Jump to content

وادي السلام هدیره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وادي السلام هدیره د شیعه مسلمانانو یو له سترو قبرستانونو څخه ده او د عراق په نجف ښار کې موقعیت لري. دا د نړۍ ترټولو لوی قبرستان ګڼل کیږي [۱] او د اټکل له مخي شاوخوا شپږ میلیونه قبرونه لري چي د نړیوالو میراثونو په لیست کي هم شامل دي. دا هدیره نږدې (601.16 هکتاره - 6.01 کیلومتره مربع) ساحه په ځان کي رانغاړي او په کال کي ملیونونه شیعه ګان ورته راځي. [۲]

Wadi-us-Salaam
وادي السلام (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
Najaf (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
دین
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۲۰۱۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
میراثونه
(iii) (en) ژباړل — (v) (en) ژباړل — (vi) (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د پېژندنې شمیره
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۶۰۰ هکټره ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۰۰′۱۸″شمال ۴۴°۱۸′۵۴″ختیځ / 32.005°شمال 44.315°ختيځ / 32.005; 44.315 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

وادی السلام هدیره د علی بن ابی طالب زیارت ته څېرمه موقعیت لری، چي د شیعه ګانو لومړی امام او د سنیانو په منځ کي څلورم صحیح لارښود خلیفه دی . په عراق کې ډیری شیعه ګان تر مړيني دمخه په دې هدیره کي د ښخولو سپارښتنه کوي. [۳] همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي مېشت شیعه ګان هم په دې هدیره کي د خپلو خپلوانو د ښخولو هڅه کوي.

تاریخ

[سمول]

وادي السلام هدیره له 1400 کلونو څخه ډیر وخت لري او دا د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کي شامله ده. ددې هدیرې قبرونه د ساسانیانو او پارتیانو د دورې سره د ورته قبرونو موندلو وروسته ډېر پخواني اټکل سوي دي. د عراق په جګړه کې هره ورځ شاوخوا 200-300 جسدونه دلته ښخېدل، او په 2010 کي دا کچه هره ورځ 100 ته راټیټه سوه. دلته په منځنۍ کچه په کال کي 500,000 جنازې راوړل کیږي.

  1. Hala Mundhir Fattah; Frank Caso (2009). A brief history of Iraq. Infobase Publishing. p. 140. ISBN 978-0-8160-5767-2. Archived from the original on 12 أكتوبر 2017. نه اخيستل شوی 18 October 2010. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  2. Anthony Ham (2010). Middle East. Lonely Planet. p. 224. ISBN 978-1742203591.
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named USATODAY