نصرالله زرمتی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نصرالله زرمتی (۱۳۱۸ لمريز لېږدي کال، افغانستان پکتيا ولايت) د پښتو ژبې ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

څېړنپوه نصرالله زرمتی د غلام حيدر زوی او د خدای نظر لمسی پر ۱۳۱۸ لمريز لېږدي کال د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ په دولت خان کلي کې زېږېدلی دی. پر ۱۳۳۱ ل ل کال د کوتيخېلو په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۳۶ ل ل کال ترې په لومړۍ درجه فارغ شوی دی. نوموړی پر ۱۳۳۷ ل ل کال په ابن سينا ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۳۹ کال کې ترې فارغ شوی دی. نصرالله زرمتی پر ۱۳۴۰ ل ل کال د کابل په ښوونتون (دارالمعلمين) کې شامل شوی او پر ۱۳۴۲ ل ل کال له هغه څخه فارغ شوی دی. نوموړی پر ۱۳۴۳ ل ل کال په ابن سينا ښوونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده گومارل شوی دی. پر ۱۳۴۷ ل ل کال هم د کابل په رحمان بابا لېسه کې د ښوونکي په توگه گومارل شوی دی. ليکوال نصرالله زرمتی پر ۱۳۵۰ ل ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په تاريخ څانگه کې شامل او پر ۱۳۵۲ ل ل کال کې له نوموړي پوهنځي څخه فارغ شوی دی. هغه د تاريخ او فلسفې په څانگو کې له کابل پوهنتون څخه ماستري اخيستې دي.

ښاغلی نصرالله زرمتی پر ۱۳۵۳ ل ل کال په پښتو ټولنه کې د علمي غړي په توگه گومارل شوی او پر ۱۳۵۶ ل ل کال يې هم د پښتو ټولنې د کتابتون د مدير په توگه دنده پيل کړې ده. پر ۱۳۵۸ ل ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د وټې (اقتصاد)، ساپوهنې او فلسفې د انستيتوت د امر په توگه گومارل شوی دی. پر ۱۳۶۰ ل ل کال يې د علومو اکاډمۍ د کتابتون د سروال (ريس) په توگه، پر ۱۳۶۲ ل ل کال د پښتو څېړنو د علمي مرکز د منشي په توگه، پر ۱۳۷۲ ل ل کال د پښتو څېړنو د مرکز د سروال په توگه گومارل شوی دی. نوموړي پر ۱۳۸۶-۱۳۹۰ ل ل کلونو د علومو اکاډمۍ د خپرونو د سروال په توگه دنده ترسره کړې ده. ښاغلی زرمتی پر ۱۳۹۶ ل ل کال کورناستی (تقاعد) شو. نوموړی اوس د کورناستۍ پر مهال هم خپلو ليکنو او څېړنو ته دوام ورکوي.

چاپ شوي نښيرونه[سمول]

۱- ميرويس نيکه.

۲- د هوتکو ملي نهضت د تاريخ په هېنداره کې.

۳- وجيزې.

۴- د پکتپا ايتنوگرافي.

۵- امير عبدالرحمان خان.

۶- د پير روښان مبارزې (د گستتنر چاپ).

همدا راز يې ۳۶ عنوانه نور کتابونه هم چاپ ته چمتو دي.

سرچينې[سمول]

۱- د نصرالله زرمتي ژوندليک ښاغلي شاعر تاج محمد ياري حسير د ۱۳۹۸ ل کال په تله کې د پښتو برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته سپارلی او دلته ترې کار اخيستل شوی دی.