د ډهلي سلطنت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډهلي سلطنت یوه اسلامي سترواکي وه او په ډهلي کې مېشته وه چې د ۳۲۰ کلونو (۱۲۰۶-۱۵۲۶) لپاره د هند د نیمه وچې لویې برخه ته وغځول شوه. پنځو کورنیو په ترتیب سره د ډهلي سلطنت واکمني وکړه: د مملوکیانو کورنۍ (۱۲۰۶-۱۲۹۰)، د غلجيانو کورنۍ (۱۲۹۰-۱۳۲۰)، د تغلقانو کورنۍ (۱۳۲۰-۱۴۱۴)، د سیدانو کورنۍ (۱۴۱۴-۱۴۵۱)، او د لوديانو  کورنۍ (۱۴۵۱-۱۵۲۶). نوموړو د نني عصر هند، پاکستان او بنګله دیش د خاورو لویې سیمې همدارنګه د سویلي نیپال ځینې برخې  تر پوښښ لاندې درلودې.   [۱][۲][۳][۴]

د غوريانو د کورنۍ د ځای ناستي په توګه، د ډهلي سلطنت په اصل کې د یو شمېر شاهزاده مېشتو سیمو څخه جوړ شوی و چې د یلدیز، ایبک او قباچه په ګډون د محمد غوري ترکي غلام جنرالانو (چې د شمالي هند لویې برخې یې فتح کړې وې) له لوري اداره کېدې چې د غوريانو خاورې يې په ارٍث یوړې او په خپل منځ کې یې ووېشلې. د اوږدې مودې خپل منځیو جګړو وروسته، د غلجيانو انقلاب په پایله کې مملوکیان نسکور شول چې له ترکانو څخه یې بېلابېلو هندو-مسلمان اشرافو ته د واک لېږد را منځ ته کړ. دواړه د غلجيانو او تغلقانو کورنۍ په ترتیب سره په جنوبي هند کې د مسلمانانو د چټکو فتوحاتو د نوې څپې شاهد وو. د تغلقانو کورنۍ په جریان کې بلاخره سلطنت د خپل جغرافیایي پراخوالي څوکو ته ورسېد او د هند نیمې وچې ډېره برخه یې تر پښو لاندې کړه. . دا د هندوانو د بېرته نیولو، د هندو سلطنتونو لکه وجایاناګرا سترواکۍ او میوار د خپلواکۍ د اعلانولو او د مسلمانو د نوو سلطنتونو لکه د بنګال سلطنت د ماتېدلو له امله له زوال سره مخ شو. سلطنت په ۱۵۲۶ کال کې د مغلیانو سترواکۍ له خوا فتح او پر ځای يې واک ته ورسېدل.    [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ډهلي سلطنت نړیوال کلتور ته د هند د نیمې وچه د ادغام له امله (لکه څنګه چې د هندستاني ژبې او هندو-اسلامي معمارۍ په پرمختګ کې په سترګو لیدل کېږي)، د پام وړ دی او همدرانګه یو له هغو څو قدرتونو څخه و چې د ( چغتای خان) مغلویانو د بریدونو مخه یي ونیوله او په اسلامي تاریخ کې له هغو محدودو سلطنتونو څخه و چې یو ښځه، راضیه سلطان پکې په تخت کيناسته چي له ‍۱۲۳۶ څخه تر ‍۱۲۴۰ پورې یې واکمني وکړه. د بختیار غلجي فتوحات د هندوانو او بودایانو معبدونو ته (چې په ختیځ هند او بنګال کې د بودایزم د زوال لامل شول) د زیات سپکاوي او د پوهنتونونو او کتابتونونو د وېجاړولو لامل وو. په لويديځه او منځنۍ آسيا باندې د مغولیانو برېدونو له دغو سيمو څخه دې نیمې وچې ته د پوځيانو د تښتېدلو، پوهانو، عارفانو، سوداګرو، هنرمندانو او کسب ګرو لپاره د پېړیو کډوالۍ لاره چمتو کړه او په دې توګه يې په هند او نورو سيمو کې اسلامي کلتور رامنځته کړ.   [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تاریخچه[سمول]

