غويی (مياشت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له غويی(مياشت) نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
غويی
۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷
۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲ ۱۳ ۱۴
۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹ ۲۰ ۲۱
۲۲ ۲۳ ۲۴ ۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲۸
۲۹ ۳۰ ۳۱  
د لمريز لېږديز کال مياشتې

د افغانستان په رسمي کليز کې غويی (ثور) د هجري لمريز کال دويمه مياشت ده چې ۳۱ ورځې لري.

رخصتيانې

  • د غويي ۳ - د ښوونکي او معارف، همدارنگه د کتاب او د کتاب د چاپ د حقوقو Copyright ورځ (د اپريل ۲۳).
  • د غويي ۶ - غازي امان الله خان وفات په ايټاليا کې. (۶/۲/۱۳۳۹)
  • د غويي ۷ - د غويي (ثور) انقلاب (۱۳۵۷ ل.).
  • د غويي ۸ - افغانستان ته د مجاهدينو راتگ او د صبغت الله مجددي قدرت ته رسېدل. (۱۳۷۱)
  • د غويي ۱۱ - د کروندگرو نړۍ واله ورځ. (د مۍ اوله).
  • د غويي ۱۳- د مطبوعاتو د آزادۍ نړۍ واله ورځ. (د مۍ ۳).
  • د غويي ۱۴- د شهيدانو او معلولينو ورځ .
  • د غويي ۱۷ - د صحت نړۍ واله ورځ (د مۍ ۷).
  • د غويي ۱۸ - د سرې مياشتې نړۍ واله ورځ. ( د مۍ ۸).
  • د غويي ۲۰ - د مور ورځ ( د مۍ ۱۰).
  • د غويي ۲۵ د کورنيو نړۍ واله ورځ.

سرچينې