Jump to content

مالیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه

ماليه د پانگې اچونې سمبالښت دی.[۱] او یا هم مالیه په حکومت یا کمپنیو کې د پیسو د لویې کچې سمبالښت ته وایي. چې عمومي ډگرونه يې دی سوداگريزه ماليه، ځاني ماليه او ټولوگړيزه ماليهده.[۲] مالي چارې د پيسو سپمول او کله هم د پيسو پور ورکول په گډون هم دي. د مالي ډگرونو معامله د وخت پيسو او خطر له مفهوم سره او څنگه سره مرتبط دي دی. او همدارنگه د ماليه چارې هغه کړنې دي چې څنگه پيسې خرڅ يا ولگول شوې او څنگه بودجه شي.

د مالیه یوه ډول د کسانو او سوداگریزو سازمانونو له لارې دی، په کوم کې چې پیسې په بانک کې سپمول کیږي. چې بیا بانک دغه پیسې په بهر کې خلکو یا شرکتونو ته د مصرف یا پانگونې په مخسد په پور ورکوي او سربیره پر دې په پور باندې میاشتنی سود یا اضافي پیسې د گټې په ډول پرې چارجوي.

دماليه مفهوم او پيژندانه:

ماليه په افغانستان کى پنځه زره کلن غيررسمى تاريخ لري. چې دوه سوه نه پنځوس کاله دمخه دلومړى ځل لپاره په رسمى ډول سره داحمدشاه بابا په وخت کى د ديوان بيگى په نامه يوه اداره جوړه شوه چې اوسنى نوم يى دمالى د وزارت څخه عبارت دى. چي ماليه په لاندى ډول سره پيژندلى شو! ماليه د هغه اجبارى ورکړى څخه عبارت ده چي خلک يى ددولت دمصارفو د تمويل پر منظور ددولت د غير مستقيموخدمتونوپه مقابل کى ورکوى. اويا په بل عبارت سره ماليه دهغه مکلفيت او مسؤليت څخه عبارت ده. چي خلک يى د دولت د پايښت تقويى او دمصارفو د تمويل په منظور دولت ته تسليم کوى. هغه ماليات چې دولت يى د اخستلو حق لرى دهغى په ارتباط مختلف دلايل وړاندى شوى.

  1. دمسيحيت د فلسفي له مخۍ ماليه مانه له گناه څخه پرته يوه غلاده . دغه نظريه د توماسفون اکوين له خوا ارايه شويده.
  2. دقرارداد دتيوري مطابق چي دهغى څخه روسو او مونستکو هم دفاع کړيده. افراد بايد د هغو خوندونو په بدل کى ماليه ورکړى چي ددى دولت څخه يى لاس ته راوړئ.
  3. د بيمى د تيوري له مخي هوپسر روتيک له خوايي هم تصديق شويدى. دا وايي چي ماليه دهغي جايزي څخه عبارت ده. چي د دارئي د حمايت په بدل کې دافرادوڅخه اخستل کيږي.
  4. ارسطو وائي چي د منطقي مفهوم له مخى ماليه دهغۍ فداکارى څخه عبارت دي. چې خلک هغه دولت د وظيفو د ممکن کولو په منظور په غاړه اخلي.

د مالياتوضرورت: دا يو تشکيل شوى ټولني د نظم او اداري حفاظت لپاره د يو شمير سازمانونو موجوديت حتمي او ضروري امر گڼل کيږي. چي دغو سازمانونو کي اداري سازمانونه،دفاعي،او همدارنگه اقتصادي سازمانونه شامل دي. دغه سازمانونه په مجموعى ډول د يو هيوادد رامنځ شوي او منظمي ټولني د حکومت اساس جوړوي. حکومت په خپل وار سره د يو شمير وظايفو د اجرا کولو لپاره يوه اندازه مصارفو ته ضرورت پيدا کيږي. چي د مجموعى مصارفو په نوم ياديږي. دولت ددي اهدافو د پوره کولو لپاره مجبور او مکلف دى چې د هيواد افرادو او موسساتو څخه يو څه اندازه عايدات لاسته راوړي. يعني هغه عايدات چې دولت ئي د خلکو او موسساتو څخه لاسته راوړي د عمومى عوايدو په نامه ياديږي. د عمومى اهدافو په ټاکنه کې او همدارنگه دعمومى عوايدو په وسيله ددغو اهدافو تاُمينول په حقيقت کې دعمومې مالي دعلم اساس تشکيلوي او همدارنگه د مالي په علم کې ددي چارو سر ته رسولو لپاره چي څومره عايدات لاسته راځي او کوم چي ئي په مصرف رسيږي د بحث او مطالعي لاندي نيول کيږي. همدارنگه واضح ده چي دولت د خپلي بقا او حاکميت د دوام لپاره عوايدو او مصارفو ته ضرورت لري. که چيري دولت عايدات لاسته رانه وړي نو په هغه صورت کې به د دولت بقا نا ممکنه وي. دغه راز که چيرته مصارف د عوايدو په نسبت اضافه شي نو دولت به د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ او هم ويلي شو چي شايد د دولت سقوط سبب شي. له دغه امله ويلايشو چي عامه ماليات د دولت مالي اساس تشکيلوي څرنگه چي دولت د خلکو څخه ماليه راټولوي نو دغه ماليه د خلکو د نيستى او نابودي سبب نه گرځى . بلکه او هوساينه هغه وخت ښه تامين کيداى شي جي دولت دخپلو خلکو لپاره د ژوند ښه وسايل برابر کړي او بيا دولت ددغه خدماتوپه مقابل کې دهغوى څخه سالمه اودرسته ماليه ترلاسته کړي. تر څو د هيوادهوسايني په لارکې مصرف او ورڅخه استفاده وشي. څومره چې ددولت په اوږو بارونه اضافه کيږي. په هماغه اندازه د عمومي مالياتو راټولولو ته اړتيا ډيره او دهغي اغيزمنتوب د ټولني اد افرادو په اقتصادي ژوندکي زياتيږي. که چيرته د تيرو ټولنو تاريخ مطالعه کړو وبه ليدل شى چي په ټولنو کې ددولتونو او حکومتونو سياسي دندي يواځي اويواځي د دولت د دفاع پوري مربوط وي په دي ډول ددولت دندي يو د بل پسې زياتيږي. لکه دعمومى لاروجوړونه،ساختمانونه،فرهنگي اوتعليمي چارياو داسي نور ددولت په غاړه پريوتلي. دشلمي پيړى په لمړي سر کې ددولت په اوږو ځيني نور مکليفتونه هم ور زيات شولکه وزگارتيا سره مبارزه،اقتصادي پرمختيا ته تيزوالي ورکول او دپولي نورم مخنيوي کول. د مالي سيستم له يوي خوا ددولتونو لپاره د سياسي او ټولنيزو چارو دسرته رسولو لپاره ښه وسيله گنل کيږي او د بلي خواد اقتصادي ژوند د ښه والي لپاره دولت ته د مداخلي زمينه برابر وي.

