محمد حنيف اتمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد حنيف اتمر
حنیف اتمر په تهران کې
حنیف اتمر په تهران کې
حنیف اتمر په تهران کې

د شخص معلومات
پيدايښت 1968 (۵۵–۵۶ کلن)
لغمان ولايت  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د حق او عدالت ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د یارک پوهنتون  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو[۱]
دري[۱]
انگليسي[۱]
اوردو ژبه[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی خاد  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
محمد حنيف اتمر

محمد حنيف اتمر (۱۹۶۸ - ) (انگرېزي: Mohammad Hanif Atmar) د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير دی. تر دغې دندې دمخه نوموړی د ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا او بيا رغاونې د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي.

مخينه[سمول]

حنيف اتمر يو پښتون دی او د پلار نوم يې محمد آصف اتمر دی. هغه د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په لغمان کې زېږدېدلی دی. کله چې محمد حنيف اتمر ځوان شو نو خپله لومړنۍ دنده يې د خاد (خدمات امنيت دولتي)، د افغانستان څارگرې ادارې سره پيل کړه.[۲] او د همدغې ادارې د يوې ځانگړې څانگې سره يې کار کاوه.[۳] د افغان-روس په جگړه کې هغه د مجاهدينو پر وړاندې جنگ کړی چې همداراز يې په ۱۹۸۸ کال کې د جلال آباد په جگړه کې خپله پښه له لاسه ورکړې.[۳] کله چې کابل د مجاهدينو په واک کې ورغی نو نوموړي افغانستان پرېښوده او برتانيې کې کډوال شو.[۳]

زده کړې او دندې[سمول]

محمد حنيف اتمر د انگلستان له يورک پوهنتون نه دوه ديپلومه ترلاسه کړي. لومړنی ديپلوم يې د مالوماتي تخنيک او کمپيوټر په څانگه کې او يوه ماسټري يې له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۷ کالونو په موده کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په زده کړو کې لاس ته راوړې.[۴] هغه په روانه توگه په پارسي، انگرېزي او اردو ژبو خبرې کولی شي.[۵] په ۱۹۹۲ ز. کال کې هغه د افغانستان او پاکستان په اړه د بشري اجنسيو سلاکار وه، چې دا دنده يې تر دوه کالونو پورې درلوده.[۴] تر دې وروسته هغه د ناروې افغان کوميټې ته ولاړ او هلته يې د پروگرام منېجر په توگه تر ۲۰۰۰ کال پورې شپږ کاله کار وکړ.[۴] په هماغه کال نوموړی هغه د نړېوالې ژغورنې کوميټې يا آی آر سي له خوا د افغانستان لپاره د مرستيال ډايرکټر جنرال په توگه په دنده وگومارلی شو،[۴] خو په ۲۰۰۱ ز. کال کې پر امريکا د ۱۱ د سېپتمبر د بريدونو وروسته چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د بون د تړون له مخې په افغانستان کې يوه موقعته دولتي اداره جوړه شوه، نو اتمر هم د گڼ شمېر نورو افغانانو په څېر افغانستان ته ولاړ او د طالبانو وروسته افغان حکومت سره يوځای شو.

سياسي ژوند[سمول]

د ښاري پراختيا او پرمختگ وزير[سمول]

په ۲۰۰۲ ز. کال کې اتمر ته د موقعتې ادارې لخوا بلنه ورکړل شوه چې په حکومت کې د ښاري پراختيا او پرمختگ د وزير په توگه دنده ترسره کړي. او په همدې توگه هغه دا بلنه ومنله او د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان د نوي دولت د کابينې غړی شو. دا چې دی د کابينې تر ټولو ځوان ټېکنوکرات غړی وه نو ده خپله تجربه او انرژي په دې توگه وکاروله چې د افغانستان يو شنډ وزارت يې بېرته فعاله کړ او پر پښو درولو وروسته يې اهمې لاسته راوړنې درلودې چې آن د افغانستان تر نورو ولايتونو پورې هم ورسېدې او د څلور کالونو تر پايه د نژدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو د کالنۍ بوديجې خاوند وگرځېد.

