پاني پت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
فاني پت
Panipat
پاني پت.jpg
تاسير پوسټر
ډاېريکټر اشوتوش ګواریکر
توليدونکي سونيتا ګواریکر
روحيت شيلاتکر
پر بنسټ د د پاني پت دريمه جګړه
لوبغاړي سنجې دت
ارجون کپور
کريتي سانون
کبير بيدي
ګوراو ساروده
موسيقي جوړونکی اجئ-اتول
تولیدونکی
کمپنۍ
اشوتوش ګواریکر پروډکشن
وېشونکي د لید نړیوال فلمونه
د خپريدو نټېه
  • ۶ ډيسمبر ۲۰۱۹ (۲۰۱۹-12-۰۶)
هېواد Flag of India.svg هندوستان
ژبه هندي

پاني پت (په انګرېزي ژبه: Panipat) د ٢٠١٩ کال د باليووډ يو راتلونکې هندي-ژبې تاریخي دوره ييز ډرامه فلم دي. د دې فلم جوړونکي به اشوتوش ګواریکار وي، او د فيلم مخکښ رول به سنجي دت، ارجون کپور او کریتي سانون لخوا ترسره سي. دا فلم چې بشپړ نوم يې پاني پت، هغه ستر خیانت دی، چې د ۱۷۶۱میلادی کال کې د پاني پټ پر درېمه جګړه چې د هند او افغانستان د وخت د امپراتورانو تر منځ د پاني پت په ښار کې سوې وه جوړيږي. په دې جګړه کې چې د احمد شاه دراني په ګټه پای ته رسېدلې وه، له افغان امپراتور دوو هندي ډلو د دوآب سیمې افغانانو روهیلااو شجاع الدوله ملاتړ کاوه.[۱] [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د سنجي دت غوره کيدني[سمول]

اشوتوش ګواریکار و هندي رسنیو ته ویلي، چې په نام فلم کې له سنجي دت سره د کار تجربه لري او خوښ دی چې د فوق العاده او غوره لوبغاړي د دغه فلم ډایریکټر دی.

په فلم کې رولونه[سمول]

  1. کریتي سانون د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان د مېرمنې رول لري.
  2. ارجون کپور د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان رول لري.
  3. سنجي دت د لوی ا حمد شاه باباد رول لوبوي.

د فلم اړوند[سمول]

د تاریخي متونو له مخې په دې جګړه کې په لسګونو زره کسان ووژل شوه او دا جګره په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان او هند په تاریخ کې تر ټولو لویه جګړه شمېرل کېږي. احمد شاه دراني چې په ۱۷۲۲ میلادي کال کې زېږدلی، دی د دراني امپراتورۍ او د نني افغانستان بنسټګر دی. په ۱۷۴۷ د نادر افشار تر وژل کېدو وروسته د افغانستان پاچا شو. ارجون کپور د سداشیوراو د مرهټیانو د پوځ د لوی قومندان په رول کې لوبېږي. کریتی سانون د پرواتیبای په نوم د سداشییوراو د دویمې میرمنې په رول کې نندازې ته راځي هغه ښځه چې تل په دې جګره کې له خپل مېړه نه ملاتړ کوي او ان ورسره د جګړې ډګر ته وځي.

ارجون کپور او کریتي سانون چې د هند سینما د نوي نسل لوبغاړي دي، ښایي د سنجي دت پرتله په افغانستان کې نوموتي نه وي، خو په افغانستان کې د هند سینما د محبوبیت په اساس، ډېری افغانا سنجي دت پيژني.

  • سنجي دت پر خپله ټویټر پاڼه د دې فلم پوستر خپور کړی او ورسره یې لیکلي:

په ډېرې لیوالتیا سره په تمه یم چې د پاني پت فلم یوه برخه ووسم.

  • کریتي سانون د دې فلم په اړه په خپله ټویټر پاڼه لیکي:
    ویاړم چې د پاني پټ د درېمې جګړې په فلمولو کې د زړورتیا، شور او وطن دوستۍ برخه یم.
  • ارجون کپور هم پر ټویټر لیکلي:
    ویاړم چې د مرهټیانو زړورتیا انځوروم.

دې ټویټونو ته په کتو داسې ښکاري چې، دا لوبغاړي په دې فلم کې غواړي چې د هندیانو شجاعت باندې به ډېر تمرکز وشي. ترڅو وکولی شي د دې فلم د لیدونکو زړونه وګټي او هم د هند د تاریخ یوه برخه ژوندۍ وساتي.
د دې فلم ډایرېکټر ګواریګار، په یو ټویټ کې لیکلي:
تاریخي نندارو زه تل ځان ور جذب کړی یم. دا ځل به فلم د داسې یو داستان په اړه وي چې پایله یې د پاني پت درېمه جګړه وه

خو هغه فلمونه چې د تاریخي روایتونو پر بنسټ جوړېږي د خلکو مخالف یا موافق غبرګونونه پاروي. داسې ښکاري چې دې فلم کې د تاريخي پېښې پر ځای د هغه د اصلي کرکټرونو او شخیتونو په ډرامه يي کولو تمرکز وي.

په افغانستان کې د بالیووډ د ډېرو ليدونکو لپاره به جالب ټکی دا وي چې خپل پخوانی پاچا او امپراتور احمد شاه دراني د سنجي دت په رول کې ویني.

ټاکلې ده د هند سینما نوموتې څېره سنجي دت، چې په افغانستان کې ډېر مینه وال لري په اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان امپراطور احمد شاه دراني په رول کې د بالیووډي په پاني پت فلم کې لوبېږي.

سرچینې[سمول]

  1. (په 14 March 2018 کې). Panipat: Arjun Kapoor, Sanjay Dutt to work with Ashutosh Gowarikar. Here’s everything you need to know.
  2. https://www.hindustantimes.com/bollywood/panipat-first-poster-arjun-kapoor-sanjay-dutt-to-work-with-ashutosh-gowarikar/story-NtGdPlbTXhXbkK2Da42BhP.html
  3. http://www.firstpost.com/entertainment/panipat-teaser-poster-ashutosh-gowariker-announces-next-film-with-kriti-sanon-arjun-kapoor-sanjay-dutt-4389547.html
  4. https://www.news18.com/news/movies/panipat-poster-arjun-kapoor-kriti-sanon-sanjay-dutt-to-star-in-ashutosh-gowarikers-period-drama-1688575.html
  5. http://zeenews.india.com/bollywood/panipat-teaser-poster-of-arjun-kapoor-sanjay-dutt-and-kriti-sanon-starrer-unveiled-see-pic-2089339.html
  6. https://twitter.com/AshGowariker/status/973763499053723648
  7. http://zeenews.india.com/hindi/entertainment/bollywood/teaser-poster-of-arjun-kapoor-sanjay-dutt-and-kriti-sanon-starrer-panipat/380248
  8. https://www.amarujala.com/photo-gallery/entertainment/bollywood/ashutosh-gowariker-period-drama-panipat-first-poster-out
  9. https://www.jagran.com/entertainment/bollywood-ashutosh-gowariker-to-make-film-panipat-with-sanjay-dutt-arjun-kapoor-and-kriti-sanon-17661965.html