بانک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

بانک يو وټه ايز بنسټ دی چې د اعتباري توکو، مالي راکړې ورکړې، د گرانو توکو د پېر پلور، د پيسو د لېږد رالېږد، گاکانو د غوښتل شويو لاسوندونو او د ونډو د سود اخيستنه، د گاکانو مالي بړياينه، د امانتونو د منلو، ساتلو او د ارزښتمنو پاڼو او توکو ساتنه، تجهيز او توزېع کول يې په عامو دندو کې شمېرل کېږي.


بانک په يويشتمه  پيـړۍ کې داقتصاد په هرم تکيه وهلې ده او په نني دور کي دخلکو ترمنځ داقتصادي کړنو د تبادلي يوه مهمه لاسته راوړنه بلل کيږي. خوسره ددي هم  بانک  په خپل سرپه يوه وخت کي منځ ته نه دي راغلي بلکه په همغه ډول چي پيسو دتبادلي دپښوالي  دوره تيره کړي ده اود ورځني ژوندانه داړتياوه  او ودۍ له امله منځ ته راغلې دي.  بانک هم پدي بهير کي خپله اړتيا او اهميت څرګند کړي دې اودځينو اړتياو پربنسټ چي دسوداګريزو کړنو د ودۍ له امله منځ ته راغلي وي  نو اړشو چي د يوداسي موسسي بنسټ کيږدي ترڅو دهغي له لاري وکولاي شي چي دلږښتنو دادايني او په خاصه توګه  د لري او نږدي اخيستونکو د ادايني وړ پيسي بي له کومي ويري اوډارڅخه ترلاسه کړي چي دا موسسي اوس  د  بانک په نامه ياديږي. (سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍[[۱]]، مطبعه کابل). 

بانک څه شي دي؟

ماهرين په دې نظر دي چې د بانک لفظ د جرمني ژبيBack  (بيک) څخه اخيستل شوي دي کله چي جرمني د ايټاليا په زياتره برخو قبضه کړي وو نو جرمني د Back لفظ ته ايټالوي رنګ ورکړو او په Banco بدل شو چي دميز په معني دي او وروسته دا لفظ په انګليسي کي Bank وټاکل شوو.

څخه اخيستل شوي ده يعنې  داوږدي Bench بياځينې نور ماهرين داسې نظر لري چې د بانک کلمه د چوکـي په مانا راغلې ده.

دبانک پيدايښت ته يوه ځغلنده  کتنه:   

د بانکوالي  نني  بڼه په ۱۷پيړي کې دود پيدا کړو مګر د بانکي کړنو پيدايښت د ډ يرتيري مودي څخه سرته رسيدي چي مونږ يي په لاندي ډول ځينو کړنو ته چي د ډيرتير مهاله تر سره کيدي يوه لنډه کتنه کوه

.

دبابل شــاهانو په دې هکله ډېر د پام وړکارونه تــرسره کړې دي. حامورابي شــپږم ساســاني  پاچا  د ســود قانون او د سوداګريزو پورونو قانون  بنسټ کيښود چي په حقيقت کې لومړني بانکي قوانين ګڼل کيـږي.                             

په يونان کې  دبانکــوالي کړني معابدو ترسره کولي اود خلکو داما نتونو دساتني لپاره معابد ډير ډاډمن ځاي کڼل کيده .  

همدا لامل وه چي په يونان کي لومړني بانک دميلاد [[۲]]کاله دمخه منځ  ته راغلي وه خو داوسنيوبانکونوسره يي ډير توپير درلود. ديونان دولت  بيلابيلاي سکي وهلي وي او هرښارځانته خاصه سکه لرله نو کله چي به سوداګر ديوه ښارنه بل ښارته تلل نو اړ وه چي خپلي سکي دهغه ښاردسکو سره چي سوداګريزوکړنو لپاره ورتلل  بدلي کړي.

په يونان کي دسکو دتبادلي کار صرافانو په مخ وړو نو دوي به خپلي سکي دصرافانو سره په لږ څه ګټه بدلولي په همدي ډول دصرافانو ګټه مخ په ودي وه او لوي لويۍ صرافياني يي جوړي کړي دوي د دي لپاره چي خپلي ګټي ډيري کړي نو خلکو ته يي دسود په بدل کي دپور ورکول پيل کړل چي په همدي ترتيب ديوانان لومړي بانک دصرافانو لخوا جوړ شو. ديونان دملي بانک بنسټ په کال [[۳]]ميلادي کي کيښودل شو چي يو له  لرغونو بانکونو څخه دي.

