تاج محمد ياري حسير
تاج محمد ياري حسير (۱۳۳۴ لېږديز لمريز کال، د پکتيا ولايت زرملې ولسواالي-د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي ۲۸، کابل) يو افغان پښتون شاعر دی.
مخينه
[سمول]تاج محمد ياري حسير پر ۱۳۳۴ لمريز لېږدي کال د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په کلالگو کلي کې زېږېدلی دی. پر ۱۳۴۲ ل ل کال د زرملې ولسوالۍ د کتې خېلو په لومړني ښوونځي کې شامل او پر ۱۳۴۷ ل ل کال يې نوموړی ښوونځی پای ته ورساوه. پر ۱۳۴۸ ل کال د کابل په ابن سينا لېسه کې شامل او پر ۱۳۵۳ ل کال د دغې ليسې له ۱۲ ټولگي څخه فارغ شو. تر دې وروسته يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی ولوست او د لېسانس په درجې سره يې بری ليک تر لاسه کړ.
لومړنۍ دنده يې د افغانستان بانک د خپرونو په لوی مديریت کې پيل کړه او د افغانستان بانک مجلې د مهتمم، مسلکي غړي او مرستيال په توگه يې دا دنده تر ۱۳۶۶ ل ل کاله پورې ترسره کړه. له ۱۳۶۶ ل ل کاله تر ۱۳۶۸ ل ل کاله پورې يې د افغانستان د ليکوالو او شاعرانو په انجمن کې د خپرونو د پازوال په توگه دنده درلوده. له ۱۳۶۸ ل ل کال څخه تر ۱۳۷۳ کاله پورې په ملي راډيو ټلويزیون کې د ليکوال، پروديوسر او د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په رياست کې د راديو د لوی مدير په توگه دنده درلوده.
کله چې پر ۱۳۷۱ ل ل کال د هېوادمشر ډاکتر نجيب الله واکمني پای ته ورسېده، جهادي تنظيمونه واک و ځواک ته ورسېدل او کورنۍ جگړې نوی زور واخيست، تاج محمد ياري هم د گڼ شمېر نورو هېوادوالو په څېر د هېواد پرې ښودو ته اړوت او سعودي عربستان ته کډوال شو او هلته يې په يوه لېسه کې د ښوونکي په توگه دنده درلوده.
نوموړی پر ۱۳۸۸ ل ل کال يو ځل بيا د افغانستان په ملي راډيو تلويزیون کې دنده تر لاسه کړه او د اواز مجلې د مرستيال په توگه يې په کار پيل وکړ. تر دې وروسته يې څه موده د دغه تلويزيون د هنر او ادبياتو د مديريت چارې پر غاړه درلودې. پر ۱۳۹۵ لمريز کال يې د ملي راډيو تلويزيون د اواز مجلې د پازوال چلوونکي په توگه په دنده پيل کړه او د ژوند تر پايه پر دغه دنده پاتې شو.
مړينه
[سمول]شاعر تاج محمد ياري حسير د ۱۴۰۰ ل ل کال د غويي مياشتې پر ۲۸ په کابل کې په خپل کور کې له دې پاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.
چاپ شوي اثار
[سمول]- ستوري او سيوري (شعري ټولگه)، د ۱۳۶۶ ل ل کال چاپ.
د شعر بېلگه
عمر «شپېته» شو «څلور» ورباندې- د «گناهونو» تر سيوري لاندې
د «امېدونو» «ارزو» ژوندۍ لا- خير که پرې شوې د زړگي «مراندې»
«خزانه» زه به لاس په «سلام» شم-نور مړاوې نه کړې د «گلو» څانگې
څنگه «دوستي» شوه څرنگ «ياري» شوه-زه درته «ژاړم» ته راته «خاندې»
لوی خدای به «عفوه» ياري ته وکړي-«نفس» و «شيطانه» هر څه چې کاندې
۷/۷/۱۳۹۸
سرچينې
[سمول]- د تاج محمد ياري حسير له هغه ژوند ليک څخه، چې د ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر پر ۹ يې د برېښنايي پوهنغونډ کاروونکي ته سپارلی دی.