Jump to content

ميا عمر بابا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حضرت میا عمربابا نوم محمد عمر ، دپلار نوم یې ابراهیم او د نیکه نوم یې قادرخان و چې په کالا خان سره یې شهرت درلود.. څرنګه چې میا عمر بابا یو زاهد او عابد انسان و نو خلکو ده ته دغوٍث العالم او غوٍث الافغان لقبونه هم ورکړي دي . نوموړي په اصل کې سړبني پښتون و چې بیا په سړبنیو پښتنوکې په خښي پښتنو او په خښي پښتنو کې دترکلاڼیو دقبیلې دموسي خیلو په څانګې پورې یې اړه درلودله ، دده دپلار نیکه اصلي ځای د باجوړ سیمه وه ،نوموړی په ۱۶۷۳ زیږدیزکال کې چې د۱۰۷۴ هجري /لمریز کال سره سمون خوري لاهور ته نږدې د راوي دریاب تر څنګ په فرید آباد کې زیږیدلی دی .پلار اونیکه یې دخپلې قبیلې مشران او سرداران تیرشوي دي. ویل کیږي چې په هغه وخت کې دده نیکه کالا خان د پښتونخوا د باجوړ د سیمې نه لاهور ته تللی و او د هند مغولي واکمن شاه جهان او دهغه ولیعهد شهزاده داراشکوه ده ته دومره زیات ارادت وښود چې د فریدآباد سیمه یې ده ته د جاګیر په تو ګه ورکړه او دده د ارادتمندانو په حلقه کې شامل شول. کالاخان په فریدآباد کې دمشهور عارف او صوفي سید محمد ګیسو دراز د کورنۍ دیوې نجلۍ سره واده وکړ چې دهغې دبطن نه یې د ابراهیم په نامه زوی پیداشو. په ۱۷۸۸ زیږدیز ګال کله چې دده نیکه کالاخان دخپل زوی ابراهیم خان لپاره د میرمنې دپیداکولو په لټه خپل پلرنی ټاټوبی باجوړ ته روان شو نو دلارې په اوږدو کې په کلان نومي کلي کې دیو چا له خوا ووژل شو او بیا دده مړی هماغلته ښخ شو. دده زوي ابراهیم خان تر دغې پیښې وروسته با جوړ ته لاړ او هلته څو ورځې تم شو اوبیرته دفرید آباد خواته وخوځید. په هغه وخت کې په پيښور کې سخته کاختي ( قحطي ) راغله او خلک ددغې سیمې نه نورو سیمو ته په لیږدیدلو مجبوره شول. دده سره فرید آباد ته دڅمکنو دکلي سعیدخان چغه خیل هم ملګری شو او دلاهور په فرید آباد کې دهغه سره یوځای اوسیده چې په پایله کې یې خپله لور ابراهیم خان ته په نکاح کړه او د سعید خان دلور نه همدا میا عمر بابا پیداشو. میا عمر بابا اووه کلن وچې دده پلار ابراهیم خان مړشو، ده دوه نور کوچني وړونه هم درلودل چې یو یې محمد موسی او بل یې محمد عیسی نومیدل .دابراهیم خان دمړینې په وخت کې سعیدخان چغه خیل په څمکنو کې و او کله چې دابراهیم خان له مرګه خبرشو نو د لاهور په لورې وخوځید او کله چې فرید آباد ته ورسید نو دنورو دوستانو سره یې د سلا او مشورې وروسته میا عمر بابا او دده ورونه او مور یې د پشتونخوا څمکنو ته راوستل . میا عمربابا تردې وروسته په ځمکنو کې دیني علومو ته مخه کړه او د سیر او سلوک ، طریقت او تصوف سره یې هم مینه پیدا شوه نوموړی په خپلو لیکنو کې دخپلو لاندنیو استادانو نه چې ده ترې دیني زده کړې دي یادونه کړې ده او هغه دادي : مولانا شیخ المشائخ محمد یونسؒ ، مولانا محمد فاضل پاپینی ، مولانا شیخ سید قطب بنوری ؒ ، مولانا شیخ المشائخ خواجہ محمد امین صدیقی بدخشی ، مولانا شیخ المشائخ عبدالغفور پيښوري ؒ اوپه څمکنو کې د مولانا شیخ المشائخ حاجی دریا خان باباؒ چې په حاجی صاحب قادہ خیل څمکني سره شهرت لري یادونه کوي . همداراز هغو عالمانو چې په تصوف او سیر اوسلوک او معرفت کې ورته زده کړې ورکړي دي دهغو نومونه دادي : مولانا شیخ المشائخ شیخ سعدی بخاری لاهوری ، مولانا سید محمد قطب بنوری او مولانا شیخ المشائخ سر اعظم محمدیحیی چې د اٹک په حضرت جی باباؒ سره شهرت لري .