په چين کي  هم بانکي کړني دډيري تيري مودي  څخه دود وي. چين د بشري مدنيت په وده کې لوړ مقام لري اوهـم يې داقتصاد په هکله ترنن ورځې پورې ډيرڅه سرته رســولي  دي. دې لرغونې هيواد  د ميلاد څخه  شــپـږ پيـړۍ مخکې  بانکـــوالي تجربــه کړي ده. که څه هم چينايان تر ننه پورې پــه دې هکله داورپايانو په پرتله غږ نه دي پورته کړي. ولې څه چې اړين  دې هغه دادي چې په دې هيواد کې بانکوالي پــه همغــه زمانه کې دود وه اوپه همدې ترتيب کولاي شــو ووايو چې ختيځ  په لومړي ځل د پولي وســايلو په تبادله او د پولي وســايلو په تنظيم کې بانکـوالي دود کړي ده.


په منځنيوپيړيو کې يهـوديان د بانک چلوونکې وه ولې يهـوديانو په دې برخه  کې مخکښـې  دي دغه ټبرله ډير پخوا څخه په ګټواوسوداګرۍ باندي بوخت و. ايدلوژيکي اومذهبي مما نعت    يې نه درلود او برعکس د داســې کار په پياوړيتوب کې يې مرســته کوله اوکــړې يې ده که څه هم د تورات په څــوځايونوکې منع کړاي شوي وه  خو د ګټې تحريم يوازې د يهـودو لپاره راغلي وه (( له هغه ورور څخه دې ســود اوګـټـه مه اخلــه اوله خپله خدايه  و ويـريـږه ترڅو دا ورور له تاسره ژوند وکـړي)).

داسلام مبارک دين کي هم دپور ورکولولپاره ډيرايتونه راغلي دي. او سود يي په ټوليزه توګه  بند کړي دي اوسود اخيستونکي اوسود ورکونکي يې دواړه ته ددوزخ زيري ورکــــــړي دي.

خداي تعالي دبقري سورت په۲۷۵ ايت کي خپلوبندګانو ته دسود په اړه داسي ويلي دي: 

ژباړه: کوم خلک چي سود خوري دهغوي حال به دهغه چا غوندي وي چي پيريانو نيولي وي او پردي حال دهغوداخته کيدو دليل دادي چي وايي «سوداګري هو هم لکه سود غوندي شي دي » په داسي حال کي چي الله (ج) سوداګري روا او سود ناروا کړي دي. نو چا ته چي د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسيده او په راتلونکي  کي يې د سود له خوړلو څخه ډډه وکړه نو څه چي يي مخکي خوړلي هغه خو يي خوړلي دي  دهغه معامله له خداي سره ده او څوک چي له دي حکم څخه وروسته بيا هم همداسي کار کوي هغوي دوږخيان دي تل به پکي اوسيږي. 

دبقري سورت په ۲۷۶ ايت کي الله تعالي  خپلوبندګانو ته دسود بديل ورپه ګوته کوي:

ژباړه: الله سود له منځه وړي اوخيراتونو ته وده  اوښيرازي ورکوي او الله هيڅ ناشکره بد عمله انسان نه خوښوي.

نو زمونږ په سپيڅلي دين کي دسود ناوړه اغيزوته په کتو سره دسود په اړه الله تعالي دنورو اسماني کتابونو په پرتله قوانين سخت کړي دي او سود يي په ټوليزه توګه دمسلمانانوترمنځ بند کړي دي


دمسلمانانو سودي معاملي يي د مسلمانانوسره اوحتي د کفاروسره يي هم سودي معاملي بندي کړي دي.  سره دي چي سود منه شوي دي خو يو شمير قوانين دقران او حديثو په رڼا کي بيان شوي دي چي اوس تري په بانکونو کي ګټه اخيستل کيږي.

۱- قرض الحسنه  ۲- وديعه   ۳ - مشارکت  ۴- مضاربت  ۵ - مرابحه

دا هغه څه دي چي قرانکريم او احاديثو کي راغلي دي چي اوس په اسلامي بانکوالي کي تري کټه پورته کيږي او اوس دنړي په بيلابيلو هيوادونو کي اسلامي بانکونه شتون لري.

