نوم چومسكي

| نوم چومسكي | |
|---|---|
| [[language|]]: Noam Chomsky | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Avram Noam Chomsky |
| پيدايښت | ۷ ډېسمبر ۱۹۲۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] پيلادېلپيا [۱۳] |
| تابعیت | |
| دين | اګنوسټېزم [۱۴] |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۱۵] |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | هروارد پوهنتون (۱۹۵۱–۱۹۵۵) |
| تخصص تعلیم | ژبپوهنه |
| تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر [۱۶] |
| کار/مسلک | فیلسوف [۱۰][۱۳]، ارواپوه ، د بشري حقونو فعال ، ليکوال [۱۷]، تاریخ پوه |
| مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي ، انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۸][۱۹]، امریکايي انګرېزي ، عبراني ژبه |
| د کړنې څانګه | ژبپوهنه ، د ژبې فلسفه ، ساپوهنه ، ادراکي علوم ، د ذهن فلسفه ، اخلاق ، سياست |
| خوځښت | اتيزم ، نوی کین اړخه ، انارشي-اتحادیه پالنه (انارکو-سینډیکالیزم) |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
آورام نوام چامسکی (انګليسي ژبه: Avram Noam Chomsky) (زېږون ۷ ډسمبر، ۱۹۲۸ زکال) امریکايي ژب پوه، فیلسوف، د ذهن پېژندنې عالم، تاریخي مقاله لیکونکی، ټولنیز منتقد او سیاسي فعال و. چامسکي ځینې مهال «د معاصرې ژب پېژندنې پلار» په توګه پېژندل کېږي. هغه د تحلیلي فلسفې په برخه کې یو له مخکښو څېرو او همدارنګه د ذهن پېژندنې د علم یو له بنسټ اېښودونکو څخه دی. هغه د اریزونا پوهنتون د ژب پوهنې د ښوونکي او د ماساچوست د تکنالوژي انستیتیوت د متقاعد ښوونکي د جایزو ګټونکی دی. هغه له ۱۵۰ ټوکو څخه ډېر کتابونه د بېلابېلو موضوعاتو اړوند لکه ژب پوهنې، جګړې، سیاست او ټولنیز رسنیو اړوند لیکلي. له ایډیالوژیک پلوه هغه له انارکو – سندیکالېزم او لیبرترین سوسیالېزم سره همغږی دی.
چامسکي چې په فلادلفیا کې په یوه یهودي کورنۍ کې وزېږېد، له انارشېزم سره یې لومړنۍ لېوالتیا د نیویارک ښار له کتاب پلورنځیو څخه وموندله، هغه د پنسلوانیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې. هغه په Harvard Society of Fellows کې د خپلې ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د بدلون راوړنکي ګرامر تیوري ته وده وکړه او د همدغې پر بنسټ یې په ۱۹۵۵ زکال کې خپله دوکتورا هم ترلاسه کړه. هماغه کال نوموړي د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې په تدریس پیل وکړ او په ۱۹۵۷ زکال کې یې په خپل مخکښ اثر «نحوي جوړښتونو» سره د ژبې د لوستو په تنظیم کولو کې په مهم رول لوبولو سره د ژب پوهنې په برخه کې په یوه مخکښه څېره واوښت. چامسکي له ۱۹۵۸ زکال څخه تر ۱۹۵۹ زکال پورې د پرمختللو مطالعاتو په انستیتیوت کې د علومو د ملي بنسټ غړی و. هغه په یوازې یا په مشترکه توګه د نړیوال ګرامر، د مولد ګرامر، د چامسکي د مراتبو د سلسلې او د حد اقل پروګرام نظریات رامنځته کړل. چامسکي همدارنګه د ژبنۍ چلن پالنې په زوال کې مهم رول درلود او په ځانګړې توګه یې د بي. ایف. سکېنر په چارو نقد وکړ.
چامسکي چې په ډېر سخت په ویتنام جګړه کې د متحده ایالاتو د لاسوهنې مخالف و، هغه یې د امریکايي امپریالېزم برخه وبلله او په ۱۹۶۷ زکال کې «د روڼ آندو د مسئولیت» تر نامه لاندې د جګړې ضد مقالې په لیکلو سره په ملي کچه د پام وړ وګرځېد. وروسته له هغه چې له نوي کیڼ لوري سره مل شو، څو ځله د خپلو فعالیتونو له امله ونیول شو او د ولسمشر ریچارډ نېکسون د دښمنانو په لېست کې یې ځای وموند. په داسې حال کې چې په راتلونکو کلونو کې یې خپل کار ته د یو ژب پوه په توګه وده ورکړه او د ژب پوهنې په بحثونو کې یې ګډون وکړ. هغه د اډوارډ اس. هرمان په مرسته د رضایت د تولید لپاره د رسنیز انتقاد د پروپاګند موډل بیان کړ او هڅه یې وکړه چې د اندونیزیا له خوا د ختیځ تیمور اشغال افشا کړي. د هلوکاست څخه د انکار په ګډون د بیان له بې قید او شرط آزادۍ څخه د هغه دفاع په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې د فوریسون په پېښه کې پام وړ جنجال رامنځته کړ. نوموړی د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې له فعال تدریس څخه له تقاعد کېدو وروسته په ۲۰۰۳ زکال کې په عراق باندې د امریکا له برید سره په مخالفت او د اشغال له خوځښت څخه د ملاتړ په ګډون خپلو جنجالي سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ. چامسکي په ۲۰۱۷ زکال کې بیاځلي تدریس په اریزونا پوهنتون کې پیل کړ.