شالید[سمول]

په هند کې د ډهلي د سلطنت د راڅرګندېدو تر شا موضوع د یوه پراخ بهیر برخه وه چې د ټولې سویلي او لوېدیځې آسیا په ګډون یې د آسیا چې ډېره برخه اغیزمنه کړه: د منځنۍ آسیا شنو دښتو څخه د کوچي ترکانو څپې. دا په نهمه پېړۍ کې کله چې اسلامي خلافت په منځني ختیځ کې په ټوټه ټوټه کېدو شو لیدل کېدلی شي، چې هلته په سیالو هېوادونو کې مسلمان واکمنانو د مرکزي آسیا له شنو دښتو څخه د غیر مسلمان کوچي ترکانو په غلامولو پیل وکړ او ډېر یې روزل ترڅو د مملوکان په نوم وفادار نظامي غلامان شي. ترکانو ډېر ژر د مسلمانانو خاورو ته کډوال شول او په اسلام مشرف شول. بالاخره ډېر ترک مملوک غلامان د واکمن کېدو لپاره راپورته شول او د اسلامي نړۍ ډېره برخه یې فتحه کړه او مخکې له دې چې د هند نیمې وچې ته خپل پام واړوي، د مملوکیانو سلطنتونه یې له مصر څخه تر اوسني افغانستان پورې تأسیس کړل.   [۲۵]

دا د اسلام له خپرېدو وړاندې د يوه اوږده بهیر برخه هم ده. په تاریخ کې د نورو مېشته کروندګرو ټولنو په څېر، د هند نیمه وچه کې ټولنې د خپل اوږده تاریخ په اوږدو کې د کوچي قبیلو له لوري تر برید لاندې راغلي دي. د هند په نیمه وچه باندې د اسلام د اغېزو په ارزونه کې باید یادونه وشي چې د اسلام څخه په وړاندې دوران کې د هند د نیمه وچه د شمال لوېدیځ د هغو قبیلو دوامداره هدف و چې د منځنۍ آسیا څخه یې بریدونه کول. له هغې نظره، د لومړۍ زريزې په اوږدو کې د مسلمانانو لاسوهنې او وروسته د مسلمانانو یرغلونه د پخوانیو لاسوهنو او یرغلونو سره توپیر نه درلود.   [۲۶]

هندو او بودايي پاچاهۍ په سویلي آسیا کې په ۹۶۲ میلادي کال کې له منځنۍ آسیا څخه د مسلمان لښکرو له یو لړ بریدونو سره مخ شوې. د دوی له منځ څخه د ترک مملوک پوځي غلام زوی محمود عزنوي و چې د ۹۹۷ او ۱۰۳۰ کلونو ترمنځ یې اوولس ځله د سیند له ختیځ څخه د یمونا سیند تر لوېدیځ پورې د شمالي هند پر پاچاهیو بریدونه وکړل او لوټ یې کړ. محمود غزنوي په خزانو برید وکړ خو هر ځل یې شاتګ وکړ، یوازې لوېدیځ پنجاب ته یې اسلامي واکمني وغځوله.  [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د محمود غزنوي څخه وروسته هم د هند په شمال او لوېدیځ پاچاهیو د مسلمان جګړه مارانو له لوري د بریدونو لړۍ روانه وه. دې بريدونو د اسلامي پاچاهیو دايمي پولې رامنځته یا پراخې نه کړې. برعکس، د غوریانو سلطان معزالدین محمد غوري (په عموماً د محمد غوري په نوم پېژندل کېږي) په ۱۱۷۳ کال کې شمالي هند ته د غځېدنې یوه منظمه جګړه پیل کړه. نوموړي هڅه وکړه چې د ځان لپاره یوه پاچاهي جوړه کړي او اسلامي نړۍ وغځوي. محمد غوري په خپله یو سني اسلامي سلطنت جوړ کړ چې د سند سیند تر ختیځ پورې غځېدلی و او په دې توګه یې د ډهلي سلطنت په نوم د اسلامي پاچاهۍ بنسټ کېښود. یو شمېر تاریخ پوهان په سویلي آسيا کې د محمد غوري د شتون او جغرافيايي ادعاوو له امله د ډهلي سلطنت له ۱۱۹۲ کال څخه لیکي.   [۳۲][۳۳][۳۰][۳۴][۳۰][۳۰][۳۵]