ددو يمي پيړي په لومړيو کي د کاغذ په اختراع سره په بانکي نظام کې پولي بدلون  رامنځته  شو.اودکاغذي پيسو درامنځته کيدلوسره ډيري اسانتياوي رامنځته شوي.  دلومړي ځل لپاره دبانک کلمه په [[۴]]ميلادي کال کي دمديتراني په کڅ د(ونيز) په ښارکي په کار يوړل شوه  او لومړني بانک د(ونيز )په نوم وه چي  بنسټ يې کيښودل شوه. وروسته بيا نورو بانکونه هم په کار پيل وکړو په ځينو هيوادونو کي چي په لاندي ډول يي يادولاي شوبانکونه منځ ته راغلل.

۱ـ دبارسلونا بانک په[[۵]] ميلادي

۲ - دامستردام بانک په [[۶]]ميلادي کال

۳- دانګلستان بانک [[۷]]ميلادي کال

لومړني پرمختللي اوخصوصي بانک فرانسه کي په [[۸]] ميلادي کال کي ددولتي جوازپه ترلاسه کولو په کار پيل وکړ  چي خلکوته يي لانديني برخو کي چوپړتياوي برابري کړي وي.

۱- دپورونوورکول

۲ـ دپيسوچاپول

۳- داماناتو قبلول

ددي بانک سهم  په [[۹]]ميلادي کال کي ددولت لخوا وپيرل شول او دا بانک په يو دولتي بانک بدل شو.

دبانک تعريف: 

     د بانـک په اړه ځينو علمآوو بيلابيل تعريفونه وړاندې کړي دي چې هغه په لاندې ډول دي.

  ♣  پروفيسور کروتهر له نظره : بانک دخلکو څخه پور اخلي او اړمندو خلکو ته ئې په پور  ورکوي. 

♣  د کينلي له نظره: بانک يوه داسې اداره ده چې پيسې د امانت په ډول اخلي  او نورو ته ئې د  پور په ډول ورکوي. 

♣    دپروفيسور دينالدز له نطره: بانک داسې اداره ده  چې د پيسو کاروبار کوي دهغو خلکو سره چې اضافه  پيسې ورسره وي پور اخلي او هغو ته چې په کاروبار کې د پانګې اچونې غوښتنه لري په پور ورکوي.

په ټوليزه توګه ويلي شو بانک داسې اداره ده چې د باوري پيسو کاروبار کوي  دخلکو دسپما پيسي دامانت  په توګه ځان سره ټولي کوي په توليدي او  غير تو ليدي ساحو کې اړمندوخلکو ته دپورپه ډول ورکوي په ډيرکم سود د پور اخستوونکي نه او په ډير سود دپور  ورکولو په نتيجه کې ګټــه حاصلوي.   (سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍[[۱۰]]، مطبعه کابل). 

په۲۱ پيړي کې دتخصص او د کار ويش را مخکې  شوه. او هر بانک بايد په يوي څانګه کي کړني سرته ورسوي اوخلکوته  اسانتياوي برابري کړي. همدا لامل  وه چي بيلا بيل  بانکونه  په ټوله نړي کي منځ ته راغلل او  په بيلابيلوڅانګو کي يۍ کړني ترسره کوي چي په لومړي ګام کي بانک په دوو برخو وويشل شو.

۱:مرکزي بانک  ۲:سوداګريزبانک

مرکزي بانک 

مرکزي بانک دهيواد ترټولو مهمه اداره بلل کيږي کومه چي دټولوسوداګريزو بانکونو يا  commercial څارنه کوي اودهيواد د مالي نظام په ښه والي کي لوي لاس لري دغي اداره ته  مرکزي بانک اوپه عربي ژپه کي ورته (البنک الريس) اوپه انګريزي  کي ورته central ban وايۍ .

مرکزي بانک دهر هيواد په اقتصاد کي  داسي رول لوبوي  لکه زړه چي يۍ دانسان په بدن کي لري.

دمرکزي بانک تعريف:

پل سامويلسن په دي اړه داسي وايي: انسانان تردي مهاله په دريو لويو اختراعاتو بريالي شوي دي. اور، څرخ او مرکزي بانک.

هاوتري (haw trey):اخرينه منبع دپوراخيستلو مرکزي بانک بولي.

په ټوليزه توګه ويلي شو مرکزي بانک عبارت له هغه څخه دي چي ديوه هيواد د اقتصادي اومالي استخدام په غاړه لري دهغه بانک د نوروبانکونو رهبر او لارښوددي .

