امیرخان متقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ملا امیرخان متقی نه مخ گرځېدلی)
امير خان متقي
مولوي
مولوي امير خان متقي د ٧ کسيزې ډلې په منځ کې
مولوي امير خان متقي د ٧ کسيزې ډلې په منځ کې
مولوي امير خان متقي د ٧ کسيزې ډلې په منځ کې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
٧ سپټمبر ۲۰۲۱
امیرالمؤمنین مولوي هيبت الله اخوندزاده
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
مرستيال شير محمد عباس ستانکزی
محمد حنيف اتمر
 
هم‌مهاله د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزیر
د واکمنۍ دوران
شاوخوا. ١٩٩۶ – شاوخوا. ۲۰۰۱
امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخوند
مولوي عبدالسلام حنفي
عبدالرسول امين
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۷۱ (شاوخوا)
هلمند، افغانستان
تابعیت افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک
  • سياستوال
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
ويبپاڼه
ويبپاڼه mfa.gov.af

مولوي امیرخان متقي يو افغان سیاستوال، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، او د طالبانو د اسلامي غورځنګ د رهبري د اعضاو څخه دی چي  د افغانستان په مهمو سیاسي او اداري برخو کې یې کاري فعالیت کړی دی.

مخینه[سمول]

ملا امیرخان متقي په خټه سلیمانخیل د مرحوم حاجي نادرخان زوی  په ۱۳۴۹ هجري لمریز کال د کب د میاشتي په اومه نټیه د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کي دنیا ته راغلی د ده پلرګنۍ اصلاً د پکتیاولایت اوسیدونکي وو چي وروسته یې بیا هلمند ته کډه وکړه.

زده کړي:[سمول]

ملاامیرخان متقي خپلې لومړنۍ زده کړي د خپلي سیمي په ښوونځي او مسجد کې پیل کړي ، د کمونستانو له کودتا اود  شوروي له  یرغل وروسته اړ شو چي په ۹ نه کلني کې  له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته هجرت وکړي هلته یې د دیني زده کړو لور ته مخه کړه د افغان مهاجرینو په مختلفو دیني مدارسو کې یې  صرف ، نحو منطق، بیان ، فقه، حدیث ، تفسیر او نور مروج علوم ولوستل او د دیني علومو د فراغت دستار یې پرسر کړ .

څیرمه دندي[سمول]

  • نوموړی چي نوی ځواني ته ورسید نو یې د کمونیستي رژیم په خلاف مسلح جهاد او سیاسي فعالیت پیل کړ په ۱۳۷۳ لمریز کال کې په هیواد کې د فساد او ګډوډۍ په مقابل کې د طالبانو اسلامي غورځنګ سر را پورته کړ نوموړي له  پیله له دي غورځنګ  سره یو ځای او د دغورځنګ په چو کاټ کې یې فعالیت پیل کړ.
  • د طالبانو له لوري د کندهار ښار له نیول کیدو څخه وروسته  مولوي امیرخان متقي ته د طالبانو دعالی شوری د غړي توب ترڅنګ  په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د کندهار د راډیو مسولیت هم ور و سپارل  شو.
  • د ۱۳۷۴ لمریز کال د سرطان په میاشت کې متقي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په حیث وټاکل شو.
  • د ۱۳۷۵ لمریز کال د میزان په میاشت کې چې کله پلازمینه کابل د طالبانو له لوري ونیول شو، متقي  په همدې میاشت کي د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر په حیث وټاکل شو. نوموړي څو کاله د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث کار وکړ چې ورسره یې  د دطالبان د اسلامي امارت ویاندي هم کوله او رسنیو ته یې دطالبانو مواقف اعلانول.

ښاغلی متقي د دې ترڅنګ چي په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولیت ور تر غاړه شوی وو د افغانستان په شمال کې له نظامی قومندانانو سره د همغږۍ مسولیت هم ورتر غاړه وو ، د ده ټیم به د سمي مشران متفیذین او سیمه ایز قوماندانان له نظامي اخ و ډب پرته د طالبانو د ماموریت پیغام ته متوجه کول او دسمي خلک به یې پر دې قانع کول چي له نظامی برخورد پر ته له طالبانو سره یو ځای شي. ملا امیرخان متقي په طالبانو کي د یو قوي ستراتیزیست په توگه پیژندل کیږي، د ملاقات په وخت کې یې له مقابل لوري سره د ښه ارتباط مزی غځوي؛ همداراز له قوي استدلال نرم خوی او قوي هوډ او روحیې څخه برخمن دی . کله چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر وو، د باختر آژانس رادیو او چاپي رسنیو چاري یې له نژدې څارلې؛ په ولایاتو کې یې رادیوگاني او چاپي پاڼي بیرته را ژوندۍ کړې او وخت په وخت به یې له نژدې ترې لیدنه کوله او د ولایتي مدیرانو ستونزې به یی اوریدې اوپه له منځه وړلو کې یی خپله ونډه اخیسته. ملا امیرخان ساده ژوند خوښوي تشریفاتی ژوند ته یی لیوالتیا نه لرل، بیت المال ته یی خاصه پاملرنه کول له خپلو مامورینو او مراجعینو سره به یی په یو سترخوان ډوډۍ خوړه له ډوډۍ سره یې د خام پیاز له خوراکه ډډه کوله او نورو ته یې هم مشوره نه ورکوله. د فراغت په وخت کي به یې والیبال هم کا و په داخل کې به یې معمولا له خپل ډریور سره یوازي تگ او راتگ کا و کله ناکله خوبه له خپل هستوگنځي چي د ذمبق په څلور لاري کې و پل باغ عمومی ته؛ چیري چی د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دی په پښو تگ او را تگ کاوه. ده به هغه ادارې او مالي پاڼي هیڅکله نه امضا کولې چي د موضوع په ټولو اړخونو به یې خبر نه وو؛ کله ناکله به یې د مامورنیو د حاضرۍ او غیاب کتاب هم تر نظر تیراو که به کوم مامور پر خپل وخت حاضری نه وه امضا کړې، نو اداري رئیس ته به یې یادونه کوله.

