مېگ ۲۳

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېگ ۲۳
МиГ-23
هېواد شوروی اتحاد
د الوتکې ډول ښکاري الوتکه
د الوتکې تولیدونکی МиГ/ MiG
لمړی الوتنه ۱۰.۶.۱۹۶۷
د الوتکې استعمالونکی شوروی اتحاد
چکوسلواکیا
سوریه
کوبا
ليبيا
اېتوپیا

مېگ ۲۳ (په روسي کې: Микоян и Гуревич МиГ-23 ) د جېټ د متحرکو وزرونو لرونکې او برید کونکې ښکاري الوتکه ده چې د ۱۹۶۸ کال څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې په شوروي اتحاد کې جوړېده. په اوس وخت کې دغه ښکاري الوتکه یوازې د سوېلي کوريا، الجزایر،اېتوپیا، سوریې په جگړیزو تجهیزاتو کې شامل دی.

تاریخ

د مېگ ۲۳ ښکاري الوتکه په ۱۹۶۵ کال کې طرح شوه. لمړي الوتنه یی په ۱۰.۶.۱۹۶۷ کې ترسره شوه. شوروی پوځ د دغې الوتکې څخه په رسمی په ډول د ۱۹۷۰ کال کې کار واخیست په دی کال کې هم لمړي الوتکې چکوسلواکیا، کوبا او آنگولا ته صادر شوې.

مېگ ۲۳ په افغانستان کې

د افغانستان هوایی ځواک د ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د مېگ ۲۳ الوتکې کارولې. مگر د دغو الوتکو چلونکی د شوروی د پوځ ځخه ول. د دغو الوتکو څخه د افغانستان د سرحد د څارلو لپاره کار اخیستل کېدلې. په ۱۹۸۷ کال کې د مېگ ۲۳ د پاکستان سرحد ته نژدې یوه پاکستاني الوتکه نسکوري وکړه. په ۱۹۸۸ کال کې یوه د مېک ۲۳ الوتکه د ایران سرحد ته نژدې ایرانی هلیکوپرونه نسکوري وکړه.

د مېک ۲۳ وسلې

د مېک ۲۳ په الوتکه کې یو د ۲۳ م.م. ماشیندار نصبېږي. هر الوتکه کولای شي پینځه رهبري شوي توغندی ولري. دغه الوتکه کولای شي هم پر مخکنی هدفونو برید وکړي.