چامسکي یو له هغو ډېرو مشهورو ژوندیو پوهانو څخه دی چې په ګڼ شمېر علمي څانګو یې اغېز لرلی. هغه په پام وړ توګه پېژندل شوې څېره ده چې د انساني علومو د پیژندنې د انقلاب له جرقې او همدارنګه یې د ژبې او ذهن د مطالعې لپاره د نوې اډانې له پراختیا سره مرسته کړې، هغه د متحده ایالاتو د بهرنیو سیاستونو، نیو لبرالېزم او د معاصر دولتي کپیټلېزم، د اسرائیل – فلسطین د شخړې او مخکښو خبري رسنیو اصلي منتقد دی. چامسکي او د هغه مفکورو په کپیټلېزم ضد او امپریالېزم ضد خوځښتونو ډېر اغېز لرلی دی. [۲۰]
سیاسي لید لوری
چامسکي د روانو سیاسي چارو یو له مخکښو مخالفینو څخه دی. د هغه سیاسي لیدلوري د هغه د ماشومتوب له مهاله ډېر توپیر نه دی کړی. له دې امله چې نوموړی د یهودي کاریګري طبقې په دودونو کې په سیاسي فعالیت باندې د ډېر ټینګار تر اغېز لاندې راغلی و؛ تر ډېره د یو انارکو سندیکالیست یا یو آزادي غوښتونکي سوسیالېست په توګه معرفي کېږي. د چامسکي له نظره، د سیاسي واقعیتونو حقیقت د شرکت سالارۍ د مخکښانو له خوا په سیستماتیک ډول د رسنیو، تبلیغاتو او فکري خونو څخه د خپلو تبلیغاتو د ترویج په موخه د ګټنې له امله سرکوب کېږي. د هغه کار د دغه ډول لاسوهنو او حقیقت د رسوا کولوپه موخه و، چې هغوی پټول.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي
چامسکي د امریکايي امپریالېزم یو له مخکښو منتقدینو څخه و او باور یې درلود چې دویمه نړیواله جګړه یوازنۍ موجه جګړه وه چې متحده ایالاتو د خپل ژوند په اوږدو کې ترسره کړې. هغه باور درلود چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست اصل د داسې «پرانیستو ټولنو» رامنځته کول دي چې له اقتصادي او سیاسي پلوه د متحده ایالاتو تر کنټرول لاندې وي او د هغو په مرسته په متحده ایالاتو کې شته سوداګرۍ رونق ومومي. هغه استدلال کوي چې متحده ایالات په دغو هېوادونو کې دننه د هر هغه حرکت د ځپلو هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له ګټو سره په ټکر کې وي او همدارنګه هڅه کوي چې د متحده ایالاتو دوست دولت هلته په واک کې وي. هغه پام وړ نمونې چې هغه یې په دې اړه هرکله یادوي په هند او افریقا کې د بریتانیا د سترواکۍ او او په ویتنام، فیلپین، لاتین امریکا او منځني ختیځ کې د امریکا اقدامات دي. [۲۶][۲۲][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د چامسکي سیاسي کار په کلکه سره د متحده ایالاتو په چارو باندې په نیوکو تمرکز لري. هغه څرګندوي ځکه په متحده ایالاتو تمرکز کوي چې دغه هېواد د هغه د ژوند په اوږدو کې له نظامي او اقتصادي پلوه پر نړۍ واک لرلی او له دې امله چې د هغو لیبرال دیموکراتیک ټاکنیز سیسټم وګړو ته د دې اجازه ورکوي څو د دولت پرسیاستونو اغېز وکړي. د هغه هیله داده چې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست تر اغېز لاندې وګړو ته د پوهاوي په ورکولو سره هغوی وهڅوي د خپلو دولتونو په انګېزو، پرېکړو او اقداماتو نیوکې وکړي، د خپلو افکارو او اعمالو مسئولیت ومني او هغه معیارونه چې د ځان لپاره غوره کوي د نورو لپاره هم غوره کړي. [۲۸][۲۷][۳۱][۳۲]
چامسکي د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ په شخړه کې د متحده ایالاتو پرلاسوهنه هم نیوکې کوي او استدلال کوي چې دغې چارې په دوامداره توګه د دغې ستونزې د سوله ییز حل مخه نیولې. چامسکي همدارنګه له سعودي عربستان سره د متحده ایالاتو په نږدې اړیکو او په یمن کې د سعودي عربستان په مداخله کې په لاسوهنه نیوکې کوي او ټینګار کوي چې: سعودي عربستان «په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو وحشتناک سوابق» لري. [۲۲][۳۳]
کپیټلېزم او سوسیالېزم
