلته ژوند کول او حتی د بهرنیانو او د شوروي اتحاد د بهرنیو اتباعو لیدنه یوازې د ځانګړي اجازې سره ممکنه وه. د روسیې ټاپو، د جاپان په سمندر کې د پیټر لوی خلیج کې موقعیت لري، د ولادیوستوک سویل کې دی. د اوږدې مودې لپاره، دا ښار د تړلو ځمکو حیثیت درلود. ډېری نظامي واحدونه او د ولاديوستوک مشهوره دفاعي کلا شتونه لري.

لاسرسی[سمول]

دې ښار ته بې شمیره الوتنې د لاسرسي اسانه کړي او ډیری کیفیت لرونکي هوټلونه پکې جوړ شوي دي. دا ښار چې د ماریف امورسکي ټاپووزمې په سویل کې موقعیت لري شاوخوا 600 کیلومتره مساحت پوښي. د خلادلینک غر په دې سیمه کې ترټولو لوړ لوړوالی دی. دا ښار له مسکو سره د ټرانس سایبیریا ریل پټلۍ سره نښلول شوی چې په 1905 کې جوړ شوی. دغه ښار ته هره ورځ له چين، کوريا، جاپان او ويتنام څخه نړيوال پروازونه کيږي. دا ښار د بس لاینونو، ټرالی بسونو ، ټرامونو، ښاري ریل ګاډو او د اوبو ترانسپورت په کارولو سره د ترانسپورت اغیزمن سیسټم لري. د دې ښار لیدلو غوره لاره پیاده ده.

د تاريخ په اوږدو کې په دغه ښار کې څو پوځي کلاګانې جوړې شوې دي او هره ورځ د ماسپښين په ۱۲ بجو د ولاديوستوک کلا ته څېرمه د توپونو اوازونه اورېدل کېږي. فورټ نمبر 7، په 1910 کې جوړ شوی، د لیدلو لپاره یو له خورا مشهور ځایونو څخه دی، د 7 برجونو سره د روسیې ټاپو ته د اوبو د لارې ساتنه کوي.

حوالې[سمول]

  1. کينډۍ:Ru-pop-ref
  2. "Об исчислении времени". Официальный интернет-портал правовой информации (په الروسية ژبه کي). 3 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  3. Почта России. Информационно-вычислительный центр ОАСУ РПО. (Russian Post). Поиск объектов почтовой связи (Postal Objects Search) کينډۍ:In lang
  4. پیوستون : 2013348  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5. https://topovl.ru/netcat_files/userfiles/vladivostok-sister-cities/012-Vladikavkaz-city.pdf
  6. https://topovl.ru/vladivostok-sister-cities/
  7. https://primamedia.ru/news/1098850/ — د نشر نېټه: ۱۶ جون ۲۰۲۱
  8. https://topovl.ru/netcat_files/userfiles/vladivostok-sister-cities/018-Tskhinvali-city.pdf
  • ويکي پېډيا ګډونوال. «Wladiwostok».الماني ويکيپېډيا ۳ جون ۲۰۱۱.
  • ایراس: ولادی واستوک هم‌آغوش خلیج رؤیایی گلدن هرن. ۰۹/۳۰/۱۲. (با استفاده از roosi.ir)

د ويکيپېډيا مرسته کوونکي، " ولاديوستوک "، انګريزي ويکيپېډيا، وړيا پوهنغونډ. (د دسمبر په 6، 2007 کې اخیستل شوی).