مېگ ۲۵

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېگ ۲۵
МиГ-25
هېواد
د الوتکې ډول ښکاري او څارونکي الوتکه
د الوتکې تولیدونکی МиГ/ MiG
لمړی الوتنه ۶.۳.۱۹۶۴
د الوتکې استعمالونکی ۴۲
۱۶
۱۶
۲۴
۴۸
؟

مېگ ۲۵ (په روسی کې: МиГ-25) د جت له غږ نه زیات یوه شوروي (روسي) برید کونکي ښکاري الوتکه ده چې د ۱۹۷۰ کال څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې جوړېده. دغه ښکاري الوتکه د دښمن الوتکو د منځه وړولو او څارونکي عملیاتو لپاره کارېږي. د مېگ ۲۵ الوتکه کولای سی څلور رهبري شوي توغندی ولري او چټکتيا (سرعت) یی ۳،۲۵۵ كيلو متره په ساعت کې ته رسېږي. په اوس وخت کی دغه الوتکه د روسیي، سوریي، الجزایر ، ترکمنستان او قزاقستان په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی. د ایران-عراق د جگړې په وخت کی د مېگ ۲۵ الوتکې عراق ته صادرې شولې. په دی وخت کي تقریبًا ۱۴ د مېگ الوتکې نسکورې شوې. د خلیخ د لمړی جکړې په وخت کې امریکایی ځواک ۲ د مېگ الوتکې نسکورې کړلې. د ایران سرچینې په مطابق عراق څو الوتکې ایران ته ولېږل. په ۲۰۰۳ کال کې کله چې عراق د امریکایی پوځ لخوا نیول شو نو امریکایی عسکرانو ۲ د مېگ ۲۵ الوتکې د عراق په دښته کې پیدا کړلې.