دنړي لمړني مرکزي بانک دريکزيک په نوم په سويډن کي منځ ته راغي په کال [[۱۱]]ميلادي کي. په انګلستان کي په کال  [[۱۲]]ميلادي کي مرکزي بانک منځ ته راغي  چي يو له تاريخي بانکونو له ډلي څخه شميرلي شو، دفرانسي بانک مرکزي بانک په [[۱۳]] ميلادي کال کي ،دهالنډ بانک په[[۱۴]] ميلادي او په [[۱۵]] هجري لمريزکال کي دافغانستان مرکزي بانک دبنسټ ډبره کيښودل شوه.

نن ورځ په ټوله نړي کي مرکزي بانکونه شتون لري ځيني هيوادونه يو مرکزي بانک(لکه افغانستان) اوځيني يي څومرکزي بانکونه لري(لکه دامريکي متحده ايالات) او داسي هيوادونه هم شته چي څو هيواده يو مرکزي بانک لري(لکه نيجريا،سنګاپور،توګو....)

دمرکزي بانک دندو ته يوه لنډه کتنه: 

په هر هيواد کي مرکزي بانک بيلا بيلي دندي سرته رسوي  او ترډيره بريده دغه دندي نړي په ټولو هيوادونو کي يو شان دي. ځيني مهمي دندي يي په لاندي ډول دي. 

1- دبانکي کړنو ترسره کول د دولت لپاره:  په عمومي ډول مرکزي بانک ددولت بانک دي. ددولت عايدات  په مرکزي بانک کي په چلند کي دي او ددولت مصارف له همدي کوډونو څخه  وضع کيږي. برسيره پر دي چي ددولت عوايد اومصارف له دي لاري څخه وورت نيسي  مرکز بانک  داړتيا په وخت کي دولت ته پور هم ورکوي.

2- دبانک نوټونو چاپول اوخپرول:

په تيره موده کي په ځينو هيوادونو کي دبانک نوټونو دچاپ حق سودګريزو بانکونو ته ورکړل شوي وه.  په دي وخت کي دولت نه شو کولي چي  دپيسوپه حجم کنټرول ولري او هم تردي چي يوډول پيسي نه چاپيدل په هرهيواد کي به څو ډوله پيسي په چلند کي وي . همغه وه چي مرکزي بانک اړشو چي دپيسو حجم په خپل کنټرول کي راولي چي يواځيني لاره يي همدا وه چي دپيسو چاپول په خپل لاس کي ونيسي چي اوس په ټوله نړي کي دپيسو دچاپولو او خپرولو دنده مرکزي بانک لري.

3 - اخيرني پور ورکونکي دي:

دمرکزي بانک له دندو څخه دا هم ډيره مهمه دنده ده. کله چي سوداګريزبانکونه دکسرسره مخامخ شي نو مرکزي بانک هغوي ته پور ورکوي. په ځينو هيوادونوکي سوداګريزبانکـــــــــــــونه داړتيا په وخت کي په مستقيمه توګه دمرکزي بانک څخه پور اخلي. په انګلستان کي کله چي يوبانک دکسر سره مخامخ شي نولومړي many market څخه دپورغوښتنه کوي که چيري ونه منل شوه بيا مرکزي بانک ته ورځي نو له همدي امله ويلي شو چي اخيرينه منبع دپور اخيستلو سوداګريزوبانکونو ته مرکزي بانک دي. (حميدي،ماري يوسفزي نورالله حقمل،بانکي محاسبه،[[۱۶]] لمريزکال.).



4 - دپولي سياستونو پلي کونکي:

نن ورځ مرکزي بانکونه دوه ډوله  پولي سياستونه پلي کوي او دهمدي لاري څخه دپيسو ارزښت ټاکي چي داسياستونه يي دپيسودخپرولو(انبساطي سياست) او د پيسو دغونډولو(انقباظي سياست) له لياري ترسره کيږي.

5 - دنورو بانکونو په کړنو کنټرول:

مرکزي بانک  دټولو خصووي ،دولتي اوخارجي بانکونو څخه دڅارني دنده لري او ددهغوي کړني کنټرولوي. ټول دولتي خصووي او خارجي بانکونه چي په يوه هيواد کي کړني ترسره کوي بايد خپل کلني راپور جوړ او مرکزي بانک ته يي وروليږي. (سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍[[۱۷]]، مطبعه کابل). 

