محمد شیباني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد شیباني، د استاد کمال الدین بهزاد اثر

محمد شیباني ازبک چي په منځنۍ اسیا کي دشیباني واکمنۍ بنسټګر ګڼل کیږي په 1451 میلادي کال کي کي پیدا اوپه 1510 میلادي کال کي د ایران له واکمن شاه اسماعیل سره په جګړه کي ووژل سو . شیباني دنسب له پلوه دشاه بوداق زوی اود ابوالخیرخان لمسﺉ دی چي دنسب سلسله یې مغولي واکمن چنګیزخان ته رسیږي . شیباني دخپلي واکمنۍ په دوران کي له عثماني ترکیې سره هم ټینګي اړیکي درلودې اوله همدې کبله یې دایران له صفوي سلطنت سره دښمني هم کول ځکه عثماني ترکیه او شیبانیان دواړه سني مذهبه اوشاه اسماعیل شیعه مذهبه مسلمان وو .

محمدشیباني په ترکستان کي ترواک ټینګولو وروسته دهرات له تیموري واکمنو او ظهیرالدین بابر سره هم ډغري ووهلې او وتوانېدی چي دهغوی واکمني راوپرځوي خوپه 1510میلادي کال کي کله چي دمروه سره نژدې دشاه اسماعیل له فوځیانو سره په جګړه کي ښکيل سو خپل سریې بایلود اوپه قتل ورسېدی . شاه اسماعیل دنوموړي ترقتل وروسته دده سرله تني جلا کړ اودسر پوست یې له بوسو ډک په استانبول کي عثماني واکمن دویم سلطان بایزید ته واستاوه .

دمحمد شیباني کورنۍ په دې ډول ده :

دنوموړي پنځه مېرمني مهرنیګارخاتون، خانزاده بېګم، عایشه سلطان خانم، زهراء اغا او خانزاده خانم نومېدلې . مور یې آق قاضی بیګم او اولادونه یې محمدتیمورسلطان، خرم شاه سلطان او محمدرحیم سلطان نومېدل .

محمدشیبانی دمرګ پروخت شاوخوا 59 کاله عمر درلود اود ازبکستان په سمرقند ښار کي خاورو ته سپارل سوی دی .

سرچینې[سمول]

تاریخ عثماني / لیکوال/ هامر پورګشتال

اردو دایرة المعارف