په افغانستان کې د مالياتو تاريخي سير ته لنډه کتنه ماليات ددولت د مهمو عايداتي مدارکو څخه حسابيږي. د تاريخ په اوږدو کې مختلف نومونه ئي ځانته اختيار کړيدي. په افغانستان کې د اول ځل لپاره د احمدشاه بابا په وخت کې مالي چاروته توجه وشوه. څرنگه چي د ١١٦٥هش-کال کې ددولتي تشکيلاتو په ډله کې دهمايون اعلادديوان په نوم د مالي وزارت مينځته راغي. لمړي متصدي ددي امورو سردار عبدالله خان (پوپلزي)وو او دديوان بيگي په نوم ياديده مقررشو. دديوان بيگي لقب د وخت په تيريدو سره په مستوفي امالک باندي بدل شو او د هغي صلاحيت دنني اداري د وزير سره برابروه. مالي چاري به په مرکز کې د مستوفيالمالک له خوا او په ولايتونو کې به د تحصيلدارانو له خوا سرته رسيدل چي د اول دفتر او دوهم دفتر له خوا اجراکيدله. مستوفي المالک په به خپل ټول قدرت سره د ولاياتو حسابي امور يو ځاي کول او سر ته به يي رسول ساتنه او څارنه د همدي په غاړه وه په دغه دوره کېبه سدوزيانو ډير عوايدله بيلا بيل هيوادو څخه لاسته راوړل. هغه عوايد چي د افغانستان د ولايتو څخه لاسته راتلل ډير کم وه. دا ځکه چي د هر ځاي ماليه به په هماغه ځاي کې په مصرف رسيده. مثلا:د ١٠٠٠٠٠ روپو په اندازه به د هغي ځاي حاکم يا والي ته تخصيص ورکول کيده او باقي نور ئي ددولت د مامورينو او فوځ د لگښتونو لپاره بيليدي. د احمدشاه بابا پراخي امپراطورى کې چي شمال خواته د آمو د سيند پوري جنوب خواته د بلوچستان پوري او د غرب خوا ته د نيشاپور او مشهد پوري تشکيل درلوده اضافي عوايد ددعه فتحه شوو منطقو نه په لاس راوړل کيده چې د يوان اعلي کلني عوايد ددغي لاري نه کروړو روپو ته رسيده که چيرته دغه ټول د مملکت د ابادۍ او پرمختگ لپاره په مصرف رسيدلاي واي نن ورځ به افغانستان د پر مختللو هيوادو په کتار کې وائ. د بده مرغه دغه ذکر شوي عوايد په پرلپسي جنگونو کښې په مصرف رسيدل او څه برخه به ئي د ځينو کسانو له خوا په پټه او غيري قانوني ډول وړل کيده . ددولت عوايد په مختلفو صورتونو کې وه او د بيلا بيلو لارو به ئي سره ماليات راټولول چي دغه ډول ماليات په ځينو سيمو کښې اجباري شکل درلوده او په ځينو کښې اختياري شکل درلوده. د مثال په ډول: دبي بي د سرغوړولو په نامه يو ډول اختياري ماليه وه. چې د هزاره جاتو د خلکو له خواه سوغات په توگه او په کال کښې يو اندازه زيړ غوړي د بادشاه دربار ته راوړل کيدل دغه غوړي قرار قرار ددولت د ماليه جذ شو. د مالياتو اقتصادي ارزښت که چير ته مونږ په عمومي شکل د هيوادونو د اقتصادي حالت جاج واخلو نو دي نتيجي ته رسيږو چي د ټولو هيوادونو په هره ساحه کې د ودي او پرمختگ لپاره لازم او مناسب سرمايه ته ضرورت لري لکه په صنعتي ، پرمختيايې،فرهنگي. تعليمي،زراعتي،مخابراتي . ترانسپورتي او داسي نورو کې نو پس ويلاي شو چې اقتصادي انکشاف په مختلفو سکتورون کې د پرمختگ لپاره ښه مدرک د هيواد د مالياتو سيستم دي چې ددي سيستم له لاري ماليات بايد راټول شې چې دغه ماليات دولت يه دوه قسمه دراټولوۍ.

  1. مستقيم ماليات
  2. غيرممستقيم ماليات

دغه دواړه دولاياتو د ولسواليو څخه مرکزته د ټاکلو مسولينو له خوا ليږل کيږي. چي يو ئي عادي بوديجه او بله ئي انکشافي بوديجه بلل کيږي. پس ويلي شو چي دولت انکشافي بوديجه په مختلفو سکتورونو کې لکه په صنعتي پروژوکې ، صحي چارو کې . فرهنگي ، تعليمي او د سرکونو په جوړولو کې او په داسي نورو کې مصرفوي. ددغه سکتورونو د فعاليدلو سره د مسلکې او علمي کسانو استخدام ته ضرورت پيداکيږي. نو د ټولني وگړي مجبور دي چي پدغه کارونو کي فعاله ونډه واخلي او په نتيجه کې ورو-ورو بې کارى له مينځه لاړه شي. ددى کار په نتيجه کې د استخدام د سطحي د لوړويده سره سم د خلکو عايدات لوړوالو مومى او هيواد ورځ په ورځ د انکشاف او پر مختگ په لورۍ گامونه وچتوي.