6- ديوه هيواد د ذيرمو دساتل اومديريت يي :

7- خصوصي او خارجي بانکونو ته دجواز ليکونو ورکول :

د مرکزي بانک له ډيرو مهمو دندوڅخه يوه خصووي او خارجي بانکونو ته د کړنو دترسره کولو دجواز ورکول دي په يوه هيواد کي دمرکزي بانک داجازي پرته هيڅ بانک کړني نه شي ترسره کولي  او هر بانک چي غواړي په يوه هيواد کي کړني ترسره کړي بايد چي دمرکزي بانک څخه جواز ترلاسه کړي او دهغه هيواد قوانينو ترلاندي په کړنو پيل وکړي. 

8- په اقتصادي کړنو کي دولت ته مشوره ورکول :

دمرکزي بانک مشوره ديو هيواد په اقتصادي وده کي ډيره لويه ونډه لري ځکه چي مرکزي بانک ديوه هيواد دپولي او مالي تلنلاري دپلي کولو لوي مرکزدي له همدي کبله دولتونه دمرکزي بانک څخه په اقتصادي کړنو کي مشوره اخلي. (حليم،قاري محمد،حميدي،عبدالمتين،بانکي تصدي لمړۍ چاپ [[۱۸]] لمريزکال).

۲-سوداګريزبانک:

سوداګريزبانک هغه بانک ته ويل کيږي چي د ګتي دلاسته راورلولپاره کړني ترسره کوي. سوداګريز بانکونه د مرکزي بانک دلاس لاندي دندي سرته رسوي او بايد دپرانيستو لپاره د مرکزي بانک څخه اجازه ليک واخلي.

دسوداګريزبانکونه ډولونه: 

صنعتي بانک :  Industrial Bank

  په يوه هيواد کې د صنعتي پرمختګ لپاره اوږد مهاله پورونوته اړتيا ده .سوداګريز بانکونه اوږد مهاله پورونه  نه ورکوي اوډيري  کاروبار يې د لنډ وخت لپاره وي  نود دې لپاره چه د يوهيواد صنعت وده وکړي منځني اواوږد مهاله پورونو  ته اړتيا ده چي د صنعتي بانکونوپه رامنځته کيدلوسره دغه خاليګاه پوره شوه .

کرنيز بانکونه Agricultural Bank 

هغه بانک ته وايي چه په يوهيوادکې کروندګروته دکرني  پرمختيا اوپرمختګ  لپاره اوږد مهاله ، منځ مهاله  او لنډ مهاله پورونه  ورکوي .دغه بانکونه کروندګروته سرې ،تخم اوزراعتي ماشين الات اولوازم په پور ورکوي.

۳- دتبادلې بانک Exchange Bank

هغه بانک ته وايي چه دبهرنيواسعاروکاروبارکوي دغه بانکونه دهيواد کورنى پيسې په بهرنيو پيسوباندې تبادله کوي. کله چه يوهيواد  دبل هيواد اجناس اخلي نو دا بايد دهمغه هيواد پيسې له ځان سره ولري نو د دې لپاره سوداګر بايد خپلې داخلي پيسې په خارجي پيسوباندې تبادله کړي  سوداګريز بانک کولاي شي چه دتبادلې دبانک وظيفه هم اجرا کړي چه په هغه کې دتبادلې لپاره يوبيله څانګه  وجود لري اودغه ډول بانکونه بايد دمرکزي بانک څخه اجازه واخلي .

۴ - دسپمابانک  Saving Bank                                                                                                      

دغه ډول بانکونه دخلکوپيسې دسپما په ډول سره له ځان سره ساتي اودخلکو د سپما واړه واړه رقمونه اخلي اوهغوي ته يې په بدل کې سود ورکوي دغه ډول بانکي چوپړتياوي  په مستقله  توګه

نشي جوړيدلاي بلکه دمرکزي بانک پرته نورټول بانکونه ددغه ډول چوپړتياوو يوه څانګه  لري ترڅو خلک په کې خپله سپما کړي پيسي ټولي کړي .

۵- ذخيروي بانک Deposit bank

ذخيروي بانک يوله مهموبانکونو څخه دي. دابانک دخلکو څخه پور اخلي او اړو کسانو ته يي په پور پوري ورکوي څخه له همدي امله دا بانکونه لنډ مهاله پورونه ورکوي چي موده يي۳ څخه تر۶ مياشتو ده. دابانکونه اوږدمهاله پورونه سره علاقه نه ښايي او دابانکونه دسوداګرو طبقه سره نخلوي.

۶- داړتيا په اساس بانک Miscellaneous bank

  دا بانکونه يو له خاصو بانکونو څخه دي چي دژوند په بيلا بيلو دورو کي داړتياپه اساس منځ ته راځي چي په هر هيواد کي دا بانکونه د اړتيا سره سم  منځ ته راځي د دي بانکونو له ټولي  څخه په انګلستان او امريکا کي دپانګه وني نوم اخيستلاي شو.