غوري په ځینو روایتونو کې د اسماعیلي شیعه مسلمانانو یا په نورو روایتونو کې د کهکریانو له لوري په ۱۲۰۶ کال کې ووژل شو. تر وژنې وروسته د غوري غلامانو (یا مملوکانو، عربي: مملوک) څخه یوه، قطب الدین ایبک ترک واک په لاس کې واخیست او د ډهلي لومړی سلطان شو.  [۳۶][۳۰]

کورنۍ[سمول]

د مملوکیانو کورنۍ[سمول]

د معز الدین محمد غوري پخوانی غلام (چې عموماً د محمد غوري په نوم پېژندل شوی) قطب الدین ایبک د ډهلي سلطنت لومړی واکمن و. ایبک د کومان-کیپچک (ترک) اصل او نسب څخه و او د نسب له امله يې کورنۍ د مملوکیانو (غلام الاصل) کورنۍ (د عراق د مملوکیانو کورنۍ یا د مصر د مملوکیانو کورنۍ سره غلط نشي) په نوم پېژندل کېږي. ایبک څلور کاله له ۱۲۰۶ کال څخه تر ۱۲۱۰ کال پورې د ډهلي د سلطان په توګه پاچاهي وکړه، ایبک د خپل سخاوت له امله مشهور و او خلکو د لخداتا په نامه یادولو.    [۳۷][۳۸]

د ايبک تر مړينې وروسته آرام شاه په ١٢١٠ کال کې واک په لاس کې واخيست، خو د ايبک د زوم شمس الدين ایلتوتمش له لوري په ١٢١١ کال کې ووژل شو. د ایلتوتمش واک بې ثباته و او یو شمېر مسلمان امیرانو (اشرافو) له دې امله چې د قطب الدین ایبک ملاتړي وو د هغه واک یې وننګوو. ایلتوتمش د یو لړ فتوحاتو او د مخالفینو وحشیانه اعدامونو وروسته خپل واک ټینګ کړ. د هغه واکمني څو ځله لکه د قباچا له لوري وننګول شوه چې د یو لړ جګړو لامل شوه. ایلتوتمش ملتان او بنګال د مسلمان واکمنانو په سر په جګړه کې کې او همدارنګه رانتامبور او سیوالیک د هندو واکمنانو سره په جګړه کې فتح کړل. هغه په تاج الدین یلدز باندې چې ځان یې د معز الدین محمد غوري یې د وارث په توګه اعلان کړ، برید وکړ، ماتې یې ورکړه او اعدام یې کړ. د ایلتوتمش واکمني تر ۱۲۳۶ کال پورې دوام وکړ. د هغه له مړینې وروسته، د ډهلي سلطنت د یو لړ  واکمنانو، د مسلمان اشرافو اختلافونو، وژنو او لنډمهاله دورو شاهد و. واک د رکن الدین فیروز څخه سلطانه راضیه او نورو ته انتقال شو، تر دې چې غیاث الدین بلبان واک ته ورسید او له ۱۲۶۶ کال څخه تر ۱۲۸۷ کال پورې یې حکومت وکړ. د هغه ځای ناستی ۱۷ کلن معیز الدین کیقباد شو چې جلال الدین غلجي یې د پوځ د قومندان په توګه وټاکه. غلجي کیقباد وواژه او واک یې په لاس کې واخیست، په دې توګه د مملوکیانو کورنۍ پای ته ورسېده او د غلجيانو کورنۍ پیل شوه.    [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