د مالياتو ډولونه

٢ماليات په عمومى ډول په شپږو گروپونو ويشل کيږي.

  1. مستقيم ماليات
  2. غيرمستقيم ماليات

===مستقيم ماليات:=== د هغه مالياتو څخه عبارت دي چي د اشخاصو څخه د هغوي د فعاليت او ملکيت په اساس اخستل کيږي.لکه د ځمکې ماليات مستقيم ماليات لاندي ډولونه لري.

د انفرادي اشخاصو پر عايداتو ماليه:

يعنې کله يو تجار جواز لاسته راوړي د هغه پر عايداتو ماليات وضع کيږي.

دنمايشاتو پر عايداتو ماليه :

نمايشي او تفريحي ځايونه لکه سينما د پهلوانى ځايونه او داسي نورو د خالس مفاد څخه چي د تجارتو گټي په منظور اجراکيږي د هغوي د عايدانو څخه ماليه په لاندي ډول اجراکيږي. ١. هغه فعالتونه چې يواځي د خالصي گټي په خاطر صورت نيسي د هغوي د خالصي گټى څخه ماليه دښاروالى يانورو ارگانونو پواسطه اخستل کيږي. ٢.هغه فعاليتونه چې په جريان کې گټه او تاوان دواړه رامنځته کيږي. دهغوي ماليه دبلانس له مخې د تجارتي فعاليت د نرخ د اندازي اخستل کيږې .

په ژرندو ماليه يا د وړو په ماشين:

د اوبو د ژرندو ماليکين د يو لړثابتو مالياتو تابع دي کوم جې د هغوي څخه د يو لړ عايداتو مطابق تخمين کيږي. هغه ژرندي چي د برق پواسطه چليږي د ثابتو مالياتو تابع دي د ژرندو د مالکانو څخه (٢٠٠٠)افغانى د يو هارس پاور په مقابل کې اخستل کيږې.

د موسساتو په عايداتو ماليه :

همدارنگه هغه زراعتي ،صنعتې،ترانسپورتې موسيسات چه د ملکد اقتصادي امورو په انکشاف کې مهم رول لوبوې .بناُ پردي ددغه موسيساتو څخه د ماليه اخستلو په وخت کې فرق وشي چه ددي لاري څه وکولاى شې چه وړوموسساتو ته انکشاف ورکړو. او هم ددغه موسساتود فعاليتونو پراخوالي له مخي ددولت وارداتې بوديجه تقويه شي. ددي لپاره چې اجتماعي عدالت تامين شي او هم واړه موسسات وکولايشي چه خپلو فعاليتونو ته پراخوالى وړکړي نو مترقي مالي سيستم بايد تطبيق شي په غير زراعتي او لاسي صنايعو څخه او کوپراتيفونو څخه د ټولوصنعتي موسساتو د عوايداتو څخه -%٥- او د نوروگټوروموسساتو څخه -%١٠-ماليه اخستل کيږي.

د معاش په عايداتو ماليه:

هغه خلک چې ددولت څخه معاش اخلي د هغوي په عوايدو باندي د لاندي تخفيفاتو په نظر کې نيولو سره ماليه وضعه کيږي. که چيرته د مجردو اشخاصو معاش –١٠٠٠٠- افغانى وى او د متاهلو اشخاصو معاش –١٥٠٠-افغانى وى د هغوى څخه ماليه نه اخستل کيږي. داولي مادي نه علاوه داولني او ددريم ماشوم لپاره تر –١٠٠٠٠-افغانيو عوايدو پوري ماليه معاف کيږي او ددي څخه وروسته هر ماشوم لپاره چه وروسته راځي –١٠٠٠-په تفاوت سره ماليه اخستل کيږي. نيژدي خپلوان چه د هغوى نفقه ددوي په غاړه وي يو نفر ته –٥٠٠-معاف کيږي.

په ځمکې باندي ماليه :

د اساسي قانون د هغه مادي مطابق چه په ځمکي باندي ديو جريب په مقابل کې (٥٠) افغانى تثبيت شوي دي اخستل کيږي او د مالي د سنجش په اساس هغه ځمکه چه د نيم جريب او ياد هغه څخه کمه وى ماليات تري نه اخستل کيږي. او که چيرته د نيم جريب څخه زيات وي نو په جريب کې شميرل کيږي ماليه ورکوونکى مجبور دي چې خپله ماليه هر کال د سنبلي د مياشتې داول څخه تر ددلوي د مياشتي تر اخره پورى هر کال په يو دم ياپه وده قسطو ورکړي همدارنگه هغه امتيازات او بخښني چه د ځمکي په اړوند او عايداتو لپاره ټاکل شوي په لاندي ډول دي. ١. هغه کورنى چې دوه جريبه ځمکه ولري د ماليه د ورکړي څخه معاف دي مگر هغه کورنۍ چې د دوه جريبو څخه زياته ځمکه ولري د ماليه د ورکړي څخه نه معاف کيږي. ٢.په دولتي ځمکو ماليه نه وضع کيږي. ٣.هغه څمکى چي د کرهنې څخه پاتي وي وروسته د زراعت د کارمندانو او د وخت دوالي د تاييد څخه د مالي د ورکړي څخه معاف کيږي. ٤. هغه ځمکي چې د نيکو کارونو لپاره وقف شوي وي او د هغي څخه کومه گټه لاسته نه راځي لکه مسجد ،ديني مدرسي،وزارت خانې ، تعليمي ځايونه واداسي نوري ځمکې د مالي څخه معاف دي. ٥.هغه ځمکي چي د مالدارۍ فارم ، چرگانو فارم، مچيوفارم، د ماهيانو د روزني او حيواناتو د روزني چي قيمتي پوستکى لري د ما لک د تقاضا څخه معاف خو د هغي د عايداتوڅخه ماليه اخستل کيږي.

دشرکتونو په عايداتوماليه:

پدي کې هغه عوايدشامليږي چې دشرکتوڅخه ديو کال په جريان کې په لاس راځي.