  • ملاامیر خان متقي وروسته د ۱۳۷۸ کال د عقرب په میاشت کي د چارو ادارې د لوی رئیس په حیث وټاکل شو او له څه موده وظیفې ترسره کولو وروسته د ۱۳۷۸ هـش کال د حوت په میاشت کي د ښووني او روزني  د وزیر په حیث وټاکل شو چې  دا دنده یې په افغانستان  باندي د امریکایي یرغل تر وخته پوري سرته رسوله.  
  • ملا متقي د هغه پلاوي مشرتوب هم درلود چې له شمالي ټلوالي  سره د خبرو لپاره د طالبانو دمشر ملا محمد عمر مجاهد لخوا تعین شوی و. د نوموړي تر مشرۍ لاندې یاد پلاوي له ټلوالي  سره د ازبکستان په تاشکند کې د ۶ + ۲ هیوادونو په ګډون او بیا د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد او بیا د اسلامی کانفرانس په منځګړیتوب د سعودي عربستان په جده کي مذاکرات ترسره کړل. د امریکایي یرغل په وړاندې د مقاومت  په مرحله کې مولوي امیر خان متقي ډیر کلونه د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر و. نوموړي په افغانستان باندي د امریکایې یرغل په وړاندي ډیری بریښنایی ، چاپي او تصویري شبکې را منځته کړې او له دې لاري یې د خپلو افرادو د مورال د لوړه ولو او د مخالف لوري د ځپلو په موخه پراخ رسنیز فعالیت رهبري کړ.
  • په ۱۴۳۹/۹/۲۵ هـق نيټه د طالبانو د مشرتابه  د دفتر د ریس په حیث وټاکل شو او دوه کاله یې د طالبانو د مشرتابه دفتر ریاست  چاري په غاړه درلودې  او ورسره له امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره په ۲۰۱۹/۲/۱۲ م نیټه د مذاکره کوونکي پلاوي غړی هم وټاکل شو. نوموړی ته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو لخوا د ټاکل شوي پلاوي غړیتوب هم ورکړل شو.
  • متقي د ۱۴۴۲/۵/۲۲ هـق نیټه چی د ۲۰۲۱/۱/۶/ م سره سمون خوري د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون د ریس په توګه وټاکل شو.
  • په ۲۰۲۱ زیږدیز کال د سپتامبر میاشتي په ۷نیټه دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په ټوګه وټاکل شو.

خارجي سفرونه او په غونډو کې ګډون[سمول]

  • Mar 16, 2022 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته سفر او هلته د افغانستان په سفارت کې جوړې شوې غونډې ته وینا او خپل هېواد ته د افغانانو رابلل.
  • Mar 27, 2022 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر قطر(دوحې) ته سفر او هلته د قطر وزیر او اندونیزیا له وزیرانو سره ناستې.
  • Mar 30, 2022 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر چین ته سفر او په ټرایکا پلس ناسته کې ګډون.
  • Apr 24, 2022 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر قطر(دوحې) ته سفر او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه.
  • May 15, 2022 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته سفر او په انټالیا فورم کې ګډون.
  • Jun 29, 2022د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشري د مالیې وزارت او افغانستان بانک د مسؤولینیو په ملتیا یو لوړ پوړی هیئت قطر هیواد ته سفر او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو او په دوحه کې د مختلفو هېوادونو له سفیرانو سره کتنه.
  • Jul 15, 2022 د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو د وزیر او ورسره مل پلاوی ازبکستان ته سفر او د تاشکند په بین المللي کنفرانس کې ګډون.
  • Apr 13, 2023 د بهرنيو چارو وزير ازبکستان سمرقند ته د افغانستان په تړاو د سیمي د خارجه وزیرانو په کنفرانس کې ګډون په موخه سفر.
  • May 5, 2023 د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير او یو جامع سياسي او تجارتي پلاوی پاکستان(اسلام اباد) ته سفر او د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې ګډون.

ذوق :[سمول]

ښاغلي متقي د تاریخ له مطالعې سره خاص علاقه ساتي، شعر یې خوښیږي او کله ناکله یې خپله هم لیکي، د نوي نسل او ځوان کهول د ښې روزني او لوړو زدکړو ښه فکر او درد ورسره دی، د ادارې د نظم په اړه خورا جدي دی، د نوموړي په اړه ویل کیږي چي د طالبانو د غورځنګ په منظم کولو او د غورځنګ لپاره د قوانینو او لوایحو په جوړولو کي یې د پام وړ رول لوبولی.

دملاامیرخان متقی سیاسي وړتیا[سمول]

دملاامیرخان متقي خویونه او عادات[سمول]

سرچینې[سمول]