محمد بشير دوديال
پوهاند محمد بشیر دودیال (زوکړه ۱۳۴۰ لمريز لېږدي کال)، کابل) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن دی.
مخينه
[سمول]پوهاند محمد بشير دوديال د علي محمد خان حسين خېل زوى، پر ١٣٤٠ ل ل کال په کابل ولايت کې زږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار د سردار محمد جانخان او حبيبې په عالي لېسو کې بشپړې کړې دي. لوړې زده کړې يې د ماسټرۍ تر کچې په کرنيز اقتصاد او توسعې په برخه کې کړي دي. همدا شان یې د Micro economics ابتدايي اقتصاد په برخه کې د جرمني په بوخم پوهنتون کې زده کړې کړې دي. پوهاند دوديال پر لاندې پوستونو رسمي دندې ترسره کړې يا علمي غړی پاتې شوی دی.
- د افغانستان د ليکوالو او ژورنالستانو د اتحاد يې غړى.
- په ننگرهار پوهنتون کې د کرنې، د وترنری د علومو او اقتصاد پوهنځيو کې استادي.
- د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړى.
- د اريانا داېرة المعارف انستيتوت مشر.
- د وترنرۍ علومو د پوهنځي مرستيال.
- په GTZ/PAL کې ترينر.
- د اداري اصلاحاتو په کمېسون کې د ادارې د کورس استاد.
- په پېښور کې د پوهنتون استاد.
- په ننگرهار پوهنتون کې د تقرر او د انفکاک د کمېټې غړى.
- د علمي ترفيعاتو د کمېټې غړى.
- د کانکور د کمېټې غړى.
- د پوهنتون د اعتبارموندنې د تضمين او ځان ارزونې د کمېټې غړی.
- د نشراتو د بورد او د پوهنتون د کريکولم د کميټې مشر.
- د پوهه، انگازه، ارزښت، ننداره او افغان يووالي د ليکنې د هئيت غړی.
- د پوهه علمي مجلې مسئول مدير.
- د اقتصاد پوهنځي تدريسي مدير.
- دوه دورې د پوهنتون د علمي شورا غړى.
- د اريانا خصوصي پوهنتون علمي مرستيال.
- د جامعه العلوم الاسلاميه سلاکار.
- د خراسان خصوصی پوهنتون د ماسترۍ د بورد مسئول.
- د اقتصاد پوهنځي مرستيال.
- د ننگرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو د څانگې آمر.
- اوس د ننگرهار پوهنتون د عامه اداری او پاليسۍ د پوهنځي سروال او استاد دى.
محمد بشیر دودیال د خپل خدمت په دوره کې پر ١٣٦٩ ل کال د زمري د ٢٨ مې نېټې په مناسبت د خپلواکۍ ستاينليک، پر ١٣٧٤ ل ل کال د غوره خدمت ستاينليک او پر ١٣٨٨ ل کال يې درېيمه درجه ستاينليک تر لاسه کړى دى. دوه ځله يې د کال ادبي جايزې او پېنځه ځله د ادبي کانکورونو د جايزو گټونکى شوی. پر ١٣٨٩ ل کال يې د ادبي کانکور لومړۍ جايزه گټلې ده.
بهرنيو هېوادو ته سفرونه
[سمول]ښاغلي بشیر دودیال جرمني، هندوستان، پاکستان، ترکيی، اتريش، ايران، هنگري او گرجستان ته رسمي او پوهنيز سفرونه کړي دي.
چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]۱- Constraint in Adoption of Technology د ماسترۍ تيزس.
۲- اقتصادي پلان جوړونه، د پوهنيار علمي رتبې ته ژباړل شوى اثر.
۳- د کرنيزي مناسبې تکنالوژۍ ستونزې او د حل لارې (د پوهنمل علمي رتبې لپاره څېړنيز اثر).
۴- د کرنې او صنعت متوازنه وده (د پوهندوى عملي رتبې ته څېړنيز اثر ).
۵- تانده غوټۍ (لنډې کيسې) د افغانستان د ليکوالو ټولنه ١٣٥٦، کابل دولتي مطبعه.
۶- د کرنې پلان جوړونه (علمي- مسلکي ژباړه )، د کرنې وزارت، د کرنيز تبليغ ترويج او زده کړو رياست خپرونه ١٣٦٦ ل ل کال کابل.
۷- په کرنه کې د طبيعي منابعو پلان جوړونه (دغه کوچنۍ رساله د منې د کښت د کمپاېن په مناسبت) پر ١٣٦٨ کال د کرنې وزارت د ترويج رياست له خوا خپره شوې وه.
۸- شاهين (د لنډو کيسو ټولگه)، اردو مطبعه، کابل ١٣٦٧ ل ل کال.
۹- د مينې ډالۍ (ناول)، د ليکوالو ټولنه، کابل ١٣٦٧، دولتي مطبعه.
۱۰- د شواريهاى بازگشت اواره گان افغان، مرکز مطالعات افغانستان (ASC) پېښور ١٣٧٧ ل ل کال تاپ پرنټز- پاکستان.
۱۱- د افغانستان د طبيعي سرچينو پېژندنه. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، جرمني- کولن ١٣٧٩ (٢٠٠٠ م.).
۱۲- حيات وحش افغانستان، چاپ مرکز منابع نشراتى واطلاعاتى اکبر (ARIC) پېښور- پاکستان، د ١٣٨١ ل ل کال چاپ.