ددولتي تصديگانو په عايداتوماليه :

دهغه مالياتو څخه عبارت دي چي ددولتي تصدئى گانو دعوايدو څخه ترلاسه کيږي.د مثال په توگه :-هر دولتي تصدي مجبورده چي ددولت د قانون سره سم د خپلو عايداتو څخه دولت ته ماليه ورکړي.

په دولتي اشتراکاتو ماليه:

پدي کې هغه عوايد شامل دي چي دولتي اشتراکاتو باندي وضع کيږي. د مثال په توگه:-ددولت يو تعداد موسسات يا شرکتونه ، سرمايه گذاري وکړي او په هغه کې ونډه لري. نو موړي شرکتونه د اشتراکا تو د قانون له مخې مجبور دي چې د خپلو لاسته راغلو عوايدو څخه ماليه دولت ته ورکړي.

غير مستقيم ماليات

دادهغه ډول مالياتو څخه عبارت دي چي ديو شخص څخه نه اخستل کيږي.لکه:-گمرکي محصولات د غير مستقيم مالياتو ډولونه

دگمرکي صادراتو محصول:

په ده کې هغه عوايد شامل دي چې دگمرکي محصولاتو څخه لاسته راځي. په هغه اجناسو چې د استفادي يا د خرڅلاو په منظور له ملک څخه صادريږي محصول ټاکل کيږي.

دگمرکي وارداتو محصول:

هغه اجناس چي د استفادي يا دخرڅلاوپه منظورملک ته وارديږي. په هغه ټکس وضع کيږي.

د استهلاکي موادو په خرڅلاو باندي ماليه :

دا هغه ډول ماليات دي چې د عوايدو څخه اخستل کيږي.لکه-عمده فروشي،پرچون فروشې، او يا دبعضي نورو استهلاکي اجناسو او موادو څخه لاسته راځي . هغه اجناس او اموال چې دملک په داخل کې توليديږي هم ماليه تري اخستل کيږي. ٤.د تجارتي معاملاتو او قيمت لرونکي اسنادو باندي ماليه : پدي کې هغه ډول ماليات شامل دي چي د عوايدو له درکه په هغه معملاتو کې لکه تجارتې خريد فروش، محصول ،خارجي اسناد او يا قيمتي اسناد چي د غير منقولو اموالو د اخستلو او خرڅلاو څخه په لاس راځي.

ثبت شوو اموانو دخرڅلاو په عوايدو ماليه :

پدي کې مالياتو هغه دولتي خدماتو عوايد شامل دي .کوم چې ددولتي محصولاتو او ثبت شوو موادو د خرڅلاواو يا ددولتي خدماتو په ذريعه لاسته راشي. لکه د ځمکي خرڅلاو څخه ، طبعي منابع. د پسته خانو محصول صحي. خدمات او داسي نور.

د ځمکو او تعميراتو د غير خالصو عوايدو له درکه ماليه:

پده کې هغه ډول عوايد شامل دي چه غير خالص وي چه د ځمکي يا دولتي تعميراتو د خرڅلاو له درکه په لاس راځي. ٧.د طبعي منابعو د خرڅلاو له درکه ماليه: دولت د ملک د عوايد دتقوى لپاره طبعي منابع چې په هغه کې ملى گته هم شامل ده په خرڅلاو رسوىتر څودهغي څخه دلاسته راغلوعوايد څخه په هغه سکتورو کې چه د ملک د انکشا ف لپاره ضرورى وي استفاده وکړي.

دمستقيمو مالياتو يو څو گټي:

١.٣مستقيمو مالياتو په نتيجه کي په خلکوکې د ښارى توب جذبه پيدا کيږي. ٢.مستقيمو مالياتوپه نتيجې کي په ټولنه کې مساوات (برابرى)رامنيځته کيږي. يعني مالدارو څخه ماليات اخستل کيږي. او همدارنگه غريب خلک د مالياتو دورکړي څخه مستثنى دى. ٣.مستقيمو مالياتو په نتيجه کې د دولت په تقسيم کې (نابرابرى)ختميږى. د مستقيمو مالياتو يو څو نمگړتياوي: ١. څرنگه چي مستقيم ماليه په عايداتو باندي وضع کيږي . نو د مالي د ارټولو مسولينولپاره مشکل کار دي. ٢.مستقيم ماليه په عامه توگه د غلا کيدو ښکار کيږي.

د غير مستقيمو مالياتو يو څو گټي:

١.د غير مستقيمو ماليه اصول اسانه وي ځکه چي د مالي راټولو مسولين د داجناسو قيمتوسره ماليه اصولوى. ٢. غير مستقيمو ماليه په زريعه د غير ضرورى او مضر و شيانو په استعمال کي کموالي راتلي شي.او همدارنگه دا دټولنى د نيکمرغي سبب گرځې.

٣. غير مستقيم ماليه دټولنى په ټولو طبقو باند وضع کيږي. او هيچ يو طبقه ترى نه پاتى کيدايشى.

د غير مستقيمو مالياتو يو څونمگړتياوي ١. دغير مستقيمو مالياتو زيات د مالداروپه ځاى په غريبو باندى وي.ځکه چي هغوي د اخستلو په وخت کي دومره ماليه ورکوي لکه څومره چي مالدار ورکوي. ٢. غير مستقيمو مالياتو په نتيجه کېپه ټولنه د پيسو پړسوب (Inflation) رامنځته کيږي.چي داد ټولنى د خلکو دنه راحتى باعث گرځى.