د ښوونې او روزنې وزير[سمول]

د ۲۰۰۶ ز. کال په مۍ کې محمد حنيف اتمر د ولسي جرگې د ډېرکيو د اعتماد د رايې تر گټلو وروسته د ښوونې او روزنې د وزير په توگه لواړه وکړه. هغه د حامد کرزي د کابينې د لږشمېر کاميابو وزيرانو په کتار کې شمېرل کېږي چې د افغانستان دولت ته يې د پام وړ کارونه کړي، دا ځل د ښوونې او روزنې د وزير په توگه هغه د افغانانو د يوه عمده اړتيا، د ښوونې د نشتوالي سره مخامخ وه او په دغه برخه کې هغه د هېواد په ليرو پرتو سيمو کې د طالبانو د گواښونو برسېره گڼ شمېر نوي انسټيوټونه او ښوونځي پرانيستل.

د کورنيو چارو وزير[سمول]

د ۲۰۰۹ ز. کال د جنوري په ۱۰مه نېټه ښاغلي اتمر د امريکايي سناتور او د امريکا د ولسمشر مرستيا جو بايډن سره په کابل کې د يوې کتنې په ترڅ کې د افغان ملي پوليس په اړه داسې وييل چې د امريکا متحده ايالتونه د افغاني پوليسو په روزنه او ځواکمن کولو ژمن دي.[۶] د ځينو لخواا دا کتنه ډېره اهمه وه او داسې وييل کېږي چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اتمر هم يو احتمالي کانديد وي.[۶] د ۲۰۰۹ کال په پېل کې حنيف اتمر په افغانستان کې د طالبانو د شتون د شمېر اټکل داسې وکړ چې د هغه په گومان په افغانستان کې له ۱۰۰۰۰ نه تر ۱۵۰۰۰ طالبان شته.[۷] د ۲۰۰۹ ز. کال په مارچ کې د گارډين ورځپاڼې يو راپور خپور کړ چې په دغه راپور کې د حامد کرزي او د امريکا او اروپايي متحدينو تر منځ د تاوتريخوالې خبر مطرح شوې چې د يوه نوي لومړي وزير د رول يادونه هم پکې شوې، دا چې د داسې يو رول لپاره هېڅ کوم بل نوم لا تر اوسه پورې نه دی څرگند شوی خو د ورځپاڼې ليکنې داسې اشاره کړې چې ښاغلی اتمر د امريکا په رسمي جگپوړو کې ښه پېژندل شوې څېره ده.[۸]

چاپ شوي آثار[سمول]

محمد حنيف اتمر يو شمېر کتابونه په انگرېزي ژبه هم ليکلي چې هغه په دې توگه دي:

  • Development of Non-Governmental Organizations in Developing Countries (په پرمختلونکو هېوادونو کې د غېر دولتي تنظيمونو پرمختگ)
  • From rhetoric to reality: The role of aid in local peacebuilding in Afghanistan. York: University of York. 1998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (with Arne Strand and Sultan Barakat)
  • Humanitarian Aid, War and Peace in Afghanistan: What to Learn?(بشري مرستې، سوله او جگړه په افغانستان کې: څه بايد زده کړو؟)
  • Politics and Humanitarian Aid in Afghanistan and its Aftermath for the People of Afghanistan
  • Afghanistan or a Stray War in Afghanistan.

سرچينې[سمول]

  1. https://web.archive.org/web/20090703091731/http://www.embassyofafghanistan.org/atmar.html — د نشر نېټه: ۱۱ جون ۲۰۲۲
  2. Andrew, Christopher M. (2005). The World Was Going Our War: The KGB and the Battle for the Third World. Basic Books. د کتاب پاڼې 408. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780465003112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "Minister of Education Makes First Trip to the U.S. for Global Literacy Conference". USAID. 2006-09-18. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۶٫۰ ۶٫۱ (په 2009-01-13 باندې). Afghan Interior Minister Says Biden Promised To Help Improve Police Force. Radio Free Europe
  6. (په 2009-03-01 باندې). US has no long-term designs on Afghanistan, says Obama. Daily Times
  7. (په 2009-03-22 باندې). US will appoint Afghan 'prime minister' to bypass Hamid Karzai. The Guardian

باندنۍ تړنې[سمول]