په افغانستان کي دبانک لرغونتيا ته يوه ځغلنده کتنه:

افغانستان يو اسلامي هيواد دي چي سود يا ربا کول پيسو له طريقه پيسو سره حرام او د اسلامي شريعت خلاف گڼل کيږي نو په همدي سبب د شلمي پيړي تر لومړيو پوري هيڅ رسمي بانک په افغانستان کي وجود نه درلود او شاهي مال به په شاهي خزانو کي ساتل کيده خلکو به خپله پانګه پخپله ساتله او ځينو ښارونو کي به د باور وړ کورنيو له خوا امانت ځايونه  جوړيدل بي له سود او گټي د خلکو امانت ساتنه يي کوله په ټولنه کي چي يو شمير صرافانو وجود درلوده د سود خور او دوزخي په نوم ورته  کتل کيدل. (حليم،قاري محمد،حميدي،عبدالمتين،بانکي تصدي لمړۍ چاپ [[۱۹]] لمريزکال).      

کله چي انگليسان افغانستان ته داخل شول يو شيمر هندي صرافانو په هند او افغانستان کي فعاليت درلوده د وخت ارزښت لرونکو پيسو لکه اشرفي سکه(عربي طلا )، هندي روپي، انگليسي پوند او داسي نور د سوداګريزو موخو لپاره تبادله کيدل.  دافغانستان دولت په [[۲۰]]ه ش کال کي يوه موسسه د سهامي شرکت په نوم تا سيس کړه چي د افغانيو ارز ښت د  خارجي اسعارو په مقابل کي وساتي


لومړني شرکت و چي پانګه اچونه باندي يي تمرکز وکړو او په[[۲۱]]  ه ش کال پانګه۵ مليون افغانيو ته ورسيده وروسته بيا دغه سهامي شرکت په بانک بدل شو.

د بانکوالي عصري تاريخي بهير په ا فغانستا ن کي د [[۲۲]] ه ش کال څخه وروسته دهيواد ملي سوداگر عبدالمجيد خان زابلي په زيار او مرسته پيل شو. له دي څخه مخکي کريدتي معاملات او د اسعارو تبادله د خارجي صرافانو په واسطه چي په کابل او قندهار ښارونو کي فعاليتونه درلودل سر ته رسول حتي د دولت لپاره خارجي اسعار به هم له همدغو صرافانو په مرسته تهيه کيدل. دهيواد   ملي شخصيت او سوداگر عبدالمجيد خان زابلي لمړي ځل لپاره په  [[۲۳]]هجري لمريز کال کي د لمړني بانک جوړيدو ډبره په افغانستان کي کيښوده، چي دافغان ملي بانک(Afghan National Bank) په نوم ونومول شو ټوله سرمايه يي ۹،۶مليون افغاني وه چي د خصوصي سکتور ونډه پکي٪۷۲ فيصده  او د دولت ونډه پکي٪ ۲۸ فيصده وه.

د افغان ملي بانک ترڅو پوري چي دافغانستان بانک تاسيس شوي نه و د مرکزي بانک دنده ئي هم سرته رسوله د دولت لپاره ئي خارجي اسعار رانيول او د لمړي ځل لپاره [[۲۴]]ه ش کال کي د بانک له طريقه بانکنوټونه جاري کړل. (سيد، پوهنوال مسعود، بانکداري، چاپ ‍‍[[۲۵]]، مطبعه کابل). 

په افغانستان کې دبانکونوډولونه

په افغانستان کې تراوسه پورې څلورډوله بانکونه وجود لري چه په لاندې ډول ورڅخه يادونه کوو.

۱- دولتي بانکونه  :دافغانستان بانک،پښتني بانک،دافغان ملي بانک،کابل بانک                                                      ۲- خصوصي بانکونه :دافغانستان بين اللمللي بانک،د وړووپورونو لومړني بانک،عزيزي بانک،باختر بانک او داسي نور...

۳-خارجي بانکونه: پنجاب بانک ، حبيب بانک ، ، الفلاح بانک، وسټندردچارټربانک ،  ارين بانک ، پاکستان نشنل بانک اوداسې نور.)..                                                                                                                                           ۴- اختصاصي بانکونه:دزراعت دودې بانک ، دصنعت دودې بانک ،رهايشي اوتعميراتي  بانکونه