٣.متزائده ماليه :(Progressive) متزائده ماليه داسي ماليه ته ويل کيږي.چي دآمدن په زياتيدو سره پکښې زياتوالي رامنځته کيږى. دمتزائده مالياتو يو څو گټي ١. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې ددولت په تقسيم کې(برابرى) رامنځته کيږى. ٢. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې ددولت آمدن اضافه کيږى. نو دغه حصوصآ د جنگ او د هنگامۍ په حالتو کې فائده منده ده. د متزائده مالي يو څو نمگړتياوى ١. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې د خلکو په پس اندازونو او سرمايي په حرکت باندى منفى اثر غورځې.چي د هغى سره سرمايه گزاري متاثره کيږي. ٢.متزائده ماليه په عامه توگه د غلا کيدو د ښکار کيږى. ددغى نمگړتياوو باوجود چي پخوانى او اوسنى پوهان دمتزائد ملي نظام په حق کې دي . چي هغى څخه د پيکو مارشل او کنيز په ټولنه کي د روزگار د زياتوالي په خاطر ددي نظام حمايت کوو.خو نن سبا چي پر مختللى او پر مختياي هيوادونو کي دداقسم مالي نطام وضع شويدي. چي دغه د متزائده ماليه يو مستقيم ماليه ده. چي په آمدن باندى وضع کيږى. نو همدارنگه په پرمختيائي هيوادونو کي د مالي دا قسم نظام څخه د يو اندازه پيسي نه جمع کيږى.او بل داچي دغه قسم نظام چي د سرمايي گزارى باند منفى تاثيراتو په وجه دولتونه دمتزائد مالي په انحصار په ځاي په غير مستقيمي مالي باندي انحصار کوي.

٤.تنزيلى ماليه (Regressive Tax) تنزيلى ماليه داسى ماليه ته ويل کيږى. چي د آمدن په زياتوالى سره په هغى کې کموالى رامنځته کيږي.نو همدارنگه دغه ماليه د متزائد ماليه برعکس ده. چي د مالي دا قسم نظام دمالدارو په نسبت غريب زيات ددي ښکار کيږي.

٥. متناسبه ماليه (Proportional Tax) د متناسبه ماليه څخه مقصد داسي يو نظام دي چي د ټولو په آمدنو باند يو شان ماليه وضع کيږي.يعني ډير آمد ن لرونکى او کم آمد لرونکى ترمينځ کوم فرق نه وي. د مثال په توگه : په يو هيواد کي انکم ټکس (%١٠) وي. نو د خلکو د آمدن په نظر کي نيولوڅخه پرته به (%١٠) ورکوى. چي دا مالداره وي او که غريب. د متناسبه ماليه گټي ١. د مالي راټولونکى د دغى مالي پيسواندازه په اسانى لگولي شي. ٢.ددغى مالي نظام په نتيجه کي د هيواد په آمدن او او دولت په تقسيم کې لوي لوي تغيرات نه رامنځته کيږي.چي ددي په نتيجه کي په ټولني کې اجتماعى ساختمان او ټولني کې تغير نه راځى.

٥.مخصوص او ايډوالرم ماليه (Specific And Advalorem Tax) ١.مخصوص ماليه (Specific Tax) کله چي په کوم شي باندي د هغي دآندازي او دهغي د سايز او وزن په لحاظ ماليه وضع شي.نو هغي ته مخصوص ماليه ويل کيږى. د مثال په توگه:-په چينى باندي د هغى دوزن په لحاظ گمرکى محصول وضع کيږي. په رختونو باندي د گزونو او ميټرو په لحاظ گمرکي محصول وضع کيږي. نو د مخصوص (Tax) فايده دا ده.چي په اسانى سره وضع کيداي او اوصول کيداشي. او نقصان ئي دادي.چي دغي بوج په غريب مصارف کوونکو باندي غورځى. ٢.ايډوالرم ټکس (Advalorem Tax) چي کله د کوم شې باندي دهغى د ارزيښت (Value) په لحاظ ماليه وضع شي. نو هغي ته ايډوالرم ټکس ويل کيږيز يعني پدي د شي وزن او سايز په نظر کي نه نيول کيږي.بلکي د هغى ارزيښت په نظر کي نيول کيږي.

ټيکسونو په اقتصاد باندي تاثيرات ( Effects of Taxation on Economy)

د کلاسيکو علماوو په نيزد د ټيکسونو مقصد دولت  ته د عايداتو جمع کول  وو.ليکن  وخت په  تيريدو سره پديى نظرياتو کي يو څه تغير  رامنځته شو.  نو ټيکسونه به دنورومقصدونو لپاره هم استعمال  کيده.

نو همدارنگه د ټيکسونو په نتيجه کې نه صرف د خلکو دخريدارى قوت کميږى. بلکى د ټيکسونو په وجه خلک څه نه څه د څه مشکلاتو سره مخامخ کيږي. يعنى د ټيکسونو په نتيجه کې په خلکو کې د پس اندازونو او همدارنگه سرمايه گزارى کي کمى رامنځته کيږي..بلکى په خلکو د کار جذبه هم کميږى.

ټيکسونو په روزگار باندي تاثيرات (Effects of Taxations on Employment) د بعضو خلکو دا نظر دي.چي دټيکسونو په وجه په روزگار کي کموالى رامنځته کيږى.يعنى د ټيکسونو په وجه په بي روزگارى کي زياتوالي راځى. خو د بعضو خلکو دا نظردي. چې کيچرى د سرمايه دارونو سره په ټيکسونو کې رعايت ورکړى شى. نو پدى سره سرمايه گزارى او بيا په روزگار کې زياتوالى رامنځته کيږى. يعنى دا خبره به مناسبه نه وى. چى ټيکسونو په وجه په روزگار کې کموالى رامنځته کيږى.

ټيکسونو د ټولنى په سوکالي باندي تاثيرات ( Effects of Taxations on Social Welfare) ټيکسونو په وجه خلکو کې موجوده او په ائنده کې په مصارفو کي کموالى راشى. نو په نتيجه کي ويلى شو. چي د ټولنى په سوکالى کې د مخکى په نسبت کموالى راغلى وى. کيچرى دولت په هغه صنعتونو باندي ماليه وضع کړي.چي هغه مضر شيان تياروى.نو دا دټولنى په سوکالى باندي مثبت اثر غورځوى. نو پدى اساس ويلي شو.چي ټيکسونه په ټولنى باندي مثبت او منفى دوړاه تاثيرات لري.