میا عمر بابا برسیره پردې چې دیني عالم او صوفي مشربه انسان و یو مصلح شخصیت هم و .ده بزګرانوته ویلي و چې تمباکو به نه کري او دهغه پرځای به غنم کري .
د څمکنو میا عمربابا، د دراني احمد شاه بابا سره دده لیدنه کتنه او په پښتوژبې دده آثار
(په پیښور کې ولیان ډیردي 
کږې جنډې په میا عمر ولاړې دینه)

ویل کیږي چې درانی احمدشاه بابا هم ده ته ځانګړی ارادت درلود اوکله چې احمدشاه بابا غوښتل چې په هند کې د مرهټه ووسره جګړه وکړي نو د میا عمربابا اووه لس زره مریدان د احمدشاه بابا خدمت ته حاضرشول او دده سره یې د پاني پت په تاریخي جګړې کې ملاتړ وکړ. همداراز میا عمربابا دهند دروهیلکهنډ دپښتنو نوابانو حافظ رحمت خان بړیڅ او نواب نجیب الدوله سره هم نږدې اړیکي درلودلې او هغو هم ده ته ځانګړی ارادت درلود. په پښتونخوا کې داسې دیني کورنۍ د میاګانو په کورنیوسره مشهورې وې نو دهمدې کبله دده دنامه په بیل کې د میا کلمه هم راغلې ده او احمد شاه بابا ده ته دیارلس سوه جریبه ځمکه په سیرۍ کې ورکړې وه .سیرۍ هغه ځمکې وې چې خلکو به دیني عالمانو ته ددوي دخرځ لپاره ورکولې . میا عمر باباد ۱۱۹۰ لیږدیز/هجري کال د رجب د مياشت په لومړۍ نېټه چې د ( ۱۷۷۶ م) کال سره سمون خوري تقریبا دسلو کلونو په عمر وفات شو او مزار یې د پيښور په څمکنو کې دي چې هر!کال د رجب په میاشت کې دده عرس لمانځل کیږي د ده تر مړینې وروسته دده درې زامن وو چې ميا ګل، محمدي صاحبزاده او عبېدالله نوميدل. د ده د مړينې نه وروستو محمدي صاحبزاده د ده په ګدۍ کښیناست. باید زیاته کړم چې د افغانستان د ننګرهار ولايت په مرکز جلا ل آباد کې دمیا عمر بابا په نامه یوه لیسه ( های سکول ) هم شته . صاحبزاده محمدي هم دپښتو زبې ښه شاعر او لیکوال او ددیوان خاوند و. میا عمر بابا په پښتو ، پارسي او عربي زبو ډیر آثار بریښي دي لکه چې پخپله یې په یو ه شعر کې داسې ویلي دي : تصانیف لہ دے فقیرہ چی عیان دی پہ فارسی پہ عربی کی نمایاں دی پہ پښتو ژبه ھم ما کړی بسیار دی ځینې ځینې بیا مشہور پہ ہر دیار دی دده دتصانیفونومونه دادي : ۱- توضیح المعاني په پارسي ژبه ۲-ظواهرالسرایرپه پارسي ژبه ۳-شمس الهدی په عربي ژبه ۴- شماېل نبوي په پښتو ژبه ۵- دپښتنو نسب نامه په پښتو ژبه خلاصه کیدانی =په پښتو ژبه باید وویل شي چې دده دکتابونو او تصانیفو خطي نسخې په بریټیښ میوزیم کتابتون، دهند درامپور په کتابتون، د پاکستان د پنجاب يونیورسټی په شیراني کلیکشن کې ، دکابل په پښتو ټولنې او دبیښور داسلامیه کالج په کتابتون کې خوندي دي .

یادونه : ارواښاد علامه رشاد بابا په ۱۳۶۰لیږدیز کال کې پر ده یوکتاب لیکلیو چې نوم یې و د څمکنیو میا عمر


اخځلیک: ۱- http://chamkani.net/mia-umar-baba-chamkani/ Archived 2018-07-10 at the Wayback Machine. ۲-http://www.safiahaleem.com/?p=3037