د افغانستان بانک
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| مرکز | |
| هېواد |
| وېبپاڼه |
|---|

د افغانستان بانک د افغانستان مرکزي بانک دی چې د دغه هېواد د بانکنوټونو او پيسو د خپراوي، د افغانۍ د ارزښت د ټينگښت او د هېواد د سوداگريز او وټنيز غونډال د رغښت او پايښت يو اهم بنسټ گڼل کېږي.
تاريخ
د افغانستان بانک مرکزي بانک د دندو د پرمخ بيولو په خاطر په ۱۳۱۸ ل. کال کې د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لمړنۍ پانگه پرانيستل شوی دی. د بانک د پرانيستلو په لومړيو کې د هغې يوه اندازه پانگه د ملي بانک لخوا ورکړل شوه، چې له يوې مودې وروسته د ملي بانک ونډه دولت په غاړه واخيسته. د افغانستان بانک د تاسيس له پيل څخه موخه دا وه چې دا بانک د مرکزي بانک دندې پر مخ بوزي خو په عمل کې د افغانستان بانک د لومړني قانون تر تصويب د ۱۳۸۲ ل. کال د وږي د مياشتې تر ۲۷ مې پورې د مرکزي بانک د دندو د پرمخبيولو تر څنگ د يوه سوداگریز بانک په توگه هم عمل کړی دی. د تصفيې او د کورنۍ او باندنۍ سوداگرۍ معاملې يې ترسره کړي، خصوصي او دولتي پس اندازونه يې منلي او دولت، بانکونو، بېلابېلو تصديو او انفرادي وگړو ته يې د لنډې او اوږدې مودې پور ورکول هم پرمخ بيولي دي. د افغانستان بانک د اساسنامې او کړنلارې سره سم د پيل له وخته دنده درلوده، بانکنوټونه يې خپاره کړي، په دوران کې يې اچولي او په اوسني شتو قانوني وسايلو د افغانۍ د ارزښت ټينگښت يې ډاډمن کړی. د افغانستان بانک د افغانستان د پيسو او بانکوالی د قانون تر تصويب، د ۱۳۷۷ ل. کال د لړم د مياشتې تر ۱۶ نېټې د حقوقي هويت د يوې دولتي بنسټ په بڼه عمل کړی دی. په۱۶ د لړم، ۱۳۷۷ ل. کال کې د ۱۳۵۴ ل. کال د پيسو او بانکوالی تصويب شوی قانون لغوه کړ او د پيسو او بانکوالی نوی قانون يې د رسمي جريدې په ۷۷۰ يمه گڼه کې خپور شو.
نور ولولئ
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP154
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- د افغانستان بانکونه
- مرکزي بانکونه