د افغانستان د مالياتو سيستم

د٤ افعانستان د مالياتوسيستم د (٩٩)مادو څخه جوړ شويدي چې مونږئي د يو څو مادو څخه يادونه کوو. لمړى ماده: د ټولو اشخاصو سهامى او محدودالمسوليت شرکتونو او د هيواد په دننه او بهر کې د نوروحکمى شخصيتو نو د عوايدو څخه د افغانستان ميشت (مقيم) ئي له بهر څخه تر لاسه کوى ددي قانون د حکمونو سره سم ماليه اخستل کيږي. حقيقي او حکمې اشخاص په هغه صورت کې د افغانستان ميشت گڼل کيږي چې د لاندي شرطونو لرونکي وي. ١.هغه شخص چې اصلي هستوگنځى يې د ماليي کال په اوږدو کې دننه په هيواد کې وي. ٢.د ماليي کال په اوږدو کې يي ټولى (١٨٣) ورځي (موده) دننه په هيواد کې تيره کړيوي. ٣.هغه کار کوونکې چي د ماليي کال په اوږدو کې ددولتي خدمتونو د تر سره کولو په منظور د هيواد څخه بهر کې توظيف شوي وي. ٤. نور هغه بنسټونه (نهادونه) چي تاسيس ، تشکيل او جوړيدنه ئي د ماليي کال په اوږدو کې صورت موندلى وي او نا ئي مرکزي اداره په افعانستان کې دننه وي. دوهمه ماده: د حکمي اشخاصو سهامي محدودودالمسوليت او د تضامنى شرکتونو په عايداتو باندي ماليات په مالي کال د هغوي د مالي وړعوايدو ته-١٠٠-کې %٢٠ ده. ٢.پرعايداتو باند ماليات د سنجولو په منظور اسعاري عوايد په افغانى پيسو تسعير کيږي. د تسعير نرخ د هر مياشتي په پاى کې د پيرودنې په بنسټ د افغانستان بانگ د ازادو نرخونو اوسط څخه عبارت دي. ٣. دحقيقي اشخاصو په عايداتو باندي ماليات د لاندي جدول مطابق سنجول کيږي. د مالي وړ عوايد د مالي مقدار

په مياشت کې له يوي (١) افغانى څخه تردولسزره او پينځه سوه( ١٢٥٠) افعانيو پوري ماليات معاف په مياشت کې له (١٢٥٠٥)افغانيو نه تر (١٠٠٠٠٠) افغانيو پورى %١٠ ماليات د(١٠٠٠٠٠)افغانيو څخه زيات (٨٧٥٠) افغانيو ثابت مبلغ په زياتوالي سره %٢٠ماليات دريمه ماده: الف: په افغانستان کې د اوسيدونکو حقيقي اشخاصو پر عايداتو باندي ماليه په لاندي توگه محاسبه کيږي. ١.په افغانستان کې ميت حقيقي اشخاص د مالي وړ عايدات پر بنسټ د هغو عوايدوپه گډون چې د بهرنيو سرچينو څخه ئي تر لاسه کوى پرعايداتو باندي د مالياتو په ورکولو مکلف دى. ٢. په هغه عايداتو باندي ماليات چې په افغانستان کې د ميشتو حقيقي اشخاصو له تر لاسه وي گټي څخه نورو دولتونو او حکومتونو ته ورکول کيږي . يواځي په کلنۍ عايداتو باندي د مالياتو د هغي برخي په مقابل کې چې د مالي ورکوونکې بهرنيو عايداتو ته منسوبيږي د مجرائي وړگڼل کيږي. ٣.په هغه صورت کې چې په افغانستان کې ميشت حقيقي اشخاصوپه مالياتو باندي (د عايداتودقانون دتعليماتنامي د تشريحاتو) له په پام کې نيلوسره د مالي مجرائىدهغه عوايدوسره متناسبه چې دجلاهيوادنو څخه ئي ترلاسه کوى صورت مومي. څلورمه ماده: هغه حقيقي اشخاص چې د مالي کال په اوږدوکې په افغانستان کې ميشت وي دننوتو د نيټي څخه تر وتلوپوري د ميشت په توگه پيژندل کيږي. پنځمه ماده: له حقيقي اشخاصو پرته په افغانستان کې نوري ميشتي موسسي او بنسټونه د مالي وړ عايداتو په بنسټ چې دکورني او بهرنيوسر چينو څخه ئي تر لاسه کوى ددي قانون څلورماده کې درج شوو حکمونوته په پام کې نيولوسره په عايداتو باندي دمالياتودورکړي تابع گرځي.

شپږمه ماده: غير ميشت اشخاص په هغه صورت کې په عايداتو باندي دمالياتود ورکړي له معافيتونو څخه گټه پورته کوى چې دغه معافيتونه دهغوى د مطبوع دولت له خوا افغاني ميشتو اشخاصو ته په باالمثل صورت سره شوى وي.

اوومه ماده: ١.هغه انفرادي اشخاص، شرکتونه او نوري غير ميشتي موسسي چې په اقتصادي او سوداگريزو فعاليتونوبوخت نه وي د افغانستان له کورنيو سرچنيو څخه د ترلاسه شوو عوايد پر بنسټ د ټکټانى دونډي د گټى د کرئى حق الامتياز او نورو ډول ډول عايداتو له درکه ددي قانون د حکمونو مطابق د مالي په ورکولومکلف دي.

٢.ددي قانون له مخي په غيرميشتو حکمى اشخاصوباندي مجاز کسرات له غير تکټ پولي عوايدو څخه محصرپرهغو غير ميشتو حکمي اشخاصو باندي د تطبيق وړدى . چه په دي قانون اود مالي وزارت له خوا وضعه وى پر عايداتو باندي دمالياتو په تعليمات نامه کې ذکر شوي حقيقي اووصحي لازمي معلوماتولرونکى وي. اتمه ماده: ١. انفرادي اشخاص،شرکتونه اونور غير ميشتي موسسى چه په افغانستان کې په اقتصادي .سوداگريزواو خدماتي فعاليتونو بوختي وي د هغو عوايد پر بنسټ چه د هيواد له کورنيوسر چينو څخه ترلاسه کوى پر عايداتو باندي د مالياتو په ورکولو مکلف دي.