قطب الدین ایبک د قطب منار جوړول پیل کړل. ویل کېږي چې ایبک د قطب منار جوړول پیل کړل خو له بشپړولو پرته یې مړ شو.  وروسته د هغه د زوم، ایلتوتمش له خوا بشپړ شو. د قوت الاسلام (د اسلام قدرت) جومات د ایبک له خوا جوړ شوی چې اوس د یونسکو نړیوال میراث برخه ده، د قطب منار کمپلکس یا قطب کمپلکس د ایلتوتمش له خوا او وروسته د علاوالدین غلجي (د غلجیانو کورنۍ دویم واکمن) له خوا د ۱۴ پېړۍ په پیل کې پراخ شو. د افغانستان او فارس څخه د مملوکیانو کورنۍ پر مهال ډېر اشراف هند ته کډه او مېشت شول، ځکه چې لوېدیځه آسیا د مغولیانو تر محاصرې لاندې راغله.  [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچینې[سمول]

  1. Delhi Sultanate, Encyclopædia Britannica
  2. A. Schimmel, Islam in the Indian Subcontinent, Leiden, 1980
  3. Sen, Sailendra (2013). A Textbook of Medieval Indian History. Primus Books. د کتاب پاڼي 68–102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9-38060-734-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chapman, Graham. "Religious vs. regional determinism: India, Pakistan and Bangladesh as inheritors of empire." Shared space: Divided space. Essays on conflict and territorial organization (1990): 106-134.
  5. K. A. Nizami (1992). A Comprehensive History of India: The Delhi Sultanat (A.D. 1206-1526). 5 (الطبعة 2nd). The Indian History Congress / People's Publishing House. د کتاب پاڼې 198. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mohammad Aziz Ahmad (1939). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Foundation of Muslim Rule in India. (1206-1290 A.d.)"]. Proceedings of the Indian History Congress (Indian History Congress) 3: 832–841. 
  7. Satish Chandra (2004). Medieval India: From Sultanat to the Mughals-Delhi Sultanat (1206-1526) - Part One. Har-Anand Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788124110645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Krishna Gopal Sharma (1999). History and Culture of Rajasthan: From Earliest Times Upto 1956 A.D. Centre for Rajasthan Studies, University of Rajasthan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Muḥammad ibn Tughluq Encyclopædia Britannica
  10. Hermann Kulke and Dietmar Rothermund, A History of India, 3rd Edition, Routledge, 1998, کينډۍ:ISBN, pp. 187-190.
  11. Vincent A Smith, کينډۍ:Google books, Chapter 2, Oxford University Press
  12. Keith Brown; Sarah Ogilvie (2008), Concise Encyclopedia of Languages of the World, Elsevier, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-087774-7, ... Apabhramsha seemed to be in a state of transition from Middle Indo-Aryan to the New Indo-Aryan stage. Some elements of Hindustani appear ... the distinct form of the lingua franca Hindustani appears in the writings of Amir Khusro (1253–1325), who called it Hindwi ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. A. Welch, "Architectural Patronage and the Past: The Tughluq Sultans of India", Muqarnas 10, 1993, Brill Publishers, pp. 311-322.
  14. J. A. Page, Guide to the Qutb, Delhi, Calcutta, 1927, pp. 2-7.
  15. Pradeep Barua The State at War in South Asia, کينډۍ:ISBN, pp. 29–30.
  16. Bowering et al., The Princeton Encyclopedia of Islamic Political Thought, کينډۍ:ISBN, Princeton University Press
  17. Richard Eaton (September 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Temple Desecration and Indo-Muslim States"]. Journal of Islamic Studies 11 (3): 283–319. doi:10.1093/jis/11.3.283. 
  18. Randall Collins, The Sociology of Philosophies: A Global Theory of Intellectual Change. Harvard University Press, 2000, pages 184–185