چامسکي په خپله ځوانۍ کې له کپیټلېزم او مادي شتمنۍ ته له لاسرسۍ بېزاري څرګندوله. هماغه مهال نوموړي اقتدار غوښتونکي سوسیالېزم ته چې د مارکسېستي – لینینیستي سیاستونو له امله یې وده کوله او د شوروي اتحاد له خوا پلي کېدل سپکاوي کاوه. هغه د امریکايي اقتصاد پوهانو ترمنځ د مروج نظر اړوند چې پر اقتصاد د دولت د بشپړ مالکیت او د خصوصي بشپړ مالکیت ترمنځ د موجود طیف پر بنسټ و، وړاندیز یې کاوه چې باید د دیموکراتیک اقتصاد د بشپړ کنترول او بشپړ استبدادي کنټرول (دولتي یا خصوصي)ترمنځ طیف درک شي. هغه استدلال کاوه چې: لویدیځ کپیټلیسټي هېوادونه په واقعي توګه دیموکراتیک نه دي، ځکه د هغه له نظره دیموکراتیکه ټولنه هغه ټولنه ده چې په هغو کې ټول کسان د عمومي اقتصاد په سیاستونو کې نظر ولري. هغه خپل مخالفت له واکمنو اشرافو، له دې ډلې له یو شمېر بنسټونو لکه د پیسو له نړیوال صندوق، نړیوال بانک او ګاټ (د WTO مخکښ) پر وړاندې څرګندوي.[۳۴]کينډۍ:Sfnm[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
سرچينې
- ↑ پیوستون : 118520520 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118520520 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Хомский Ноам — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0159008/ — خپرېدونېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ http://www.nytimes.com/2013/11/22/movies/is-the-man-who-is-tall-happy-a-michel-gondry-documentary.html
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb266j — subject named as: Noam Chomsky — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/239968 — subject named as: Noam Chomsky — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/chomsky-avram-noam — subject named as: Avram Noam Chomsky — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2803 — subject named as: Noam Chomsky — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15244 — subject named as: Noam Chomsky — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/170897 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020993 — subject named as: Noam Chomsky — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020993 — subject named as: Noam Chomsky — سرليک: Педагоги и психологи мира
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118520520 — خپرېدونېټه: ۱۴ اگست ۲۰۲۴
- ↑ https://www.unav.edu/web/ciencia-razon-y-fe/chomsky-la-naturaleza-humana-el-lenguaje-y-las-limitaciones-de-la-ciencia#:~:text=Chomsky%20es%20agn%C3%B3stico%20pero%20no,el%20mundo%20lo%20hacen%20movidos
- ↑ https://www.amacad.org/sites/default/files/academy/multimedia/pdfs/publications/bookofmembers/electionIndex1950-1999.pdf
- ↑ Encyclopædia Britannica — خپرېدونېټه: ۱ اگست ۲۰۲۳
- ↑ http://www.nytimes.com/2006/09/23/books/23chomsky.html
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11896756j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6935651
- ↑ Babe 2015، م. xvii.
- ↑ McGilvray 2014، م. 161.
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ McGilvray 2014، م. 159.
- ↑ McGilvray 2014، م. 222.
- ↑ McGilvray 2014، م. 17.
- ↑ Sperlich 2006، م. 77.
- ↑ "Interview with Noam Chomsky". Interviews with Max Raskin (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په January 10, 2022. بياځلي په 10 January 2022.
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ McGilvray 2014، م. 13.
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ McGilvray 2014، م. 160.
- ↑ Sperlich 2006، م. 92.
- ↑ Milne 2009.
- ↑ McGilvray 2014، م. 18.
- ↑ McGilvray 2014، مم. 14, 160.
- ↑ Democracy Now! 2016.
- ↑ McGilvray 2014، م. 169.
- ↑ McGilvray 2014، مم. 164–165.
- ↑ McGilvray 2014، م. 170.
- ↑ Barsky 1997، م. 211.
- ↑ Sperlich 2006، م. 15.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- د تن د تعلیم اړوند د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P512
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- د ۱۹۲۸م کال زېږدنې
- د شلمې پېړۍ فیلسوفان
- امریکایي ژبپوهان
- امریکایي سیاسي لیکوالان
- امريکايي فيلسوفان
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- CS1 American English-language sources (en-us)