٢. پرعايداتو باندي د مالياتو کسرات په هغه صورت کې د مجرايي او محاسبي وړگڼل کيږي جې د هيواد دکورنيوسرچينو څخه په لاسته راغلو عايداتو پورى مربوط وي.

٣. د هغه الوتکو له عملياتوڅخه د لاسته راغلو عايد گټه چې ديوه بهرني دولت تر بيرغ لاندى کار کوي پدي شرط چي يادشوى پردي دولت افعانى ميشتو اشخاصو ته ورته معافيت ورکړى له ماليه څخه معاف گڼل کيږي.

٤. دهيواد په دننه کې پر عايداتو پوري د مربوطو لگښتونو ويش (توزيع) ددي قانون د حکمونو مطابق ( او پرعايداتو باندي د مالياتو د تعليماتنامى ) له مخى صورت مومي.

نهمه ماده: دبهرنيو دولتونو ، نړيوالو موسيسو او د هغى د نورو غير ميتو کارکوونکو مالياتى مکليفيت د هغو عايداتو پر بنسټ چې د کورنيو سرچينو څخه ئي تر لاسه کوى د موافقه ليکنو . قراردادونو او پروتوکولونو مطابق چې پدي برخه کې عقد شويدى تثبيت شويدى.

لسمه ماده : ١. دښارواليو په گډون ددولتي دايرو د هغو نمايندگيو عوايد پر عايداتو باندي د مالياتو تابع ندي.

٢. دولتي تصديگانى ددي مادي (١) فقره کې له درج شوى حکم څخه مثتثني دي.

يوولسمه ماده: ١.وزارتونه ، ادارې او نوري دولتي موسيسي ، تصديگانى ،شرکتونه او خيريه موسيسي مکلف دي پرمعاشونو او اجورو باندي ، ماليات ، د کارکوونکو د معاشونو د اجرا سره په يوه وخت کې وضع او دولت حساب په ئي وليږدوي.

٢.ددولتي کارکوونکو د تقاعد حقوق پر عايداتو باندي د مالياتو د ورکړي تابع ندي.

دولسمه ماده: دغير ميشتو اشخاصو لخوا بهرنيو هيوادونو ته ورکول شوي ماليات چې د افعانستان له دننه څخه عوايد تر لاسه کوى نه له عايداو څخه د وضع کولو وړدى او نه په عايداتو باندي د مالياتو ته وړاندي د مجرائى په توگه گڼل کيږي. خودا چې کومه ماده پدي برخه کې موجوده وي.

ديرلسمه ماده: د کورنيو سرچينو عوايد په لاندي توگه دي. ١.د پورونو ټکټانى گټه يزى تحويلې پانگى اچويى.

٢.له هغو ميشتو شرکتونو څخه چي په افغانستان کې په فعاليت بوخت دي د ونډي د گټى عوايد.

٣.دازادو شغلونو څخه دخدمتونو په بدل کې د معاش حق الزحمي او اجوري عوايد.

٤.له منقولو او غير منقولو مالونو څخه د کرايو او حقالامتياز عوايد.

٥.دمنقولو او غير منقولو مالونو د پلورنو عوايد.

٦.دډول ډول بيمو په گډون د پلورنو څخه دکميشن اخستل.

٧.دهيواد په دننه کې د سوداگريزوفعاليتونو عوايد.

٨. دمنقولواملاکودپلورلويا ليږدولو عوايدچې په سوداگريزو يااستخدامي فعاليتونو کېدهغوڅخه گټه اخستل کيږي.

٩.دحق الامتياز فيس اوکميشن عوايد چې د افعاني ميشت پواسطه ورکول کيږي.

١٠.د هيوادپه دننه کې دنورو عايداتوسرچينوعوايد چې ددي قانون دحکمونو د مطابق دمالياتوتابع گرځيږي.

١١.دنفتي موادو،معدني موادو يا نورو سرچينو کشفولو او را ايستلو څخه منځ ته راغلي عوايد. څوارلسمه ماده: ١.د ميراث له لاري د ملکيت د ليږدونى پرته پر عايداتوباندي دمالياتود قانونوداووشتمي مادي د حکم له په پام کې نيولو سره د هغو مالونوبيعه چي د غير منقولو مالونوچې د پلورلو له لاري لاسته راځي. پر عايداتو باندي د مالياتو په عوض د ملکيت د ليږدونى په وخت کې په سلو کې د ديوه فيصد (%١) ثابتي ماليى د ورکړي تابع گرڅي. پنځلسمه ماده: ١.که چيرته قرار دادونه موافقه ليکونه او د نورو قوانينو حکمونه پر عايداتو باندى د مالياتو د قانون حکمونه تطبقيږي.

٢.قراردادونه او نړيوال موافقه ليکونه چي د بهرنيو دولتونو او ملگرو ملتونو د سازمان د موسيسو سره عقد کيږي ددي مادي (١)فقري له حکم څخه مثتثني دى.

٣. منظور شوى تشبشونه چې د (١٣٨٢،٩،١) نيټي څخه د مخه يى عمل په فعاليت پيل کړى دى. د(١٣٧١،٦،٣) د نيټي په (٧-٣) گڼه کې رسمي جريده کې خپوراو په افغانستان کې د کورنى او د بهرنى خصوصي پانگي اچونى د قانون د حکمونو مطابق په هغه صورت کې کولاى چه په هغه قانون کې درج ووامتيازاتوڅخه گټه پورته کړي چي د اړوندو قوانينو حکمونه يى په پام کې نيولي وى.

٤.هغه منظورشوي تشبثونه چه د مالي کال په اوږدو کې د خالص عملياتى زيان سره مخامخ شوي دي ددفتر او قانون د –٤٧-مادي څخه مثتثنى په عنوان په هروروستى کال کى دوارد شوو زيان بشپړ لري (رفع) کيدو پورى له خپلو مالي وړعوايدو څخه مجرائى تر لاسه کوى. د منظور سوو تثبثونو وارد شوى زيان محاسبه پر عايداتو باندي د مالياتو د قانون د اووڅلويښتمى مادى د حکمونو مطابق صورت مومى.