۱۳- د اقتصادي پرمختا تيوري او پلان جوړونه، د ختيځ بيا رغاونه د خپرونو څانگه.
۱۴- ضايع در افغانستان ونقش انها در اقتصاد ملى، چاپ کتابخانه هاى اريک نمبر مسلسل ١٢٦ ،١٣٨٢ ل ل کال، پېښور- پاکستان.
۱۵- ديموگرافي او د نفوسو تحليل (د پوهنتون درسي کتاب )، دانش خپرندويه ټولنه، د ١٣٨٢ ل ل کال.
۱۶- نباتات طبى، چاپ دفتر اکبر، انتشارات الازهر، پېښور- پاکستان، (٢٠٠٤) ١٣٨٤ ل ل کال.
۱۷- احصائيه (لومړى، دويم، درېيم چاپ) خپروونکې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور (٨١، ٨٤، ١٣٨٧ ل ل کال) درسي کتاب.
۱۸- اصل خلجى هاى افغانى (ژباړه) ١٣٨٩ ل ل کال، د ميوند کتاب چاپولو مؤسسه.
۱۹- پښتو رياضي ١٣٨٨ ل ل کال د سبا نشراتي مؤسسه.
۲۰- د تصوف حقيقت، ١٣٨٩ ل ل کال، د ميوند خپرندويه ټولنه.
۲۱- اداره، گودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٨ ل ل (په پښتو او دري ژبو، درېالس ځله چاپ شوى دى).
۲۲- غزنوي سلطان محمود (ژوند او پېښليک )، د ميوند خپرونديې ټولنې چاپ.
۲۳- د علمي تجربو طرح او ډيزاين، گودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٤ ل ل کال، درسي کتاب.
۲۴- په پېنځه ټوکو کې د يو شمېر سبو توليد او روزنه (له پوهنمل سيدا جان عبدياني او پوهنيار محمد اسماعيل سعادت سره په گډه)، ١٣٨٥ ل ل کال او د يو شمير سبو مارکيتنگ.
۲۵- د ننگرهار ولايت او جلال اباد ښار پېژندنه (له اسدالله حصارشاهيوال او سيد پاچا باور سره په گډه).
۲۶- مرکه (د لنډو کيسو ټولگه )، (له امين افغانپور، ډاکټر اسدالله حبيب او ببرک ارغند سره په گډه).
۲۷- سرگرمي با اعداد، د able ادارې چاپ، ١٣٨٩ ل ل کال).
۲۸- سوداگري د ټولو لپاره (ژباړه، ١٣٨٨ ل ل کال، کابل).
۲۹- د خريدارۍ هيات (د طنزونو ټولگه) د ١٣٨٦ ل ل کال سبا خپرندويه ټولنې چاپ.
۳۰- پښتو رياضي (ژباړه)، لومړی چاپ ١٣٨٦ ل ل کال، دويم چاپ ۱۳۹۳ ل ل کال پېښور.
۳۱- د طبيعي منابعو اقتصاد (د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب)، د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې چاپ. لومړى چاپ ١٣٨٤ ل ل کال، دوېم چاپ ١٣٨٦ ل ل کال، درېيم چاپ ١٣٨٩ ل ل کال.
۳۲- نباتات او د هغو ارزښت زموږ په ژوند کې.
۳۳- په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه.
۳۴- د اقتصادي پروژو تحليل او مديريت. (د اقتصاد پوهنځي درسي کتاب)، لومړی چاپ ۱۳۹۱، دويم چاپ ۱۳۹۴ ل ل کال.
۳۵- د وزو روزنه او ساتنه.
۳۶- د مديريت علم (ژباړه).
۳۷- اسانه محاسبه.
۳۸- ولايتي شورا ګانې (ژباړه).
۳۹- حکايتونه او په زړه پوری مطالب (ژباړه).
۴۰- د ژويو او څارويو په زړه پورې نړۍ.
۴۱- کوچنی او تطبيقی اقتصاد (ژباړه).
۴۲- عامه اقتصاد (ژباړه).
۴۳- د سازمانی اړيکو مديريت (د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو لپاره درسي کتاب)، ۱۳۹۴، یار کتاب خپرندویه ټولنه.
۴۴- افغانستان د تاریخ په تگلوري کې (د میر غلام محمد غبار «افغانستان در مسیر تاریخ» پښتو ژباړه).
۴۵- د افغانستان يوه لنډه دیارلس کلنه تجربه، په ۲۱۳ مخونو کې، یوه پوهنيزه څېړنه. دغه اثر د ننگرهار پوهنتون د پنځوسمې کلیزې په مناسبت خپور شوی دی.
۴۶- د مالي خطرونو مدیریت، د اقتصاد پوهنځی لپاره درسي کتاب.
۴۷- د عامه مالي چارو اساسات (ژباړه)، د اقتصاد پوهنځي لپاره درسي کتاب، گودر خپرندویه ټولنه، د ۱۳۹۲ ل ل کال چاپ.
سرچينې
[سمول]۱- http://www.benawa.com/details.php?id=57732
۲- http://www.taand.com/archives/37367
۳- https://www.afghan.tips/2015/10/17/%D9%BE%D9%88%D9%87%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D9%8A%D8%B1-%D8%AF%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%A7%D9%84/ Archived 2020-10-31 at the Wayback Machine.