  19. Craig Lockard (2007). Societies, Networks, and Transitions: Volume I: A Global History. University of Wisconsin Press. د کتاب پاڼې 364. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-618-38612-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gul and Khan (2008)"Growth and Development of Oriental Libraries in India", Library Philosophy and Practice, University of Nebrasaka-Lincoln
  21. Richard Eaton, کينډۍ:Google books, (2004)
  22. Asher او Talbot 2008، صص. 50–51.
  23. Ludden 2002، ص. 67.
  24. Asher او Talbot 2008، صص. 50–52.
  25. Asher او Talbot 2008، صص. 19, 50–51.
  26. Richard M. Frye, "Pre-Islamic and Early Islamic Cultures in Central Asia", in Turko-Persia in Historical Perspective, ed. Robert L. Canfield (Cambridge U. Press c. 1991), 35–53.
  27. See:
    • M. Reza Pirbha, Reconsidering Islam in a South Asian Context, کينډۍ:ISBN, Brill
    • The Islamic frontier in the east: Expansion into South Asia, Journal of South Asian Studies, 4(1), pp. 91-109
    • Sookoohy M., Bhadreswar - Oldest Islamic Monuments in India, کينډۍ:ISBN, Brill Academic; see discussion of earliest raids in Gujarat
  28. T. A. Heathcote, The Military in British India: The Development of British Forces in South Asia:1600-1947, (Manchester University Press, 1995), pp 5-7
  29. Barnett, Lionel (1999), کينډۍ:Google books, Atlantic pp. 73–79
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ ۳۰٫۳ ۳۰٫۴ Jackson 2003، صص. 3-30.
  31. Asher او Talbot 2008، ص. 19.
  32. Richard Davis (1994), Three styles in looting India, History and Anthropology, 6(4), pp 293-317, doi:10.1080/02757206.1994.9960832
  33. MUHAMMAD B. SAM Mu'izz AL-DIN, T.W. Haig, Encyclopaedia of Islam, Vol. VII, ed. C.E.Bosworth, E.van Donzel, W.P. Heinrichs and C. Pellat, (Brill, 1993)
  34. C.E. Bosworth, Tidge History of Iran, Vol. 5, ed. J. A. Boyle, John Andrew Boyle, (Cambridge University Press, 1968), pp 161-170
  35. History of South Asia: A Chronological Outline Archived 2013-12-11 at the Wayback Machine. Columbia University (2010)
  36. Muʿizz al-Dīn Muḥammad ibn Sām Encyclopædia Britannica (2011)
  37. Jackson P. (1990), The Mamlūk institution in early Muslim India, Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain & Ireland (New Series), 122(02), pp. 340-358.
  38. "Shahnama e Islam Pdfbooksfree.pk". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. C.E. Bosworth, The New Islamic Dynasties, Columbia University Press (1996)
  40. Barnett & Haig (1926), A review of History of Mediaeval India, from ad 647 to the Mughal Conquest - Ishwari Prasad, Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain & Ireland (New Series), 58(04), pp 780-783
  41. Anzalone, Christopher (2008), "Delhi Sultanate", in Ackermann, M. E. etc. (Editors), Encyclopedia of World History 2, کينډۍ:ISBN
  42. Anzalone, Christopher (2008), "Delhi Sultanate", in Ackermann, M. E. etc. (Editors), Encyclopedia of World History 2, کينډۍ:ISBN
  43. Jackson 2003، صص. 29-48.
  44. "Qutub Minar". د اصلي آرشيف څخه پر 23 جولای 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 5 اګست 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Qutb Minar and its Monuments, Delhi UNESCO
  46. Welch, Anthony; Crane, Howard (1983). "The Tughluqs: Master Builders of the Delhi Sultanate". Muqarnas (Brill) 1: 123–166. doi:10.2307/1523075. http://archnet.org/system/publications/contents/3053/original/DPC0347.PDF. Retrieved 13 August 2016. 
  47. Qutb Minar and its Monuments, Delhi UNESCO