٥.هغه منظور شوى تثبيثونه چې د کورنۍ او بهرنى خصوصي پانگواچوني په قانون کې له درج شوومالياتى فعاليتو څخه ئى گټه اخستى وي او د معافيتونو د ټاکلي مودي تر پاى ته رسيدو پوري ثابته پانگه ورسره موجوده وىددي مادى د(٤فقري) له حکم په پام کې نيولو سره د پاتى پانگو ارزښت دودانيو تجهيزاتو او استهلاک د مجرائى د محاسبي وروسته د ثابتي پانگى په توگه گڼل کيږي او ددي مادي د (٥)فقرى حکمونه پدى موردکې تطبيقيږي.

٦. په هر مالي کال کې د ودانيو تجهيزاتو استهلاک په مساويانه ډول سنجول کيږي او مجرائى ورول کيږى.

که چيرته د تثبت ثابته پانگه دمالى کال د نيمائى څخه لږ د هغه په واک کې وي د کلنى د استهلاک له نيمائى مجرائى څخه گټه اخلي.

٧. ده هغه شتمنيو او تجهيزاتو داستهلاک مجرائى چې برابر (تهيه) يا پيرودل کيږي.

يواځي په هغه صورت کې د محاسبي وړگڼل کيږى چي دتثبيث د منظوريدو په کال يا په دوه را وروسته کلونوکې له هغه څخه گټه اخستل شوىوي

اولسمه ماده: که چيرى دوزارتونو دولتى موسيسو، تصديو ،ښارواليو سهامى، محدودالمسولييتونواو تضامنى شرکتونو او نورو موسيسو د کاروکوونکو شميرد کال په يوه مياشت کې دوه باله دوه تنوڅخه زياتوىله ټولو هغو معاشونو او اجوروڅخه چېورکول کيږي ددي قانون د (٣) دريمى مادي د حکوونو په پام کې نيولو سره ماليه وضع او ددولت د عوايدو په حساب ليږدول کيږي. اتلسمه ماده: ١.هغه کورونه او ودانۍ چې د سوداگريزو فعاليتونو دسرته رسولو يا د کاري دفترونوپه منظور حکمى يا حقيقي اشخاصو ته په کرايه ورکول کيږي . په هغه صورت کې چې مياشتينى کرايه ئى له پنځلس زره افغانيو څخه زياته وى پر عايداتو باندي ماليات په سلو کې د شلو فيصدو (%٢٠)د ورکړي تا بع گڼل کيږي. ٢.ددي مادي د (١) فقرى په درج شوى حکم کې د کورنو او ودانيو مستا جرين مکلف دي د عوايدو ماليه دهغى کړن لارى مطابق چې د مالي وزارت لخوا وضع کيږي ورکړي. ٣.ددي مادي (١) فقره کې ددرج شوي ماليه چې د موجر د مالياتي د مسوليت په توگه دمستاجر پواسطه وضع کيږي هغه کرايه گڼل کيږي چې موءجر ته ورکول شوي ده دغه ماليه دموءجردماليى د ورکړي په وخت کې مجرائى ورکول کيږي دموجراو مستاجر تر منځ دکرائى دورکړي ته اړه د شخړي منازعي د رامنحته کيدوپه صورت کې مستاجر کولى شې د وضع شوو مالياتو سند د کرائى و ورکړي سند په توگه اړوندو مقامونو ته وړاندکړى.

په افغانستان کې د مالياتو نيمگړتياوى

د٥اچي زمونږ گران هيواد افغانستان ((٢٥))کلنى جگړى ډيرسخت خراب کړيدى. او دملک ټول ادارىنظم ددغه خونړىجنگونوپه واسطه له منځه لاړه. نودولت دډيرو مشلاتو سره مخامخ و ځکه چې ددولت ټوله مخه دجنگونو په لورىشوه. دولت چې کوم عايد درلوده هغه ئى په جنگونو کې مصرفاوه او د ټولني د خدماتو لپاره ئى هيڅ نه کول. ددي بې نظمۍ په وجه دولت نشو کولى چې ماليات د ټولنى دوگړو څخه واخلي او که چير ته ئى په کومو ځايو کې اخيسته هغه به مرکزته نه انتقاليده بلکه په هماغه ځاي کې په مصرف رسيده. که چيرى به يو دولتي مامور د مالياتو په راټولولو موءظف وه نو دمالياتو د راټولولو په وخت کې به ئى دمالياتو اخستونکى شخص څخه نيم ماليات اخستل او نيم به ئى ورته پرښودل او په شخصي ډول به په مصرف رسيدل. پدي مانا چې دولتي ماليات به موءظف مامور او ماليه ورکوونکې ترمنځ غلا کيدل. په نتيجه کې ويلايشوچې دا بي نظمي ددي موءجب شو چې دولت دټولني لپاره په صحي. تعليمې .فرهنگي .کرنيزواوعام المنفعه کارونوکې هيڅ ډول خدمتونه سرته ونه رسولاىشو او په ټولنى کې خپل اعتماد لاسه ورکړه له بلي خوا څخه دټولني وگړو هم ماليه په اسانى سره دولت ته نه ورکوله او هر سړي په ځان د مالياتو د ورکړي څخه پټاوه. .ځکه چې ماليه ورکوونکي پوهيدل چه په ملک کې اداري نظم نشته که ماليه مونږ ورکړو نوهردولتي مسول شخص ئى په جيبو کې اچوى او ددولت بوديجي ته نه رسيږى. په نتيجه کې دا عوامل ددي سبب شو چي دولتټول سکتورونه غير فعال او د زياتو ستونزو سره مخ شو.

سرچينې

  1. Gove, P. et al. 1961. Finance. Webster's Third New International Dictionary of the English Language Unabridged. Springfield, Massachusetts: G. & C. Merriam Company.
  2. finance. (2009). In Encyclopædia Britannica. Retrieved June 23, 2009, from Encyclopædia Britannica Online: Finance